هيــــــــــــــــــلـــه
دا ړ يــــــــــــكو پــــته m.ali.umari@hotmail.com |
| صفحه اصلي | تماس با ما | آرشيو وبلاگ |
لنډه كيسه ؟ محمد حيدر وقار
په داسي حال كي چي دتندي ولې يه دپوزې سر ته دانې دانې شوې دلنډې او يرنې شملې چي اودوالي يه يوه نيمه بله لويشت كيده په پآكولو پاكې كړې او پلې اوښكلنې سترګې يه دبيا لپاره په تاوده تبي كې ښې كې تبي ته نزدې دترو لانده او تازه كښلي بوټي هم پراته وو چي دديوال واته دده هغه تبر چې ده به له هرځل وهلو وروسته كوت ته وا څوكه خويه نه ده او ښتې هم نېغ ولاړوو دسي له ډيرې ځيركتيا وروسته معلوميدې پر ده ددوګ لړې ګرزيدې هو خود به ګر زيدې ځكه ده به هروخت دهرې ډوډۍ پخولو ته لندې ترې كښلې نو يه دوګ هم كاوه يو وار خو به ټوخي هم شين كړ خو دټوخي شنه كيدنې ځكه ډير وخت و نه نيوي چې ده به كوشش كا وه چې ځان له ټوخي ځخه ډوډۍ ته خلاص كړي چې ده پر تبخي اچولې وه تر څو ونه سوځي او يواځينۍ مور چي دده كور پر ولاړوو مريضه نه شي دده ژ،ند كړاوونو دومره تريخ كړي ووچې ده به دبل ژوند هم داسي تعبيراوه دډوډۍ په پخولو يې دژونديو ګړي دلنډون خوا ته تلي ده چې كله ددې دپاره چې يو يه دمور خدمت وشي او بل دده دژوند برخليك معلوم شي خپل نزدې تر بورته نرمه ترغوږ ورتېره كړې وه چې زما مورخو نوره دګور پر غاړه ده تر څو ددې په اوريدو يه تر بره خوله پر را اړولې او سپك سپاند يه اچولي وو دومره سپين سترګي ؟ بس له هغې ورځې يه پر دې خبره ډبره ايښې وه خو مور چې به يه كله ديو مرض تر څپه لاندې شوه نو به يې ويل زويه دا وار مه دې خداي جوړه كړي ستا كوزده به زه خامخا دركوماو له سره به يې ټيكري لري كړ خدايه په ما ګنهګارې خومږور ووينې تر هغو مي وه مړه كوې چې زما دزويك كور ورجوړ كړم دي به هم له ځان سره په بوڼه هار شو كوزده ؟ زه ؟ وخو به سي خو ورلور به نو ؟؟ او دتسلۍ په ډول به يې مور ته وويل مور كۍ تا دې خداي زما له سره نه اخلي كوزده ايله كوه او په خندنۍ لهجه به يه دزړه خبره وكړه ولوريه څوك ادء كوي؟ خو موربه په داسي حال كي چې دزوي زړه ښه كړي دهغې يوې پولې يادونه وكړه كومه چې دده تربره مخكې لا دميراث په نامه دځان بللې وه ده به هم دتايد سر ورسره وښوراوي بس همدا ددوي ژوند وه ده چې كله دوروستي ځل دپاره روستنۍ ډوډۍ پر تبخي واچوله نويې موركۍ ته ورږغ كړو مورې په انګار كې چا جوشه كښيږدم ؟ خو له ونې دمور ځواب رانغي ده له ځآنه سره وويل خدايه اوس خو يه غوونه هم كاڼه سو ما ويل ډاكټر ته به يې بيايم خو يو چورتي حال ده او په همدې خوالې تر خونې راغي كه ګوري دده مور ده ته دكوزدې ځ،اب وركړي او دي يه دبل دلاس احتياج ګرځولي او سونګټ پرته دمرګ ګوزار يه خوړلي
