هيــــــــــــــــــلـــه
دا ړ يــــــــــــكو پــــته

omari.zabul@gmail.com
صفحه اصلي | تماس با ما | آرشيو وبلاگ

٫ داد دووزړونوسوغات دئ ٫

٫ داد دووزړونوسوغات دئ ٫

دانوم ديوې ډيرې ښكلې شعري ټولګې دئ

لكه څنګه چي يې له نامه څخه څرګنديږي چي ددوو زړونو ږغ همداسي په رښتيا هم ددوو زړونو ږغ دئ دا يوه شعري ټولګه ده البته دا شعري ټولګه دپښتو ژبې له نورو شعري ټولګو څخه فرق لري هغه په دا چي دا شعري ټولګه

يوه في البديهه شعري ټولګه ده دا شعري تولګه د سهيلي پښتونخوا تاريخي سيمې ژوب ٫ ددوو ځلميو شاعرانو ٫ ښاغلي رحمت زلمي ٫ مندوخيل ٫ او ښاغلي شهيم كاكړ ٫ دشعرونو كتاب دئ

دا دوه شاعران په ژوب كښې ديوې فعالې ټولنې چي ٫ په ويښ ليكوال ادبي ټولنه سره ياديږي ٫ دهمدې ټولنې فعاله ملګري دي ديادولو وړ ده چي په دې اوس وخت كي دژوب په سيمه كښې ځوان شاعران لكه ٫ رحمت زلمي ٫ مندوخيل ٫ شهيم كاكړ ٫ اونورملګري لكه بخت مندوخيل ٫ هنرمل كاكړ او داسي نور ډير ځوان شاعران شته چي واقعا يې دپښتو ژبې دپاره دادب په ډګركښې ځان ښه ځلولئ دئ او په ډير ډاډ سره ويلاي شو چي ژوب هم دشاعرانو خاوره ده٫

او٫ داددووزړونوسوغات كتاب ٫ چاپول دا بيا په پښتو ژبه كښې يو نوئ رنګ لري ځكه دا كتاب دفي البديهه شاعري كتاب دي

او في البديهه شاعري څه آسانه كار نه دئ ځكه يو خو نن سبا وخت له خلګو سره ډير كم وي او بيا په ځانګړې توګه له هغه چا سره خو بيخي وخت كم وي

چي دهغه په لاس كښې قلم وي

په هرصورت ٫ داددووزړونوسوغات ٫ شعري ټولګه يوه په تول پوره شعري ټولګه بللاي شو ٫ ځكه يو خو ددې شعري ټولګې چمتوكونكي٫ رحمت زلمئ٫ او ښآغلي شهيم دډېر لوړ ذوق شاعران دي او بل ددوي دشاعري ذوق سره نژدې دئ

ځكه كه چيري ديو شاعر ذوق ډير لوړ وي او دبل شاعر ذوق بيا ډير كم وي نو بيا دوي نه شي كولاي چي يوه في البديهه شعري ټولګه چاپ كړي

اوس ددوي يو شعرته ستاسو فام راګرځوم

غزل

 

