هيــــــــــــــــــلـــه







هيــــــــــــــــــلـــه
دا ړ يــــــــــــكو پــــته

m.ali.umari@hotmail.com
صفحه اصلي | تماس با ما | آرشيو وبلاگ

خوشحال خان خټك
 

خوشحال خان خټك

دپوهانو په نظركي٫ عمري

دويمه برخه

له دې حقيقت څخه هيڅ كله سترګي نه شي پټېدلاي چي دڅلورو سوو كلو تيريدو څخه پس هم چي دژوند په هرميدان كښې كافي ترقي شوې ده تاريخ لا دخوشحال بابا په شان جامع همه ګير او نابغه شخصيت ترننه ونه ليدو٫ مذهب دي كه سياست ٫ طب دي كه ښكار ٫ توره ده كه قلم ٫ نظم دي كه نثر ٫ يو هم له خوشحال بابا څخه نه دي پاته شوي او عجيبه خو لاداده چي په هريو ميدان كښي وحيدالعصر اوبې مثاله وو

او هرڅه چي وايي دخپلې تجربې او مشاهدې په رنؤا كښې وايي اوس راځو دڅو مشهورو ليكوالو خيالاتو ته چي دخوشحال بابا په اړوند يې وړاندي كړي دي

ښاغلي دوست محمدخان كامل صيب په خپل كتاب ٬ خوشحال خان ٫ كي وايي چي ٫ دخان عليين مكان شاعري جامع ده دانساني فكر شايد چرته داسي اړخ نه وي چي ده يې په شاعرۍ كښې عكاسي نه وي كړې٫

ښآغلي ګل پاچا الفت ليكي ٫ خوشحال ديو مفكر او صاحب نظر شاعر په حيث دانفرادي او اجتماعي ژوند په مختليفو خواؤ او په ډيرو اجتماعي مسايلو كښې خپل افكار او نظريات څرګند كړي دي چي په ځينو كي دخپل عصر نه دير وړاندې دے او په ځينو خبروكي دخپل محيط او ماحول او دپښتني ذهن او عقايدو ډير ښه ترجمان دي ٫ ارواښآد عبدالحي حبيبي ليكي چي ٬ دخوشحال خان بابا شاعري دمعني او مضمون واړوپه لحاظ دموره جامعه ده چي موږ ورته دادب يو لوړ استاد اوپيشوا ويلئ شو دي په عشقي او بزمي اشعاروكي استاذدي پوخ فلسلفي دي او وطني اشعار يې داسي خواږه دي چي دپښتو دفطرت په خټه كي اخلي دي او دوطن مينه او محبت تري نه څرګنديږي ٫ دغه شان اخلاقي او اجتماعي اشعار يي هم ډير لوړدي او په زرمي او حماسي اشعاروكښې ددي په شان بل ويونكې هډوشته نه ٫ ښاغلي صديق الله رښتين ٫ په خپله مقاله ٫ دخوشحال پيژندګلو ٫ كښې ليكي چي ٫ خوشحال هيڅ ډول مضمون نه دي پري ايښي حقيقت يې له مجاز سره ونښلاوو ٫ عشقي ٫ بزمي ٫ اخلاقي ٫ وطني ٫ ملي ٫ فلسفي ٫ صوفيانه ٫ حماسي ٫ رزمي ٫ او نورهر راز مطالب يې دشعر په جامه كښې راونغښتل دهرچا دذوق دپاره يې دخپل شعر باغ وبڼ درنګارنګ ګلونو نه ډك كړ٫

ښاغلي سيد رسول رسا صيب په يوه خپله مقاله كي د٫ خوشحال خان اسلامي كردار ٫ كښې څه داسي ليكلي دي٫ دخوشحال خان خپل ژوند داسلامي اخلاقوپه مكمل طور عكاسي كوي ٫ دهغه ديوان داسلامي اخلاقو په عالمانه او شاعرانه طرز كښې مكمل تصوير دے ٫ مولانان عبدالمجيد افغاني ليكي ٫ديو سردار او شاعر نه علاوه هغه يو زبردست فلسفي او حكيم هم وو چي دخپل قوم ټولي خوبۍ او كمزورۍ ورته ښې معلومې وې٫

