هيــــــــــــــــــلـــه







هيــــــــــــــــــلـــه
دا ړ يــــــــــــكو پــــته

m.ali.umari@hotmail.com
صفحه اصلي | تماس با ما | آرشيو وبلاگ

شعر ٫ استادمحمدصديق پسرلي
 

شعر ٫ استادمحمدصديق پسرلي

دژوند مزلونه

دمجبورۍ په ستړيو پښو وهمه

دپاخه عمر داپوټلنه بيديا

چې مايوسۍ مې دزغم ساه وسوځي

يامې تيارې دنظر مخه نيسي

دخاطرو كېږدۍ ته يوسم پناه

خپلو همزولو سره ووينم ځان

دماشومتوب په بې خطرې كوڅه كې

هلته چې ډېر مقررات نه لري

داځاي بې ځايه قيودات نه لري

پريوه يوه لښته يويو پښه اړوو

دخوشحالۍ سفرته ځان اړوو

كله دنوي زلمي توب په بڼ كې

لكه وږمه دخيال غوټۍ تخنوم

هره يوه مو نن تر پرون ښكلي غواړو

سبا خو زښته زړه منلې غواړو

په وركشاف كي دتازه فكرونو

ځان ته جهان او ژوند ته ځان جوړوو

له شنه آسمانه مو دلوبو ميدان

اوله دې مځكې مو آسمان جوړوو

دمجبورۍ په ستړيو پښو رانغاړم

په وركو لارو دژوندون مزلونه

چي ځان ته ګورم٫ لكه پاتې پلونه

نيم په پرون كې پاته شوي يم زه

اونيم حواس مې تر سبا راګرځي

په نن كي يمه خو دنن نه شومه

يوه ادعايم ٫ يوجرس دكاروان

دژوندون غاړې ته لوېدلي يمه

يوڅو مغشوشې خاطرې دځوانۍ

او څو سپېرې انديښنې ځي راسره

لكه پوټي بې لټولي يمه

يالكه ښاخ دكومي وچې ونې

دزمان سيل ورسره وړي يمه

وړي مي خونه پوهېږم چيرته مې وړي

لكه خپل سيوري ناخبر له حاله

ځم له پرونه دسبا په لوري

 

ليږونكي

محمدعلي عمري

سهيلي پښتونخوا مسلم باغ

------------------------------------------------

نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۱ تير ۱۳۸۸ ساعت ۰۲:۱۱:۵۷ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


غزل/غنمرنګ كوچي
 
 
غزل

چي په درست كلي كي جانان نه لري
هغه پر زړه باندي ارمان نه لري

له تورو سپينو نه په ډډه ګرځي
ځكه خو داسړي ياران نه لري

نور نعمتونه خداي بي شميره وركړل
په خپل كاله كي ماشومان نه لري

په خوله دعوا دمسلمان كوي خو
زړه كي يوه ذره ايمان نه لري

اوښكي دي تل ځي دكوچي له سترګو
له چا ګيله له چا خفګان نه لري

په مينه
غنمرنګ كوچي
پيښور بډه بېره
-----------------------------------------------

نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۹ تير ۱۳۸۸ ساعت ۱۱:۴۱:۰۶ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


شعر ؟ استادمحمدصديق پسرلي

 

دزړه ملكه

لــــــكه دشـــــــــــــا تو دمچمچيو

ملكه مــــــــــــــړه او كندوي پاته

په هـــــــرې څانګې پورې ځړيږي

هرځـــاي بوڼيږي ځي هرې خواته

٫٫٫

دغسې زړه هــــــــــم په مايوسۍ كې

لــــــــــــــــه هيلو تش شي كله ناكله

لكــــــــــــــه دشاتو مچۍ خورې شي

ځي ځــــــــــــوانې هيلې يوه په بله

٫٫٫

لكه دشاتو وركــــــــــــــــې مچۍ چې

كله نــــــــــــــــا خواسته بيا راستنيږي

دخپل پــــــــــــرې ايښي كندوپه وره كې

دنـــــــــــابلدو پــــــــــــــه دود بوڼيږي

٫٫٫

دغسي زړه تــــــــــــــه هــــــم كله كله

هـــــــــــــا خانـــه زادې هيلې بياراشي

ورنـــــــــــــه څرخېږي ورته بوڼيږي

چې ورنژدې شي بيرته په شـــا شي

٫٫٫

دهـــــــــــــــاسونو ملـــــــــــــكې هيلې

دمـــــــــــــــــايوسيو شمال دې مه وړه

دزړه كندومې پـــــــه تـــــــا ودان دي

تــــــــل دې ودان وي له تا په ښه وړه

 

