هيــــــــــــــــــلـــه







هيــــــــــــــــــلـــه
دا ړ يــــــــــــكو پــــته

m.ali.umari@hotmail.com
صفحه اصلي | تماس با ما | آرشيو وبلاگ

غزل بخت مندوخيل
 
غزل
يوار   كه  بې علمه  بې  هنره  سترګي  نه  لري
 بيا نو  پښتانه  خواران  اكثره  سترګي  نه  لري
ښكلي     په ډبرو  مئين  ولي  عادت  سوي  دي
دې  ته  فكر  نه  كړي  چي ډبره سترګي نه لري


زه    دليلا  زلفو  ته   لاسونه   ځكه  نه  وروړم
دا هغه  ماران  دي چي  له سره  سترګي  نه لري
ته چي  د چا مل ئې  كه ړانده  وي منزل  ومومي
ته چي  له چا  ورك  ئې مقدره  سترګې  نه لري
ياروائي دا خيال كړه ما رسوا نه كړې خو زه وايم
مينه داسي  شئ دئ  دزړه  سره سترګي  نه  لري
بخته نوره پوهه  كه ئې هرڅو غرونه غرونه وي
وي چي له خپل  كاره  ناخبره   سترګي   نه  لري
ليږونكي

رفيع الله مندوخيل

-------------------------------------------------------

نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۳ تير ۱۳۸۸ ساعت ۱۱:۵۶:۱۱ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


اشرف خان هجري٫ عمري

اشرف خان هجري٫ عمري

اشرف خان هجري دخوشحال خان خټك مشر زوي دے اشرف خان يې نو م او هجري يې تحلص دے ٫ دے هم لكه دخپل پلار په شان دمغلو سره په جنګ و يو نامتو شاعر او اديب وو٫ دپښتو ژبې په اوچتو شاعرانو كښې شميرل كيږي دملي جذباتو يو ښه ترجمان وو اشعار يي دقام او وطن دمينې نه ډك دي٫ دعشق او محبت ګڼ شمير اشعار يي ويلي دي٫ اشرف خان هجري ډير عمر له وطن نه بهر تېر كړے دے ځكه خو دوطن دخوږې خاورې او يارانو دوستانو او عزيزانو په يادكښې سويي سوي اشعار ويلي دي٫ دمسافرۍ په حالت كښې دوطن پر كاڼو بوټو په ياد كښې داسي وايي

ما هاله ماتم دځان وكړو په وينو

درخصت سلام مې اوكړو ترې جداشوم

دبيجاپور قيد خانه كښې داسي وايي٫

بيجاپور هجري په خوب ليدلے نه وو

آخر پېښ شي هغه كار چي يې قضا كا

بل ځاي وايي

بې وطنه تنها پروت يم په غربت كښې

نن له ماسره همدم دصنم غم دے

دهواد آشنا په سترګو ليدے نه شي

كه په خوب راته حاضر شي بس كرم دے

قاصدان له روهه نه راځي مدت شو

سلام باد رارسوي منت يې تم دے

دهجري په كلام كښې ساده والے او خوږ والے دے

ادبي او تخيلي حسن پكښې شته خو دګران والي او پيچېدګۍ څخه يې خان ساتلے دے٫ پښتني احساسات او خصوصيات يې په كلام كښې څرګند ښكاري٫ كم كلام يې موږ ته رارسيدلے دے خو بيا هم دا په تول پوره كلام زموږ دپښتو ادب يو ښكلې پانګه ده يو خوندور غزل يې دادے

لكه ماته كړو نصيب همه جهان اور

هرګز مه شه په هيچا هسي زمان اور

په هغه جهان كافر په آتش سوځي

هجر بل كړو په دنيا زما په ځان اور

بېلتانه هسي آتش راباندي بل كړو

لكه بل كړو دبلبل په زړه خزان اور

په انداز زما دسوز كله پوهيږي

چاچي نه وي ازمايلے دهجران اور

كه ديار دهجر غم راباندي نه واي

راته سهل وه سړيو دزندان اور

لا تاثير په ظالم نه كا سبب څه ے

دهجري په هر سحر نولي دهان اور

ويل كيږي چي دغه پر قام مين شاعر په كال۱۰۹۳ هجري كښې مغلو ونيولو او ددكن په بيجا قلعه كښې يې لس كاله بندي كړو او هم دقيد په حالت كښې وفات شو

 