ښاغلي اميرحمزه شينواري خپله مقاله ٫ دخوشحال خان دفلسفي اوتصوفي اشعارو خوا كښې ليكي ٫ دخوشحال خان دعليين مكان دنوم اوريدو سره سم په ذهن كښې ديو داسي نابغه انسان تصور وبريښي كوم چي دانساني ژوند په هراړخ ځلاند او ژورنظر لري او بيا چي دهغه پر فن هم نظر وځغلول شي نو ظاهره شي چي خان دانساني ژوند دهرضروري او اهم اړخ عكاسي په ډېر ښه شان كړې ده داسې انسانان په نړۍ كښې كله كله پيداكيږي ٫

ښآغلي اجمل خټك په خپله مقاله كښې ٫ دخوشحال خان خټك دفكر او نظر نوي مطالعه ٫ كښې ليكي ٫ كه خوشحال بابا يو خوا زمانه بدلول غواړي او دزمانې له ربابه نوي نوي نغمي را وباسي نو بل خوا ددې جدت دپاره دعاګاني ٫ منتونه او تشې خبري كافي نه ګڼي دهمت او عمل درس وركوي بلكه خپله دننګ توره او دشعور قلم لاس كښې اخلي ميدان كښې ودريږي

دپښتنو ليكوالانو څخه علاوه داسي ډېر مستشرقين او خارجان هم شته چي دخوشحال خان بابا په اړوند چپ نه دي پاتي شوي له دغو نه دځينو اقوال رانقل كوو٫ ميجر راورټي په خپل كتاب كښې ليكي چي ٫ دخوشحال خان بابا شاعري لكه دمغرب دشاعرانو په شان دتنوع او مضامينو دفراوانۍ او ندرت يوه ښايسته ګلدسته او يوه لاثاني مرقع ده داسي مضمون نشته چي خوشحال خان ورباندې طبع ازمايي نه وي كړې٫ خوشحال خان خټك او دپښتو دانكشاف په تاريخ كښې دهغه مقام ٫ نومي مقاله كښې روسي ليكوال نيكولائ دوريانكوف ليكي چي ٫ دخوشحال خان خټك شاعري پر دې شاهدي وركوي چي دے دفارسي ٫ عربۍ ادب په اړوند ډير ښه پوه ووددې ژبو په سبكونو عروضو ٫ او بديعي صنعتونو باندې يې پوره تسلط لرلو په هغو ژبو كښې يې هم شعرونه ليكل ٫

سر اولف كيرو دخوشحال خان دنظمونو ترجمه كښې ليكي چي ٫ دخوشحال بابا شعرونه تراوسه پورې دپښتنو په زړونو او دماغونو نقش دي او دوي ورنه دملي غيرت الهام اخلي ٫ جارج مارګنسټرن خو خبره خلاصه كړې ده چي ٫ دنيمې پيړۍ نه راايسې زه دخوشحال خان خټك شعر لولم ٫ خوشحال حق لري چې ځان دپښتو ژبې فردوسي او سعدي بولي هغه خدمت چي ده دپښتو ژبې كړي دي هيچا په هيڅ وخت كښې نه دي كړي٫

 

راټولونكي

محمدعلي عمري

سهيلي پښتونخوا مسلم باغ

------------------------------------------------

نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۱ تير ۱۳۸۸ ساعت ۰۲:۳۲:۴۹ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


