څلوريځي
وكوم زړه ته چي دعلم روڼا راشي
بې اختياره ورته رحم تقواي راشي
خو تقواي او رحم دومره دي حساس چي
زړه پريږدي كه ورته نږ شان ريا راشي
څلوريځه
كه په جنګ كښې لولپه شې دسره اور
هيڅ دي پاته نه سي جوړ شي درنه سكور
بيا مي هم پښتون وطن پښتون وطن يې
زما قسم دي كه دې وركړم پر لاهور
څلوريځه
ګرانه ده زَړه ده داپښتو ژبــــــــــــه
دانه دپنځوسو او شپيتو ژ بـــــــــــه
وايي په تـــــــاريخ كي حبيبي دا سي
ده پښتو ددري زره كلـــــــــــــو ژبه
په مينه
محمدعلي عمري
سهيلي پښتونخوا مسلم باغ
umari.2007@gmail.com
----------------------------------------------