هيــــــــــــــــــلـــه
دا ړ يــــــــــــكو پــــته m.ali.umari@hotmail.com |
| صفحه اصلي | تماس با ما | آرشيو وبلاگ |
شعر٫ هنرمل كاكړ
افغانستانه دزمرو ټاټوبې پر ګيدړانو دې پيرزو نه غواړو بيا مو تابيا ستا دخپلوۍ كړېده نوردې په لاس كې دپردو نه غواړو صبر كوه چي بې صبري ونه كړې زمري چمبي وهي درورسېدل دغرب طوفان سره په نره باندې ياغي سينې وهي درورسېدل حراموو به ئې خوبونه دژوند ستړئ څنګل ستا ورپرېژدلاي نه شو راپورې وتئ له اووو سيندونو داسي رقيب بيخي زغملاي نه شو اې خزانې دسرولعلونو زما داسي بې دريغه دې لوټل نه غواړم ستاپر سينه چي غزيدلئ پروت دئ دامار دې زړه ته رسېدل نه غواړم
په درنښت هنرمل كاكړ ٫ ژوب
نويسنده : محمدعلي عمري | ۴ اسفند ۱۳۸۸ ساعت ۰۹:۵۰:۴۲ | آرشيو نظرات (0)
دحضرت عمر رض شپږ نصيحتونه ۱ څوك چي زياته خندا كوي دهغه رعب كميږي ۲ ٫ څوك چي ډيري ټوقي كوي نو دخلګو په نظر كښې سپك او بې حيثيته سي ۳ ٫ څوك چي خبري ډيري كوي نو دهغه غلطي ډيريږي ۴ ٫ دچا چي ګمراهي ډيره سي نو دهغه حيا كميږي ۵ ٫ دچا چي حيا كمعه سي نو دهغه پر هېزګاري كمه سي ۶ دچا چي پر هېزګاري كمه سي نو دهغه زړه مړ سي ٫٫٫٫٫٫٫٫ دحضرت عقبه رض درې نصيحتونه دحضرت عقبه بن عامر رض دوفات كېدو وخت چي رانژدې سو نو هغه وفرمايل ٫ چي اې زما زامنو ٫ چي زه تاسو له درو خبرو څخه منع كوم دا خبري يادولرئ ۱ ٫ دنبي كريم ص حديث له هغه چا څخه اخلئ چي هغه داعتبار او اعتماد قابل وي دبل چا څخه يې مه اخلئ ۲ ٫ دقرض اخيستلو عادت مه جوړوئ اګركه صرف په چوغه اغوستلو ګزاره كول هم درته پيښ سي٫ چوغه يوډول اوږ قميص ته وايي ۳ ٫ په شعرو ليكلو كې مه مشغوله كيږئ كنې ستاسي زړونه به په هغوكي داسي مشغوله سي چي قرآن كريم به درڅخه پاته سي ( اخذ تحفة الواعظين ) په درنښت محمدعلي عمري سهيلي پښتونخوا مسلم باغ
نويسنده : محمدعلي عمري | ۴ اسفند ۱۳۸۸ ساعت ۱۲:۴۶:۰۳ | آرشيو نظرات (0)
د۷ اوو شيانو په كولو سره فقر او غريبي رامينځ ته كيږي
۱ ٫ په تعجيل سره لونځ كول ۲ ٫ په ولاړه بولې كول ۳ ٫ دبولو په ځاي كښې اودس كول ۴ ٫ په ولاړه سره اوبه څښل ۵ ٫ په خوله سره ډېوه مړه كول ۶ ٫ په غاښو نوكان پرې كول ۷ ٫ په لمن يالستوڼي پزه پاكولو سره ٫٫٫٫ اخذ٫ تحفة الخطباء والواعظين ٫٫٫٫ په مينه اودرناوي محمدعلي عمري
نويسنده : محمدعلي عمري | ۴ اسفند ۱۳۸۸ ساعت ۱۲:۴۲:۱۷ | آرشيو نظرات (0)
د۷ اوو شيانو په كولو سره فقر او غريبي رامينځ ته كيږي
۱ ٫ په تعجيل سره لونځ كول ۲ ٫ په ولاړه بولې كول ۳ ٫ دبولو په ځاي كښې اودس كول ۴ ٫ په ولاړه سره اوبه څښل ۵ ٫ په خوله سره ډېوه مړه كول ۶ ٫ په غاښو نوكان پرې كول ۷ ٫ په لمن يالستوڼي پزه پاكولو سره ٫٫٫٫ اخذ٫ تحفة الخطباء والواعظين ٫٫٫٫ په مينه اودرناوي محمدعلي عمري
نويسنده : محمدعلي عمري | ۴ اسفند ۱۳۸۸ ساعت ۱۲:۱۱:۵۹ | آرشيو نظرات (0)
