مړشوې روح له تنه دې پوره لكه چي ووتئ
غشـــــــــــئ دې كابله تر سينه لكه چي ووتئ
تا په شيدو لوي كړو دشيدو په غاښ يې وچيچې
مـــــــــــار دې پاړوګره تر هوده لكه چي ووتئ
ګــــــــرم مينان نه دي ماته ماته او ريچې شوله
يـــــــــــــــــــــاره ستا نظر تر آينه لكه چي ووتئ
زموږ داتحاد صف يې دسولې په نوم مات كړلئ
وروسته بيــــــــــــا غليم په بهانه لكه چي ووتئ
ستا ښودلئ ورد يې پــــه ضد ستا او دعالم چو كړ
پـــــــــــــــــــيره ستا مريد تر دائره لكه چي ووتئ
ښايي ستا زړه هم چيرته دحسن ګلاب لوټ كړلئ
داغ دې تـــــــــــــــر سينه ګل لاله لكه چي ووتئ
ستا زلمي جانان هجران دهجر ګورته يووړلئ
ستــــــــــا دزړه له كوره هميشه لكه چي ووتئ
په مينه او درناوي
رحمت زلمي
سهيلي پښتونخوا ژوب