هيــــــــــــــــــلـــه
دا ړ يــــــــــــكو پــــته m.ali.umari@hotmail.com |
| صفحه اصلي | تماس با ما | آرشيو وبلاگ |
شعر ٫ منان الكوزي غزل وړانګه وړانګه سي پښتنو بيا دجهان پر مخ پسرلئ پسرلئ كړئ دخزان لمبو وهلئ جانان بيا آيني په كاڼو ولي داقتدار ليوني تندر نيولې بيا سپوږمۍ اې دميوند پلوشو لكه ګلونه دانځر دي دا شډل پښتانه مشكو عنبر نه مې جوړ كړئ هر يو بيت پښتنو زموږ دالماسو جزيره شفق شفق پښتنو دزړه طوطي به تل ساتم لكه ګلاب پر مخ هره مصره دالكوزي دلعلو كان پښتنو په مينه منان الكوزي سهيلي پښتونخوا كوټه ---------------------------------------------------
نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۹ مرداد ۱۳۸۸ ساعت ۱۰:۲۵:۳۲ | آرشيو نظرات (0)
دپوهانو ويناوي
ژباړه٫ ارواښاد استاد ګل پاچا الفت _____________ په ځان باور هرڅوك چي په ځان باندې اطمينان او باور لري خلګ دهغه ملګري كېږي
خلك له قطعي او يقيني مطالبو سره مينه لري٫ نه له دلايلو سره دليل او برهان دوګړيو اندېښنې او پرېشانۍ زياتوي٫ اوس سادګي خوښوي او په ساده خبرو پوهېږي٫ خلكو ته بايد ٫ څنګه ٫ او ٫ څه راز ٫ ونه وايو٫ بلكې هو٫ يا ٫ نه ورته ووايو اوبس ــ اناتول فرانس ـــ ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ستاسې فكر ستاسې فكر چې هرڅومره وي تاسې هماغه ياست هېڅ امكان نه لري٫ چې څوك له خپل فكره لوي شي يا دخپل فكر له حدودو څخه تجاوز وكړي٫ مترلينګ
ــــــــــــــــــــــــــــــ مرګ كه مرګ په دنيا كې نه واي هېچا به دژوندانه بار ته غاړه نه واي اېښې همدغه دمرګ وېره ده٫ چې موږ ژوند كوو او ددغه ډار په وجه تر زړښته پورې دژوندانه پېټي په اوږو وړو ٫٫٫ مترلينګ ٫٫٫
ـــــــــــــــــــــــــــــــ لوړه پايه په دغه جهان كې دهرچا دلوړېدو له پاره يوه پله او پايه په كار ده ٫ چې هغه درد او الم دي اناتول فرانس
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ پآرلمان پارلمان ددولت زړه دي او دحكومت مثال لري چې په ټولو غړو يې فرمان چلېږي٫ كه دماغ له كاره ولوېږي سړي ژوند كولاي شي٫ لكه ليونيان او احمقان چې ژوندي دي ٫ مګر كه د زړه كار ونكړي شي٫ ژوند ختميږي ٫٫٫ روسو ٫٫٫
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ انساني سلوك انسان بايد هغه مينه٫ چې له نورو سره يې كوي له ډېره لوړ ځايه واخلي
او په ډېر لوړ همت له نورو سره وچلېږي٫ ترحو چې ممكنه ده چې خلكو ته دعشق په نظر وګوري٫ نه ښايي چې دخپل ترحم او شفقت سيوري په چا باندې وغورځوي ترڅو چې دعدالت له مخې چاته څه وركولاي شي٫ نه ښايي چې داحسان له مخې چاته څه وبښي٫ ترڅو چې دچا احترام كولاي شې نه ښايي چې دهغه دلجويي او دلداري وكړې ٫٫ مترلينګ ٫٫
