غزل
په دومره دردو غم كي مي خندل ستا په خاطر
آهونه مي دخلې څخه وتل ستا په خاطر
هردم مې هركلئ په ورين تندي ورته كاوو
دزړه كورته غمونه چي راتلل ستا په خاطر
هيڅ آه به دې زما له خولې سه نه وي اوريدلئ
زخمونه دسينې چي مي ګنډل ستا په خاطر
ستا هير دي كه په ياد وايه په ورانه ميخانه كښې
مازهر او ګنډېر درته چيښل ستا په خاطر
دهر دوست و دښمن په مخكې هرځاي ا و هروخت
چي څه به تا ويل ما به منل ستا په خاطر
په ډېره عاجزۍ ستا استقبال ته پر تندي
په دو دسته مي لاس درته نيول ستا په خاطر
پر دا باندې مې هغه رب شايد دئ كه منې
ليكم اسير تنها دغه غزل ست په خاطر
په درنښت
عبدالباري اسير
سهيلي پښتونخوا پښين
---------------------------------