دعرب مشركينو مشهوربُتان دعربو مشركينو دعقيدې مطابق هغو خلګو به بوتان الله تعالي ته دنژدې كېدو سبب او ذريعه ګڼله ددې وجې نه هغوي به دبتانو عبادت كاوه ځكه چي دا بوتان دنيكانو مجسمې وې ٫ دمشركينو دا خيال وو چي موږ دابوتان خوشحاله كوو٫ دوي به له موږ څخه خداي ج راضي كوي ګويا دغه بوتان الله پاك ته دنزدېكت يوه ذريعه ده او وسيله ده ٫ ځكه چي دمشركينو داخيال هم وو چي موږ زيات ناپاك او الله تعالي ډير زيات پاك او اوچت دئ نو موږ براه راست له الله پاك څخه فائده نه شو اخيستلاي په دې غرض به هغوي دبزرګانو په شكلونو بوتان جوړول چي له هغوڅخه څو مشهوره بتان داوو ۱ ٫ سواع ٫ ۲ يغوس ۳ يعوق ۴نسر ۵ لات ۶ منات ۷ عزي ۱۰اساف ۱۱ نائلد۱۲ ضمار ۱۳ هُبل ۱۴ ذالخلصه ۱۵ باجر۱۶ دوار ۱۷ ذوالشراي ۱۸ عائم ۱۹ يعسر ۲۰ عميانس ۲۱ سعير ٫٫٫٫ شيطان چي كله انسان په شرك كې اخته كړي نو هغه بيا دومره ذليل او خوار كړي چي بيا په كائناتو كښې دغه اشرف المخلوقات چي انسان دئ دا ارذل المخلوقات جوړ شي توجه مو غواړم دمشركينو څو طريقوته ٫٫٫٫ په مكه مكرمه كښې دصفا او مروة په غر باندې دقريشو دوه مشهور بتان ٫ اساف ٫ او نائله ٫ پراته وو ددواړو كيسه په دې ډول سره ده چي آساف نارينه ٫ ا و نائله يوه زنانه وه چي دوي دواړو په خانه كعبه كښې زنا كړې وه بيا الله تعالي له دوي دواړو څخه كاڼي جوړ كړل نو قريشو دهغوي عبادت شروع كړو ٫٫٫ ( مستطرف ج ۲ ص ۱۷۵ ) هندوانو دمهاديو آله تناسل په يوفرج كښي ليدو سره دهغه خاص شكل جوړ كړئ وو او بيا ئې دهغه عبادت كولو داكيسه داسي وه چي چي مهاديو زناء وكړه چي ددې كار په ليدو سره نورو ديوتاګانو دمهاديو آله تناسل ٫ ذكر ٫ پرې كړو چي په دې كار سره مهاديو ناراضه شو نو ديوتاګانو دهغه دراضي كېدو دپاره دمهاديو عبادت شروع كړو ( تحفة الهند ص ۵۱ ) په درناوي محمدعلي عمري سهيلي پښتونخوا مسلم باغ
نويسنده : محمدعلي عمري | ۴ اسفند ۱۳۸۸ ساعت ۱۲:۰۱:۵۱ | آرشيو نظرات (0)
[ ۱ ][ ۲ ][ ۳ ][ ۴ ][ ۵ ][ ۶ ][ ۷ ][ ۸ ][ ۹ ][ ۱۰ ][ ۱۱ ][ ۱۲ ][ ۱۳ ][ ۱۴ ][ ۱۵ ][ ۱۶ ][ ۱۷ ][ ۱۸ ][ ۱۹ ][ ۲۰ ][ ۲۱ ][ ۲۲ ][ ۲۳ ][ ۲۴ ][ ۲۵ ][ ۲۶ ][ ۲۷ ][ ۲۸ ][ ۲۹ ][ ۳۰ ][ ۳۱ ][ ۳۲ ][ ۳۳ ][ ۳۴ ][ ۳۵ ][ ۳۶ ][ ۳۷ ][ ۳۸ ][ ۳۹ ][ ۴۰ ][ ۴۱ ][ ۴۲ ][ ۴۳ ][ ۴۴ ][ ۴۵ ][ ۴۶ ][ ۴۷ ][ ۴۸ ][ ۴۹ ][ ۵۰ ][ ۵۱ ][ ۵۲ ][ ۵۳ ][ ۵۴ ][ ۵۵ ][ ۵۶ ][ ۵۷ ][ ۵۸ ][ ۵۹ ][ ۶۰ ][ ۶۱ ][ ۶۲ ][ ۶۳ ][ ۶۴ ][ ۶۵ ][ ۶۶ ][ ۶۷ ][ ۶۸ ][ ۶۹ ][ ۷۰ ][ ۷۱ ][ ۷۲ ][ ۷۳ ][ ۷۴ ][ ۷۵ ][ ۷۶ ][ ۷۷ ][ ۷۸ ][ ۷۹ ][ ۸۰ ][ ۸۱ ][ ۸۲ ][ ۸۳ ][ ۸۴ ][ ۸۵ ][ ۸۶ ][ ۸۷ ][ ۸۸ ][ ۸۹ ][ ۹۰ ][ ۹۱ ][ ۹۲ ][ ۹۳ ][ ۹۴ ][ ۹۵ ][ ۹۶ ][ ۹۷ ][ ۹۸ ][ ۹۹ ][ ۱۰۰ ][ ۱۰۱ ][ ۱۰۲ ][ ۱۰۳ ][ ۱۰۴ ][ ۱۰۵ ][ ۱۰۶ ][ ۱۰۷ ][ ۱۰۸ ][ ۱۰۹ ]
|
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
تمام حقوق تعلق به
نگین بلاگ است
|