هيــــــــــــــــــلـــه
دا ړ يــــــــــــكو پــــته m.ali.umari@hotmail.com |
| صفحه اصلي | تماس با ما | آرشيو وبلاگ |
څلوريځه ٫ حافظ شيرازي ژباړه ٫ عمري درسنبلش آويختم ازروي نياز ګفتم من سودا زده را كار بساز ګفتا كه لبم بګير وزلفم بګذار درعيش خوش آويز نه در عمر دراز ژباړه په زلفانو يې را ځوړند شوم په نياز ما وېل زما سودا وهلي كار كړه ساز ده وېل شونډي مي درنيسه زلفي پريږده شه را ځوړند په ښه عيش نه عمر دراز په مينه محمدعلي عمري سهيلي پښتونخوا مسلم باغ ![]()
نويسنده : محمدعلي عمري | ۳۰ خرداد ۱۳۸۸ ساعت ۰۱:۳۶:۰۲ | آرشيو نظرات (0)
![]() غزل ؟ استاد محمدصديق پسرلي
غزل غواړم هره خوا ګلونه وخاندي وخانده چي بيا ګلونه وخاندي لږ چي په ليمو كي راته مسكه شې ماته ددنيا ګلونه وخاندي شل بهاره راغلل لاړل څه يې كړم كاشكي مي اشنا ګلونه وخاندي هومره خو مي ژوند ته رڼوه ليمه لكه دبريښنا ګلونه وخاندي راشه دمجنون پوښتنه هم مكړه پريږده دبيديا ګلونه وخاندي هره شپه دې سر په تصور كي ږدم ماته تر سبا ګلونه وخانډي ستا دراتلوغږ كه ٫ پسرلي ٫ نه وي څنګه نيمه خوا ګلونه وخاندي ليږونكئ محمدعلي عمري سهيلي پښتونخوا مسلم باغ m.ali.umari@ hotmail.com
نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۹ خرداد ۱۳۸۸ ساعت ۰۳:۰۴:۲۶ | آرشيو نظرات (0)
لواطت تر زنا لويه ګناه ده
لواطت دې ته وايې چي سړي له هلك سره دنده وكړي يعني دا بدكاري ورسره وكړي همدې ته لواطت وايي
او دغه لواطت تر زنا لويه او غټه ګناه ده ځكه چي انس بن مالك رضي الله تعالي عنه وايي٫ چي نبي كريم صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي كوم څوك چي لواطت وكړي دجنت بوۍ به پيدا نه كړي ٫ كه څه هم دجنت خوشبويي دپنځوسوو كلونو دسفر كولو دمسافې څخه محسوسيږي يعني بوۍ يې تر دومره لرې ځايه پورې رسي٫ روايت دي چي عبد الله بن عمر رضي الله تعالي عنه دكور ددروازې دباندې ناست وو چي ويې كتل نو يو ښايسته هلك يې وليدي نو دئ فوراً خپل كورته ننوتي دسراي دروازه يې بنده كړه يو ګړي وروسته يې پوښتنه وكړه ٫ چي آيا هغه فتنه ولاړه كه نه خلګو ورته وويل هو هغه هلك ولاړي ٫ دئ مبارك بيرته دخپل كور څخه را وواتي بيا يو چا پوښتنه ځنې وكړه چي اې عبد الله وښايسته هلك ته كتل بد او حرام بلل آيا ستا خپل فكر دي يعني ستا دطبيعت تقاضا ده او كه نه تا له نبي صلي الله عليه وسلم څخه په دغه اړوند يو څه اوريدلي دي ٫ عبدالله بن عمر رض وفرمايل چي دښايسته هلك سره خبري كول حرام دي ورته كتل حرام دي او پر څنګ ورسره ناستې