راټولونكے

محمدعلي عمري

سهيلي پښتونخوا مسلم باغ

umari.2007@gmail.com

-------------------------------------------------

نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۳ تير ۱۳۸۸ ساعت ۱۱:۱۷:۰۱ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


شعر٫ درويش دراني
 
 

اوومه ګُنبده

دباچا مخته داوخت وې شپږ ګنبدي
په دې شپږو كي پنځه وې يو مخ بندي
لار له هيڅ يوه طرفه ورته نه وه
خو شپږمي ته سړے ننوتے شو
دې لرله يوه لار او له دې لاري
اوس باچا كراركرار شو وردننه
داچي دے شو وردننه ٫ داګنبده
وه دده دباچهۍ پوره همزولې
ؤتاداو يې هغه ورځ ايښوول شوے
چي دخپل پلار پرځاي دے ؤ باچا شوے
زوړ ؤ تللے او ځلمے ؤ باچا شوے



 


٫٫٫
چي دپلار پرځاي ځلمے ؤ باچا شوے
نو هغه لره دټول اولس له پيغلو
وې په چاڼ پنځه راڼۍ را ايستل شوي
او دده په ويړ او لوُي غوندي محل كي
ددې هرې راڼۍ ځان لره خپل ځاي ؤ
همداغه رنګه دهري راڼۍ وارؤ
پر خپل وار به يې ځلمے باچا ميلمه ؤ
په پنځه شپې كي به هري يوې يوځل
تېروله شپه دخپل څښتن په غېږ كي
تر پنځو كلو به دا تړون روان ؤ
له دا پس به چاڼ شوې نوري پنځه پيغلې
ځليدونكي لكه ستوري پنځه پېغلي
٫٫٫
چي دپلار پرځاي ځلمے ؤ باچا شوے
او هغه لره دټول اولس له پيغلو
وې په چاڼ پنځه راڼۍ را ايستل شوي
دغه وخت نو هرچا دارنګه ګڼله
لكه ګرځ چي دزړتيا وي لري شوے
پر هر شي باندي وي بيا ځواني راغلې
ترپخوا هر ژوندے سرے زيات ژوندے وي
دا په دا چي ددې خلكو عقيده  وه
چي په دې جهان كي ژوند په هريو رنګ كي
دباچا له زوره زور او قوت اخلي
چي باچا په بدن روغ ٫ په وجود ځوان وي
زور يې ديروي هم په مټو هم په ملاكي
دپنځو ښځو اړتيا پوره كوے شي
او لګيا وي هميشه پوره كوي يې
بيانو مځكه  زياتي وچه نه پاتيږي
برالبه كيږي په بيا بيا او ځني زيږي
تاندي وني٫ زرغونه واښه اوبوټي
كه مرغان وي په هواكي٫ كه څاروي وي
يا دمځكي پر مخ نورنور ځناوروي
دبـــــــــا چا دمــــــلا دزور له بركته
شمير دټولو ورځ په ورځ وي مخ په وده
دانسان مت او مړوند له زوره ډك وي
هرماشوم چي راځي دلته دې نړۍ ته
هم ځواكمن وي په بدن هم جوړاوروغ وي
مګركوم وخت چي باچا ددغي خاوري
شي ناروغه يا يې مخه شي زړتيا ته
دوجود توان يې ورو ورو په كمېدوشي
نه يې غړي دبدن وي هغه رنګه
نه يې وي هغسي زور په ملا كي پاته
ورسره نو په وطن كي هم ډېر زغرده
 دزوال نخښي څرګندي شي هر لورته
لاندي درومي٫ هيڅ شے نه ځي مخ په پورته
٫٫٫
چي دپلار پرځاي ځلمے ؤ باچا شوے
اوله زوره يې تر ډېره وخته پوري
په وطن كي هرشي زور او قوت اخست
خو آخر دغه باچا هم يو انسان ؤ
او انسان پر يوه حال پاتېداي نه شي
دځوانۍ ډېوه دده هم شوه پاي تته
هغه زوريې پاته نه ؤ اوس په ملا كي
چي اړتيا دپنځو ښځو ورپوره كړي
چي په دغه كمزورۍ يې راڼۍ پوه شوې
نو له دود او له رواجه سره سم يې
پټ په پټه سرداران باندي خبر كړل
دغه كار اوس سردارانوته و پاته
چي ژر وژغوري وطن له دې زواله
او هغو هم يوه ورځ دخوب په حال كي
پر باچا باندي يو سپين څادر هواركړ
چي راويښ شو او داسپين څادر يې وليد
باچا پوه شو چي بس قام قرباني غواړي
او ددغي قربانۍ  لاره وه  تللې
پر طرف باندي دهغو شنو  ګنبدو
چي پنځه يې وې يو مخ بندي ولاړي
لار له هيڅ يوه طرفه ورته نه وه
خو شپږمي ته سړے ننوتے شو
يوه لاره ورته وه او له دې لارې
باچا شو دغي ګنبدي ته دننه
په ګنبده كي وه ښكلې پېغله ناسته
دهغې پر ځنګانه يې خپل سر كښېښوو
او دتـــــــــل  دپــــــــــا ره لا ره دګنبدي
سردارانو كړلـــــــــــــه  كلـــكه پسې بنده
دخپل پلار او هم دخپلو نـــــــــــيكه ګانو
په شان دے هم ژوندے وسپارل شو مرګ ته
او اولس يې ځلمي زُوي ته پر سر باندي
تاج وركښېښوو او پنځه ښكلي راڼۍ يې
داولس له پېغلو كړې ورلره غوره
خوشحالي شوه او هرچا داسي ګڼله
لكه ګرځ چي دزړتياوي لري شوے
پر هر شي باندي وي بيا ځواني راغلې
تر پخوا هر ژوندے سرے زيات ژوندے وي
جشن جوړ شو٫لوي وكم په ګډا سر ؤ
په داشور ٫ په دا غوغا او په دا زوږكي
شپږګنبدي يوطرف ته وې ولاړي
دغه شپږ ګنبدي شپږ واړه وې بندي
لار له هيڅ يوه طرفه ورته نه وه
او اومه يې پخوا كي جوړېدله
دې اوومي ته يې لاره وه پرې اېښې
دايې هم دچا دپـــــــــاره وه پرې اېښې


