هيــــــــــــــــــلـــه







هيــــــــــــــــــلـــه
دا ړ يــــــــــــكو پــــته

m.ali.umari@hotmail.com
صفحه اصلي | تماس با ما | آرشيو وبلاگ

څلوريځي / عمري
 
 
 
 

څلوريځي

 

كه ولاس ته راشي ښي ډيري پيسي

ښه سړئ به يم وهرچاته دلې

هرغلط كار به مي سپين دهوا باز وي

ډير به ګران شم پر بابا او پر ادې

 

څلوريځه

دماشوم روزنه غواړي كلك بنياد

څو دژوند سيلۍ يه نه كاندي برباد

دا روزنه لومړئ كار دمور او پلار ده

بيا مسؤل ددغه كار شيرين استاد

څلوريځه

آه ولاس ته درغلې درنه لويږي

له فرصته دې دغاړې طوق جوړيږي

انتظار كړې انتظار به دي سر وخوري

دا پياله دميو راكه وخت تيريږي

 

 

 

په درناوي

محمدعلي عمري

جنوبي پښتونخوا مسلم باغ

m.ali.omure@gmail.com

-------------------------------------------------

نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۲ ارديبهشت ۱۳۸۸ ساعت ۰۱:۵۰:۴۳ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


غزل / استاد حقيار
 

غزل / استاد حقيار
له مايې جوړ كړ ليونئ ليونۍ كډه وكړه
برايي زموږ له سپيره كلي كوچۍ كډه وكړه



خود به راځي پر عاشقانو دبيلتون تروږمۍ
چې له كوڅې مو تكي سپينې سپوږمۍ كډه وكړه
مايې زرګر ته ورښووله دمړوند اندازه
چاراته وويل راځه ګلالۍ كډه وكړه
بيا به وږمې تر دې خټين ديواله نه را واوړي
ځكه چې ښكلې ګلورينې شبۍ كډه وكړه
دآدم خان درباب ترنګ به نور بې سوره ښكاري
دده دمينې مَلَكې درخانۍ كډه وكړه
حقياره خداي خبر چې بيا به ښه غزله ليكې
ستا دخيالونو دحرم شاپيرۍ كډه وكړه
--------------------------------------------

نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۱ ارديبهشت ۱۳۸۸ ساعت ۰۴:۰۵:۲۰ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


غوره ويناوي / عمري
 
 
 
 
 
غوره ويناوي
حضرت سليمان عليه السلام
د علم زده كړه تر ټولو ښه او غوره صدقه ده ...
ددين زده كول ستره پانګه او وياړمنه شتمني ده ...
په ټولو زحمتونوكي اجراو ثواب نغښتي دي ...
چا چي د زړه راز نوروته څرګند كړ هغه نا پوه او چي تر پايه پتوي هغه هوښيار دي ...
د بي عقله په لاس سوال ځواب ليږل خپلي پښي په تبر وهل دي ...
دروغ هيڅ وخت په رښتياووبري نه شي موندلاي ...
نا پوهانو ته د هغوي د بي باكه ځواب مه وركوئ، هسي نه چي تاسوهم د هغوي په څيرشي ...
الله تعالي هغه خلك نه خوښوي چي د ورونو تر منځ د نفاق اور ته ببوزي وهي ...
كه چيري د انسان چلن د الله له خوښي سره برابر وي نو د ځان د ښمنان هم دوستان كولاي شي ...
خپل ځان عقل مند مه ګڼي د الله نه وډار شي او له بدو نه لاس واخلئ...
 

حضرت ادريس عليه اسلام فرمايي

مه پخپله ددروغو قسمونه خوري او مه نور خلك ورته هڅوي ځكه داسي كول ستره ګناه ده...
د كړو وړو د ښه كولو لپاره تر ټولو لومړي د نيت ښه كول ضرور دي ...
د الله د ټولو نعمتونو بشپړه شكر دانسان په وس پوره نه ده ...
حكمت (دانايي) د روح غذا او د ژوند دوهم نوم دي ...
د نورو په اسوده ژوند كينه مه پيدا كوئ ځكه چي دغه خوشحاله ژوند ډير نيمګړي او نيمه خوا دي ...
 