حرامه ده ٫ همدارنګه قاضي امام رحمت الله عليه فرمايي ما له بعضي مشايخو څخه اوريدلي دي چي له ښځي سره يو شيطان دي او له ښايسته هلك سره اتلس شېطانان دي ٫ روايت دئ ٫ كوم څوك چي هلك په شهوت سره مچ كړي نو الله پاك به وده ته په جهنم كي پنخه سوه كاله عذاب وركوي ٫او همدارنګه له امام كلبي رح څخه روايت دئ چي تر ټولو دمخه دلواطت بنياد ابليس عليه العنة اېښئ دئ هغه داسي وو چي شېطان ديو ښايسته لغړزني هلك په شكل كښې دحضرت لوط عليه السلام وقوم ته ورغلئ هغوي يې وخپل ځان ته را وبلل نكاح يې ورسره وكړه يعني له ده سره به هغو خلګو بدكاري كوله ترداسي حده چي په دې قوم كي دغه لواطت عام او رواج يې وموندلو بيا الله پاك حضرت لوط عليه السلام ورته راولېږلو دوي يې له دغه بدكار څخه منعه كړل او دالله پاك وبندګۍ ته يې را وبلل او دوي ته يې وفرمايل ٫ كوم څوك چي څوك پر دغه ناوړه كار باندې هميشه توب كوي نه يې پريږدي نو الله پاك به ډير سخت عذاب وركړي دوي حضرت لوط عليه السلام ته وويل ٫ قاَلُواا ءتِنَا بِعَذَابِ اللَّهِ اَن كُنتَ مِنَ الَّصَادِقِينَ ٫ سورة عنكبوت ۲۹ پاره ژباړه ٫ ويل به دغو لواطت كونكو چي راوړه موږ ته عذاب دالله پاك كه چيري ته يې اې حضرت لوط عليه السلامه له رښتيا ويونكو څخه ٫ بيا حضرت لوط عليه السلام والله پآك ته سوال وكړو٫ رَبِّ انصُرنِي عَلَي القَومِ المُفسِدِينَ ٫ ژباړه ٫ اې ربه زما له ماسره مدد وكړه پر دغه قوم چي فساد كونكي دي ٫ بيا الله پاك وآسمان ته حكم وكړو چي پر دغه لواطت كونكو باندي ډبري را واوروه بيا آسمان پر هغه قوم دلوط عليه السلام باندي ډبري را واورولي ٫ روايت دئ چي پر هره ډبره به دهغه سړي نوم ليكلي وو چي هغه ډبره به پر لګېده او دئ به په ويشتل كيدو لكه څرنګه چي الله پاك فرمايلي دي٫ مُسَوَّمَةً عِندَ رَبِّكَ ٫ ژباړه ٫ داسي ډبري چي نښاني شوي وي په نزد درب ستا ٫ يعني پر هغه ډبرو باندي علاي وي دالله پاك په خزانو كښې ٫
روايت دئ چي ٫ دلوط عليه السلام دقوم يو تجار سړئ مكې شريفي ته تللئ وو نو كومه ډبره چي دده نوم باندې ليكل شوئ وو هغه ډبره هلته پسې ولاړه دپاره ددې چي پر ده باندې ولګيږي خو ملايكو هغه ډبرې ته وويل چي بيرته را وګرزه له كومه ځايه چي راغلې يې هلته ولاړه شه ځكه هغه سړئ په حرم شريف كي دئ نو هغه ډبره راوګرزېده خو دحرم شريف دباندې دآسمان او زمكې تر مينخ ودريده څلويښت ورځي دغه ډبره همدلته په هوا ولاړه وه وروسته له څلويښتو ورځو هغه تجار سړئ چي له قوم څخه دلوط عليه السلام وو راووت هغه خپل كار يې سر ته رسولئ وو او