ليږونكي

محمدعلي عمري

سهيلي پښتونخوا مسلم باغ

umari.2007@gmail.com

-----------------------------------------------

نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۸ تير ۱۳۸۸ ساعت ۱۰:۴۴:۲۱ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


څلوريځه
 

څلوريځه

ورڅرګندشي ځان هغه وخت لكه مړے

نابــــــــــــــــبره چي پرسم شي پوروړے

دې ميدان كښې دحساب او كتاب يويو

وي سپين سترګئ شرم خداي نه وي وركړے

په مينه

محمدعلي عمري

سهيلي پښتونخوا مسلم باغ

----------------------------------

نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۷ تير ۱۳۸۸ ساعت ۰۶:۱۵:۰۹ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


څلوريځي/ عمري
 

څلوريځي

وكوم زړه ته چي دعلم روڼا راشي

بې اختياره ورته رحم تقواي راشي

خو تقواي او رحم دومره دي حساس چي

زړه پريږدي كه ورته نږ شان ريا راشي

څلوريځه

كه په جنګ كښې لولپه شې دسره اور

هيڅ دي پاته نه سي جوړ شي درنه سكور

بيا مي هم پښتون وطن پښتون وطن يې

زما قسم دي كه دې وركړم پر لاهور

څلوريځه

ګرانه ده زَړه ده داپښتو ژبــــــــــــه

دانه دپنځوسو او شپيتو ژ بـــــــــــه

 

وايي په تـــــــاريخ كي حبيبي دا سي

ده پښتو ددري زره كلـــــــــــــو ژبه

 

په مينه

محمدعلي عمري

سهيلي پښتونخوا مسلم باغ

umari.2007@gmail.com

 

----------------------------------------------

نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۶ تير ۱۳۸۸ ساعت ۰۹:۳۰:۱۵ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


[ ۱ ][ ۲ ][ ۳ ][ ۴ ][ ۵ ][ ۶ ][ ۷ ][ ۸ ][ ۹ ][ ۱۰ ][ ۱۱ ][ ۱۲ ][ ۱۳ ][ ۱۴ ][ ۱۵ ][ ۱۶ ][ ۱۷ ][ ۱۸ ][ ۱۹ ][ ۲۰ ][ ۲۱ ][ ۲۲ ][ ۲۳ ][ ۲۴ ][ ۲۵ ][ ۲۶ ][ ۲۷ ][ ۲۸ ][ ۲۹ ][ ۳۰ ][ ۳۱ ][ ۳۲ ][ ۳۳ ][ ۳۴ ][ ۳۵ ][ ۳۶ ][ ۳۷ ][ ۳۸ ][ ۳۹ ][ ۴۰ ][ ۴۱ ][ ۴۲ ][ ۴۳ ][ ۴۴ ][ ۴۵ ][ ۴۶ ][ ۴۷ ][ ۴۸ ][ ۴۹ ][ ۵۰ ][ ۵۱ ][ ۵۲ ][ ۵۳ ][ ۵۴ ][ ۵۵ ][ ۵۶ ][ ۵۷ ][ ۵۸ ][ ۵۹ ][ ۶۰ ][ ۶۱ ][ ۶۲ ][ ۶۳ ][ ۶۴ ][ ۶۵ ][ ۶۶ ][ ۶۷ ][ ۶۸ ][ ۶۹ ][ ۷۰ ][ ۷۱ ][ ۷۲ ][ ۷۳ ][ ۷۴ ][ ۷۵ ][ ۷۶ ][ ۷۷ ][ ۷۸ ][ ۷۹ ][ ۸۰ ][ ۸۱ ][ ۸۲ ][ ۸۳ ][ ۸۴ ][ ۸۵ ][ ۸۶ ][ ۸۷ ][ ۸۸ ][ ۸۹ ][ ۹۰ ][ ۹۱ ][ ۹۲ ][ ۹۳ ][ ۹۴ ][ ۹۵ ][ ۹۶ ][ ۹۷ ][ ۹۸ ][ ۹۹ ][ ۱۰۰ ][ ۱۰۱ ][ ۱۰۲ ][ ۱۰۳ ][ ۱۰۴ ][ ۱۰۵ ][ ۱۰۶ ][ ۱۰۷ ][ ۱۰۸ ][ ۱۰۹ ][ ۱۱۰ ]

