هيــــــــــــــــــلـــه
دا ړ يــــــــــــكو پــــته m.ali.umari@hotmail.com |
| صفحه اصلي | تماس با ما | آرشيو وبلاگ |
شعر؛ استادمحمدصديق پسرلئ
دښار ژوند چي يې زڼي دلرګو پر آس سپريږي څه هوس او څه سرورورځخه غواړئ؟ چي درېيم پوړ ته د ؛لفت ؛ په انتظار وي دغروالو څه غرور ورځخه غواړئ؟
چې يې پېغلي اوبه نه راوړي په مينه مازيګر له جړ او شويو ګودرونو دبدرۍ دسهيليو څه ترې پوښتئ چې له كلي لرې نه وي ټول دنجونو چې ايستلې پيغلو نه وي شنه تامبونه څوك به بولي د هوټل ميلمنه ناوې؟ چې يې نه وي سهار بادې اوريدلې څوك به بولي هغه هم پښتنه ناوي؟ چې دنيغې شملې سيوري باندې نه وي څه لويې شته دلوڅ سرو په لوڅ سركي چې دډول بولۍ يې پښې ورسمي نه كړي نه يې خوند وي نه يې نظم په چكركې چې وربل يې ښكلوي دغروګلونه چې پلو يې دبيديا په ساګو ډك وي الهام بخش يې دڅپان راده نغمي وي تنكئ زړه يې په زړه پالو ټپو سپك وي چېرته هغه غرڅنۍ او چيرته داچې په كريمونو پوډرونو ښويه كيږي چېرته هغه دمستۍ مستې څپې او چېرته داچي دګل سترګو كي پوړيږي چې تمبيږي يې نظر په درې قدمه دهغو به نو وسعت دنظر څه وي؟ په هرګام چي يې اوږه په بل لګيږي له هغو سره به ذوق دسفر څه وي دشهين غوندي چي زاڼې بطي څاري په هوس چي يې دښكار ګوري آسمان ته چيرته هغه چيرته داچې په بامويې وي نيولي وچ ليمه كاغذ پران ته چيرته ښار او تنګ محيط دښاري ژونداو چيرته ژوند دازادۍ او غاړې غرونه چې په لرې افقونو يې نظر وي دهغوي وي لوي نظر او لوړ فكرونه چې له دنګو دنګوغرونو الهام اخلي وچت خيال يې وي وچت تر لوړو غرونو تر پخو كاڼو هم ټينګ وي په سختۍ كې عظمت يې وي پابوس دنظرونو
ليږونكئ محمدعلي عمري سهيلي پښتونخوا مسلم باغ ------------------------------------------------
نويسنده : محمدعلي عمري | ۹ خرداد ۱۳۸۸ ساعت ۰۹:۳۰:۵۵ | آرشيو نظرات (0)
امام ترمزي رح څوك وو
دامام ترمزي رح نوم ؛ محمد؛ وو او ابو عيسي يې اسم كنيه وو دده دنسب سلسله دا ده محمد بن عيسي؛ بن سورة ؛ بن موسي؛ بن ضحاك ترمزي؛ او امام ترمزي رح په كال ۲۰۹ كي په ترمزكي پيداشو ترمز يو ډير پخوانئ ښار دئ چي دآمو او جيحون په مينځ كي واقع دئ البته ددې ترمز په لفظ كي اختلافات شته دي ځيني وايي چي ت او ميم په زبر سره ويل كيږي او ځيني محقيقين بيا دواړو ته يعني ت او ميم ته پيښ وركوي امام ترمزي چي په كومه زمانه كښې پيدا شو په هغه زمانه كښې علم ډير پر مخ تللئ وو خصوصا خراسان او ماوراء النهر دعلم مركزونه وو امام ترمزي دعلم زده كړه په بصره ؛ كوفه؛ واسط ري ؛ خراسان ؛ او حجاز كې وكړه دامام ترمزي استاذان دا دي امام بخاري رح ؛ امام مسلم رح؛ علي ابن حجر مروزي؛ هناد ابن مسري رح؛قتيبه بن سعيد رح؛ محمد ابن بشاررح؛ابو اسحاق رح؛ ابراهيم بن سعيدرح؛جوهري بشر رح؛ ابن آدم جارودرح؛ ابن معاذ حاتم رح ؛ ابن اسباه دجاء رح ؛ او نور دغسي بي شماره استاذان لري دامام ترمزي رح تصنيف شوي كتابونه دادي ۱ شمايل ـ پدې كتاب كښې څلورسوه حديثونه جمع شوي دي ۲ العلل ـ ۳ ـ المفرد ـ ۴ الزهد ـ ۵ الاسماء وللكني ۶ ـ كتاب التاريخ في الترمزي او په مشهوره روايت كښې دده مبارك دوفات نيټه داسي ياده شوې ده چي
