متلونه چي له كلونو كلونو راهيسي دپښتنو په ټولنه كښې
ويل كيږي ٫ ويونكي يې نامعلومه دي
پښتو متلونه تر شاعر پورې محدود نه دي
يعني متلونه عام خلګ جوړوي
متلونه سراسر عبرت او دكاڼي كرښي دي
متلونه
٫٫٫٫٫
ازمويلي څوك نه ازمويي
اصيل خطا نه لري ، كم اصل وفا نه لري
اګر و اګر سره ورته دي
آموخته خور بلا خور
اورته خپل او پردي يو دي
اوښ پۀ بډه نه وهل كېږي
باغ چي پوخ سي باغوان كوږ سي
بده ماندينه تنګه موچڼه ده
برج دي تر اسمانه ، سپي دي له لوږي مري
برخي وېشه مړونه ګوره
بزه په خپل ښكر نه درنيږي
بې ښځي سړي ښه دي نه په كور كي همېش جنګ
بې چرګه به هم سباشي
بې قامه مقام نسته
باد چى پاسنى وى باران يى ګړندى وى
بى ډوله مه ګډيږه
بيكارى هسى بلا ده هم ددين هم ددنيا ده
پر دى خواړه يا پور دى يا پيغور
پړ مى كه مړ مى كه
پښى هلته ځى چى زړه ځى
پور چي ځنډينى شى خوړنى شى
چى سړى زړيږى حرص زياتيږى
چى موړشى سوړ شى
ديوال نم زړوى خو انسان غم زړوى
رښتيا ويل تر خه دى
سركه غټ هم وى پټكى غواړى
كوڼ دوه واره خاندى
ماهى چى نيسى تر لكى يى نيسه
ښه وكړه په ابو كى يى واچوه
په درناوي
محمدعلي عمري
سهيلي پښتونخوا مسلم باغ