هيــــــــــــــــــلـــه
دا ړ يــــــــــــكو پــــته

omari.zabul@gmail.com
صفحه اصلي | تماس با ما | آرشيو وبلاگ

دسهيلي پښتونخوا په خانوزئ ښارګوټي كې

دسهيلي پښتونخوا په خانوزئ ښارګوټي كې

دپښتو ژبې مشاعره وشوه

؛؛؛؛

دسباوون فيډريشن په مرسته دخانوزئ خواږه ملګرو ټولنې له لوري دپښتو يوه په زړه پورې مشاعره وشوه څرګنده دي وي چي په تيرو ورځو كښې ديباون فيډريشن له لوري ځخه دخواږه ادبي ملګري ټولنې تر نظارت لاندي يوه په زړه پورې مشاعره وشوه دغه خوندوره مشاعره دخانوزئ په كالج كښې جوړه شوې وه

پدې مشاعره كښې دسهيلي پښتونخوا له هره لوري ځخه شاعرانو او ليكوالانو برخه درلودله دا مشاعره دسباون فيډريشن له لوري ځخه جوړه شوې وه او هم دوي شاعران هڅولي وو؛ نو ځكه دپښتو ادبي قنديل مسلم باغ يو شمير ملګرو پكي برخه درلودله ددې مشاعري پيل قرآن كريم په سپيڅلو آياتونو سره وشو دتلاوت دپاره ملا بخت الله را ولاړ شو او تلاوت يې وكړو او دوياند دنده دلومړي ځل دپاره ذكاء الله خان پانيزي پر مخ بووله خو خو له يو څه جريان وروسته يې دوياندوي چاري تكړه شاعر ضياء الله خان پانيزي ته ور وسپارلي دمشاعرې دصدارتي چوكۍ دپاره ملك نصر الله خان را وبلل شو ليكن په دريځ كې دپښتو ادبي كاروان دكۍ ريس ښاغلئ محمد نعيم شاكر؛ او دبوري دسيمې تكړه شاعر او ليكوال سلطان زخپيل ؛ او پخواني ايالتي وزير ښآغلي عبد الواحد صديقي

له مسلم باغ ځخه دپښتو ادبي قنديل دوهم ريس ښاغلي مولوي همايون خان كاكړ ناست وو؛ او دكوربه په توګه ليكوال او شاعر ښاغلئ عبد الغني شهاب ناست وو

دمشاعرې په پيل كښې وياند يو شعر زمزمه كړ؛

زما خبري په بول كم په وزن زياتي

پوه په پوه دئ ونا پوه ته دي افراتي

بيا وياند دمشاعرې د دود او دستور مطابق خپله غزل وړاندې كړه

خدايه خلاص مو دبنده له بندګۍ كړې

هم ازاد مو دغلام له غلام كړې

او ورپسې دغو شاعرانو خپل شعرونه وويل

علاء الدين عاجز

داخړ كورونه ګوره چي ښكاريږي ښايستي پكښې

دا هغه كورونه بوډا ګان دزمانې پكښې

محمد سليم اولس يار

كندهار كوټه كابل او پيښور كښې امن غواړو

دنړۍ په هر و ګوټ او هر ټبر كښې امن غواړو

سميع الله شمشير

دامن پلاره دلته امن قراري راوله

زموږ غمجنو زړوته دلته قراري راوله

جلال الدين جلال

تاچي په طمع دخپل يارسر پر سر ددار پريښوئ

نادر خان فريادي

آي دوخت فرعونه لا دې څنګه زړه را سوړ نه دئ

زخم پخوانئ مې لا تر اوسه سره جوړ نه دئ

عطا ء الرحمن همدرد

كله به له غاړې ځخه پورته شي ددار لاسونه

چي له ګريوانه دي پري نه كړي داغيار لاسونه

امين الله بيدار

هغه څوك وښايه وماته چي محتاج دحسن نه دئ

يو وزر دبهار خوركړه ښايسته ښكلا تخليق كړه

ذكاء الله پانيزئ

واوره اې ظالمه موږ جنګونه ختمول غاړو

موږ په خپل وطن كښې تل په امن اوسيدل غواړو

جناب پروپيسر خليل باور

دچا چي څومره په وس پوره وو هغو دومره راوړل

ودغه دار ته موږ په خپل لاس كښې سرونه راوړل

 