ليږونكي
محمدعلي عمري
سهيلي پښتونخوا مسلم باغ
umari.2007@gmail.com
--------------------------------------------------

نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۲ تير ۱۳۸۸ ساعت ۱۱:۱۵:۴۸ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


نثر؟ استادګل پا چا الفت
 
نثر؟ استادګل پا چا الفت

دمزار لوحه
كورپه كور او كلي په كلي به ګرځېدمه او دخداي په نامه به مې څه غوښتل چابه يو موټي ناپاكه غله راكړه او چا به سوې ډوډۍ راكوله ډيرو كورونو به ځواب راكاوه او ځينو به په دروازه كي هم نه پريښودم٫
څو ورځي ديوه او بل له درګاه نه وږي او بينوا راغلم٫
هيچا هيڅ رانكړ٫له ټولو خلګو نه مې زړه بد شو ٫ دنيا ته مې په كركه وكتل ٫ خداي ته مې رجوع وكړه او په دغې كوټنۍ ٫ قبر ٫ كي پرېوتم٫
هغه چي زه به يې په دروازه كي  چانه پرېښودم اوس ماته لاس په نامه ولاړوي له مانه څه غواړي٫ زما په نامه زما كوټنۍ ته هرڅه راوړي او دخداي په نامه خوارانو ته سوې مړۍ هم نه وركوي٫

ليږونكي
محمدعلي عمري
سهيلي پښتونخوا مسلم باغ
umari.2007@gmail.com
-----------------------------------------------

نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۱ تير ۱۳۸۸ ساعت ۱۱:۵۴:۴۷ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


امام قدوري څوك وو٫ محمدعلي عمري
 

امام قدوري څوك وو٫ محمدعلي عمري

احمد يې نوم ووابوالحسين يې كنيت دي قدوري يې نسبتي نوم دي او دپلارنوم يې محمددي ٫ دنسب سلسله يې داده٫ ابوالحسين بن ابن بكر محمد٫ ابن احمد بن جعفر بن حمدان البغدادي القدوري له څلورمي طبقي دفقهاء كبارو څخه دي او جليل القدر اولوي فقيه او محدث دي٫

امام قدوري په ۳۶۲ كي پيداسوي دي دمختصرالقدوري په اكثرو نسخو كي يې كنيت ابوالحسن ليكل سوي دي مؤرخ ابن خلكان په خپل تاريخ وفيات الاعيان كي ذكر كړي دي چي قدوري په ضم دقام سره يعني په پيښ سره دقاف او دال سره دسكون د٫ واو ٫ سره دقدور طرف ته نسبت كيږي او قدور ٫ دېګ يا كټو ٫ ته وايي٫ صاحب مدينة العلوم وايي چي قدوري له دې وجهي ورته وايي چي ده كټوې جوړولي

