غزل
ما دغه دعا ډېره پخوا له خدايه غوښتې ده
وخت له خپله جبره نن پنا له خدايه غوښتې ده
وه چي په ګـــــــــډا ماته دپيغلي ليونۍ په شان
هغه بد مستي مي دسبا لـــــه خدايه غوښتې ده
دومره خواست هم مخامخ ګڼم دمحبت تـــــوهين
ستا وړه خندا مي هم په غلا له خدايه غوښتې ده
واړه آسمانونه به پرې ووايي آمين٫ خـــــاوري
تاله ما په څومره دړد دعا له خدايه غوښتې ده
زه كه ځان غني بولم غني په دې غوښتنه يـــم
ما دزغم اوچــــته استغنا له خدايه غوښتې ده
بل مي دباطن څراغ ساتلئ په توفــــان كي هم
ما رڼا له لمره نه٫ رڼا له خدايـــــــه غوښتې ده
لوبه دپنا ده پــــــــــــــكې غواړم دسرونو خېر
موږ په وحشتونو كي بقا له خدايه غوښتې ده
كوم يـــــزيد ايازه ويرولــــــــي اسمانونه دي
چا دلته بلا دكـــــربلا له خـــدايه غوښتې ده
محمود اياز
سهيلي پښتونخوا كوټه
---------------------------------------------------