هيــــــــــــــــــلـــه
دا ړ يــــــــــــكو پــــته omari.zabul@gmail.com |
| صفحه اصلي | تماس با ما | آرشيو وبلاگ |
امام قدوري څوك وو٫ محمدعلي عمري احمد يې نوم ووابوالحسين يې كنيت دي قدوري يې نسبتي نوم دي او دپلارنوم يې محمددي ٫ دنسب سلسله يې داده٫ ابوالحسين بن ابن بكر محمد٫ ابن احمد بن جعفر بن حمدان البغدادي القدوري له څلورمي طبقي دفقهاء كبارو څخه دي او جليل القدر اولوي فقيه او محدث دي٫ امام قدوري په ۳۶۲ كي پيداسوي دي دمختصرالقدوري په اكثرو نسخو كي يې كنيت ابوالحسن ليكل سوي دي مؤرخ ابن خلكان په خپل تاريخ وفيات الاعيان كي ذكر كړي دي چي قدوري په ضم دقام سره يعني په پيښ سره دقاف او دال سره دسكون د٫ واو ٫ سره دقدور طرف ته نسبت كيږي او قدور ٫ دېګ يا كټو ٫ ته وايي٫ صاحب مدينة العلوم وايي چي قدوري له دې وجهي ورته وايي چي ده كټوې جوړولي او دهغو خريدو فروش يي كاوو ٫ اويا قدوري دهغه كلي نوم دي چي چيري ده سكونت درلود ٫ امام قدوري علم فقه او علم حديث له ركن الاسلام ابو عبدالله محمدبن يحي بن مهدي جرجاني متوفي سنة ۳۹۸ هجري څخه حاصل كړ چي هغه دامام ابوبكر احمد شاګرد دي او ابو بكر جصاص دابو الحسين عبيدالله كرخي شاګرد دي خطيب بغدادي وايي چي ما دده حديث وليكل ٫ ابن كمال پادشاه صاحب قدوري او صاحب دهدايې دپنځمي طبقي يعني داصحاب الترجيح څخه شمارلي دي امام قدوري په ښار دبغداد كښې په عمر د٫ ۶۶ كاله ديك شنبې په ورځ د۵ رجب په ۴۳۸ كال كښې وفات شو٫ تصنيفونه يي دادي ۱ ٫ تجريد په اوو جلدوكي ۲ ٫ مسايل الخلاف ۳ ٫ تقريب ۴ ٫ شرح مختصر الكرخي ۵ ٫ شرح ادب القاضي مختصر القدوري ٫ تقريبا زركاله پخواني متن دي او پر ددوولسو زرو مسلو مجموعه ده٫ مصباح انوار داعيه ذكر كړي دي چي كوم سړي دغه يادكړي انشاء الله دلوږې څخه به يې خداي پاك خلاص كړي علامه بدرالدين عيني شرح هدايه كښې ليكلي دي چي امام قدوري چي كله له خپل تصنيف قدوري څخه فارغ شو نو په سفر دحج يې شروع وكړه نو دخداي پاك څخه يې وغوښتل چي كه زما په كتاب كي غلطي شوي وي ته ماته په هغه باندي خبرراكړې بيا يې تر آخره پورې كتاب يوه يوه ورقه وكتل پنځه ځايه له خپلو محوه سوي وه٫
په مينه اودرناوي محمدعلي عمري سهيلي پښتونخوا مسلم باغ ------------------------------------------ نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۱ تير ۱۳۸۸ ساعت ۱۰:۴۸:۰۲ | آرشيو نظرات (0) |
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
تمام حقوق تعلق به
نگین بلاگ است
|