شعر٫ رحمت زلمئ
غزل
شونډي ئي ستا تر سپين رخساره نه ځي
بې لارې خلګ دي پـــــــر لاره نه ځي
ښايي مــرتد سو لــــه مذهبه دننــــګ
سرونه ټيټ كړي خـــو تر داره نه ځي
ژونـــد مې پـــه شان دلا وارثــه مړي
چي يې هيڅوك تر ړنګ مزاره نه ځي
دمـــرګ بـــلا پـــر هر چارسو ولاړه
كليوال ښه كړي چي تر ښاره نه ځي
پښتون دوخت داسي صحراكي ولاړ
چي يې تـــر هيچاپوري ناره نه ځي
دوخت خزان زلمئ كړ داسي مايوس
چي اوس يې خيال لا تر بهاره نه ځي
رحمت زلمئ
سهيلي پښتونخوا ژوب