غزل
حالات به ښه شي كه زوي مړي يو له بله پوه شي
داسادګان دزماني به خدايه كله پوه شي
نه بې شانه كړي پر سپين مخ او نه بې غوړې كړي بيا
كه خدايه ښكلي له ازار دخپل كاكوله پوه شي
چي شاعر نه شي غزل نه وليكي څه به كوي
كه څوك له كيفه ستا دسرو شونډو له ګله پوه شي
ځينې احمق يي لا اوس هم بولي هوس لپاره
وخت لا پكار دئ چې دشعر له ازله پوه شي
منم سعيده ستا زابل دخرابو خزانه
خو پښتانه بې له ارځښته ځخه كله پوه شي
سعيد زابلي زابل
----------------------------------------------------