حضرت عيسي عليه السلام فرمايي

ښه عمل هغه دي چي له خلكو څخه بي د ستايلو تمه ونه شي ...
كه تاسو د نورو اشتباهات وبښي نو الله به ستاسي نيمګړتياوي عفوه كړي ...
ځان ښودنه(ريا) د ثواب جرړي وباسي او له منځه وړي ...
د الله له ذكر نه پرته ډيري خبري مه كوئ كه نه نو زړونه به مو سخت شي
سخت زړي د الله (ج) نه ډير لري وي ...
پر ځوريدلو خلكو زړه سوي وكړئ او د نيكمرغي دعا ورته وكړي چي له ستونزو نه نجات ومومي ...
چي كينه درسره كوئ مينه ورسره كوئ ، چي بد درته وايي قدر يي كوي ، چي ځوروي مو دعا ورته كوي ...
ددنيا پرنعمتونو مه نازيږي ، څه معلومه ده كه همدا نن شپه مو ژوند درنه وغوښتل شي ...
په دنيا كي د ميلمنو په څير ژوند تير كړي ، چي نه كور لري او نه اور ....
كه غواړي چي زما سره دوستي وكړي نو په زړونو كي به د دنيوي جاه او جلال نه كركه پيدا كوئ ...
مرګ له ټولونه ريښتيني او آميد تر ټولو نه دروغجن تصور دي ...
په دنيا كي له خلكو سره راشه درشه په اخرت كي د نجات او برياليتوب سبب ګرځي ...
پام كوئ ! ښه عملونه خلكوته د ځان ښووني لپاره مه كوئ ، كه نه نو د الله (ج) په وړاندي به ستاسو لپاره هيڅ اجر او ثواب نه وي ...
د سبا لپا ره خواړه او توښه مه ږدي ، سبا پخپله له ځانه سره خواړه او توښه راوړي ...
شك نشته چي دالله (ج) د بندګانو سره مينه كول له خپل رب سره مينه كولو ته وايي .
د سترګو په ليد حاكميت ولري له همدي نه په زړه كي پيدا كيږي او د فتني د راولاړولو لپاره همدا كفايت كوي
 
 

حضرت لقمان عليه السلام فرمايي

ملګري ته د راز خبره مه كوئ كيداي شي سبا ستاسو دښمن شئ .
كوم كار چي د الله د رضا لپاره كوي په هغه كي د انسانانو نه ويره مه كوي.
په كوم نعمت كي چي شكر وي د هغي پاي نشته او په كوم نعمت كي چي ناشكري وي د هغه پايښت نه شته .
له ناپوهانو سره ډيره ناسته ولاړه مه كوي چيري تا سو به هم جاهلان كړي .
ډير اوري او لږ غږيږي .
الله او مرګ هيڅكله له ياده مه باسي ، خپله ښيګړه او د بل بد ګړه هيره كړئ .
په هر مجلس كي چه د الله (ج) ذكر كيږي ګډون پكي كوي او د بدانو له ناستي نه ځان ليري ساتئ .
كه د ژبي له زيان نه ځان ژغورل غواړي نو چوپ (غلي) اوسئ .
په لمنځه كي د زړه ، په مخفل كي د ژبي ، په غصه كي د لاس او په دسترخوان د ګيډي ساتنه كوئ .
ريښتا خبره مه پټوي او دروغ خبر له سره مه كوئ .
په علم سره زړه داسي ژوندي كيږي لكه وچه ځمكه چي پر باران .
د عقل په څير هيڅ دولت نشته او د جهالت په څير هيڅ غربت .
سهار د لمر ختو په وخت كي مه ويده كيږي ځكه د ا د عبادت وخت دي پدي وخت كي خوب د بدبختئ نه ډك وي .
 
