هيــــــــــــــــــلـــه
دا ړ يــــــــــــكو پــــته m.ali.umari@hotmail.com |
| صفحه اصلي | تماس با ما | آرشيو وبلاگ |
غزل ؟ منان الكوزي اوس مي دامن په نامه بيا سره ګلونه تړي زما دسوي زړه بيا سوي ارمانونه تړي زما دهوس طوطي دے ګونګ ګلاب دئ پاڼي پاڼي اس زنكدن دهر نفس چي سره لعلونه وژني ښايستي كړمه سر په دار دليونو په شاني اوس مي دزړه ويني خوراك چي مشعلونه تړي خزان كړي بيا غلبيل غلبيل دځواني مرګو ځواني بلبل په چيغو چيغو بيا سپين سهارونه وژني دتور ښامار په خوله كي بيا دسرو ياقوتو غمئ بيا سره غاټول پر هر پرهر چي شنه خالونه تړي شمس القمر جانان كړئ بيا سپرلئ سپرلئ په نغمو ګوندي داسري غوټۍ سي وا اوس زلمي زړونه تړي پر سينه پروت دئ سور ګلاب بيا تشنه لب پښتنو دزړه په وينو كئ خړوب بيا چنارونه تړي الكوزيه مرمرين لالئ دمرګ پر پوله اوس خو بې خود كړي ننداره چي عظمتونه تړي په مينه منان الكوزي سهيلي پښتونخوا كوټه
---------------------------------------
نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۹ مرداد ۱۳۸۸ ساعت ۱۲:۳۱:۲۹ | آرشيو نظرات (0)
نظم ٫ درويش دراني شاګرد زه يواځي دكښتۍ په انتظاركي داوبو پر كناره باندي ولاړوم چي له ورايه راښكاره شو يو وګړے دا وګړ داسي روڼ٫ داسي تازه ؤ لكه وي چي لمبېدلے په كوثركي اواوس اوس وي له جنته راوتلے چي ورو وروشورانزدې نو دواړه لاس يې دروغبړ دپاره ماته رااوږده كړل زما خُوي دے چي لاس وركړم كله چاته دهغه په بته ګوته باندي راوړم لږ څه زور٫چي دامعلومه كړمه ځان ته چي هد شته په دغه ګوته كي كه نشته خو رښتيا خبره داده چي تر ننه ما بې هډه ګوته نه وه پيدا كړې دالومړے ځل ؤ چي داسي څوك مي وموند چي په لاس يې وه بې هډه ګوته پوري زه چي پوه شومه چي خضر دے نو زړه مي راته وويل چي اوس به خداي روڼا كړي دجابر خلاف به دے موږ ته لاس راكړي ٫٫٫ زه او خضر په كښتۍ كي سره ناست وو په اوبو كي مو وهله خپله لاره ما دخپل وطن قصه ورته كوله او ويل مي چي باچا كله ظالم شي دهغه هر يو چارواكے بيا لېوه شي چي په مخه څه ورځي هغه دده دي دې لېوانو دي له موږه ډير څه وړي تردې حده چي كوت وال زموږ دسيمي چي سوارلي كوي پر كومه اسپه باندي ده هغه يې هم په زور له ما بيولې په رڼا وه دې مختور له ما بيولې ٫٫٫ دواكمو خلاف دے دې ته تيار شو چي داخپل هنر پوره ماته رازده كړي په دې نيت يې دلومړي سبق په توګه يو تېره غوندي اوزار په ګوتو راكړ راته ويې ويل ته له هري سترګي داوخت پټ يې وهيچا ته نه ښكاريږي داكښتۍ په دې تېره اوزار سورۍ كړه داستاذ په خوله ما دغه كار خو وكړ مګر خوند يې راله رانه كړ په زړه كي خضر هم زما په دې نا خوښي پوه شو راته ويې ويل ته ښايي پوه نه يې چي څښتن ددې كښتۍ يو ووړ يتيم دے داكښټۍ كه واي دغسي روغه پاته نو له هغه چا به دې ته