غزل
زېړ مازيګر دچا په وره پورې سړئ ولاړ دئ
غړوي غټي غټي سترګي خو ګونګئ ولاړ دئ
انسان كه تښتي نو په كومه لاربه وتښتيږي
دهرې لار په هغه سر باندې مرګئ ولاړ دئ
ډيره موده وشوه چي خلګ يي سندري وايي
خو ددې سيمې ځنې ډير لرې سپرلئ ولاړ دئ
پرون چي غر هم دميږي غوندي ليده شو ورته
نن يې په مخه كښي دغره په شان ميږئ ولاړدئ
په هره لار به له كاروان سره په مخه درومي
شهابه چا درته ويل چي بنوڅئ ولاړ دئ
په درنښت
شهاب بنوڅئ