دخپل كور پر لوري له حرم شريف څخه روان وو هغه ډبره راغله او پر دې سر باندې يې ولګيده او هلته يې مړ كړو حضرت لوط عليه السلام خپل اهل او خپله ښځه له ځان سره روان كړي وو او دا يي دوي ته وويل چي هيڅوك دې په تاسو كي تر شا نه ګوري نو كله چي دالله پاك عذاب پر قوم دلوط عليه السلام باندې راغلئ نو په هغوي ډيري چيغي او ناري ګډي شوي روايت دئ چي دغه ناري او سوري دلوط عليه السلام ښځې واورسدې نو تر شا يې ورته وكتل او دا يې وويل چي اې زما قومه څه وكړم افسوس دئ ددغه نافرمانۍ په سزا كښې دالله پاك په حكم سره يوه ډبره راغله ددې پر سر باندې ولګېده او هلته يې دا مړه كړه ٫ مجاهد رحمت الله عليه ليكلي دي وئ كله چي سهار نژدې سو نو حضرت جبرايل عليه السلام دلوط عليه السلام قوم ته راغلئ هغه ټول خلګ يې شا او خوا پرې كړل يعني زمكه يې باندې وسكښتله او زمكه يې له بېخه وكښله په وزرونو كښې يې پورته كړه او دومره يې آسمان ته ورنژدې كړه چي ملايكو يې دچرګانو آوازونه او دسپيو غپاوي واوريدي بيا يې هغه كلئ پر چپه خوا پړ مخې واړاوو او دزمكې پر طرف يې را اېله كړو او روايت دئ چي دغه ډول دردناك او سخت عذاب وبل قوم ته نه دئ وركړل شوئ ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ اَلَّلهُمَّ لاَ تَقتُلنَا بِغَضَبِكَ وَ لاَ تُهلِكنَاَ بِعَذَابِكَ په احترام محمدعلي عمري سهيلي پښتونخوا مسلم باغ m.ali.umari@hotmail.com ----------------------------------------------------
نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۷ خرداد ۱۳۸۸ ساعت ۱۱:۵۳:۳۱ | آرشيو نظرات (0)
![]() ؛ددروغو معجزه غوښتل كفردئ ؛ دامام ابو حنيفه رحمة الله عليه په زمانه كښې يوه سړي دپيغمبرۍ دعوه وكړله خلګو را ونيولو يابه يې سزا وركوله يا به يې ورسره بحث مباحثه كوله هرڅه چي وو خو دعوه كونكي خلګو ته وويل چي ماته لږ مهلت راكړئ چي تاسو ته دخپلې پيغمبرۍ څه نښي نښاني درښكاره كړم خلګو دنبوت دنښې نښانې په طلب كښې لږ ډيل او ځنډ وكړو امام ابو حنيفه رح چي له دې وافعاتو ځخه خبر شو نو وې ويل چي نه بالكل نه داسي بالكل نه دي پكار ددروغو له پيغمبر ځخه دپيغمبرۍ نښي نښاني غوښتل كُفر دئ ځكه چي حضرت محمدصلي الله عليه وسلم فرمايلي دي لانبيَّ بعدِي ؛ يعني له ما ځخه وروسته بل نبي نشته؛ يعني زه آخيرنئ نبي يم بيا امام صاحب خلګو ته وويل چي ددروغو له پيغمبر ځخه نښي نښاني غوښتل دپيغمبرۍ دامكان يوه لاره جوړيږي او دختم نبوت په عقيده كښې دشك او شبهې وېره پيدا كيږي او دا دكفر سبب جوړيږي ؛؛؛؛؛؛ ؛ عقود الجمان ص ۲۸۲ ؛ مناقب موفق ص ۱۳۶
