شعر٫رحمت زلمي
راشئ دالمحه مو دنفرت دوركيدلو ده
راشئ الميه مو دوجود دختميدلو ده
راشئ كه بقا دخپل وطن او دخپل قام غواړئ
پاته يوه لمحه ده او دا هم پرتيريدلو ده
توري بلاګاني دوحشت درته رادرومي لا
راشئ پر وطن موتوره شپه پر خوريدلو ده
راشئ ددښمن په ضدرايوشئ كه نجات غواړئ
كله بې له دې مو بله لار دخلاصيدلو ده
راشئ آخر ولې ديووالي لارمو هېره ده
راشئ په والله چي تر خبرو خبرتېره ده
رحمت زلمي
سهيلي پښتونخواژوب