ازادشعر
په ماشومتوب كې
ما ډير لرګي مات كړي
ما ډير وهلي
په تېره تبر باندي
داخپل لاسونه او پښي
زه چي ماشوم وم
په خطايي سره به مې
په تبر لاس زخمي كړو
كله به ولګيدو
دپښې پر بټه ګوته
زه به ټكۍ شوم له په زوره ژړا
په راخبره به شوه ګرانه موركۍ
ژر به يې كښېښودو
زما پر زخم
خپل ددبلي شنه نصوار
دردبه په څړيكو شولو
دڅو شېبو لپاره
خو دغه درد به
پر لاس يا پښه تېريدو
بس تر يو وخته به وو
بيرته به زه ومه
شوخي به وه
او شور به وو
په لاس كي تبر
مات لرګي پر هر يو لوربه وو
كاشكي راتلاي
دماشومتوب
هغه دشور وختونه
دشنه نصوار
پر څړيكو سپور يادونه
ــــ
په مينه
محمدعلي عمري
سهيلي پښتونخوا مسلم باغ
-------------------------------------