
غوره ويناوي ٫ محمدعلي عمري
۱ ـ انسان دڅلورو څيزونو له امله پر نورو غوره والئ لري ٫ حلم ٫ علم ٫ زړه سواندي ٫ ښه خوئ
۲ ـ له ښه عمل نه پرته دجنت غوښتنه هم ګناه ده
۳ ـ كه له تاسو سره چا احسان وكړ نو لومړئ دالله پاك او بيا دهغه مننه وكړئ ٫ ځكه الله پاك دهغه په زړه كښي واچوله چي پر تاسو مهرباني وكړي
۴ ـ دخپل مسلمان ورور سپكاوئ تاسو ته ترټولو دېر زيان رسوي او غټه ګناه بلل كيږي ٫
۵ ـ بدكاري له الله پاك سره ښكاره دښمني ده
۶ ـ ملګرتيا دري نښې لري ٫ ددرياب په څېر سخاوت ٫ دلمر په شان زړه سوئ ٫ او دزمكې غوندي عاجزي
۷ ـ ديو ديني عالم معنوي قوت تر سلو جاهلانو زيات دئ
۸ ـ دهر نوي ماشوم زېږيدنه ددې خبري زيرئ دئ چي الله پاك له خپلو
بندګانو ناهيلي شوي نه دئ
۹ ـ دښو خلګو ملګرتيا دښه كار له كولو نه هم غوره ده او دبدو خلكو سره ناسته له بدو چارو هم بده ګناه ده
په درناوي
محمدعلي عمري
سهيلي پښتونخوا مسلم باغ
--------------------------------------------