هيــــــــــــــــــلـــه
دا ړ يــــــــــــكو پــــته m.ali.umari@hotmail.com |
| صفحه اصلي | تماس با ما | آرشيو وبلاگ |
دخوشحال بابا زرين اقوال
؛ څوك چي په اصل كي لوي دي هغه دلويي لافي نه وهي ؛ داچي اوس درته حاضر دي ښه په زورورته ګوره ولي چي آخر به ددغو دوستانو په جدايي لاسونه مروړې ؛ زياتره مرګونه په توره او ټوپك نه كيږي لكه زياترخونونه په ژبه كيږي ؛ په بوډا توب كي چي كوم كس بدكاره وي ابليس يې وګڼه ؛ له بي وفا سړي نه وفاداره سپئ څو چنده بهتر دئ ؛ رښتيني ياران پس له مرګه ځخه هم جدا نه وي ؛ په كوم كوركي چي پاك لمنه ښځه وي دهغې دنور له وجې ټوله خونه روښانه وي ؛ كوم خوند چي دزړه په سترګو دديدن دئ هغه خوند په رڼو سترګو ديدن كي نشته ؛ دچاسره چي دې دزړه له تله دوستي وي كه دهغه له خولې ترخي خبري اوري ښه شيرين ځواب وركوه ۱ ؛ دهغو خلكو دنيا نابوده ده چي پيسي په كوركي ږدي او ټولوي يي دغه خلګ په شته مال كي هيڅ نه لري
ليږونكئ غنمرنګ كوچي دره آدم خيل پيښور --------------------------------------------
نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۲ فروردين ۱۳۸۸ ساعت ۱۱:۱۲:۲۸ | آرشيو نظرات (0)
عقيده سترګو يې څه نه ليدل مګر دخداي كتاب يې ترڅنګ وو او مسجد ته راغلئ ده هغه اسماني كتاب په تاخچه كې كيښوداو پر لمانځه ودريده كله چي له عبادت نه فارغ شو او له مسجد نه روانيده هغه كتاب پاتې شو او يو بل كتاب لاس ته ورغلئ دئ ړوند وو كتاب يې نه ليده او په كتاب نه پوهيده مګر ډير ټينګ يې په غيږكي نيولئ وو ده ته دانه وه معلومه چې په كتاب كي څه دي او دچا كتاب دئ له ده سره ټينګه عقيده وه مګر پوهه او بينايي ورسره نه وه او دخداي دپاره دغه كتاب ښكلاوه او لكه تعويذله ځان سره يې ګرځاوه
ليكوال ارواښادګل پاچا الفت
----------------------------------------------------
نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۱ فروردين ۱۳۸۸ ساعت ۱۰:۴۴:۵۵ | آرشيو نظرات (0)
فاتح سكندر له ډيرقوت او ډيرولښكروسره ښار ته راغئ دښآر له خلګو سره يې څوځله زورور جنګونه وكړل له دواړو خواوو نه ډيرخلګ ووژل شول ډيري ويني تويي شوي ډيري ككرۍ تر پښو لاندي شوې وروسته له ډيروجنګو هغه دمړو په سرونو پښي كيښودې او دلوي فاتح په حيث ښار ته ننوت دئ ډير په قهر وو ده غوښتل چي ښار لوټ كړي او قتل عام جوړكړي مګر دا كار ده ونه شو كړاي ځكه په ښار كي يو پټ قوت موجود وو چي ده ورسره مقابله ونه شوه كولاي دئ چي ښار ته ننوت په يوه ډېره ښكلې پيغله يې سترګي ونښتې او په يوځل ليدو يي زړه بايلود څوك چي بي زړه شي هغه بيا جنګ او جګړه نه شي كولاي ځكه ده هم له خپل ټول قوت اوقدرت سره ځان دغې پيغلې ته وسپاره دغه لوي فاتح چې دعشق او ميني په پنجوكي ګير شو بل راز شو او دخپلې معشوقې دخوښې له پاره يې دښار دخلګو خدمت ته ملا وتړله دغه وخت دا معلومه شوه چې دئ فاتح نه وو فاتح بل څوك وو دئ پدې نه پوهيده چې په ډيرزور او قوت خپل ځان يوه قوت او قدرت ته سپاري چې له سلطان او شهنشاه نه دخلګو خدمتګار جوړوي په رښتيا چي دعشق مقام ته رسيدل هم څه آسانه كار نه دئ او دښكلا په دربار كې پآدشاهي هم په تعظيم او احترام سر ټيټوي هلته محمود داياز تابع دئ او سكندر هم په يوه نظر بل راز كيږي او قهر وغضب خپل ځاي مينې او محبت ته پريږدي
