هيــــــــــــــــــلـــه







هيــــــــــــــــــلـــه
دا ړ يــــــــــــكو پــــته

m.ali.umari@hotmail.com
صفحه اصلي | تماس با ما | آرشيو وبلاگ

شعر ٫ استاد محمدصديق پسرلي

شعر ٫ استاد محمدصديق پسرلي

 

لغزش

بېګا مې ستوريو او سپوږمۍ ته كتل

دوي خپله لار په ښوييدووهله

اواوس چي لمر او دلمر وړانګې وينم

ددوي هم پل او پونده نه تم كيږي

اوبه ښويېږي

نورښويېږي

سيوري هم ښويېږي

زمان پخپله دايمي لغزش دئ

ماښويوي ستا ښوييدلي نظام

خوته٫ اي اي ددې نظام خالقه

مايو واړه لغزش ته هم نه پريږدي

پرېږده چي زه هم لكه ستوري سپوږمۍ

يوه شپه دزړه په خوښه وښوييږم

دعشق دخوښې او رضا په حكم

دژوند دحسن او دښكلا په لوري

-------------------------

نويسنده : محمدعلي عمري | ۲ شهريور ۱۳۸۸ ساعت ۱۲:۲۹:۵۱ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


دښآغلي زحمت زلمي او شهيم كاكړ في البديهه شعر

دښآغلي زحمت زلمي او شهيم كاكړ في البديهه شعر

شعر
٫٫٫٫
زلمي
سبب يې دا چي څراغ نه لرو په شپو كښې دښار
ځكه مو لنګي دي بلاوې په كوڅو كښې دښار
شهيم
دنفرت خښتې دي بنياد  په ديوالو كښې دښار
زما په خيال چي نه شته شك په نړېدو كښې دښار
زلمي
اجل نڅيږي هر يو ښار دقتل ګاه په مثال
دمرګي زيرئ دئ موجود په ارادو كښې دښار
شهيم
دټګ زاهد دا ټيكانې دي كه يې غواړي يو څوك
ورځ په جومات كښې اوله شپې په ميكدو كښې دښار
زلمي
په يوه آه كښې سل رنګونه سل څيرې بدلوي
دباور هيلي بيخي نشته په وعدو كښې دښار
شهيم
لكه چي ليك يې وي ازل دتوروحشت په شپوكښې
خړه څېره وينم په داسي وسوسوكښې دښار
زلمي
بيا مو په ښار دئ كوم چنګېز او هلاكو ګډ شوئ
چي اورم چيغي او ژړاوې په كوروكښې دښار
زلمي
لكه لېوان سپږمې يې سري دي دغريب په وينو
څنګه سود خوره څېرې وينم آينوكښې دښار
شهيم
زه شهيم كله كله دومره شم مايوس زلميه
ژوندي وګړي راته ښكاري هم په مړوكښې دښار


په مينه
زحمت زلمي
سهيلي پښتونخوا ژوب
----------------------------------------------------

نويسنده : محمدعلي عمري | ۳۱ مرداد ۱۳۸۸ ساعت ۰۴:۰۲:۳۳ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