او دهغو خريدو فروش يي كاوو ٫ اويا قدوري دهغه كلي نوم دي چي چيري ده سكونت درلود ٫ امام قدوري علم فقه او علم حديث له ركن الاسلام ابو عبدالله محمدبن يحي بن مهدي جرجاني متوفي سنة ۳۹۸ هجري څخه حاصل كړ چي هغه دامام ابوبكر احمد شاګرد دي او ابو بكر جصاص دابو الحسين عبيدالله كرخي شاګرد دي خطيب بغدادي وايي چي ما دده حديث وليكل ٫ ابن كمال پادشاه صاحب قدوري او صاحب دهدايې دپنځمي طبقي يعني داصحاب الترجيح څخه شمارلي دي

امام قدوري په ښار دبغداد كښې په عمر د٫ ۶۶ كاله ديك شنبې په ورځ د۵ رجب په ۴۳۸ كال كښې وفات شو٫

تصنيفونه يي دادي

۱ ٫ تجريد په اوو جلدوكي

۲ ٫ مسايل الخلاف

۳ ٫ تقريب

۴ ٫ شرح مختصر الكرخي

۵ ٫ شرح ادب القاضي مختصر القدوري ٫ تقريبا زركاله پخواني متن دي او پر ددوولسو زرو مسلو مجموعه ده٫ مصباح انوار داعيه ذكر كړي دي چي كوم سړي دغه يادكړي انشاء الله دلوږې څخه به يې خداي پاك خلاص كړي

علامه بدرالدين عيني شرح هدايه كښې ليكلي دي چي امام قدوري چي كله له خپل تصنيف قدوري څخه فارغ شو نو په سفر دحج يې شروع وكړه نو دخداي پاك څخه يې وغوښتل چي كه زما په كتاب كي غلطي شوي وي ته ماته په هغه باندي خبرراكړې بيا يې تر آخره پورې كتاب يوه يوه ورقه وكتل پنځه ځايه له خپلو محوه سوي وه٫

 

په مينه اودرناوي

محمدعلي عمري

سهيلي پښتونخوا مسلم باغ

umari.2007@gmail.com

------------------------------------------

نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۱ تير ۱۳۸۸ ساعت ۱۱:۴۸:۰۲ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


[ ۱ ][ ۲ ][ ۳ ][ ۴ ][ ۵ ][ ۶ ][ ۷ ][ ۸ ][ ۹ ][ ۱۰ ][ ۱۱ ][ ۱۲ ][ ۱۳ ][ ۱۴ ][ ۱۵ ][ ۱۶ ][ ۱۷ ][ ۱۸ ][ ۱۹ ][ ۲۰ ][ ۲۱ ][ ۲۲ ][ ۲۳ ][ ۲۴ ][ ۲۵ ][ ۲۶ ][ ۲۷ ][ ۲۸ ][ ۲۹ ][ ۳۰ ][ ۳۱ ][ ۳۲ ][ ۳۳ ][ ۳۴ ][ ۳۵ ][ ۳۶ ][ ۳۷ ][ ۳۸ ][ ۳۹ ][ ۴۰ ][ ۴۱ ][ ۴۲ ][ ۴۳ ][ ۴۴ ][ ۴۵ ][ ۴۶ ][ ۴۷ ][ ۴۸ ][ ۴۹ ][ ۵۰ ][ ۵۱ ][ ۵۲ ][ ۵۳ ][ ۵۴ ][ ۵۵ ][ ۵۶ ][ ۵۷ ][ ۵۸ ][ ۵۹ ][ ۶۰ ][ ۶۱ ][ ۶۲ ][ ۶۳ ][ ۶۴ ][ ۶۵ ][ ۶۶ ][ ۶۷ ][ ۶۸ ][ ۶۹ ][ ۷۰ ][ ۷۱ ][ ۷۲ ][ ۷۳ ][ ۷۴ ][ ۷۵ ][ ۷۶ ][ ۷۷ ][ ۷۸ ][ ۷۹ ][ ۸۰ ][ ۸۱ ][ ۸۲ ][ ۸۳ ][ ۸۴ ][ ۸۵ ][ ۸۶ ][ ۸۷ ][ ۸۸ ][ ۸۹ ][ ۹۰ ][ ۹۱ ][ ۹۲ ][ ۹۳ ][ ۹۴ ][ ۹۵ ][ ۹۶ ][ ۹۷ ][ ۹۸ ][ ۹۹ ][ ۱۰۰ ][ ۱۰۱ ][ ۱۰۲ ][ ۱۰۳ ][ ۱۰۴ ][ ۱۰۵ ][ ۱۰۶ ][ ۱۰۷ ][ ۱۰۸ ][ ۱۰۹ ][ ۱۱۰ ]

