دعفت ملالئ ښكلئ شعر
غزل
كــړې مې نـــــه وه دهيچا دزورېــــدو اراده
نه مې درلـــــوده دكــــوم زړه دمـــاتېدو اراده
كه مې ډالۍ نه كړه موسكا ستا وچو شونډو لره
كړې مې هـــــــــم نه وه داســـــتا دژړېدو اراده
هغه ګلاب چي مې دخپل زړګي په وينو لوي كړو
سنګه مې وكــــــــړه دهغــــــه ګل دشلېدو اراده
مـــــــا ويل زه به دې روڼا كړم دا تياره جونګړه
ډېوه پـــــــه لاس مې وه ستا لورته ددرتلو اراده
عفت چي وكړو دخپل خيــــال په وزرونو الوت
قسمت يې وكـــــړو وګړنګ تـــــه دلوېدو اراده
عفت ملالۍ
پښتونخوا پيښور