دفائدې خبري
۱ ٫ دزندګۍ هره ورځ ستا دتاريخ پآڼه ده
۲ ٫ ترټولو غټ حكومت دغصې محكوم كول دي
۳ ٫ دسمندر تعريف كوه مګر پر كناره باندې اوسه
۴ ٫ په بنده خوله كي هيڅ كله هم مچان نه لويږي
۵ ٫ وهرچاته خپل سوچ او فكر باچا دئ
۶ ٫ خو شحاله سل غمونه منتشر كوي
۷ ٫ اعتقاد دوا زياته مؤثره كوي
۸ ٫ خوف دهوښيارۍ يو جز دئ
۹ ٫ غلطي انساني او معاف كول الهي صفت دئ
۱۰ ٫ ديوه دروغ څخه ډله دروغ لازم راځي
۱۱ ٫ دومره خوره چي دبدن غزاشي نه چي بدن دهغه غذاشي
۱۲ ٫ دولت هغه ښه چي تا وګټلئ نه هغه چي ته يې وګټلې
۱۳ ٫ كه غواړې چي دوكه نه شې نو ددرو دكانو څخه قيمت معلوم كړه
۱۴ ٫ دفضول خبرو اوريدل دخطرات نفساني تخم دئ
۱۵ ٫ بربادي ده دهغه چا دپاره چي دمظلوم مدد نه وكړي يعني چي ظلم
كيدل وويني او دبنديدو قدرت يې لري ليكن بند يې نكړي
په درناوي
محمدعلي عمري
سهيلي پښتونخوا مسلم باغ
m.ali.umari@hotmail.com