په درناوي محمدعلي عمري سهيلي پښتونخوا مسلم باغ ---------------------------------------------
نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۷ خرداد ۱۳۸۸ ساعت ۱۲:۴۸:۰۰ | آرشيو نظرات (0)
![]() شعر؛ درويش درانئ
زړسوئ چنګېز اورېده په خوند په مينه مينه چي دده دلښكريانو يوه مشر په سرو وينو سره قصه ورته كوله او ويَل يې چي زما تركمان لاندي چي سرتيري وو هغه واړه لګياوو ككرۍ يي دوګړو وركوټلې په وژلو هر يو پړانګ ؤ يازمرئ ؤ خو په ټولو كي دارنګه هم يو نه ؤ چي يي لاس زما دلاس په شاني دروندوي په داوخت چي وو لګيا څومره لاسونه زما لاس تر هر يوه زيات ورانئ وكړ دنېزې په ګام روان ومه په وړاندې دامې نه كتل چي دا محال مي مخته دچا سر دئ؛ كه سينه ده؛ كه لړمون دئ بس ايسته مي تر هرڅه دنېزې څوكه دمستۍ او دسرورپه دغه حال كي تلمه تلمه مخ په وړاندي تلم روان وم تردې حده چي ښه غټ غوندي يو كورته وردننه شومه سره نېزه په لاس كي دغه كورچي وړاندې هم په وېره ډك ؤ اوس له ماسره يو ځاي شوه وردننه نوره غرونه غرونه غرونه غرونه وېره دكورلُوي او واړه ټول په يوه ګوټ كي يو دبله سره داډول وو غلي لكه ساه چي وي دهريوه ختلې پلاريې ؤ خو ماشومان يې بې اسرې ؤ موريې وه مګر وزرې يې وې ماتي وس يې نه درلود چي خپل دغه بچوړي له شهبازه كړي خوندي تر سينې لاندي مايې پيل له ماشومانو ځخه وكړ څومره خوند څومره مزه وه په دې كاركي شوه نېزه به دماشوم په تن كي ډوبه ژورزخم به دمور په زړه كي جوړ شو دبچي وړكوټئ سربه يې سورَئ شو څڅېده به يې دپلار ترمغزو وينه په دې رنګ چي مي اولاد واړه ورمړ كړ نومي مخ كړ بيا دموراو پلار طرف ته دُوي مي هم دخپل خپل تن په وينو سره كړل په ناوړه طريقه مي دواړه مړه كړل چنګېز او رېده په خوند په مينه مينه چي دده دلښكريانو يوه مشر په سرو وينو سره قصه ورته كوله او ويَل يې چي مي كار كله تمام شو نو ماژبه كړه پر هغه وينه تېره چي پرته وه دنېزې پر څوكه باندي او روان په اراده شوم دوتلو چي وتمه نو يو بل لور ته مي پام شو پروت يو ووړ غوندي ماشوم مي هلته وليد دې ماشوم كتل زما پر طرف باندي او خوره يې وه مسكا پر وړو شونډو زما زړه يې شو وژلو ته ليواله ددانوي ښكار په لورباندي ورغبرګ شوم ورته ومي كتل ښه ددې دپاره چي په كوم ځاي يې نېزه كړمه ورښخه چي دزيات نه زيات خوند واخلمه ورباندي په بدن كښې يې تر ټولو ښكلې برخه وړه خوله دغه مهال ماته ښكاره شوه او نېزه مي دغې خولې ته كړله سمه په ورو ورو مي يې تېره او نرۍ څوكه دماشوم تر وړو شوندو پوري