امام ترمزي رحمة الله عليه په كال ۲۷۹ هجري كښې ددوشنبې په ورځ په ترمز كي وفات شو انا لله وانا اليه راجعون ------------------------------------------------------
نويسنده : محمدعلي عمري | ۹ خرداد ۱۳۸۸ ساعت ۰۲:۴۵:۱۵ | آرشيو نظرات (0)
ازاد نظم
نويسنده : محمدعلي عمري | ۸ خرداد ۱۳۸۸ ساعت ۱۰:۲۶:۳۶ | آرشيو نظرات (0)
دستر مفسر امام محمد جلال الدين رح په اړوند نوم يې محمد وو لقب يې جلال الدين او دپلار نوم يې احمد دئ بشپړه نسب نامه يې دا ده ؛ جلال الدين محمد بن احمد بن محمد بن ابراهيم بن احمد بن هاشم الجلال ابي عبد الله بن الشهاب ابي العباس او بن الكمال لانصاري المعلي كبري دي دئ مبارك دشوال په ۷۹۱ ه كښې دمصر په پلازمينه قاهره كښې پيدا شو او دغلته ته لوي شو په لومړي سر كي يې قُرآن كريم له يادو زده كړ او دعلم لومړي كتابونه يې هغلته وويل او له هغه وروسته يې فقه دبيجودي جلال بلقيني ولي عراقي شمس برماوي ځخه او اصول عز بن جماعه ځخه او نحو يې له يحي شهاب شمس شطنوني ځخه او علم الفرايض او حساب يې له ناصر الدين بن انس مصري حنفي ځخه او منطق جدل معاني بيان ذعروض اصول فقه بدر محمود اقصرايې ځخه او اصول دين او تفسير علامه شمس ساطي رحمهم الله ځخه حاصل كړو په اول كي يې دټوكرانو تجارت كاوه بزاز وو يو څه زمانه وروسته يې يو سړئ پر ځاي كښيناوه او په خپله په تدريس مشغول سو او ډيرو خلګو علوم ځني حاصل كړو امام جلال الدين ؛ جمع الجوامع ؛ درفات الحرمين منها ج فرعي برده او نور ښه شرح ليكلي ديپه ۸۶۴ هجري كښي چي درمضان المبارك دمياشتي ۱۵ نيټه وه لدې نړۍ يې سترګي پټي كړي روح دې ښاد وي
په احترام محمدعلي عمري مسلم باغ -------------------------------------------------------
نويسنده : محمدعلي عمري | ۷ خرداد ۱۳۸۸ ساعت ۰۱:۲۳:۰۷ | آرشيو نظرات (0)
غزل پر ما خزان لكه بهار به راغي هغه هم وخت وو چي نګار به راغي زه به كرۍ شپه وم شوګير ملګرو ده به خوب كړئ وو سهار به راغي ناست به تر هغو وم پيالو ته عاجز چي ما به وژړل نو وار به راغي پل به اخيستئ وزاهد هميشه خاص دپيالو په كړنګهار به راغي تمامه ورځ به ناست وخم ته سعيد چې به سپېدې شوې نو خمار ره راغي
په درناوي سعدالله سعيد زابلي سهيلي پښتونخوا مسلم باغ كيمپ
-----------------------------------------
نويسنده : محمدعلي عمري | ۶ خرداد ۱۳۸۸ ساعت ۰۷:۳۰:۵۸ | آرشيو نظرات (0)
[ ۱ ][ ۲ ][ ۳ ][ ۴ ][ ۵ ][ ۶ ][ ۷ ][ ۸ ][ ۹ ][ ۱۰ ][ ۱۱ ][ ۱۲ ][ ۱۳ ][ ۱۴ ][ ۱۵ ][ ۱۶ ][ ۱۷ ][ ۱۸ ][ ۱۹ ][ ۲۰ ][ ۲۱ ][ ۲۲ ][ ۲۳ ][ ۲۴ ][ ۲۵ ][ ۲۶ ][ ۲۷ ][ ۲۸ ][ ۲۹ ][ ۳۰ ][ ۳۱ ][ ۳۲ ][ ۳۳ ][ ۳۴ ][ ۳۵ ][ ۳۶ ][ ۳۷ ][ ۳۸ ][ ۳۹ ][ ۴۰ ][ ۴۱ ][ ۴۲ ][ ۴۳ ][ ۴۴ ][ ۴۵ ][ ۴۶ ][ ۴۷ ][ ۴۸ ][ ۴۹ ][ ۵۰ ][ ۵۱ ][ ۵۲ ][ ۵۳ ][ ۵۴ ][ ۵۵ ][ ۵۶ ][ ۵۷ ][ ۵۸ ][ ۵۹ ][ ۶۰ ][ ۶۱ ][ ۶۲ ][ ۶۳ ][ ۶۴ ][ ۶۵ ][ ۶۶ ][ ۶۷ ][ ۶۸ ][ ۶۹ ][ ۷۰ ][ ۷۱ ][ ۷۲ ][ ۷۳ ][ ۷۴ ][ ۷۵ ][ ۷۶ ][ ۷۷ ][ ۷۸ ][ ۷۹ ][ ۸۰ ][ ۸۱ ][ ۸۲ ][ ۸۳ ][ ۸۴ ][ ۸۵ ][ ۸۶ ][ ۸۷ ][ ۸۸ ][ ۸۹ ][ ۹۰ ][ ۹۱ ][ ۹۲ ][ ۹۳ ][ ۹۴ ][ ۹۵ ][ ۹۶ ][ ۹۷ ][ ۹۸ ][ ۹۹ ][ ۱۰۰ ][ ۱۰۱ ][ ۱۰۲ ][ ۱۰۳ ][ ۱۰۴ ][ ۱۰۵ ][ ۱۰۶ ][ ۱۰۷ ][ ۱۰۸ ][ ۱۰۹ ]
|
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
تمام حقوق تعلق به
نگین بلاگ است
|