
څلوريځي
وخت به ارومرو باچا كړي سړئ
خو كه دوخت قدر پيدا كړي سړئ
وخت به يو تت شاني خوځښت نه ګڼو
وخت كله كله ډير رسوا كړي سوئ
څلوريځه
كه توبه كاږې له هرډول ګناه
دبوډا هوس په كوركي څه معني
توبه هله سي سراب مخته پراته وي
او ځواني وي له كلونو بي پروا
څلوريځه
عبث لوبه ده روانه پر دنيا
ماوي ستا ګناه بار كړي تازما
هغه داچي يو دبله غيبت كاندو
وايه زما پكي فايده ده او كه ستا
څلوريځه
ژوندون څه ده داوبو پر سر كښتۍ ده
يا په زخه دښكاري خواره هوسۍ ده
ښځه كښينوي په كور كي په اميد
سړئ ورك كاندي چي بخت يې دخوارۍ ده
په مينه
محمدعلي عمري
جنوبي پښتونخوا مسلم باغ
-------------------------------------------------------