دخوشحال خان خټك
 
 
دخوشحال خان خټك
ژوند او فن  ٫ شاعري ٫ لومړۍ برخه
په پښتو ادب كښې خوشحال خان خټك دټولو نه زيات همه ګير شخصيت دي ٫ خوشحال بابا شاعر هم ؤ اديب هم ٫ امير هم ؤ ٫ فقير هم ٫ دتورې ډال سره يې هم دوستي وه او دجنګ او رباب سره يې هم مينه وه ٫ دكتابونو پاڼي يې هم ډكولي او دښكار شوقي هم وو ٫ دژوند داسي اړخ نشته او نه دادب داسي څانګه شته چي خوشحال بابا دې پكي شاعري نه وي كړې حقه داده چي پر پښتو شعر وادب باندې چي دخوشحال بابا څومره احسان دي دومره دبل چا نشته ٫
خوشحال خټك دنورالدين اكبر په زمانه كښې په سراي اكوړه كښې دشهباز خان كره په كال ۱۰۲۲ عيسوي ٫ دمئ ياجون مياشت كښې زيږېدلے وو ٬ شهباز خان دمغلو له طرفه دخټكو خان وو او دا خاني  ورته دپلار او نيكه نه په ميراث كښې پاته شوې وه ٫ خوشحال خان دتورو په سيوري كي پيدا شو او دتورو په سيوري كي لوي شو دده په قسمت كي يو ډېر لوي عالم ٫ شاعر او اديب جوړېدل ليكلي وو
خو ددې علم زيات دذاتي مطالعې ٫ تجربې او مشاهدې نه حاصل شوي وو اګر كه درس كښې څه موده ضرور ناست وو ٫ ولې دښكار شوق باقاعده سبق ته پرې نه ښودو خو دعلم ميني ورباندې دومره كتابونه وكتل چي وروسته يې دعربي ژبې مشهور او مستند كتاب ٬ هدايه ٬ پښتو ته وژباړله ځكه نو خوشحال بابا په عالمانو كښې شميرل كيږي٫ كله چي دده پلار شهباز خان وفات شو نو خوشحال خان ته دمغلو منصب په ميراث كي پاته شو او ډېر عمر يې دمغلو خدمت وكړو تر هغې چي داورنګ زېب په زمانه كي يو صوبيدار دچا په وينا اورنګ زيب له خوشحال خان څخه بدګمانه كړو او دهغه په حكم يې خوشحال خان بندي كړو او هندوستان ته يې ولېږلو څه موده يې په جيلونو كي وساتو خو كله چي خوشحال بابا رها شو نو زړه يې له غمونو او سريې له فكرونو نه ډك وو په دغو ورځو كي دپښتنو او مغلو تعلقات خراب شوي وو خوشحال خان څه موده صبر وكړو او چي حالات ساز شول نو دايمل خان مهمند او درياخان آفريدي په ملګرتيا يې له مغلو سره
په جنګ پيل كړو چي وايي
دافغان په نـــــــــــــــــنګ مي وتړله تـــــــــوره
نـــــــــــــــنګيالي دزمـــــانې خوشحال خټك يم
دې جګړو اورنګ زيب په دې مجبوره كړو چي حسن ابدال ته راغلي او له راتلو سره سم يې په پښتنو كي دولت وشيندلو  دنفاق تخم يې وكرلو او بيا ولاړو تردې چي دخوشحال خان خپل زوي بهرام خان هم دسردارۍ په طمع له پلار څخه خلاف شو ٫ او دسر دښمن يې شو دخوشحال خان باقي ټول ژوند په جنګ  يادجنګ په تيارۍ كي تېرشو ٫ له يوسفزو سره يې هم وخت په وخت ډير جنګونه شوي دي ٫ ښآغلي دوست محمدكامل په خپل كتاب ٫ خوشحال خان خټك ٫ كي دخټكو او يوسفزو ددښمنۍ دوه وجهي ښيي يوه داچي خټك چي دسويل نه قطب طرف ته خواره شول نو ديوسفزو  په علاقه كي هم ورننوتل او بله وجهه يې له مغليه حكومت سره ديوسفزو مخالفت او دخټكو وفاداري وه ٫ داهغه وخت چي خټك لا دمغلو خلاف شوي نه وو ٫ لنډه داچي دديارلسو كلو دعمر نه واخله تراخري عمر پورې يې دښمني او جنګونه كړي دي آخر دا دتورې او قلم خاوند دتيراه په علاقه كي دډمبرے په مقام په ۲۰ فروري كال ۱۶۸۹ عيسوي  ٫ ۲۸ ربيع الثاني ۱۱۰۰ هجري ٫ كي دجمعي په ورځ دمسافرۍ په حالت كښې په حق ورسېد ٫