ليكوال ارواښآدګل پآچا الفت
--------------------------------------------------------
نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۱ فروردين ۱۳۸۸ ساعت ۰۶:۵۰:۱۹ | آرشيو نظرات (0)
غزل
بدبخته خلګ په سړي باندې ملنډي وهي
ځان ځني ورك وي په ژوندي باندې ملنډي وهي هره نشه يي وي عادت ورځخه دريغ نه كوي
ښكاريږي دا چي په مرګي باندې ملنډي وهي
دچا له زړه نه چي بهار دميني كوچ كړئ وي هغه به خود په تورپيكي باندي ملنډي وهي زموږ دښمن دئ ورته نوم به ددوست نه وركوو آن كه زموږ دكوڅي سپي باندې ملنډي وهي ورته يي پته دايمان او غيرت ولګيده اوس له نا كامه په زمري باندې ملنډي وهي دسپي لكۍ به شي هرڅوك به يي له ځانه شړي
خير كه نن په عمري باندي ملنډي وهي په درناوي محمدعلي عمري -----------------------------------------------------
نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۰ فروردين ۱۳۸۸ ساعت ۰۱:۳۰:۵۵ | آرشيو نظرات (0)
څلوريځي وخت به ارومرو باچا كړي سړئ خو كه دوخت قدر پيدا كړي سړئ وخت به يو تت شاني خوځښت نه ګڼو وخت كله كله ډير رسوا كړي سوئ څلوريځه كه توبه كاږې له هرډول ګناه دبوډا هوس په كوركي څه معني توبه هله سي سراب مخته پراته وي او ځواني وي له كلونو بي پروا څلوريځه عبث لوبه ده روانه پر دنيا ماوي ستا ګناه بار كړي تازما هغه داچي يو دبله غيبت كاندو وايه زما پكي فايده ده او كه ستا څلوريځه
ژوندون څه ده داوبو پر سر كښتۍ ده يا په زخه دښكاري خواره هوسۍ ده ښځه كښينوي په كور كي په اميد سړئ ورك كاندي چي بخت يې دخوارۍ ده
په مينه محمدعلي عمري جنوبي پښتونخوا مسلم باغ
-------------------------------------------------------
نويسنده : محمدعلي عمري | ۹ فروردين ۱۳۸۸ ساعت ۱۲:۲۷:۴۹ | آرشيو نظرات (0)
[ ۱ ][ ۲ ][ ۳ ][ ۴ ][ ۵ ][ ۶ ][ ۷ ][ ۸ ][ ۹ ][ ۱۰ ][ ۱۱ ][ ۱۲ ][ ۱۳ ][ ۱۴ ][ ۱۵ ][ ۱۶ ][ ۱۷ ][ ۱۸ ][ ۱۹ ][ ۲۰ ][ ۲۱ ][ ۲۲ ][ ۲۳ ][ ۲۴ ][ ۲۵ ][ ۲۶ ][ ۲۷ ][ ۲۸ ][ ۲۹ ][ ۳۰ ][ ۳۱ ][ ۳۲ ][ ۳۳ ][ ۳۴ ][ ۳۵ ][ ۳۶ ][ ۳۷ ][ ۳۸ ][ ۳۹ ][ ۴۰ ][ ۴۱ ][ ۴۲ ][ ۴۳ ][ ۴۴ ][ ۴۵ ][ ۴۶ ][ ۴۷ ][ ۴۸ ][ ۴۹ ][ ۵۰ ][ ۵۱ ][ ۵۲ ][ ۵۳ ][ ۵۴ ][ ۵۵ ][ ۵۶ ][ ۵۷ ][ ۵۸ ][ ۵۹ ][ ۶۰ ][ ۶۱ ][ ۶۲ ][ ۶۳ ][ ۶۴ ][ ۶۵ ][ ۶۶ ][ ۶۷ ][ ۶۸ ][ ۶۹ ][ ۷۰ ][ ۷۱ ][ ۷۲ ][ ۷۳ ][ ۷۴ ][ ۷۵ ][ ۷۶ ][ ۷۷ ][ ۷۸ ][ ۷۹ ][ ۸۰ ][ ۸۱ ][ ۸۲ ][ ۸۳ ][ ۸۴ ][ ۸۵ ][ ۸۶ ][ ۸۷ ][ ۸۸ ][ ۸۹ ][ ۹۰ ][ ۹۱ ][ ۹۲ ][ ۹۳ ][ ۹۴ ][ ۹۵ ][ ۹۶ ][ ۹۷ ][ ۹۸ ][ ۹۹ ][ ۱۰۰ ][ ۱۰۱ ][ ۱۰۲ ][ ۱۰۳ ][ ۱۰۴ ][ ۱۰۵ ][ ۱۰۶ ][ ۱۰۷ ][ ۱۰۸ ][ ۱۰۹ ][ ۱۱۰ ]
|
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
تمام حقوق تعلق به
نگین بلاگ است
|