ـــــــــــــــــــــ دوستانه مناسبات سړي دځوانۍ په وخت دافكر كوي ٫ چي دانسانانو مناسبات په يوه ښه اساس او په حقيقي اصولو ولاړ دي٫ مګر كله چي دژوندانه يو څه مراحل طي كړي ٫ نوبيا پوه شي٫ چې بشري مناسبات بې له شخصي ګټې په بل شي نه دي ولاړ٫
هرڅوك چې ډېر مال لري او دلوړ مقام خاوند دي هغه په خلكو كي محبوب او محترم دي ٫ هغه بل چې دښه نيت او ښو احساساتوخاوند دي ٫ مګر په دوستۍ كې يې څه ګټه نشته ٫ څوك ورسره مينه نه لري هغه دوستي او هغه مينه چې شخصي ګټه او پټ مقاصد په كې نه وي ٫ دله ډېره لږه ده او له لږو خلګو سره ده ٫٫ شوپنهاور ٫٫
ـــــــــــــــــــ ګل وويل ګل بورا ته وويل٫ زه او ته تقدير يو تر بله بېل كړي يو ٫ زه دلته پاتې كېږم٫ مګر ته هرې خواته الوزې او هر لوري ته تلي شې ٫ سره له دې٫ ما او تا يو په بل پورې زړه تړلي او له خلكو نه لرې خوا په خوا ژوند كوو زه او ته دومره يو بل ته ورته يو چې كله ٫ كله دواړو ته ګل ويل كيږي٫ افسوس دي چې ته له نسيم سره پروازكوې ٫ او زه په ځمكه كې زنداني يم ٫ ما څومره آرزو لرله چې له تاسره والوځم او ستا په مخكې خپله خوشبويي خپره كړم ٫ مګر ته دومره لرې ځې چې زه درسره ملګرتيا نه شم كولاي٫ ته همېشه په ګلونو كي پرواز كوې ٫ زه يوازې دخپل سيوري ننداره كوم چې دلمر له ګرځيدو سره زما شا وخوا ګرځي٫ ته ځې او بيا راځې بيا بيرته ځې او دبل ځاي قصد كوې ٫ مګر ماوينې چې هر سحر پخپل ځاي ټينګ ولاړيم او اوښكي تويوم ٫ بورا ګله ٫ ددې له پاره چې زما او ستا يارانه ټينګه پاتې شي يا ته ما غوندې خپلې نيلې په ځمكه كې خښې كړه يا ماته بڼې او وزرونه راكړه چې تا غوندې والوځم اوله تاسې سره پرواز وكړم ٫٫ هوګو ٫٫
____________ څه غواړم؟ دډېرو خلكو له پټو رازونو خبر شوم ٫ مګر له ځانه لا خبر نه يم ٫ زما سترګې ماته دومره نېژدې دي چې ما نه شي ليداي٫ زما زړه غواړي چې له ځانه څه قدر لرې شم او خپله څېره ووينم ٫ مګر دومره لرې نه لكه چې له غليم نه لرې يم ٫ اوس زما ډېر نېژدې دوستان هم له مانه ډېر لرې دي ٫ زه غواړم ددوست او دښةن تر منځ يوه فاصله ولرم ترڅو چې هغه څه په ځان كې وليداي شم ٫ چې په ماكې شته ٫ اوس پوه شوې ٫ چي زما زړه څه غواړي ؟ ٫٫ نيچې ٫٫
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ له هرچا نه لرې رټل او رټل كېده يو هم ښه نه ګڼم او له دواړو نه كركه لرم٫ دچا اطاعت نه شم كولاي او له چانه اطاعت هم نه غواړم ٫ هغه چې له ځا نه نه وېرېږي بل هم نه وېروي ٫ په نورو باندې هماغه څوك حكومت كولاي شي ٫ چې نور وېروي ٫ زه به څنګه دغه كار ته زړه ښه كړم ٫ چې دخپل ژوند په اداره هم نه يم خوښ ٫ زه غواړم چې دځنګله يا دسيند حېواناتو غوندې يوه شېبه ځان هېر كړم چېرته يوازې كېنم ٫ له خپلو لرې اوږدو روياوو سره مشغول شم ٫ خپل ځان له ډېر لرې ځايه دلته راوبولم ٫ له ځانه زړه وشكوم او بې له ځانه له بل چا سره څه مشغولا ونلرم ٫٫ نيچي ٫٫