معرفي وبلاگ
 



http://larawbar.com/hella/

 
 

فهرست اصلي
 
صفحه نخست
پست الكترونيك
آرشيو مطالب
افزودن به علاقه مندي ها
صفحه خانگي
 

 
 

آرشيو موضوعي
 
شعورنه
اسلامي ليكني
لنډي كيسي
ادبي ټوټي
خبرتياوي
مقالي
بيلابيلي ليكني
انځورونه
اړ يكي
غو نډ ه
كتا بو نه
 
 

آرشيو ارسال ها
 
اسفند ۱۳۸۸
بهمن ۱۳۸۸
دى ۱۳۸۸
آذر ۱۳۸۸
آبان ۱۳۸۸
مهر ۱۳۸۸
 
 


پيوند ها
 
افغان ادبي بهير
تل افغان
ټاټوبئ
دارواښآد سيلاب ساپي بلاګ
روهي ويب پاڼه
غورځنګ ويب پاڼه
دميرمن كلتوري ټولنې ويب پاڼه
پښتوسندري
دتهران راديو پښتو خپرونه
دامريكاږغ اشنا راديو
دچين راديو پښتو خپرونه
دالمان ږغ راديو پښتو خپرونه
دښآغلي همت الله امين زي ويب سايټ
مورچل ويب پاڼه
خوست ويب پاڼّه
انلاين پښتو مشاعره
په زړه پورې افغانئ لينكستان
پكتيا ويب پاڼه
وحدت ورځپا ڼه پيښو ر
سور غر ويب پا ڼه
سپوږمۍ ويب پا ڼه
سمسور و يب پا ڼه
خوست راديو
دافغا نستا ن دطالبانو ويب پا ڼه
تاند ويب پا ڼه
پښتونخوا ويب پا ڼه
پكټ راديو پښتو خپرو نه
داستانونه ويب پا ڼه
زمو افغانستان ويب پا ڼه
ډيوه راديو ويب پا ڼه
دازادۍ راديو پښتو خپرونه
ليكوال ويب پا ڼه
هيواد ويب پا ڼه
اصلاح ويب پا ڼه
شهامت ويب پا ڼه
ريان اسلامي ويب پا ڼه
توره بوړه ويب پا ڼه
لوي غر ويب پا ڼه
د بي بي سي پښتو خپرونه
ګران وطن ويب پاڼه
بينوا ويب پاڼه
ټول افغان ويب پاڼه
دموسيقۍ په زړه پورې ويب پاڼه
دموسيقۍ ښكلې ويب پا ڼه
پښتا نه و يب پا ڼه
رومال و يب پا ڼه
ننګيا ل و يب پا ڼه
لوي افغانستان وېبپاڼه
طلوع ټلوېزيون
آرمان راډيو
لمر ټلوېزيون
نورين راډيو ټلوېزيون
پژواك خبري آژانس
ولس خبري اژانس
تول پښتانه وېبپاڼه
ميدان وردگ ولايت پانه
مسلمانان وېبپاڼه
دپښتنو شاعرانو شعرونه وېبلاك
حقيقت ويببانه
كره كتنه وېبلاك
دبازمحمد عابد وېبلاك
افغا ن ننګ ويب پا ڼه
لر او بر ويب پا ڼه
په زړه پوري اسلامي ويب سايټ
بلاګو نه و يب پا ڼه
خبرونه ډا ټ كام
دعبدالهادي حيران و يب پا ڼه
افغا ن كلتوري ودې ټولنه
دآپلوډ په زړه پوري ويب پا ڼه
پښتو نستا ن ويب سا يټ
دښځـو ويب پا ڼه / اوربل
آنلا ين ويب پـا ڼه
قا مو ســو نه و يب پاڼه
سلګۍ ويب پا ڼه
شعرو نه و يبلا ګ
سباؤن ويب پا ڼه
 
 


لوگوي دوستان
 
POWERD BY neginblog.com
 
 


كدهاي كاربر
 
 
 


 

تمام حقوق تعلق به نگین بلاگ است