سوررنګ : غنمرنګ كوچي
سوررنګ
يـــــوه ورځ تالــــــه ما تپـــــــــــــوس كړئ وه
چي ستا خوشبواوكه رنګ ډير خوښيږي
مـــاپــــه ځـــــــــــــواب كي وو ويلي درتـــــه
هسي خوزه دخــــــــــــوشبويئ قائــــل يـــــم
ډيرپه رنګــــــــــــــــونو پسي نـــــه ګرځمــــه
خــــوكــــنه خامـــخا يورنګ يادكړمــــــــــه
نو زمـــا سور ګلابي رنګ خــــــــــــوښيږي
خوڅــــــــه وخت پس چي ته په مخه رغلې
تــــاوه جـــوړه دســـــــــــور بخمل اغوستې
زمــــا دخولې نــــه داټپــــــــــــــــــــه ووتــــــــه
پـــــــه سوربخمــــــــــــل كې داسي ښكارې
لــكه دواوروچي لمبې تاؤ شــــــــــوي وينه
نـــــوتاهم سمدستي ځــــــــواب راكړو چي
ودې ليــــــــــــدل چي ټك مې دركــــــــــــړو
ته مې مين كړې زه قراره كښېنستمــــــــــه
اوس هــــم داستا ځــــــــــواب ياديږي راته
تــــه پـــــــــــــــــــــــــــــــه قراره زندګي تيروې
زما په سترګـــــــــوكې سوررنګ ګرځيږي
په درنښت
غنمرنګ كوچي
پېښور بډه بېره