ــــــــــــــــــــــــ تسلي دژوند پاڼه زېړه ده ٫ اوس تا تورو خاورو ته سپاري اي دخاورو اولاده ٫ مګر غم مه كوه ٫ ستا له خاورو نه به يو داسي نيالګي زرغون شي چې هر كال به نوي ګلونه نيسي او هر پسرلي به ستا په يادو عطرافشاني كوي ٫٫ روكرت ٫٫
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ دشاعر خوشبختي دكلي رونق اوښتي دي ٫ دخزان سيلۍ ټوله ښكلا له ځان سره وړې ده ٫ مګر شاعر دتېرو په ياد خپل غم سپكوي دي فكر كوي ٫ چې له داسې بدايعو نه يوه ښكلې تابلو جوړه كړي ٫ چې هيڅ خارجي وجود نه لري دي رښتيا ډېر خوشبخت دي چې برباد شوي ښايست دخپل خيال په دام كي نيولي او ساتلي شي ٫٫ ايشندرف ٫٫
ــــــــــــــــــــــــــ ----------------------------------------------------
نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۹ مرداد ۱۳۸۸ ساعت ۰۴:۴۰:۱۷ | آرشيو نظرات (0)
غزل ما دغه دعا ډېره پخوا له خدايه غوښتې ده وخت له خپله جبره نن پنا له خدايه غوښتې ده وه چي په ګـــــــــډا ماته دپيغلي ليونۍ په شان هغه بد مستي مي دسبا لـــــه خدايه غوښتې ده دومره خواست هم مخامخ ګڼم دمحبت تـــــوهين ستا وړه خندا مي هم په غلا له خدايه غوښتې ده واړه آسمانونه به پرې ووايي آمين٫ خـــــاوري تاله ما په څومره دړد دعا له خدايه غوښتې ده زه كه ځان غني بولم غني په دې غوښتنه يـــم ما دزغم اوچــــته استغنا له خدايه غوښتې ده بل مي دباطن څراغ ساتلئ په توفــــان كي هم ما رڼا له لمره نه٫ رڼا له خدايـــــــه غوښتې ده لوبه دپنا ده پــــــــــــــكې غواړم دسرونو خېر موږ په وحشتونو كي بقا له خدايه غوښتې ده كوم يـــــزيد ايازه ويرولــــــــي اسمانونه دي چا دلته بلا دكـــــربلا له خـــدايه غوښتې ده
محمود اياز سهيلي پښتونخوا كوټه
---------------------------------------------------
نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۸ مرداد ۱۳۸۸ ساعت ۱۱:۱۵:۴۴ | آرشيو نظرات (0)
دزحمت زلمي او شهيم كاكړ في البديهه شعر