خطر پېښ واي چي له تايې په زور اسپه ده بيولې چي سورۍ شوه نو اوس دغه خطر ورك شو ديتيم مال شو خوندي له دې اوږ سترګو تا كه هم واي خپله اسپه داغي كړې بيا ددغه ظالمانو په كار نه وه ددُوي خوښ وي داسي شے چي وي بې دغه وړي دسر مېوه له هره يوه باغه ٫٫٫ داوبو سفر ؤ پاي ته رسېدلے زه او خضر ميلمانه وو په يو كوركي په داكوركي موشپه ځكه ښه شوه تېره چي كوربه دويدېدو دپاره موږ ته دچندڼو پالنګونو وو راكړي چي سهار سپېدې راوچا ودې نو موږ هم شوو راويښ خو كوربانه مو لا ويده وو دهغو تر ويښېدو وړاندي موږ دواړه وو چمتو ددې دپاره چي بس لاړشو خو ترتګ وړاندې استاذ وويل ماته چي ددې سيمي كوټوال ښه سړے نه دے داوخت ماته داخبره ده څرګنده چي دې كورته به راځي هغه او وړي به دچندڼو دغه دواړه پالنګونه نو ترداسي كېدو وړاندې په خپل لاس كړه ته دهر يوه پالنګ يوه پښه ماته دهغه له ښې به ووزي خو څښتن يې په خپل كوركي بيا هم كارترې اخستے شي داستاذ دغه وينا چي ما پرځاي كړه نوبيا ژر وواتو دواړه له دا كوره دے ؤ وړاندې او زه وروسته ورپسې وم په تګ تګ كي به راتلې زما وخيال ته داستاذ په اړه دارنګه خبري چي كه چرته ديو چا ښځه وي ښكلې او كوټوال دهغه ځاي ښه سړے نه وي نو استاذ ښايي چاړه په ګوتو راكړي چي ددغي ښكلي ښځي پزه پرې كړه په داشان به يې ګلبڼ دښايست وران شي له نظره دكوټوال به په امان شي ٫٫٫ زه او خضر يو دېوال ته سره ناست وو ماويل ورته چي زه خو دومره وايم دپالنګ دپښې پرځاي باندي پكار وه چي دهغه كوټوال لاس واي قلم شوے چي ددغه پالنګ وړل يې ؤپه نيت كي دې خبري مي استاذ ته خوند ورنه كړ او ويل يې په داكار كي خو سر تلاي شي سر ښندل كه واي زما دوس خبره نوداتل ترتله ژوند مي غوښت بيا څله په خوندي سر كه چوپړ وهې دخلكو نو په ماپسې په پټه خُله رادرومه خو كه يې وسر ښندني ته لېواله نو ماپرېږده او شاګرد دموسي جوړ شه چي جابر ته تل په جار كوي خبره بس بيا زه هم په موسي پسې روان شوم يابه شم دذكريا نبي په رنګه بند پر بند باندي اره په دغه لاركي يابه نر په نره خپل اولس آزاد كړم دفرعون سر او لښكر به وربرباد كړم ٫٫٫
----------------------------------------
نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۸ مرداد ۱۳۸۸ ساعت ۰۲:۲۲:۵۸ | آرشيو نظرات (0)
![]() شعر ٫ ارواښاد اشرف مفتون غزل ليوني ته ددين وايې تمنا ته تسكين وايې بې خودۍ له تانه ځارشم چې ترخو ته شيرين وايې حسن ستا دزړه احساس دے هسې بل ته حسين وايې متقي نه معلوميږې چې كعبې ته جبين وايې ساقي تانه نا پــــــــوره ده ولې ماته غمګين وايې خدايګو نه يې عارف نه يې چې مفتون ته بې دين وايې -------------------------------------------
نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۸ مرداد ۱۳۸۸ ساعت ۰۲:۰۳:۱۳ | آرشيو نظرات (0)