امام نسايي څوك وو٫ محمدعلي عمري
امام نسايي څوك وو٫ محمدعلي عمري
 دامام نسايي نوم احمد وو ابو عبد الرحمن يې كنيت دئ دپلار نوم يې شعيب
دي ټوله نسب نامه يې  دا ده احمد بن شعيب بن علي بن بحرين سنان ٫ بن دينا النسايي٫ امام نسايي ته نسايي ځكه وايي چي دده دغه  نوم ونسا ته منسوب ده سرخس ته نژدې يو ښار ده چي دخراسان دښارو څخه دي امام نسايي په  كال
۲۱۵ كې پيدا سوي دي او علم يې دخپل ښار دعلماوو څخه حاصل كړي دي په ۲۳۰ كي يې تر ټولو دمخه دقتيبه بن سعيد څخه علم حاصل كړ شاه عبدالعزيز صاحب وايي چي امام نسايي خراسان ٫ عراق٫ حجاز٫ جزيره شام ٫ او مصر  ته ولاړي او دهغه ځاي دعلماوو څخه يې علم حاصل كړ حافظ ابن حجر وايي چي ده دبې شماره خلقو څخه استفاده وكړه لكه اسحاق بن راهويه ٫ محمدبن نصر٫ علي بن حجر٫ يونس بن عبد الاعلي٫ محمد بن بشار٫ امام داؤد٫ او امام بخاري٫ او او ابو زرعه ٫ او ابو حاتم دي٫ دامام نسايي شاګردان  ٫ دده خپل زوي عبد الكريم ٫ ابو بكر بن احمد السني ٫ ابو علي حسن بن خضر اسيو طي ٫ حسن بن الطبق عسكري٫ ابو القاسم حمزه٫ ابن محمد ابن محمد٫ محمد ابن معاويه٫ محمد ابن قاسم اندلسي٫ علي بن جعفر الصحاوي٫ احمد بن محمد ابن مهندس٫امام نسايي په زهد او تقواي كي ځان ته سړئ ؤ او په روژه باندې همېشه عمل كوونكي سړئ ؤ شپه او ورځ به يې اكثره په عبادت كي تيروله او ډير حجونه يې وكړل شاه عبدالعزيز صاحب  وايي چي دي شافعي مذهبه وو دده وفات  په ۱۳ دصفر المظفر ۳۰۳ ددوشنبې په ورځ په مكه معظمه كي وسو او دصفا او مروا په منځ كي ښخ كړل سو او دده عمر ۸۸ اته اتيا  كاله وو
٫٫ دامام نسايي تصنيفات  ٫٫
۱ ٫٫ سنن الكبراي
۲  ٫٫ كتاب الفعفاء والمتروكين
۳  ٫٫ كتاب الجمعه 
۴  ٫٫  عمل اليوم والليلة
۵  ٫٫ كتاب المدلسين
۶  ٫٫ كتاب الاسماء والكني
۷  ٫٫ مسند علي
۸  ٫ مسند منصور بن ذاذان
۹  ٫٫ خصايص علي
۱۰  ٫٫ السنن الصغراي
۱۱  ٫٫ اغراب شعبه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اخذ ٫ ظفرالمحصلين
په مينه او درناوي
محمدعلي عمري
سهيلي پښتونخوا مسلم باغ
umari.2007@gmail.com
-------------------------------------------------------

نويسنده : محمدعلي عمري | ۳۰ مرداد ۱۳۸۸ ساعت ۰۱:۲۰:۱۶ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


شعر ٫ درويش دراني

شعر ٫ درويش دراني

غزل

دلمر وجود زغملاي نه شي ٫ دلمر نور نه مني

جانان مي خوي دپښتنو لري٫ تربورنه مني

پر تندي باندي ستوري مه وړه ٫ غباريوسه يارته

دخاوروقدر شايد وكړي خو غرورنه مني

كه ژوندون غواړې په لستوڼي كي خنجر وساته

دنيا وجود دهيڅ كمزوري او مجبور نه مني

زه چي يې بچ كړم٫ هرچا اچاوه احسان راباندي

زه چي يې ووژلم٫ هيڅوك هم قصور نه مني

چي مزدوري يې تر خولو وچيدو وړاندي وركړي

دروېشه دوي تر اوسه داحق دمزدور نه مني

ليږونكي

محمدعلي عمري

سهيلي پښتونخوا مسلم باغ
----------------------------

نويسنده : محمدعلي عمري | ۳۰ مرداد ۱۳۸۸ ساعت ۰۱:۱۲:۱۳ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