خوشحال بابا په خپله شاعري كي رزم ٫ بزم ٫ اخلاق ٫ او تصوف ٫ مدح ٫ او هجو ٫ مثنوي ٫ قصيده ٫ غزل ٫ رباعي ٫ قطعات ٫ غرض داچي هر صنف او هره موضوع يې خپله كړې وه هسي خو خوشحال بابا په هر صنف كي ښه كمال ښودلي خو دټولونه زوردار اشعار يې په قصيدو كښي دي او بيا خصوصا په هغو قصيدوكي چي دفتحي او يا څه خاص انګيخت پر موقع يې ويلي دي يا هغه اشعار چي پكښي دپښتون عزت يا آزادۍ صفت دي غزل يې هم دستاينې وړ ده او په تول پوره دي دښآغلي دوست محمدكامل دوينا مطابق خوشحال خان خټك دشلو كلونو په عمر كي شاعري شروع كړي ده دخوشحال بابا ديو غزل نه چي دسلو كالو نه په لږ زيات عمر كښې يې ليكلې ده معلوميږي چي هغه وخت ښه اشعار ليكل ددغه غزل مطلع څه داسي ده
عقـــــــــــــــــــــل سل دمصلحت بــــــــــــــــــندونه جوړ كا
چي دعشق سيلاب پــــــــرې راشي واړه نـــــــــــــــــوړكا
٫٫٫٫
هسي خو خوشحال خان بابا دډيرو كتابونو مصنف او مؤلف دي خو كليات ٫ دستارنامه ٫ بازنامه او سوات نامه يې ډير مشهور دي كليات يې په څلورو برخو ويشل شوي دي غزليات ٫ قطعات ٫ رباعيات ٫ او متفرقات ٫  خوشحال بابا ته خداي پاك دخانۍ ٫ سردارۍ ٫ او علم وادب سره سره داولاد هم لويه برخه وركړې وه دتاريخ مرصع نه او همدارنګه دخوشحال بابا له يوې رباعي څخه دا معلوميږي چي دده دشپيتو نه زيات ځامن وو په دوي كښې اشرف خان ٫ افضل خان ٫ عبدالقادرخان٫ صدرخان ٫ سكندرخان٫ او ګوهرخان ډېر ښه شاعران تېرشوي دي دلوڼو شمير يې په تاريخ مرصع كي يودېرش راغلي دي خو  ٫ خوشحال بابا په خپله يوه مثنوي كي دوه دېرش لوڼي يادي كړي دي ٫ په دوي كښې حافظه حليمه ٬ شاعره او ډېره فاضله بي بي وه ٫  خوشحال بابا دخپل موراو پلار ډېر زيات تابعدار پاتي شوي  وو ځكه خو يې دخپل اولاد نه دوفادارۍ طمع  لرله ٫ په خپله دي دوړوكوالي نه دپلار  سره څنګ په څنګ جنګېدلي وو نو نو په خپل اولادكي يې هم هغه جوهر ليدل غوښتل خو له بده مرغه دده ځيني بدبخت ځامن دپلار داحترام او تابعدارۍ پر ځاي دده دسر دښمنان شول په دوي كي ترټولو نه زيات بدنصيبه او بې ادبه بهرام خان وو  چې دخوشحال بابا دريم زوي وو خوشحال بابا له دې نه په خپلو شعرونوكښې ګيلي هم كړي دي سر يې ترې هم تكولي دي كامل صاحب دخوشحال بابا دعقايدو اخلاقو او عاداتو په اړوند ليكلي دي چي خوشحال بابا په عقيده سني مسلمان وو او په اهل سنت والجماعت كښې حنفي وو داهل سنتو امامانو نه علاوه داثنا عشره دولس واړه امامان يې هم دهدايت  اوروڼا خاوندان او دعزت او اخترام مستحق ګڼل او داهل بيتو سره يې په زړه كښې ډېره زياته مينه درلودله دلمونځ اودس او روژې ډير پابند وو او دسخاوت يې دا حال وو چي سره دخانۍ او سردارۍ صاحب نصاب شوي نه وو يعني زكواة وركول پرې واجب شوي نه وو وضعه يې فقيرانه وه ډير رښتيني او صاف ګويه سړي وو اګرچي جنسي جذبات پري غالب وو خو دهغو دتسكين دپاره يې ناجايزي لاري نه وي استعمال كړي دارادې ډيركلك او خود داره سړي وو ددومره صفتونو والا خلګ ډير كم پيدا كيږي
٫٫٫٫

