هيــــــــــــــــــلـــه
دا ړ يــــــــــــكو پــــته m.ali.umari@hotmail.com |
| صفحه اصلي | تماس با ما | آرشيو وبلاگ |
دښاغلي رحمت زلمي او ښاغلي شهيم كاكړ في البديهه شعر شعر
شهيم كه په هرحال كښې وي جانان دسړي نه هيريږي رښتيا خبره ده ايمان دسړي نه هيريږي زلمي شو دنړۍ دجنګ ميدان دسړي نه هيريږي زخمي زخمي افغانستان دسړي نه هيريږي شهيم هغه ديار شپي دهجران دسړي نه هيريږي هغه دنوح دوخت طوفان دسړي نه هيريږي زلمي اوښكي مي څاڅي پر ګريوان دسړي نه هيريږي كه يې هرڅو هېر كړم خو ګران دسړي نه هيريږي شهيم زه دې دسرو شونډو دمئ وعده پوره غواړمه جانانه داسي خوږ پيمان دسړي نه هيريږي زلمي زه دې خپل ځان وخورم جانانه چي به تا هيروم نه دا كېداي نه شي خپل ځان دسړي نه هيريږي شهيم كه رنګيني دبهار زړه ته دهر چا تيريږي خو بدرنګي هم دخزان دسړي نه هيريږي زلمي دهجر شپه كي مي را وخيژي دخيال پر آسمان ستا مهتاب مخ دومره آسان دسړي نه هيريږي شهيم په ناترسۍ چي حيوان مړ كړي لا مي زړه كوي درد مګر انسان خو دئ انسان دسړي نه هيريږي زلمي سترګي ديار ٫ځواني بهار٫او محبت دمور پلار په ژوندانه كي دادري شيان دسړي نه هيريږي زلمي له سود او زيانه لاپروا هغه ماشوم وختونه درته قسم كړم په قُرآن دسړي نه هيريږي شهيم ياديې پر زړه لرم شهيم ګرانه ٫ زلميه ياره اخ دوطن ټول شهيدان دسړي نه هيريږي -----------------------------------------
نويسنده : محمدعلي عمري | ۸ شهريور ۱۳۸۸ ساعت ۰۵:۰۷:۳۶ | آرشيو نظرات (0)
د ٫ پښتو ادبي قنديل مسلم باغ ٫ غونډه وشوه تيره شپه له ماښام نه وروسته دپښتو ادبي قنديل ټولنې له لوري څخه يوه په زړه پورې مشاعره وشوه كه څه هم دا مشاعره دپښتو ادبي قنديل مسلم باغ په مينه
ډاكټر محمدشفيق پښتو ادبي قنديل مسلم باغ -----------------------------------------------------
نويسنده : محمدعلي عمري | ۷ شهريور ۱۳۸۸ ساعت ۰۴:۳۶:۵۵ | آرشيو نظرات (0)
ليكنه ٫ استاد ګل پا چا الفت رشوت څنګه وركيږي؟ وركول د٫ نابود ساختن٫ او ٫ ګم كردن٫ په معني او ٫ وركول٫ دوركړې او عطاء په معني خطي تجنيس لري ٫ يعني دواړه مصدره يو شان ليكل كيږي مګر په تلفظ كښې يو راز نه دي٫ هغه چي رشوت وركوي او هغه چي چاته رشوت وركوي ډير فرق لري ٫ وركول دلومړي حرف په سكون دوه معني لري يو محوه كول او له مينځه وړل بل دمفقودئ په وجه يو شي له لاسه وركول ٫ كه يو ووايي زما دسترګو عينكي وركې شوې دا وركيدل يوه معني لري او هغه وركيدل بله معني لري يوه شي ته بل رنګ وركول او يو شئ چاته په نورو شيانو كي پټول هم وركول ګڼلي شو لكه پل وركول ٫ رشوت وركول يا قاچاق وركول چي هر حكومت يې پخپله خط مشي