ښاغلي سلطان زخپيل وويل چي ؛ ايس پي او ؛ له ۱۹۹۴ ځخه په سيمه كښې

ديوه اورګان په توګه كار كوي دټولنې وجمهوري رويې ته وده وركوي او دجمهوري ادارو داستحكام دپاره كار كوي او موږ په دغه لړ كي دوولس نيټ وركه لرو چي په سوچ او ف ركي بدلون را وستل شي موږ غواړو چي په خلګو كښې مزاحمتي هڅي پيدا كړو؛

نورالله وطن دوست

دسترګو تر بڼو راته نژدې ګرځي ما وژني

احساس دغريبۍ راته نژدې ګرځي ما وژني

 

محمدعلي عمري

زړګيه چي تيريږي بې له ياره زندګي

تردې به وايه چيري وي بيكاره زندګي

مولوي همايون خان كاكړ

دغيرت څو نښانونه

دي دژوند علامتونه

 

محمد نعيم شاكر

نور په سينه باندي زخمونه ژونده مه راكوې

دا ناليدلي سخت دردونه ژونده مه راكوې

عبد الغني شهاب

هر چيرته چي ظلم كيږي هلته امن نه راځي

عدل چي ناپيد سي ښكلا پر وطن نه راځي

نه مې صوفي نه ازاد خيال په ګته

ناست دي دواړه دغليم په كوركښې

 

حاجي صورت خان چي دټولنې يو كار كونكئ دئ وې فرمايل چي په پښتون وطن كي بيساري شاعران شته زموږ دغه شاعران دقام او ملت رهبري كولاي شي

او وطن ته دموجوده پيښو په هكله دوي ډير په اسانه سره خلګ خبرولاي ښي

او موږ وخپلو شاعران ته دا خواست كوو چي دوي دې له نننيو پيښو ځخه پښتون قام ته خبر وركړي خو ليكن څومره بد بختي ده چي نن پښتون قوم په خپل وطن كي مهاجر دئ او دخپل نامه ځخه پرته دمسافر مها جر او مزدور په نامه سره ياديږي بايد وپښتانه قوم ته خپل نوم وركړل شي او ټول پښتانه په يوه لړۍ وپېيل شي خو نن وپښتو او پښتونواله ته صرف شاعر نوم او رڼا وربخښلاي شي؛

لدې وروسته پخانئ وزير تعليم عبد الواحد صديقي؛؛ دننۍ مشاعرې په اړوند وينا وكړه او دا يې وويل چي نن شاعرانو دخپل چا پيريال په اړوند ډير څه خو په لنډو ټكو كي وويل له انسانانو سره چي څوك ظلم كوي زما او ستا دپاره تر يوه ناسوركم نه دئ په ټولنه كي دظلم جبر او استبداد عكاسي تر هر چا شاعر او دغو شاعرانو وكړه داموږ نه سو كولاي او نه زموږ دپاره څه آسانه كار دئ نن په سوات كښې چي څه ظلم رواندئ دا صرف دامريكې دجمعدارۍ دپاره دئ او يهود او هنود دا هڅي كوي چي مسلمانان سره بيل كړي ددغو خلګوراتګ زموږ په ګټه نه دئ كه نن هم مظلومه انسانان سره يو متفقه سي نو برياليتوب به زموږ په برخه وي ؛ ښاغلي صديقي وشاعرانو ته وويل چي پر ۲۰ جون په خانوزئ كښې دعلامه عبدالعلي دكتابتون پرانستل كيږي وتاسو ټولو ته دګډون دپاره بلنه دركوو

او په هغه ورځ به يوه په زړه پورې مشاعره هم كيږي او بيا ښآغلي صديقي له خپلو خبرو وروسته ديو نا معلوم شاعر شعر ووايو

هسي پاته سوم په ميخانه كښې

چي مي وليدل شيخان په ميخانه كښې

مابه ولې اقامت ورپسې نه كړ

چي ساقي وكړئ اذان په ميخانه كښې

لدې نه وروسته ملك نصرالله خپله وينا وكړه هغه دا وويل چي دا دنن غونډه دانساني مساوات امن او ورورولۍ نخښه ده زه دټولو شاعرانو شكريه اداء كوم چي دوي دلته دبي شميره اړتياوو باوجود دلته راغلل او زموږ ودې مشاعرې ته يې ښكلا ور وبخښله خو خبره دعمل ده الله ج دې وموږ ته دعمل كولو توفيق راكړي

لدې وينا ځخه وروسته وراغلو ميلمنو ته ښه خوندوره ميلمستيا وشوه

پښتو ادبي قنديل مسلم باغ له دوي ځخه يو جهان مننه كوي

په درناوي

ډاكټر محمدشفيق

پښتو ادبي قنديل ټولنه

سهيلي پښتونخوا مسلم باغ

 

 