شعر ٫ مولوي همايون خان كاكړ

شعر ٫ مولوي همايون خان كاكړ

غزل

دټولنې چي بنياد  دئ
عمارت لرې عماد دئ

هغه ورك له مينځه تللئ
داسبب دئ چي فساد دئ

دظلمت خاوندان څه كړم
له تورتمه څه ارشاد دئ

پر هغو توره تياره سوه
چي رڼا تې استناد دئ

چول وهلي به خود ومري
چي اوبه هسي برباد دئ

ډېر افسوس او وير دهغه
پر منزل چي نامراد دئ

شروع دهغو فضيحت سو
چي بناء ورله هيواد دئ

خوار خو وينو له اوله
پدې قيد كښې په فرياد دئ

ده اعمالو نتيجه ده
چي پر سر راته جلاد دئ

تر هغو مي نجات نشته
څو له دينه  زه ابعاد دئ

ماديت كه پر مخ تللئ
خو په ضمن كښې الحاد دئ

څوك چي هسي هنر خپل كا
چي له غيره مستفاد دئ

په ميدان كښې دښكار زنو
دغه يو قانون نياد دئ

چي كمزورئ به يې ښكار وي
زورور پكښې صياد دئ


په درناوي
مولوي همايون خان كاكړ
سهيلي پښتونخوا مسلم باغ
-----------------------------------------------------

نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۹ مرداد ۱۳۸۸ ساعت ۱۰:۲۸:۴۲ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


[ ۱ ][ ۲ ][ ۳ ][ ۴ ][ ۵ ][ ۶ ][ ۷ ][ ۸ ][ ۹ ][ ۱۰ ][ ۱۱ ][ ۱۲ ][ ۱۳ ][ ۱۴ ][ ۱۵ ][ ۱۶ ][ ۱۷ ][ ۱۸ ][ ۱۹ ][ ۲۰ ][ ۲۱ ][ ۲۲ ][ ۲۳ ][ ۲۴ ][ ۲۵ ][ ۲۶ ][ ۲۷ ][ ۲۸ ][ ۲۹ ][ ۳۰ ][ ۳۱ ][ ۳۲ ][ ۳۳ ][ ۳۴ ][ ۳۵ ][ ۳۶ ][ ۳۷ ][ ۳۸ ][ ۳۹ ][ ۴۰ ][ ۴۱ ][ ۴۲ ][ ۴۳ ][ ۴۴ ][ ۴۵ ][ ۴۶ ][ ۴۷ ][ ۴۸ ][ ۴۹ ][ ۵۰ ][ ۵۱ ][ ۵۲ ][ ۵۳ ][ ۵۴ ][ ۵۵ ][ ۵۶ ][ ۵۷ ][ ۵۸ ][ ۵۹ ][ ۶۰ ][ ۶۱ ][ ۶۲ ][ ۶۳ ][ ۶۴ ][ ۶۵ ][ ۶۶ ][ ۶۷ ][ ۶۸ ][ ۶۹ ][ ۷۰ ][ ۷۱ ][ ۷۲ ][ ۷۳ ][ ۷۴ ][ ۷۵ ][ ۷۶ ][ ۷۷ ][ ۷۸ ][ ۷۹ ][ ۸۰ ][ ۸۱ ][ ۸۲ ][ ۸۳ ][ ۸۴ ][ ۸۵ ][ ۸۶ ][ ۸۷ ][ ۸۸ ][ ۸۹ ][ ۹۰ ][ ۹۱ ][ ۹۲ ][ ۹۳ ][ ۹۴ ][ ۹۵ ][ ۹۶ ][ ۹۷ ][ ۹۸ ][ ۹۹ ][ ۱۰۰ ][ ۱۰۱ ][ ۱۰۲ ][ ۱۰۳ ][ ۱۰۴ ][ ۱۰۵ ][ ۱۰۶ ][ ۱۰۷ ][ ۱۰۸ ][ ۱۰۹ ][ ۱۱۰ ]

معرفي وبلاگ
 



http://larawbar.com/hella/

 
 