كښې خلكو ته وعده وركوي ډير اقسام لري چي ځيني يې دا دي ٫ كه يو تاجر يو مقتدر شخص ته دير زيات مال په ډيرو لږو پيسو راوړي يا تاجران په تجارتي معاملو كښې حاكمه طبقه له ځان سره شريكه كړي او رشوت ته دتجارت رنګ وركړي داهم رشوت وركول او رشوت وركول دي ٫ يعني دلته دواړه مصدرونه يو كيږي او يوه معني پيدا كړي ٫ ځكه چي هم رشوت په تجارت كښې ورك شو او هم دتجارت په نامه وركړ شو ٫ وايي چي يوه لوي سړي له خپلې عملي او فعلي سره په يوه هوټل كي دير څه وخواړه چي حساب يې خداي ته معلوم دئ مګر په بل كښې دير لږ څه ليكلي وو چي دغه راز ارزاني چا په خوب كښې هم نه وه ليدلې ٫ وګورئ ٫ دلته رشوت په ارزان فروشي كښې ورك شو او هيچا رشوت ونه ګاڼو ٫ كه څوك په يوه شپه له ځانه پورته سړي ته لس لكه افغانۍ په قمار كښې قصدا بالي داهم رشوت وركول دي ځكه چي رشوت په قمار كښې ورك شو ٫ هغه څوك چي دقاچاقي دلاجوردو صندوقونه ونيسي اوسبا ته پكښې دلاجوردو په ځاي دبيابان عادي تيږي پرتې وي داهم قاچاق وركول يا وركيدل ګڼلي شوو٫ كه چيرې دډيرو خاينانو دوسيې له دفتر او ديوان څخه وركې شي يايې په دارالامان كښې په اور وسيزي دلته هم خيانت وركيږي او خاين هم ٫ اوس نو تاسې انصافا وواياست چي په دې هيوادكښې رشوت ٫ قاچاق او خيانت څومره ورك شويدي او حكومتونه په دې باب څومره موفق دي ؟ ليږونكئ محمدعلي عمري سهيلي پښتونخوا مسلم باغ ---------------------------------------
نويسنده : محمدعلي عمري | ۶ شهريور ۱۳۸۸ ساعت ۰۲:۲۳:۲۷ | آرشيو نظرات (0)
ژباړه ٫ استاد ګل پا چا الفت شاعر ته شاعره ٫ دخلكو په ستاينه مه غولېږه ځكه چي دمدح او تحسين نغاره ژر غلې كيږي٫ داحمقانو او بېشعوره خلكو خندا او وينا ته غوږ مه ږده ٫ تل غلي ٫ جدي او ټينګ اوسه ٫ ته پادشاه يې بايد دشاهانو غوندې په انزوا كې ژوند وكړې ته خپله لار مه پرېږده او هغه ځاي ته لاړ شه ٫ چې ستا آزاد طبيعت يې درښيي ٫ ته دخپلو هغو انديښنو او خيالاتو محصول چې په تا باندې ډېر قدر لري ٫ خلكو ته وړيا وركړه او پخپل دغه بخشش له چانه څه مه غواړه ٫ اجر او مزدوري مه غواړه ځكه چې ستا مكافات بې له تانه بل څوك تاته نه شي دركولاي ته په خپله دخپل ځان قاضي يې ځكه چې هيڅوك ستا په باب كې تا غوندې سختګير نه دي اې مشكل پسند هنرمنده ٫ آيا ته پخپل كار پخپله خوښ يې؟ آيا ستا زړه خوشحاله دئ؟ كه دغسي وي نو بيا څه پروا ده كه خلګ له تاسره دښمني وكړي او تاته بد ووايي پرېږده چې احمقان دهغه معبد په غولي كې لاړې تو كړي چې په محراب كې يې ستا دنبوغ اور لمبې كوي پرېږده چې دوي دخپلې بې عقلۍ په وجه ستا دځلاند مشعل پايې ولړزوي ٫٫٫٫٫٫ پوشكين ٫٫٫٫٫٫