راټولونكي
محمدعلي عمري
سهيلي پښتونخوا مسلم باغ
---------------------------------------------------
 
 

نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۰ تير ۱۳۸۸ ساعت ۱۲:۳۹:۲۷ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


دپښتو دشاعرۍ په صنفونوكي يوصنف ٫ لوبه ده
 
 
 
 

دپښتو دشاعرۍ په صنفونوكي يوصنف ٫ لوبه ده

٫ لوبه ٫

لوبه داولسي ادب او پښتنو دعوامي سندرو ډير بخښونكي صنف دي

دلوبې ښه والي دا ده چي لوبه په سوچه لفظونوكښې دير په سادګۍ او روانۍ سره ويل كيږي دغه لوبه اكثره دښځو په آوازونوكي ويل كيږي خو چي ښځه او سړي يې دواړه وايي نو هغه لوبه ښه وي په لوبه كښې اكثره وخت دعاشق او معشوق دجذباتو يوه منظمه عكاسي وي

ځكه نو لوبه ورته ويل كيږي دلوبې دسر مصرعې يوه لويه او بله لنډه وي دورپسي مصرعو تعداديې دوه يا دري وي چي په هر وزن او قافيه كښې وي

له دې نه پس بيا بله دسر دلوبې مصرعې په قافيه كښې مصرعه راوړلې شي

او بيا ورسره دسر لنډه مصرعه راوړلي شي

دلوبې بندونه دري هم كيدلاي شي ٫ پنځه او شپږ هم كيدلاي شي

ـــــــ

ستا دخانۍ په كلي راغے خړ سيلاب ملكه

شې به خراب ملكه

ستا دخانۍ كلے برباد وينمه

دغريبانو كورآباد وينمه

غټ خيټي واړه په فرياد وينمه

ستا كله خيال ؤ چي به راشي انقلاب ملكه

شې به خراب ملكه

ـــــ

دلوبو په شاعرانوكښې ٫ خسرو ٫ محمد دين ٫ رمضان ٫ ګمتان ٫ ٫ نورالدين ٫ علي حيدر جوشي ٫ امير غلام صادق ٫ او سيد اكبر صادق ديادولو وړدي ٫ همدغه ډول كومو كسانو چي دلوبو په اړوند تحقيق كړي دي په هغوكښې

محمدګل نودي ٫ محمددين ژواك ٫ عبدالحليم اثر ٫ حبيب الله رفيع ٫ سيال كاكړ٫ اوښاغلي رضا همداني شامل دي

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

راټولونـــــــــــــــــــــــــــــكي

محمدعلي عمري سهيلي پښتونخوا

مـــــــــــــــــــــــسلم باغ

umari.2007@gmail.com

 

نويسنده : محمدعلي عمري | ۹ تير ۱۳۸۸ ساعت ۱۲:۰۰:۰۵ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


