غزل
زه دخوږمن زړه دپيونده څخه وبيريدم
دخپل عمل دږغ بلنده څخه وبيريدم
كله دمرګه په رښتيا زه بيريدلئ نه يم
حقيقت دا دئ چي دژونده څخه وبيريدم
په بې خوندي كښې مې دخولې خوند كله نه سو خراب
عجبه دا ده چي دخونده څخه وبيريدم
نن ستا درعب ددبدبې مې پروا نه سي ګله
زه داخيستي خپل سوګنده څخه وبيريدم
زړه به دا څنګه ومني چي په بازي كي دعشق
دتوري نه دسپين مړونده څخه وبيريدم
په دا رنګين ګلشن كښې زه ديو مرغه په مثال
آخير اسير دقيدو بنده څخه وبيريدم
په درناوي
عبدالباري اسير
سهيلي پښتونخوا پښين
-------------------------------------