په درناوي محمدحيدر وقار سهيلي پښتونخوا مسلم باغ
-------------------------------------------------
نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۴ ارديبهشت ۱۳۸۸ ساعت ۰۲:۱۶:۱۲ | آرشيو نظرات (0)
دځينو نبيانو ع عمرونه حضرت آدم عليه السلام ۱۰۰۰ كاله حضرت شيث عليه السلام ۹۱۳ كاله حضرت نوح عليه السلام ۹۵۰ كاله حضرت صالح عليه السلام ۵۸۶ كاله حضرت ادريس عليه السلام ۳۵۶ كاله حضرت ذكريا عليه السلام ۳۷۰ كاله حضرت ابراهيم عليه السلام ۱۹۵ كاله حضرت سليمان عليه السلام ۱۵۰ كاله حضرت ايوب عليه السلام ۱۴۶ كاله حضرت اسماعيل عليه السلام ۱۳۷ كاله حضرت يعقوب عليه السلام ۱۲۹ كاله حضرت موسي عليه السلام ۱۳۵ كاله حضرت اسحاق عليه السلام ۱۳۰ كاله حضرت هارون عليه السلام ۱۱۹ كاله حضرت يوسف عليه السلام ۱۱۰ كاله حضرت يحيي عليه السلام ۹۵ كاله او حضرت محمد صلي الله عليه وسلم ۶۳ كاله
په درناوي محمدعلي عمري سهيلي پښتونخوا مسلم باغ
--------------------------------------------------------------------------------
نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۴ ارديبهشت ۱۳۸۸ ساعت ۰۲:۱۴:۵۶ | آرشيو نظرات (0)
دښآغلي غنمرنګ كوچي شعرونه
ضعيف بزرګ چي به هم كله بلوله ډېوه سيليۍ ظاليمې به هغه ساعت وژله ډېوه يار مي روپو پسي وو لرې بل وطن ته تللي دلته په كوركي يې له غمه سوځيدله ډېوه بد بخته ځوي يې اوس خبر شو چي سختي څنګه وي بختور پلارخو يې تندي كښې ګرځوله ډېوه ماچي يوه ورځ لږ نا وخته كړو نودې وويل ښه شوه چي راغلې كنه ما درپسې وړله ډېوه يو څوك كوچي هغه خېمه كښې به يواځې نا ست وو ورته به مخكې تر سهاره بلېدله ډېوه
غزل
داستا په حكم لبيك وايي لاس پر نام ولاړ وي دا ستا مين تا ته هر وخت په احترام ولاړوي زه په دا نيسته كښې حيران يم ته به څه ځواب كړې سحر ماښام دې دروازه كښې چي غلام ولاړوي نور كه تمامه دنيا خوا كښې دغاصب ودري خو يو سړي به تل په لوري دخپل قام ولاړوي
موږ بس په هغه چا پسې ځو خپل رهبر يې ګڼو چي عدل خوښ وي او په لوري داسلام ولاړوي جوړ زړه راغلئ وو مات زړه داستا له دره درومي كوچئ په شا باندې را ګوري ګام په ګام ولاړوي
غزل نه دځوانۍ ارمان لرمه نه خاني غواړمه زه خو له خدايه هر انسان ته خوشحالي غواړمه
سر ګيرولو ته مي خپل غمونه هم نه پريږدي بيا هم په ښكلو پسي ګرځم ګلالي غواړمه ته يې چي ما دپاره لاري دمرګي لټوې زه يم چي ستا دپاره نوره زندګي غواړمه هغوي په دې سبب پر ما دياغي تور لګوي چي زه په خلګو پسې ګرځم ورور ولي غواړمه
چي يې په خوله او زړه يوه وي دروغ ونه لري كو چيه زه په تول پوره يو څو سړي غواړمه
غزل