زلمي

٫ زه چي په هكله دانسان لولم كتاب دتاريخ

زلميه ليك يې دئ په وينو هر يو باب دتاريخ

شهيم

موږ انسانان يو موږ ته ياددئ هرچنګېز٫ هلاكو

هغه څاروي دي چي يې هېر وي هر قصاب دتاريخ

زلمي

چي علم پوهه او شعوريې آيين نه وو دژوند

له منځه وړے هغه قام همېش سيلاب دتاريخ

شهيم

له حق قانونه داسلام يې بغاوت وي لامل

پر مسلمان چي دئ راغلئ هر عذاب دتاريخ

زلمي

پښتو ادب به پرې حسين وي دزلمي او شهيم

دافي البديهه ښكلئ كتاب به وي كتاب دتاريخ

٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫

لكه څنګه چي نن سبا دعلم جنګ دئ دقلم مقابله ده هغه قومونه چي علم يې ډير دئ په قلم كښې پياوړي دي هغوي موږ وينو چي نن سبا دوي تر هرچا مخ په وړاندې روان دي او پښتون قوم دا وخت وعلم او عرفان ته تر هرچا ډير او زيات ضرورت لري او په كوم قوم كښې چي د علم اوقلم استعمال ډير شي نو هغه قوم ترقي كوي ٫ ښاغلي رحمت زلمي ٫ اوښاغلي شهيم كاكړ ٫ په خپله في البديهه شعري ټولګه كښې دتورې پر ځاي خپل قوم ته قلم په لاس كښې وركوي او په يوه ښكلي شعر كښې داسي وايي

 

غزل

شهيم

پرځاي دتورې په لاسونو كښې قلم وركوو

موږ دخپلواك ژوندانه قام ته درك سم وركوو

شهيم

نه چي يې هسې چاته زيات او چاته كم وركوو

هربنيادم ته حيثيت دبنـــــــــــــــيادم وركــــــوو

زلمي

لباس مو نه زده په ژوندون كښې همېشه هرچاته

موږ په اخلاص دخپل صفا زړه جامِ جم وركوو

شهيم

چي دخلوص په اراده فقط هم پوه شو دچـــــــــــــا

دزړه غمئ وهغه چاته هغه دم وركــــــــــــوو

زلمي

چي په مذهب وي دليلا چي وي مجنون په رښتيا

هغه مؤمن ته همېش ځاي دزړه حرم وركـــــــوو

شهيم

زموږ هر سهار دشفق غوندې دئ په وينو تك سور

موږ خپل ژوندون ته ځكه نوم دمحرم وركــــــــوو

زلمي

دوي دز لعلونوته هم ګوري په شكمنو سترګو

موږ مينان چي په سوغات كښې چاته نم وركوو

شهيم

دې مغربي ماده پرستو همېشه وموږ تـــــــــــــــــه

تورتم راكړئ په بدل كښې هم تورتم وركـــــــوو

زلمي

چي دژوند يون يې وي دعشق پر سيخه لاره كړئ

داجهان څه چي لاسوغات لوح وقلم وركــــــــــــوو

٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫

په ډير ډاډ او اطمينان سره ويلاي شو چي

٫ داددوو زړونوسوغات دئ ٫ في البديهه شعري ټولګه

دهرذوق دمينانو تنده ماتولاي شي

او دښاغليو رحمت زلمي ٫ او شهيم كاكړ دغه في البديهه شعري ټولګه

وټولو پښتنوته دورورۍ ميني محبت او علم

پيغام رسوي ٫ لوي څښتن دې ښاغلي رحمت زلمي٫ اوښاغلي شهيم كاكړ ته

زيات ژوند وركړي څو دګرانې پښتو ژبې دپاره نور داسي دقدروړ كار وكړي

خپلې خبري دخان بابا په دې بيت سره ختموم چي وايي

دخوشحال قدر كه نن په هيچا نشته

پس له مرګه به يې يادكا ډير عالم

 

په درناوي

محمدعلي عمري

سهيلي پښتونخوا مسلم باغ

umari.2007@gmail.com

 

---------------------------------------------------

نويسنده : محمدعلي عمري | ۳۰ تير ۱۳۸۸ ساعت ۰۸:۲۹:۳۸ | آرشيو نظرات (0)


معرفي وبلاگ
 



http://larawbar.com/hella/

 
 

فهرست اصلي
 
صفحه نخست
پست الكترونيك
آرشيو مطالب
افزودن به علاقه مندي ها
صفحه خانگي
 

 
 

آرشيو موضوعي
 
شعورنه
اسلامي ليكني
لنډي كيسي
ادبي ټوټي
خبرتياوي
مقالي
بيلابيلي ليكني
انځورونه
اړ يكي
غو نډ ه
كتا بو نه
بر يښنـــا ليكونه
درحمت الله رحمت ناول
 