 
حضرت ابوبكر رض فرمايي

هر بي علمه يو رنځ وګڼي او هر بي عمله علم يو بي ګټي څيز.
علم د پيغمبرانو ميراث او شتمني د كافرانو(فرعون او قارون) .
خبر اوسي !چي جهاد پري نږدي ، ځكه هر قوم چي د الله په لاره كي جهاد پريږدي هغه خوار او ذليل كيږي .
په زغم كي هيڅ تاوان نشته او په ژاړه كي هيڅ ګټه .
كه غواړي چي هوسائي مو په برخه شي نو خپل ژبه د شكايت او ګيلو نه لري وساتئ .
خوار او بيوزله هغه څوك دي چي په دنيا كي دوست او ملګري ونلري.
د موراو پلار خوشحالي په دنيا كي د نيك بختي سبب ګرځي او په اخرت كي د ژغورولووسيله .
اوښكي د هغي ورځي په تيريدو تويوي چي بي ښيګړي مو تيره كړي وي .
د هر شي د ثواب پيمانه موجوده ده: خو د صبر او زغم د ثواب اندازه نشته .
رښتيا امانت او دروغ خيانت دي .
 
 

حضرت عمر رض فرمايي

لږه ويناحكمت ،كم خواړه صحت او لږ خوب عبادت دي .
له هغوخلكو سره مشوره كوئ چي له الله (ج) نه ويريږي .
تر ايمان وروسته ستره پيرزوينه نيك خويه ښځه ده .
طمع بيوزلي،د زړه غنا ، بډايي او غچ نه اخيستل زغم دي .
هر شي يو ښكلا لري د نيكي ښكلا داده چي سمدستي وشي .
 
 

حضرت عثمان رض فرمايي
ټيټه وينا،ښكته كتل او منځني راشه درشه د ايمان نخښي دي .
خپل پيټي پر بل مه اچوئ كه لږ وي يا ډير .
توره بدن ټپي كوي او بده وينا روح .
ټولي نيكي له حيا ء او ټولي بدي له بي حيايي سره تړلي دي .
ځيني وخت د جرم بخښل مجرم ته جرآت وركوي .
 
 

حضرت علي رض فرمايي

له الله نه غافل نشي چي هغه له تا سونه غافل نه شي .
اميدوار اوسئ ځكه چي مايوسي ګناه ده .
دشتمنو دښمنان ډيروي او د عالمانو دوستان .
غوره كمل ادب او ښه عبا دت صدقه ده .
د حيا جامي واغوندې چي ټول عيبونه مو پټ شي .
 
 
 

محمدعلي عمري
جنوبي پښتونخوا مسلم باغ
 
---------------------------------------------------

نويسنده : محمدعلي عمري | ۹ ارديبهشت ۱۳۸۸ ساعت ۱۰:۱۹:۵۱ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


ازادشعر؛ عمري
 
 
ازادشعر؛ عمري

موږ حاكم يو پر دې زمكه
پردې زمكه مو چليږي
ډول ډول ستر حكمونه
له سپيرو خاورو دزمكې
مو ږ جوړ كړي ستر كورونه
لري فراخ لوي ديوالونه
نې باران شي نړولاي
نه دواورو څه پرواكړي
پر دې زمكه مو توي كړې
بيګناه ويني دخلګو
په حراموپيسو جوړ كړو
پر دې زمكه دوكانونه
هرڅه هر څه كړو پر زمكه
له غيبته يې راواخلې
تر دروغو تر بهتانه
زمكه زموږ ده باندي ګرځو
چي مو خوښه وي هغه كړو
پردې خړه زمكه باندي
خو پوهيږو چي يو وخت به
ددې زمكې نس ته لويو
وي حاكمه به دازمكه
بيا به زموږ نه وي حكمونه
 
 
محمدعلي عمري
جنوبي پښتونخوا مسلم باغ
 
 
--------------------------------------------------------
 
 
 
 
 

نويسنده : محمدعلي عمري | ۷ ارديبهشت ۱۳۸۸ ساعت ۱۲:۳۲:۵۱ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


دميني حكيم
 
 