ور وړه ماشوم وګڼله دا چي دمور تئ دئ دنېزې څوكه يې ونيوه په خوله كي سمدلاسه يې لګيا شو په رودلو په دې اوسپينه كي وې شودې له كومه مګردئ يې په ځبېښلو باندي بوخت ؤ دغه هسي نندارې مي زړه نرئ كړ دا لومړئ ځل ؤ زما په ژوندانه كي چي مي زړه پر يو بېوسه باندي وسو خيال مي راغلئ چي ژوندئ يې دلې پريږدم مګر ا زړسوئ تر ډېره پاته نه سو په دا بله شېبه بيرته په غضب شوم پر نېزه باندي مي راوړ زور دمټو شوه يې څوكه دماشوم په خوله دننه او تر څټ يې پورې ووته بې ځنډه بس قصه دژوندانه مي كړه ورلنډه چنګېز اوريده په خوند قصه تر ډېره مګر اوس دلښكريانو ددې مشر په خبره باندي وسو په دارنګه لكه چاچي وي سور اور پوري نيولئ په دې نه چي دا ماشوم يې ولي مړ كړ چنګېز دې خبرې ولړزاوه دومره چي دده دلښكريانو ديو مشر زړه دچا پر بېوسۍ څه لره خوږ شو چي چا پر بېوسۍ يې زړه خوږيږي په لښكر كي هغه څوك لكه ناسوروي د زړ سوي ددغه جرم سزا داسي چنګېز وركړله دا وخت دغه سړي ته چي نېزه يې دهغه له لاسه وكښه تېره څوكه دهغې يې دده خولې ته كړله سمه او ورو ورو يې ورنژدې كړه كړه دننه يې دده دشونډو مينځ ته ورته ويې ويَل داچي اوس نو ته هم داسي وګڼه چي دا دي دمور تئ دئ سمدلاسه يې لګيا شه په رودلو او هغه چي په رودلو باندي بوخت شو نو چنګېز بيا خپل قوت سره راغونډ كړ پر نېزه باندې يې ور وړ زور دمټو نېزه شوه ددا سړي په خُله دننه او تر څټ يې پورې ووته بې ځنډه شوه قصه دژوندانه يې داسي لنډه -----------------------------------------------------
نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۵ خرداد ۱۳۸۸ ساعت ۰۲:۱۹:۳۳ | آرشيو نظرات (0)
[ ۱ ][ ۲ ][ ۳ ][ ۴ ][ ۵ ][ ۶ ][ ۷ ][ ۸ ][ ۹ ][ ۱۰ ][ ۱۱ ][ ۱۲ ][ ۱۳ ][ ۱۴ ][ ۱۵ ][ ۱۶ ][ ۱۷ ][ ۱۸ ][ ۱۹ ][ ۲۰ ][ ۲۱ ][ ۲۲ ][ ۲۳ ][ ۲۴ ][ ۲۵ ][ ۲۶ ][ ۲۷ ][ ۲۸ ][ ۲۹ ][ ۳۰ ][ ۳۱ ][ ۳۲ ][ ۳۳ ][ ۳۴ ][ ۳۵ ][ ۳۶ ][ ۳۷ ][ ۳۸ ][ ۳۹ ][ ۴۰ ][ ۴۱ ][ ۴۲ ][ ۴۳ ][ ۴۴ ][ ۴۵ ][ ۴۶ ][ ۴۷ ][ ۴۸ ][ ۴۹ ][ ۵۰ ][ ۵۱ ][ ۵۲ ][ ۵۳ ][ ۵۴ ][ ۵۵ ][ ۵۶ ][ ۵۷ ][ ۵۸ ][ ۵۹ ][ ۶۰ ][ ۶۱ ][ ۶۲ ][ ۶۳ ][ ۶۴ ][ ۶۵ ][ ۶۶ ][ ۶۷ ][ ۶۸ ][ ۶۹ ][ ۷۰ ][ ۷۱ ][ ۷۲ ][ ۷۳ ][ ۷۴ ][ ۷۵ ][ ۷۶ ][ ۷۷ ][ ۷۸ ][ ۷۹ ][ ۸۰ ][ ۸۱ ][ ۸۲ ][ ۸۳ ][ ۸۴ ][ ۸۵ ][ ۸۶ ][ ۸۷ ][ ۸۸ ][ ۸۹ ][ ۹۰ ][ ۹۱ ][ ۹۲ ][ ۹۳ ][ ۹۴ ][ ۹۵ ][ ۹۶ ][ ۹۷ ][ ۹۸ ][ ۹۹ ][ ۱۰۰ ][ ۱۰۱ ][ ۱۰۲ ][ ۱۰۳ ][ ۱۰۴ ][ ۱۰۵ ][ ۱۰۶ ][ ۱۰۷ ][ ۱۰۸ ][ ۱۰۹ ][ ۱۱۰ ]
|
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
تمام حقوق تعلق به
نگین بلاگ است
|