 

آرشيو ارسال ها
 
مرداد ۱۳۸۹
تير ۱۳۸۹
خرداد ۱۳۸۹
ارديبهشت ۱۳۸۹
فروردين ۱۳۸۹
اسفند ۱۳۸۸
 
 


پيوند ها
 
افغان ادبي بهير
تل افغان
ټاټوبئ
دارواښآد سيلاب ساپي بلاګ
روهي ويب پاڼه
غورځنګ ويب پاڼه
دميرمن كلتوري ټولنې ويب پاڼه
پښتوسندري
دتهران راديو پښتو خپرونه
دامريكاږغ اشنا راديو
دچين راديو پښتو خپرونه
دالمان ږغ راديو پښتو خپرونه
دښآغلي همت الله امين زي ويب سايټ
مورچل ويب پاڼه
خوست ويب پاڼّه
انلاين پښتو مشاعره
په زړه پورې افغانئ لينكستان
پكتيا ويب پاڼه
وحدت ورځپا ڼه پيښو ر
سور غر ويب پا ڼه
سپوږمۍ ويب پا ڼه
سمسور و يب پا ڼه
خوست راديو
دافغا نستا ن دطالبانو ويب پا ڼه
تاند ويب پا ڼه
پښتونخوا ويب پا ڼه
پكټ راديو پښتو خپرو نه
داستانونه ويب پا ڼه
زمو افغانستان ويب پا ڼه
ډيوه راديو ويب پا ڼه
دازادۍ راديو پښتو خپرونه
ليكوال ويب پا ڼه
هيواد ويب پا ڼه
اصلاح ويب پا ڼه
شهامت ويب پا ڼه
ريان اسلامي ويب پا ڼه
توره بوړه ويب پا ڼه
لوي غر ويب پا ڼه
د بي بي سي پښتو خپرونه
ګران وطن ويب پاڼه
بينوا ويب پاڼه
ټول افغان ويب پاڼه
دموسيقۍ په زړه پورې ويب پاڼه
دموسيقۍ ښكلې ويب پا ڼه
پښتا نه و يب پا ڼه
رومال و يب پا ڼه
ننګيا ل و يب پا ڼه
لوي افغانستان وېبپاڼه
طلوع ټلوېزيون
آرمان راډيو
لمر ټلوېزيون
نورين راډيو ټلوېزيون
پژواك خبري آژانس
ولس خبري اژانس
تول پښتانه وېبپاڼه
ميدان وردگ ولايت پانه
مسلمانان وېبپاڼه
دپښتنو شاعرانو شعرونه وېبلاك
حقيقت ويببانه
كره كتنه وېبلاك
دبازمحمد عابد وېبلاك
افغا ن ننګ ويب پا ڼه
لر او بر ويب پا ڼه
په زړه پوري اسلامي ويب سايټ
بلاګو نه و يب پا ڼه
خبرونه ډا ټ كام
دعبدالهادي حيران و يب پا ڼه
افغا ن كلتوري ودې ټولنه
دآپلوډ په زړه پوري ويب پا ڼه
پښتو نستا ن ويب سا يټ
دښځـو ويب پا ڼه / اوربل
آنلا ين ويب پـا ڼه
قا مو ســو نه و يب پاڼه
سلګۍ ويب پا ڼه
شعرو نه و يبلا ګ
سباؤن ويب پا ڼه
د اجمل اند ويب پا ڼـــه
لمر و يب لا ګ
ليكوال ويب پاڼه
بوريوال كاكړ بلاګ
افغان رساله
دانش خپرندويه ټولنه
دانټر نيټي تبليغاتو سايټ
ديدنونه ويب پاڼه
نړ ۍ وال ويب پاڼه
 
 


لوگوي دوستان
 
POWERD BY neginblog.com
 
 


كدهاي كاربر
 
 
 


 

تمام حقوق تعلق به نگین بلاگ است