![]() غزل نه مي پريږدي ياره چي تا ښكل كړمه ولي مي په كاڼو چي تا ښكل كړمه بيا دي بادامي سترګي شفق شفق كړي مي سر په دار چي تازه ګل كړمه نه منو سر ټيټ كه سو غوڅ غوڅ اشنا مست به په نغمو دا خوار بلبل كړمه بيا دي سره شونډان پر هر پرهر ګلې بيا مي كړي سنګسار چي تا غزل كړمه هر څو چي مي ترټي زه نرپښتون يمه بيا سري غوټۍ لكه كابل كړمه بيايي شرابي حسن لمبه لمبه مست به په ټپو دننګ مورچل كړمه سورلكه ګلاب زما لمرين جانان سپين بهار يې ګونګ لكه اجل كړمه الكوزئ چيغاري باك پري نه كوي دا دلحد مړو نن پاګل كړمه په مينه منان الكوزي سهيلي پښتونخوا كوټه
----------------------------------------
نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۸ مرداد ۱۳۸۸ ساعت ۰۱:۵۸:۲۱ | آرشيو نظرات (0)
غوره ويناوي ٫ محمدعلي عمري ۱ ـ انسان دڅلورو څيزونو له امله پر نورو غوره والئ لري ٫ حلم ٫ علم ٫ زړه سواندي ٫ ښه خوئ ۲ ـ له ښه عمل نه پرته دجنت غوښتنه هم ګناه ده ۳ ـ كه له تاسو سره چا احسان وكړ نو لومړئ دالله پاك او بيا دهغه مننه وكړئ ٫ ځكه الله پاك دهغه په زړه كښي واچوله چي پر تاسو مهرباني وكړي ۴ ـ دخپل مسلمان ورور سپكاوئ تاسو ته ترټولو دېر زيان رسوي او غټه ګناه بلل كيږي ٫ ۵ ـ بدكاري له الله پاك سره ښكاره دښمني ده ۶ ـ ملګرتيا دري نښې لري ٫ ددرياب په څېر سخاوت ٫ دلمر په شان زړه سوئ ٫ او دزمكې غوندي عاجزي ۷ ـ ديو ديني عالم معنوي قوت تر سلو جاهلانو زيات دئ ۸ ـ دهر نوي ماشوم زېږيدنه ددې خبري زيرئ دئ چي الله پاك له خپلو بندګانو ناهيلي شوي نه دئ ۹ ـ دښو خلګو ملګرتيا دښه كار له كولو نه هم غوره ده او دبدو خلكو سره ناسته له بدو چارو هم بده ګناه ده په درناوي محمدعلي عمري سهيلي پښتونخوا مسلم باغ
--------------------------------------------
نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۸ مرداد ۱۳۸۸ ساعت ۰۱:۴۳:۳۹ | آرشيو نظرات (0)
[ ۱ ][ ۲ ][ ۳ ][ ۴ ][ ۵ ][ ۶ ][ ۷ ][ ۸ ][ ۹ ][ ۱۰ ][ ۱۱ ][ ۱۲ ][ ۱۳ ][ ۱۴ ][ ۱۵ ][ ۱۶ ][ ۱۷ ][ ۱۸ ][ ۱۹ ][ ۲۰ ][ ۲۱ ][ ۲۲ ][ ۲۳ ][ ۲۴ ][ ۲۵ ][ ۲۶ ][ ۲۷ ][ ۲۸ ][ ۲۹ ][ ۳۰ ][ ۳۱ ][ ۳۲ ][ ۳۳ ][ ۳۴ ][ ۳۵ ][ ۳۶ ][ ۳۷ ][ ۳۸ ][ ۳۹ ][ ۴۰ ][ ۴۱ ][ ۴۲ ][ ۴۳ ][ ۴۴ ][ ۴۵ ][ ۴۶ ][ ۴۷ ][ ۴۸ ][ ۴۹ ][ ۵۰ ][ ۵۱ ][ ۵۲ ][ ۵۳ ][ ۵۴ ][ ۵۵ ][ ۵۶ ][ ۵۷ ][ ۵۸ ][ ۵۹ ][ ۶۰ ][ ۶۱ ][ ۶۲ ][ ۶۳ ][ ۶۴ ][ ۶۵ ][ ۶۶ ][ ۶۷ ][ ۶۸ ][ ۶۹ ][ ۷۰ ][ ۷۱ ][ ۷۲ ][ ۷۳ ][ ۷۴ ][ ۷۵ ][ ۷۶ ][ ۷۷ ][ ۷۸ ][ ۷۹ ][ ۸۰ ][ ۸۱ ][ ۸۲ ][ ۸۳ ][ ۸۴ ][ ۸۵ ][ ۸۶ ][ ۸۷ ][ ۸۸ ][ ۸۹ ][ ۹۰ ][ ۹۱ ][ ۹۲ ][ ۹۳ ][ ۹۴ ][ ۹۵ ][ ۹۶ ][ ۹۷ ][ ۹۸ ][ ۹۹ ][ ۱۰۰ ][ ۱۰۱ ][ ۱۰۲ ][ ۱۰۳ ][ ۱۰۴ ][ ۱۰۵ ][ ۱۰۶ ][ ۱۰۷ ][ ۱۰۸ ][ ۱۰۹ ]
|
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
تمام حقوق تعلق به
نگین بلاگ است
|