نظم ٫ درويش دراني

نظم ٫ درويش دراني

دوه مړي

قبر يو تيارېده او مړي دوه وو

مړي دوه وو او په وينو دواړه سره وو

دايوه ته كتل خلكو لږ په كركه

ددابل يې درناوےے كاوه په ټولو

دا ويل په درنوي داسړے ارزي

دے په نره په دښمن پسې ؤ تللے

ككرۍ به يې ترې كورته واي راوړې

كه ټګي ورسره خپلو نه واي كړې

٬٬٬٬٬

داسړي ٫ داچي كېده يې اوس ستاينه

ده يو څو ورځي له مخه وه راوړې

هغه ناوې چي دده دزړه ټوټه وه

خو دزړه له دې ټوټې سه دَے هلته

دامهال پاته كېداي نه شو تر ډېره

ؤروان په خپل دښمن پسې له كوره

چي يې سر له خپله ځانه سره راوړي

خو تر تګ وړاندي يو دود پوره كول ؤ

دود ؤ دا چي ددې خلكو عقيده وه

چي سړے چي ددښمن پر طرف باندي

په دې نيت وزي چي جنګ ورسره وكړي

نو كوم غشي چي يې وي پسې اخيستي

په هغو كي دي يو ښه غشے كړي غوره

او په كوركي دي ددغه غشي څوكه

ديو چا دتن په غوښه كي كړي ښخه

ددې زخم ددارو درملو كاردي

دخپل كورنورو وګړو ته ورپرېږدي

دے دي واخلي په دښمن پسې داغشے

او داغشے٫ داچي خوند يې دے كتلے

دانسان دتن دسرې او خوږې غوښي

داچي كله پر دښمن باندي ورخلاص شي

دهغه غوښي ته سم رسوي ځان خپل

كېداي نه شي چي خطا كاندي نښان خپل

٫٫٫٫٫٫٫

چي تر تګ وړاندي دا دود پوره كول ؤ

نو په دا دې سړي غوښت چي ژر تر ژره

په خپل كور كي دخپل غشي څوكه سره كړي

ديو چا دتن په سره او خوږه وينه

خو دې كار ته چا ځان نه شو ټينګولاي

پاي دده ښايسته ناوې ده ته راغله

او ويل يې ستا دښمن غواړم چي ورك شي

د داكار دپاره يم دې ته تياره

چي دا غشے دي زما په زړه كي ښخ كړې

دزړګي په وينه ژبه ورخوږه كړې

چي يو ځل يې ددې ويني خوند تر خوله شي

له دا پس چي يې پرچا باندي ورخلاص كړې

دَے به زړه ته دهغه رسوي ځان خپل

كېداي نه شي چي خطا كاندي نښان خپل

٫٫٫٫٫٫

چي يې واورېده دناوي داخبره

داسړے بې اندازې زيات شو خوشحاله

په زړګي خو يې ونه لاره هيڅ كار هم

په وراه يې دهغې غشے ورښخ كړ

ددې غشي چي په وينو خله خوږه شوه

هله ده له خپله ځانه سره واخيست

ژر دخپل دښمن په ښكار پسې روان شو

دمېړانې په لوي كار پسې روان شو

چي دده دزړه ټوټه وه هغه ناوې

دورانه له دغه زخمه سره دلته

تر شا پاته سوه په كور او په كاله كي

ددې كور ٫ ددې كاله او ددې سيمي

خلګ وو په دې باور چي په امان وي

جنګيالے دجنګ په وخت تر هغو پوري

چي يې ښځه وفاداره وي په كوركي

كوم سړے چي په دښمن پسې وي تللے

خپله ښځه يې په كور كي وي پرې ايښې

كه داښځه دغه وخت خيانت وكړي

دپردي سړي لاس پرېږدي وخپل ځان ته

نو مېړه به يې ارومرو په جنګ كي

وژل كيږي ددښمن په ګزارونو

كوټل كېږي به يې تن په ګزارونو

٫٫٫٫٫

داسړے چي ددښمن په ښكار روان ؤ

نوتر شا ورپسې پاته وه په كوركي

فرشتې غوندي سپېڅلې پاكه ښځه

او هم دغسي يو غشے ورسره ؤ

چي په څوكه كي يې مرګ ددښمن پروت ؤ

دداهسي نېكمرغۍ په مهال ده ته

په څرګنده توګه هيڅ خطر هم نه ؤ

مګر كله چي دښمن ته مخامخ شو

هغه وخت يې نه داخپل غشے په كارشو

نه يې ورغله په ښه وفا دښځي

ددښةن له لاسه ژر په وينو رنګ شو

دغه جنګ دده دژوند آخري جنګ شو

٫٫٫٫٫

چي داجنګ ددې سړي آخري جنګ شو

او دده مړے يې سور په وينو راوړ

نو دا چيغه شوه له هري خوا را پورته

چي دده ښايسته ناوې بېوفا ده

دَے چي كله په دښمن پسې ؤ تللے

هغې ځان ته دبل چا لاس دے پرې اېښے

ځكه سر دغه غريب وخوړ په جنګ كي

دداهسي كار سزا په كاڼو مرګ ده

خو تر داسي مرګ يې وړاندې داحق هم شته

چي وروستے ارمان يې موږ سم ورپوره كړو

او ددې وروستے ارمان بل څه كېداي شو

بې له دې چي په كوټلي سر داكله

دړندو او د كڼو له دنيا د رومي

نوشي كوزه له خاوند سره ملګرې

داسبب ړ چي كوم وخت په درنو كاڼو

خلګو ووژله دا مظلومه ښځه

ددې مړے يې هم هغه ځاي ته راوړ

چي ؤ پروت پكي ددې دڅښتن مړے

اوس يې دلته لوي و كم په ننداره وو

قبر يو تيارېده او مړي دوه وو

 

لېږونكي

محمدعلي عمري

سهيلي پښتونخوا مسلم باغ

umari.2007@gmail.com

نويسنده : محمدعلي عمري | ۷ تير ۱۳۸۸ ساعت ۱۱:۱۶:۰۰ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


