شعر ٫ حضرت عبدالرحمن بابا
غزل
مدام ناست يم وچ ګوګل سترګې په نم كښې
عشق راوښود بحروبر په خپل حرم كښې
ماچې زخم په خوله كيخود ستا دتورې
نورمې دالذت ونه موند په مرهم كښې
زورآور مدام غالب وي په كمزوري
زه له نوره غمه خلاص يم ستا په غم كښې
لكه مړے دژوندو ترميانه پروت وي
هسې پروت يم له عالمه په عالم كښې
هيڅ صحت مې ددمګرو په دم نه شي
هم په داچي زما دم وي ستا په دم كښې
سره په وينو دسرو ګلو په څېر څانګې
هزار زړونه ستا دزلفو په هر خم كښې
زه رحمان كناره خوښ يم له عالمه
ولې ستا سترګو رسوا كړم په عالم كښې
-------------------------------------------------