غزل زلمي مرګ په غېږ كښې يوړم له جهانه څخه ووتم غشئ داجــــــــــــــــــل وم له كمانه څخه ووتم شهيمدغسي حالات دي نن سبا چي پكښي څه وايم ډار مي شي چي دا خو له ايمــــــــانه څخه ووتم زلمئ تول شوم په سرو زرو بابا جانه٫ يې خبر كه نه زه يوسف په هجر له كنعــــــــــــانه څخه ووتم شهيم مينه وايي كركه دومره ډېره شوه چي اوس له زړه زه دبې پروا مغرورانســـــــــــــــــــانه څخه ووتم زلمي ژبه غوڅوي ګونګئ بــــــــــــــلال په ژړا وايي دا زه خو ستا لــــــــــــــــــه وجهي له اذانه څخه ووتم شهيم څو چي مي په تن پورې سروي انتقام اخــــــــــــــلمه يــــم به بې ايمان كه لــــــــــــــه ميدانه څخه ووتم زلمي ښه شوم دمرګي په ساړه سيوري چي ويـــــــده شومه ښه شوم چي دجبر لـــــــــــــــــــــــــه زندانه څخه ووتم شهيم بيـــــــــــــــــا به مي شهيمه٫ څوك باور په مينه ونه كړي زه كــــــــــــــــــه دزلمي دزړه له ميـــــــــانه څخه ووتم په مينه رحمت زلمي٫ شهيم كاكړ شهيلي پښتونخوا ژوب -----------------------------------------
نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۷ مرداد ۱۳۸۸ ساعت ۱۱:۳۰:۲۱ | آرشيو نظرات (0)
دستر كلاسك شاعر خوشحال بابا شعر غزل هر ساعت چي په چا ځي هسي بېكار تــــــــــــــرهغه نه زه لاښه ګڼم بيـــــګار رنځوران كه كاروبار نه كا معذور دي روغ سړئ به ولې نه كا خپــــل روزګار كه هيڅ كاروباردې نهوي درته وايـــــم هسي مه كښېنه بيكاره نـــــــــــــا پكار په هرڅه چي غم غلط شي واړه ذوق دئ كه په نرد كه په شطرنج وي كه په ښكار سړے هر ساعت هروخت په بل بل حال شي هميشه په يـــــــــــــــــوه حال دئ كردګار ستا به نوم په جهان پاتي شي خوشحاله يوه لويـــــــــــــــــــه مشغولا ده ستا دكار
په مينه ليږونكئ محمدعلي عمري سهيلي پښتونخوا مسلم باغ
-------------------------------------------
نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۷ مرداد ۱۳۸۸ ساعت ۱۱:۲۰:۵۳ | آرشيو نظرات (0)
[ ۱ ][ ۲ ][ ۳ ][ ۴ ][ ۵ ][ ۶ ][ ۷ ][ ۸ ][ ۹ ][ ۱۰ ][ ۱۱ ][ ۱۲ ][ ۱۳ ][ ۱۴ ][ ۱۵ ][ ۱۶ ][ ۱۷ ][ ۱۸ ][ ۱۹ ][ ۲۰ ][ ۲۱ ][ ۲۲ ][ ۲۳ ][ ۲۴ ][ ۲۵ ][ ۲۶ ][ ۲۷ ][ ۲۸ ][ ۲۹ ][ ۳۰ ][ ۳۱ ][ ۳۲ ][ ۳۳ ][ ۳۴ ][ ۳۵ ][ ۳۶ ][ ۳۷ ][ ۳۸ ][ ۳۹ ][ ۴۰ ][ ۴۱ ][ ۴۲ ][ ۴۳ ][ ۴۴ ][ ۴۵ ][ ۴۶ ][ ۴۷ ][ ۴۸ ][ ۴۹ ][ ۵۰ ][ ۵۱ ][ ۵۲ ][ ۵۳ ][ ۵۴ ][ ۵۵ ][ ۵۶ ][ ۵۷ ][ ۵۸ ][ ۵۹ ][ ۶۰ ][ ۶۱ ][ ۶۲ ][ ۶۳ ][ ۶۴ ][ ۶۵ ][ ۶۶ ][ ۶۷ ][ ۶۸ ][ ۶۹ ][ ۷۰ ][ ۷۱ ][ ۷۲ ][ ۷۳ ][ ۷۴ ][ ۷۵ ][ ۷۶ ][ ۷۷ ][ ۷۸ ][ ۷۹ ][ ۸۰ ][ ۸۱ ][ ۸۲ ][ ۸۳ ][ ۸۴ ][ ۸۵ ][ ۸۶ ][ ۸۷ ][ ۸۸ ][ ۸۹ ][ ۹۰ ][ ۹۱ ][ ۹۲ ][ ۹۳ ][ ۹۴ ][ ۹۵ ][ ۹۶ ][ ۹۷ ][ ۹۸ ][ ۹۹ ][ ۱۰۰ ][ ۱۰۱ ][ ۱۰۲ ][ ۱۰۳ ][ ۱۰۴ ][ ۱۰۵ ][ ۱۰۶ ][ ۱۰۷ ][ ۱۰۸ ][ ۱۰۹ ][ ۱۱۰ ]
|
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
تمام حقوق تعلق به
نگین بلاگ است
|