عقيده
سترګو يې څه نه ليدل مګر دخداي كتاب يې ترڅنګ وو او مسجد ته راغلئ
ده هغه اسماني كتاب په تاخچه كې كيښوداو پر لمانځه ودريده
كله چي له عبادت نه فارغ شو او له مسجد نه روانيده
هغه كتاب پاتې شو او يو بل كتاب لاس ته ورغلئ
دئ ړوند وو كتاب يې نه ليده او په كتاب نه پوهيده مګر ډير ټينګ يې په غيږكي نيولئ وو ده ته دانه وه معلومه چې په كتاب كي څه دي او دچا كتاب دئ له ده سره ټينګه عقيده وه مګر پوهه او بينايي ورسره نه وه
او دخداي دپاره دغه كتاب ښكلاوه او لكه تعويذله ځان سره يې ګرځاوه
ليكوال
ارواښادګل پاچا الفت
----------------------------------------------------