--------------------------------------

نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۴ خرداد ۱۳۸۸ ساعت ۱۱:۵۴:۵۵ | آرشيو نظرات (0)


معرفي وبلاگ
 



http://larawbar.com/hella/

 
 

فهرست اصلي
 
صفحه نخست
پست الكترونيك
آرشيو مطالب
افزودن به علاقه مندي ها
صفحه خانگي
 

 
 

آرشيو موضوعي
 
شعورنه
اسلامي ليكني
لنډي كيسي
ادبي ټوټي
خبرتياوي
مقالي
بيلابيلي ليكني
انځورونه
اړ يكي
غو نډ ه
كتا بو نه
بر يښنـــا ليكونه
درحمت الله رحمت ناول
 
 

آرشيو ارسال ها
 
مرداد ۱۳۸۹
تير ۱۳۸۹
خرداد ۱۳۸۹
ارديبهشت ۱۳۸۹
فروردين ۱۳۸۹
اسفند ۱۳۸۸
 
 


پيوند ها
 
افغان ادبي بهير
تل افغان
ټاټوبئ
دارواښآد سيلاب ساپي بلاګ
روهي ويب پاڼه
غورځنګ ويب پاڼه
دميرمن كلتوري ټولنې ويب پاڼه
پښتوسندري
دتهران راديو پښتو خپرونه
دامريكاږغ اشنا راديو
دچين راديو پښتو خپرونه
دالمان ږغ راديو پښتو خپرونه
دښآغلي همت الله امين زي ويب سايټ
مورچل ويب پاڼه
خوست ويب پاڼّه
انلاين پښتو مشاعره
په زړه پورې افغانئ لينكستان
پكتيا ويب پاڼه
وحدت ورځپا ڼه پيښو ر
سور غر ويب پا ڼه
سپوږمۍ ويب پا ڼه
سمسور و يب پا ڼه
خوست راديو
دافغا نستا ن دطالبانو ويب پا ڼه
تاند ويب پا ڼه
پښتونخوا ويب پا ڼه
پكټ راديو پښتو خپرو نه
داستانونه ويب پا ڼه
زمو افغانستان ويب پا ڼه
ډيوه راديو ويب پا ڼه
دازادۍ راديو پښتو خپرونه
ليكوال ويب پا ڼه
هيواد ويب پا ڼه
اصلاح ويب پا ڼه
شهامت ويب پا ڼه
ريان اسلامي ويب پا ڼه
توره بوړه ويب پا ڼه
لوي غر ويب پا ڼه
د بي بي سي پښتو خپرونه
ګران وطن ويب پاڼه
بينوا ويب پاڼه
ټول افغان ويب پاڼه
دموسيقۍ په زړه پورې ويب پاڼه
دموسيقۍ ښكلې ويب پا ڼه
پښتا نه و يب پا ڼه
رومال و يب پا ڼه
ننګيا ل و يب پا ڼه
لوي افغانستان وېبپاڼه
طلوع ټلوېزيون
آرمان راډيو
لمر ټلوېزيون
نورين راډيو ټلوېزيون
پژواك خبري آژانس
ولس خبري اژانس
تول پښتانه وېبپاڼه
ميدان وردگ ولايت پانه
مسلمانان وېبپاڼه
دپښتنو شاعرانو شعرونه وېبلاك
حقيقت ويببانه
كره كتنه وېبلاك
دبازمحمد عابد وېبلاك
افغا ن ننګ ويب پا ڼه
لر او بر ويب پا ڼه
په زړه پوري اسلامي ويب سايټ
بلاګو نه و يب پا ڼه
خبرونه ډا ټ كام
دعبدالهادي حيران و يب پا ڼه
افغا ن كلتوري ودې ټولنه
دآپلوډ په زړه پوري ويب پا ڼه
پښتو نستا ن ويب سا يټ
دښځـو ويب پا ڼه / اوربل
آنلا ين ويب پـا ڼه
قا مو ســو نه و يب پاڼه
سلګۍ ويب پا ڼه
شعرو نه و يبلا ګ
سباؤن ويب پا ڼه
د اجمل اند ويب پا ڼـــه
لمر و يب لا ګ
ليكوال ويب پاڼه
بوريوال كاكړ بلاګ
افغان رساله
دانش خپرندويه ټولنه
دانټر نيټي تبليغاتو سايټ
ديدنونه ويب پاڼه
نړ ۍ وال ويب پاڼه
 
 


لوگوي دوستان
 
POWERD BY neginblog.com
 
 


كدهاي كاربر
 
 
 


 

تمام حقوق تعلق به نگین بلاگ است