فهرست اصلي
 
صفحه نخست
پست الكترونيك
آرشيو مطالب
افزودن به علاقه مندي ها
صفحه خانگي
 

 
 

آرشيو موضوعي
 
شعورنه
اسلامي ليكني
لنډي كيسي
ادبي ټوټي
خبرتياوي
مقالي
بيلابيلي ليكني
انځورونه
اړ يكي
غو نډ ه
كتا بو نه
 
 

آرشيو ارسال ها
 
اسفند ۱۳۸۸
بهمن ۱۳۸۸
دى ۱۳۸۸
آذر ۱۳۸۸
آبان ۱۳۸۸
مهر ۱۳۸۸
 
 


پيوند ها
 
افغان ادبي بهير
تل افغان
ټاټوبئ
دارواښآد سيلاب ساپي بلاګ
روهي ويب پاڼه
غورځنګ ويب پاڼه
دميرمن كلتوري ټولنې ويب پاڼه
پښتوسندري
دتهران راديو پښتو خپرونه
دامريكاږغ اشنا راديو
دچين راديو پښتو خپرونه
دالمان ږغ راديو پښتو خپرونه
دښآغلي همت الله امين زي ويب سايټ
مورچل ويب پاڼه
خوست ويب پاڼّه
انلاين پښتو مشاعره
په زړه پورې افغانئ لينكستان
پكتيا ويب پاڼه
وحدت ورځپا ڼه پيښو ر
سور غر ويب پا ڼه
سپوږمۍ ويب پا ڼه
سمسور و يب پا ڼه
خوست راديو
دافغا نستا ن دطالبانو ويب پا ڼه
تاند ويب پا ڼه
پښتونخوا ويب پا ڼه
پكټ راديو پښتو خپرو نه
داستانونه ويب پا ڼه
زمو افغانستان ويب پا ڼه
ډيوه راديو ويب پا ڼه
دازادۍ راديو پښتو خپرونه
ليكوال ويب پا ڼه
هيواد ويب پا ڼه
اصلاح ويب پا ڼه
شهامت ويب پا ڼه
ريان اسلامي ويب پا ڼه
توره بوړه ويب پا ڼه
لوي غر ويب پا ڼه
د بي بي سي پښتو خپرونه
ګران وطن ويب پاڼه
بينوا ويب پاڼه
ټول افغان ويب پاڼه
دموسيقۍ په زړه پورې ويب پاڼه
دموسيقۍ ښكلې ويب پا ڼه
پښتا نه و يب پا ڼه
رومال و يب پا ڼه
ننګيا ل و يب پا ڼه
لوي افغانستان وېبپاڼه
طلوع ټلوېزيون
آرمان راډيو
لمر ټلوېزيون
نورين راډيو ټلوېزيون
پژواك خبري آژانس
ولس خبري اژانس
تول پښتانه وېبپاڼه
ميدان وردگ ولايت پانه
مسلمانان وېبپاڼه
دپښتنو شاعرانو شعرونه وېبلاك
حقيقت ويببانه
كره كتنه وېبلاك
دبازمحمد عابد وېبلاك
افغا ن ننګ ويب پا ڼه
لر او بر ويب پا ڼه
په زړه پوري اسلامي ويب سايټ
بلاګو نه و يب پا ڼه
خبرونه ډا ټ كام
دعبدالهادي حيران و يب پا ڼه
افغا ن كلتوري ودې ټولنه
دآپلوډ په زړه پوري ويب پا ڼه
پښتو نستا ن ويب سا يټ
دښځـو ويب پا ڼه / اوربل
آنلا ين ويب پـا ڼه
قا مو ســو نه و يب پاڼه
سلګۍ ويب پا ڼه
شعرو نه و يبلا ګ
سباؤن ويب پا ڼه
 
 


لوگوي دوستان
 
POWERD BY neginblog.com
 
 


كدهاي كاربر
 
 
 


 

تمام حقوق تعلق به نگین بلاگ است