دميني حكيم

خلګو ته دعلم لار ورښيي او دجهل دتورو تيارو ځخه دژغورنې چل ورښيي پدې فراخه نړۍ كي دهر چا دپاره فراخ ژوند غواړي هر وخت يې ظالم غندلئ او دمظلوم په حق كښي يې خپل بي ترسه او له برمه ډك ږغ پورته كړئ

داستاد احترام دمور او پلار احترام همدارنګه خپل ګران وطن ته وفاداري يې دژوند تر ټولو ستر او مهم كارونه بللي دمشرانو عزت او احترام دځان دپاره وياړ بولي خو له چاپلوسي ځخه ډيره كركه لري او تل يې ذليله معرفي كړې يواځې دئ ده چي ماشومان يې دسپرلي ګلان بللي او ددوۍ په روزنه كي دډير فام او احتياط غوښتونكئ دئ دده هدف يواځې دځان اصلاح نه ده بلكه دده ارمان دادئ چي دوطن هر سړئ اصلاح شي دده په حواسو كي تل دسولې راتلو انګازي ګرځي راګرځي ده ته په يو معمولي سترګه مه ګورۍ دئ هغه حكيم ده چي فيس نه اخلي دئ خلګو ته دانسانيت نسخي ورښيي دئ ټوله مينه مينه ده او له وطن سره دميني ستره نسخه ورسره ده وده ته ورشئ دئ دمينې په درملتون كي ناست دئ

او په شاعر سره ياديږي

محمدعلي عمري
-----------------------------------------------------
 

نويسنده : محمدعلي عمري | ۳ ارديبهشت ۱۳۸۸ ساعت ۱۱:۰۷:۲۰ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


[ ۱ ][ ۲ ][ ۳ ][ ۴ ][ ۵ ][ ۶ ][ ۷ ][ ۸ ][ ۹ ][ ۱۰ ][ ۱۱ ][ ۱۲ ][ ۱۳ ][ ۱۴ ][ ۱۵ ][ ۱۶ ][ ۱۷ ][ ۱۸ ][ ۱۹ ][ ۲۰ ][ ۲۱ ][ ۲۲ ][ ۲۳ ][ ۲۴ ][ ۲۵ ][ ۲۶ ][ ۲۷ ][ ۲۸ ][ ۲۹ ][ ۳۰ ][ ۳۱ ][ ۳۲ ][ ۳۳ ][ ۳۴ ][ ۳۵ ][ ۳۶ ][ ۳۷ ][ ۳۸ ][ ۳۹ ][ ۴۰ ][ ۴۱ ][ ۴۲ ][ ۴۳ ][ ۴۴ ][ ۴۵ ][ ۴۶ ][ ۴۷ ][ ۴۸ ][ ۴۹ ][ ۵۰ ][ ۵۱ ][ ۵۲ ][ ۵۳ ][ ۵۴ ][ ۵۵ ][ ۵۶ ][ ۵۷ ][ ۵۸ ][ ۵۹ ][ ۶۰ ][ ۶۱ ][ ۶۲ ][ ۶۳ ][ ۶۴ ][ ۶۵ ][ ۶۶ ][ ۶۷ ][ ۶۸ ][ ۶۹ ][ ۷۰ ][ ۷۱ ][ ۷۲ ][ ۷۳ ][ ۷۴ ][ ۷۵ ][ ۷۶ ][ ۷۷ ][ ۷۸ ][ ۷۹ ][ ۸۰ ][ ۸۱ ][ ۸۲ ][ ۸۳ ][ ۸۴ ][ ۸۵ ][ ۸۶ ][ ۸۷ ][ ۸۸ ][ ۸۹ ][ ۹۰ ][ ۹۱ ][ ۹۲ ][ ۹۳ ][ ۹۴ ][ ۹۵ ][ ۹۶ ][ ۹۷ ][ ۹۸ ][ ۹۹ ][ ۱۰۰ ][ ۱۰۱ ][ ۱۰۲ ][ ۱۰۳ ][ ۱۰۴ ][ ۱۰۵ ][ ۱۰۶ ][ ۱۰۷ ][ ۱۰۸ ][ ۱۰۹ ][ ۱۱۰ ]