شعر٫ استادمحمدصديق پسرلي

شعر٫ استادمحمدصديق پسرلي

 

دموزيم بودا

دموزيم بودا ته ګورم

لا دطنز په غاړه خاندي

لا پېړيو نه دي كړي

يو كمكي اثر ورباندې

٫٫٫

په لېموكي يې تر اوسه

لايوه ګونګه حيرانتيا ده

او په شوندوكي يې نغښتې

دردوونكې شان موسكا ده

٫٫٫

خداي خبر چي چېرته پروت وو

څوپېړۍ تر خاورولاندې

لاغبار دحوادثو

نه ښكاريږي پرده باندې

٫٫٫

دموزيم بودا ته ګورم

دثبات مجسمه ده

په موسكا كي يې ژوندۍ لا

دپېړيو هنګامه ده

٫٫٫

په زمان مسلط شوې

جاويدانه حيراني ده

دلطيفو ٫عواطفو

سلطاني كه شباني ده؟

٫٫٫

دبيلتون نخښه چا ايښې

په سرحد دمرګ و ژوند كي

فلسفه دمرګ وژوند يې

خلص شوې په لبخندكي

٫٫٫

خدايزده څو پېړۍ پخواچې

دانړۍ ورښكارېدله

ژوند دمرګ لوبه دنيا هم

ناټكۍ ورښكارېدله

٫٫٫

لاتراوسه هم هغه شان

دادنيا ورته ښكاريږي

دانسان واهي فكرونه

دخنداورته ښكاريږي

٫٫٫

دموزيم بودا ته ګورم

راته ګوري په موسكا كي

هسې نه چي زه يو بت يم

دموزيم په تماشا كې

 

ليږونكي

محمدعلي عمري

سهيلي پښتونخوا مسلم باغ

نويسنده : محمدعلي عمري | ۷ تير ۱۳۸۸ ساعت ۱۱:۱۰:۴۸ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


[ ۱ ][ ۲ ][ ۳ ][ ۴ ][ ۵ ][ ۶ ][ ۷ ][ ۸ ][ ۹ ][ ۱۰ ][ ۱۱ ][ ۱۲ ][ ۱۳ ][ ۱۴ ][ ۱۵ ][ ۱۶ ][ ۱۷ ][ ۱۸ ][ ۱۹ ][ ۲۰ ][ ۲۱ ][ ۲۲ ][ ۲۳ ][ ۲۴ ][ ۲۵ ][ ۲۶ ][ ۲۷ ][ ۲۸ ][ ۲۹ ][ ۳۰ ][ ۳۱ ][ ۳۲ ][ ۳۳ ][ ۳۴ ][ ۳۵ ][ ۳۶ ][ ۳۷ ][ ۳۸ ][ ۳۹ ][ ۴۰ ][ ۴۱ ][ ۴۲ ][ ۴۳ ][ ۴۴ ][ ۴۵ ][ ۴۶ ][ ۴۷ ][ ۴۸ ][ ۴۹ ][ ۵۰ ][ ۵۱ ][ ۵۲ ][ ۵۳ ][ ۵۴ ][ ۵۵ ][ ۵۶ ][ ۵۷ ][ ۵۸ ][ ۵۹ ][ ۶۰ ][ ۶۱ ][ ۶۲ ][ ۶۳ ][ ۶۴ ][ ۶۵ ][ ۶۶ ][ ۶۷ ][ ۶۸ ][ ۶۹ ][ ۷۰ ][ ۷۱ ][ ۷۲ ][ ۷۳ ][ ۷۴ ][ ۷۵ ][ ۷۶ ][ ۷۷ ][ ۷۸ ][ ۷۹ ][ ۸۰ ][ ۸۱ ][ ۸۲ ][ ۸۳ ][ ۸۴ ][ ۸۵ ][ ۸۶ ][ ۸۷ ][ ۸۸ ][ ۸۹ ][ ۹۰ ][ ۹۱ ][ ۹۲ ][ ۹۳ ][ ۹۴ ][ ۹۵ ][ ۹۶ ][ ۹۷ ][ ۹۸ ][ ۹۹ ][ ۱۰۰ ][ ۱۰۱ ][ ۱۰۲ ][ ۱۰۳ ][ ۱۰۴ ][ ۱۰۵ ][ ۱۰۶ ][ ۱۰۷ ][ ۱۰۸ ][ ۱۰۹ ][ ۱۱۰ ]