دقام ملت خوا خوږي توريالي وو څو كسان په كلي كي زموږه نيك سړي وو څو كسان دمخ سپينو څهرو به يې كوله تجلي ښكاره سړي ليداي شول ښاپيري وو څو كسان قومونو ته به موږه ورښوده دژوند هنر زما پدې اولس كي چي ژوندي وو څو كسان مو لا يې په قسمت كښې وه ليكلې كا مراني دژوند په هر ډګر كي بريالي وو څو كسان په واړه قام راغلې دغه ورځ وه عاشورا جدا چي له ټولنې په مرګي وو څو كسان له سوز او درده ډك دغه غزل چي دې ليكله په خيال كښې دې كوچيه ګلالي وو څو كسان
غزل
وطن نه يې چي جار نكړم ځواني مه را كوه چي زړه غني ونه لرم خاني مه راكوه مرګئ دې راته راشي زه خوشحال يم په مرګي بې ياره چي تيريږي زندګي مه راكوه داستا دلاسه جوړ زخمونه هغسي تازه دي ناځوانه نور داغونه په زړګي مه راكوه رښتيا وايې قاصده چي اشنا داسي ويل چي ته ماته سلام ديو سړي مه راكوه بس دا ماته كا في ده چي په ځير دې رخسار ګورم جانانه نور لدېنه آزادي مه راكوه
پيدا يو څوك كوچي كړي چي له قامه وي قربان په پل ان كښې چي ورك وي فلسفي مه راكوه
غزل
لېمه يې وي دسترګو خوږ نظر وي ديو چا باچا دجهان نه وي خو نوكر وي ديو چا ددوو ښآيسته يارانو په ليدو مي خولې ته راشي آي كاش چي زه هم خدايه همسفر وي ديو چا په وړاندې مي ولاړ نه وي دغره غوندي غاصب غلام دخپا اولس وي خو افسر وي ديو چا له غمه بې مړ ښه وم ما بې نوم اخيستئ نه وو كه زه لدې غيبونو نه خبر وي ديو چا په ډېره بې رحمۍ دې زما سينه را څيرولې خو ته په وينو سورلاس كښې خنجر وي ديو چا دشپې مي هم جامونه دهغه په نامه څښلي سحر يې هم په نوم وي مازيګر وي ديو چا ولاړوي په هر ځاي كښې تل په لوري دكمزورو كوچيه په قوت كښې زوروروي ديو چا
غزل
يواځې هم مانه هرچا منلئ يو سړئ دئ والله چي په سړيو كي خو ښكلئ يو سړئ دئ ده هم زموږ دپاره دي ګاللي تكليفونه او موږ ته هم تر ټولو نه ښاغلئ يو سړئ دئ دښمن يې كه هرڅو كوشش كوي دغورولو مولا په خپل قدرت سره ساتلئ يو سړئ دئ كه څه هم نور له ده پسي دخپله ځانه ورك دي پخپله هم په زړه كښې چا دا غلئ يو سړئ دئ رڼا يې ده دعلم ټول اولس ته رسولې دا ځكه په هر لوري ځليدلئ يو سړئ دئ
كوچيه له پلو يې راته داسي معلوميږي چي بيا په دغه لاره باندې تللئ يوسړئ دئ
غزل
يو مشكل نه دئ پّ يواځې ځان يې حل كړم خدايه ډير مشكلات دي خو داستا په نوم توكل كړم خدايه
دزړګي كورمي له تنكيو ارمانونو ډك دئ يو پوره نه وي چي بيا بل وي او بيا بل كړم خدايه پدې خطا كښې به چي څومره سزا وار يمه زه چي ساز سړئ وم ديار سپينې كوكې غل كړم خدايه
