دغوټۍ زندګي
ډيري شپي ورځي تيري شوي موسمونه واوښته راواوښته
دسمندر دغاړي بادونو وريځي دځانه سره راوړي
وريځو ددغه ځاي په حالت وژړل او اوښكي يې توي كړي داوښكو خوړونه شو او بيا ويالي شوي او وروسته دګل په ښاخ كي وچليدي٫ خداي ذده څومره علل او اسباب سره يو ځاي شواو څومره شرايط وجودته راغلل چي په دغه باندې دغوټۍ ټوله زندګي مرتبه شوه دسحرندي شمال په دي غوټۍ ورو ورو دشفقت لاس تيرولو دشپي پرخي ورباندي خپله دُر افشاني كوله چي څو دشمال په ډيره دلاسا ينه غوټۍ خپل شين داروڼ له مخه لري كړ دچمن طراوت دمرغانو نغمو داسمان دشين فضا لا انتهائيت دلمر زرينو پلوشو دسپوږمۍ مرنجو بيت دستورو مرمزو اشارو او دكائناتو نظام ته ئې وكاته او په نيمه خوله ئې وخندل چي څو بيا دې خوله خندا ته جوړوله لمر دماپښين ځاي ته راغلئ وو غوټۍ دده خواته مخ واړاوه او سر ئې ټيټ كړ كوم وخت چي لمر پرېواته كه لمر طلايې پلوشو سره دنسيم په لګېدو دغوټۍ نازكي پاڼي رپيدې دې دئ په داسي اواز چي ايله دشاعر دزړه غوږونو اوريدئ شو ويل چي پاكي ده تالره اې خالقه اې دكائناتو صانعه ستا عالم څومره ښايسته دئ څومره ګلالئ او څومره وسيع مګر اې خاونده زما دزندګۍ وار همدا وو٫ پس له لږ سكوته٫ باداره پاكي ده تالره راضي يم چي ستا دبې انتها ملك يو ډيره جزي برخه بر ما ښايسته شوه ستا دمخلوقاتو دسترګو طراوت وګرځېدم بلبلان راباندي وچوڼېدل بوراګان راباندي والوتل دسبا وږمې زما خوشبويي يووړه او خفه زړونه ئې خوشحاله كړل ديره ثنا ده تالره چي زه ګل يم او اغزئ نه يم
په درناوي
فضل الله عمري
پيښور٫ آف ضلع مانسهره
اچهړيا كيمپ