معرفي وبلاگ
 



http://larawbar.com/hella/

 
 

فهرست اصلي
 
صفحه نخست
پست الكترونيك
آرشيو مطالب
افزودن به علاقه مندي ها
صفحه خانگي
 

 
 

آرشيو موضوعي
 
شعورنه
اسلامي ليكني
لنډي كيسي
ادبي ټوټي
خبرتياوي
مقالي
بيلابيلي ليكني
انځورونه
اړ يكي
غو نډ ه
كتا بو نه
 
 

آرشيو ارسال ها
 
اسفند ۱۳۸۸
بهمن ۱۳۸۸
دى ۱۳۸۸
آذر ۱۳۸۸
آبان ۱۳۸۸
مهر ۱۳۸۸
 
 


پيوند ها
 
افغان ادبي بهير
تل افغان
ټاټوبئ
دارواښآد سيلاب ساپي بلاګ
روهي ويب پاڼه
غورځنګ ويب پاڼه
دميرمن كلتوري ټولنې ويب پاڼه
پښتوسندري
دتهران راديو پښتو خپرونه
دامريكاږغ اشنا راديو
دچين راديو پښتو خپرونه
دالمان ږغ راديو پښتو خپرونه
دښآغلي همت الله امين زي ويب سايټ
مورچل ويب پاڼه
خوست ويب پاڼّه
انلاين پښتو مشاعره
په زړه پورې افغانئ لينكستان
پكتيا ويب پاڼه
وحدت ورځپا ڼه پيښو ر
سور غر ويب پا ڼه
سپوږمۍ ويب پا ڼه
سمسور و يب پا ڼه
خوست راديو
دافغا نستا ن دطالبانو ويب پا ڼه
تاند ويب پا ڼه
پښتونخوا ويب پا ڼه
پكټ راديو پښتو خپرو نه
داستانونه ويب پا ڼه
زمو افغانستان ويب پا ڼه
ډيوه راديو ويب پا ڼه
دازادۍ راديو پښتو خپرونه
ليكوال ويب پا ڼه
هيواد ويب پا ڼه
اصلاح ويب پا ڼه
شهامت ويب پا ڼه
ريان اسلامي ويب پا ڼه
توره بوړه ويب پا ڼه
لوي غر ويب پا ڼه
د بي بي سي پښتو خپرونه
ګران وطن ويب پاڼه
بينوا ويب پاڼه
ټول افغان ويب پاڼه
دموسيقۍ په زړه پورې ويب پاڼه
دموسيقۍ ښكلې ويب پا ڼه
پښتا نه و يب پا ڼه
رومال و يب پا ڼه
ننګيا ل و يب پا ڼه
لوي افغانستان وېبپاڼه
طلوع ټلوېزيون
آرمان راډيو
لمر ټلوېزيون
نورين راډيو ټلوېزيون
پژواك خبري آژانس
ولس خبري اژانس
تول پښتانه وېبپاڼه
ميدان وردگ ولايت پانه
مسلمانان وېبپاڼه
دپښتنو شاعرانو شعرونه وېبلاك
حقيقت ويببانه
كره كتنه وېبلاك
دبازمحمد عابد وېبلاك
افغا ن ننګ ويب پا ڼه
لر او بر ويب پا ڼه
په زړه پوري اسلامي ويب سايټ
بلاګو نه و يب پا ڼه
خبرونه ډا ټ كام
دعبدالهادي حيران و يب پا ڼه
افغا ن كلتوري ودې ټولنه
دآپلوډ په زړه پوري ويب پا ڼه
پښتو نستا ن ويب سا يټ
دښځـو ويب پا ڼه / اوربل
آنلا ين ويب پـا ڼه
قا مو ســو نه و يب پاڼه
سلګۍ ويب پا ڼه
شعرو نه و يبلا ګ
سباؤن ويب پا ڼه
 
 


لوگوي دوستان
 
POWERD BY neginblog.com
 
 


كدهاي كاربر
 
 
 


 

تمام حقوق تعلق به نگین بلاگ است