زما دلاسه لمن اور واخلي خو بيا هغه اور له خپله لاسه په تمام وطن كښې بل كړم خدايه دخواږه ورور سينه ورڅيري كړم او وياړمه پرې چې به ددې لارې دښمن ته ځان اتل كړم خدايه يو څوك پيدا كړه چي صحيح رهنمايي مي وكړي تر څو به زه پر نا اشناوو لارو تلل كړم خدايه زما له واړه مجبوريو نه ته ښه خبر يې زه به داشته قسمت له چا سره بدل كړم خدايه له غرونو دروند بارونه واخلم او توان ونه بايلم دكليمې زور چي دانه سره مل كړم خدايه زه كوچئ اورم چي هغه به دې مقام ته راځي څو څراغونه به دزړه په كوركښې بل كړم خدايه
په مينه او درناوي غنمرنګ كوچي پيښور ښار بډه بېره
نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۴ ارديبهشت ۱۳۸۸ ساعت ۰۲:۰۶:۵۲ | آرشيو نظرات (0)
غزل زېړ مازيګر دچا په وره پورې سړئ ولاړ دئ غړوي غټي غټي سترګي خو ګونګئ ولاړ دئ انسان كه تښتي نو په كومه لاربه وتښتيږي دهرې لار په هغه سر باندې مرګئ ولاړ دئ ډيره موده وشوه چي خلګ يي سندري وايي خو ددې سيمې ځنې ډير لرې سپرلئ ولاړ دئ پرون چي غر هم دميږي غوندي ليده شو ورته نن يې په مخه كښي دغره په شان ميږئ ولاړدئ په هره لار به له كاروان سره په مخه درومي شهابه چا درته ويل چي بنوڅئ ولاړ دئ
په درنښت شهاب بنوڅئ
نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۲ ارديبهشت ۱۳۸۸ ساعت ۰۴:۲۰:۳۶ | آرشيو نظرات (0)
غزل هسي شان راباندې بار شوه زندګي بې له تانه راته دار شوه زندګي دغه ټوله ستا دلاسه په ما كيږي په هر پل مي انتظار شوه زندګي لاروي غواړم چي ستا در ته ميي بوځي ګنې ختم مې په لار شوه زندګي فيصلې دقسمتونو دي حيران يم چا ته نور او چا ته نار شوه زندګي تنهايي او مايوسي مې داسي مله شوه لكه شمعې په مزار شوه زندګي زه رضا چي سر ديار په درشل كښيږدم بيا به وايم چي دكارشوه زندګي
په درناوي قسممت علي رضا ؛ ملازۍ ټانك ؛
-------------------------------------------------
نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۲ ارديبهشت ۱۳۸۸ ساعت ۰۴:۱۹:۰۲ | آرشيو نظرات (0)
[ ۱ ][ ۲ ][ ۳ ][ ۴ ][ ۵ ][ ۶ ][ ۷ ][ ۸ ][ ۹ ][ ۱۰ ][ ۱۱ ][ ۱۲ ][ ۱۳ ][ ۱۴ ][ ۱۵ ][ ۱۶ ][ ۱۷ ][ ۱۸ ][ ۱۹ ][ ۲۰ ][ ۲۱ ][ ۲۲ ][ ۲۳ ][ ۲۴ ][ ۲۵ ][ ۲۶ ][ ۲۷ ][ ۲۸ ][ ۲۹ ][ ۳۰ ][ ۳۱ ][ ۳۲ ][ ۳۳ ][ ۳۴ ][ ۳۵ ][ ۳۶ ][ ۳۷ ][ ۳۸ ][ ۳۹ ][ ۴۰ ][ ۴۱ ][ ۴۲ ][ ۴۳ ][ ۴۴ ][ ۴۵ ][ ۴۶ ][ ۴۷ ][ ۴۸ ][ ۴۹ ][ ۵۰ ][ ۵۱ ][ ۵۲ ][ ۵۳ ][ ۵۴ ][ ۵۵ ][ ۵۶ ][ ۵۷ ][ ۵۸ ][ ۵۹ ][ ۶۰ ][ ۶۱ ][ ۶۲ ][ ۶۳ ][ ۶۴ ][ ۶۵ ][ ۶۶ ][ ۶۷ ][ ۶۸ ][ ۶۹ ][ ۷۰ ][ ۷۱ ][ ۷۲ ][ ۷۳ ][ ۷۴ ][ ۷۵ ][ ۷۶ ][ ۷۷ ][ ۷۸ ][ ۷۹ ][ ۸۰ ][ ۸۱ ][ ۸۲ ][ ۸۳ ][ ۸۴ ][ ۸۵ ][ ۸۶ ][ ۸۷ ][ ۸۸ ][ ۸۹ ][ ۹۰ ][ ۹۱ ][ ۹۲ ][ ۹۳ ][ ۹۴ ][ ۹۵ ][ ۹۶ ][ ۹۷ ][ ۹۸ ][ ۹۹ ][ ۱۰۰ ][ ۱۰۱ ][ ۱۰۲ ][ ۱۰۳ ][ ۱۰۴ ][ ۱۰۵ ][ ۱۰۶ ][ ۱۰۷ ][ ۱۰۸ ][ ۱۰۹ ][ ۱۱۰ ]
|
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
تمام حقوق تعلق به
نگین بلاگ است
|