معرفي وبلاگ
 



http://larawbar.com/hella/

 
 

فهرست اصلي
 
صفحه نخست
پست الكترونيك
آرشيو مطالب
افزودن به علاقه مندي ها
صفحه خانگي
 

 
 

آرشيو موضوعي
 
شعورنه
اسلامي ليكني
لنډي كيسي
ادبي ټوټي
خبرتياوي
مقالي
بيلابيلي ليكني
انځورونه
اړ يكي
غو نډ ه
كتا بو نه
 
 

آرشيو ارسال ها
 
اسفند ۱۳۸۸
بهمن ۱۳۸۸
دى ۱۳۸۸
آذر ۱۳۸۸
آبان ۱۳۸۸
مهر ۱۳۸۸
 
 


پيوند ها
 
افغان ادبي بهير
تل افغان
ټاټوبئ
دارواښآد سيلاب ساپي بلاګ
روهي ويب پاڼه
غورځنګ ويب پاڼه
دميرمن كلتوري ټولنې ويب پاڼه
پښتوسندري
دتهران راديو پښتو خپرونه
دامريكاږغ اشنا راديو
دچين راديو پښتو خپرونه
دالمان ږغ راديو پښتو خپرونه
دښآغلي همت الله امين زي ويب سايټ
مورچل ويب پاڼه
خوست ويب پاڼّه
انلاين پښتو مشاعره
په زړه پورې افغانئ لينكستان
پكتيا ويب پاڼه
وحدت ورځپا ڼه پيښو ر
سور غر ويب پا ڼه
سپوږمۍ ويب پا ڼه
سمسور و يب پا ڼه
خوست راديو
دافغا نستا ن دطالبانو ويب پا ڼه
تاند ويب پا ڼه
پښتونخوا ويب پا ڼه
پكټ راديو پښتو خپرو نه
داستانونه ويب پا ڼه
زمو افغانستان ويب پا ڼه
ډيوه راديو ويب پا ڼه
دازادۍ راديو پښتو خپرونه
ليكوال ويب پا ڼه
هيواد ويب پا ڼه
اصلاح ويب پا ڼه
شهامت ويب پا ڼه
ريان اسلامي ويب پا ڼه
توره بوړه ويب پا ڼه
لوي غر ويب پا ڼه
د بي بي سي پښتو خپرونه
ګران وطن ويب پاڼه
بينوا ويب پاڼه
ټول افغان ويب پاڼه
دموسيقۍ په زړه پورې ويب پاڼه
دموسيقۍ ښكلې ويب پا ڼه
پښتا نه و يب پا ڼه
رومال و يب پا ڼه
ننګيا ل و يب پا ڼه
لوي افغانستان وېبپاڼه
طلوع ټلوېزيون
آرمان راډيو
لمر ټلوېزيون
نورين راډيو ټلوېزيون
پژواك خبري آژانس
ولس خبري اژانس
تول پښتانه وېبپاڼه
ميدان وردگ ولايت پانه
مسلمانان وېبپاڼه
دپښتنو شاعرانو شعرونه وېبلاك
حقيقت ويببانه
كره كتنه وېبلاك
دبازمحمد عابد وېبلاك
افغا ن ننګ ويب پا ڼه
لر او بر ويب پا ڼه
په زړه پوري اسلامي ويب سايټ
بلاګو نه و يب پا ڼه
خبرونه ډا ټ كام
دعبدالهادي حيران و يب پا ڼه
افغا ن كلتوري ودې ټولنه
دآپلوډ په زړه پوري ويب پا ڼه
پښتو نستا ن ويب سا يټ
دښځـو ويب پا ڼه / اوربل
آنلا ين ويب پـا ڼه
قا مو ســو نه و يب پاڼه
سلګۍ ويب پا ڼه
شعرو نه و يبلا ګ
سباؤن ويب پا ڼه
 
 


لوگوي دوستان
 
POWERD BY neginblog.com
 
 


كدهاي كاربر
 
 
 


 

تمام حقوق تعلق به نگین بلاگ است