معرفي وبلاگ
 



http://larawbar.com/hella/

 
 

فهرست اصلي
 
صفحه نخست
پست الكترونيك
آرشيو مطالب
افزودن به علاقه مندي ها
صفحه خانگي
 

 
 

آرشيو موضوعي
 
شعورنه
اسلامي ليكني
لنډي كيسي
ادبي ټوټي
خبرتياوي
مقالي
بيلابيلي ليكني
انځورونه
اړ يكي
غو نډ ه
كتا بو نه
 
 

آرشيو ارسال ها
 
اسفند ۱۳۸۸
بهمن ۱۳۸۸
دى ۱۳۸۸
آذر ۱۳۸۸
آبان ۱۳۸۸
مهر ۱۳۸۸
 
 


پيوند ها
 
افغان ادبي بهير
تل افغان
ټاټوبئ
دارواښآد سيلاب ساپي بلاګ
روهي ويب پاڼه
غورځنګ ويب پاڼه
دميرمن كلتوري ټولنې ويب پاڼه
پښتوسندري
دتهران راديو پښتو خپرونه
دامريكاږغ اشنا راديو
دچين راديو پښتو خپرونه
دالمان ږغ راديو پښتو خپرونه
دښآغلي همت الله امين زي ويب سايټ
مورچل ويب پاڼه
خوست ويب پاڼّه
انلاين پښتو مشاعره
په زړه پورې افغانئ لينكستان
پكتيا ويب پاڼه
وحدت ورځپا ڼه پيښو ر
سور غر ويب پا ڼه
سپوږمۍ ويب پا ڼه
سمسور و يب پا ڼه
خوست راديو
دافغا نستا ن دطالبانو ويب پا ڼه
تاند ويب پا ڼه
پښتونخوا ويب پا ڼه
پكټ راديو پښتو خپرو نه
داستانونه ويب پا ڼه
زمو افغانستان ويب پا ڼه
ډيوه راديو ويب پا ڼه
دازادۍ راديو پښتو خپرونه
ليكوال ويب پا ڼه
هيواد ويب پا ڼه
اصلاح ويب پا ڼه
شهامت ويب پا ڼه
ريان اسلامي ويب پا ڼه
توره بوړه ويب پا ڼه
لوي غر ويب پا ڼه
د بي بي سي پښتو خپرونه
ګران وطن ويب پاڼه
بينوا ويب پاڼه
ټول افغان ويب پاڼه
دموسيقۍ په زړه پورې ويب پاڼه
دموسيقۍ ښكلې ويب پا ڼه
پښتا نه و يب پا ڼه
رومال و يب پا ڼه
ننګيا ل و يب پا ڼه
لوي افغانستان وېبپاڼه
طلوع ټلوېزيون
آرمان راډيو
لمر ټلوېزيون
نورين راډيو ټلوېزيون
پژواك خبري آژانس
ولس خبري اژانس
تول پښتانه وېبپاڼه
ميدان وردگ ولايت پانه
مسلمانان وېبپاڼه
دپښتنو شاعرانو شعرونه وېبلاك
حقيقت ويببانه
كره كتنه وېبلاك
دبازمحمد عابد وېبلاك
افغا ن ننګ ويب پا ڼه
لر او بر ويب پا ڼه
په زړه پوري اسلامي ويب سايټ
بلاګو نه و يب پا ڼه
خبرونه ډا ټ كام
دعبدالهادي حيران و يب پا ڼه
افغا ن كلتوري ودې ټولنه
دآپلوډ په زړه پوري ويب پا ڼه
پښتو نستا ن ويب سا يټ
دښځـو ويب پا ڼه / اوربل
آنلا ين ويب پـا ڼه
قا مو ســو نه و يب پاڼه
سلګۍ ويب پا ڼه
شعرو نه و يبلا ګ
سباؤن ويب پا ڼه
 
 


لوگوي دوستان
 
POWERD BY neginblog.com
 
 


كدهاي كاربر
 
 
 


 

تمام حقوق تعلق به نگین بلاگ است