شعر٫ عبدالباري اسير
غزل
زه چي ګورم شاوخوا دژړا وړدي
هلته هغه دلته دا دژړا وړ دي
زه دكوم يوه په غم كي اوس غمجن شم
نن به سل كي چي اتيا دژړا وړ دي
اطاعت چي دي اوس نه كوي باداره
بندګان اوس دلته ستا دژړا وړ دي
انسانان ئې كښته نه پريږدي پر ځمكه
ټول مرغان اوس دهوا دژړا وړ دي
پر يوه كمبله نه كښيني اسيره
دغه خلګ دلته بيا دژړا وړدي
په احترام
عبدالباري اسير
سهيلي پښتونخوا پښين