----------------------------------------
نويسنده : محمدعلي عمري | ۴ شهريور ۱۳۸۸ ساعت ۰۲:۰۳:۴۵ | آرشيو نظرات (0)
دمباركې روژې په اړوند
ـــــــــــ
دروژي دماتونكي په اړوند هر هغه څه لكه ډوډۍ ٫ غوښي ٫ هګۍ ٫ مېوه او داسي نوراو همدارنګه يا هغه شيان چي دغوښو تابع دي چټني ٫ اچار ٫ پۍ ٫ مستي ٫ غوړي٫ پوڅه٫ كورت٫ او داسي نور دې ته ورته يعني دا ټول هغه شيان دي چي په دې سره غذا حاصليږي دهمدې شيانو په خوړلو سره روژه ماتيږي ــــ او همدارنګه هغه دواوي چي هغه دمرض دعلاج دپاره خوړل كيږي لكه كشتې ٫ جوارش٫ عرقيات ٫ البته كه هغه مركبات وي او كه مفردات ٫ يعني ددوي په استعمال سره چي څوك دغه دواوي استعمال كړي روژه يې ماتيږي او همدارنګه په هغو شيانو سره روژه ماتيږي چي هغه دلذت دپاره استعماليږي لكه چرس ٫ هيروين٫ افيون٫ سګرېټ٫ چلم ٫ نصوار٫ تور او يا شين چاي ٫ او دېته ورته شيان چي كوم دي په دوي سره روژه ماتيږي كه چا استعمال يعني وخواړو ٫٫ ردالمختار ٫٫ مسئله ٫٫ كه سړي په هېره سره يو شئ وخوړ بيا يې روژه نه ماتيږي البته كه يې نيت دروژې تړلئ وي او يا دروژې تر نيت مخكې په هېره سره يو شئ وخوري په دې دواړو صورتونوكښې يې روژه نه ده ماته مګر كه بل چا ورته وويل چي وروره ستا خو روژه ده او ده هغه خوراك جاري وساتو هغه روژه يې نه وريادېدله نو په همدې صورت كې بيا ددغه روژتي روژه ماته ده خو په همدې صورت كښي كفاره نشته ورباندې ٫٫ ردالمختار ٫٫ ــــــــ هغه شيان چي روژه نه په ماتيږي ۱ ٫ چي دښځې وفرج يابل اندام ته په شهوت وګوري كه څه هم انزال يې وشي اګر كه په وارو وارو ورته وګوري روژه يې نه ماتيږي ۲ ٫ دجماع خيال كول اګر كه يې انزال وشي٫ اګر كه يې دغه خيال تر دېره وخته پورې وي روژه يې نه ماتيږي ۳ ٫ پر سر ږيره بدن ٫ باندي تيل لګول كه څه هم دغه تيل خوشبوداره وي يايې خوند رنګ په حلق ياپه لاړو كښي ياپه ګړنګو كښي معلوم شي روژه نه په ماتيږي ۴ ٫ چي دچا غيبت وكړي روژه يې نه ماتيږي ۵ ٫ چي موټ ووهي يعني مشت زني وكړي يعني له خپل لاس سره بد فعل وكړي روژه يې نه ماتيږي خو چي انزال نه شي البته كه انزال شو بيا يې روژه ماته ده مسئله ٫ كه يو روژتي په هېره سره جماع وكړه روژه ورياده شوه نو فوراً يې خپل ذكر٫ غيڼ خارج كړو باك نه لري اګر كه يې بيا په خارج كښې يعني دباندې انزال وشي او كه يې پس له ياداشته څخه ځنډ وكړ قضا به راوړي اګر كه يې انزال وشي ٫ بشرطې چي ځان ته حركت نه كړي ور ٫ او كه يې دانزال دپاره ځان وښوراوه او بيا انزال شو ٫ په همدې صورت كښې يې په كفاره كښې اختلاف دئ او په قضا كښې يې اتفاق دئ يعني قضا به حتما راوړي او په كفاره كي يې اختلاف دئ ٫ ٫٫ ردالمختار ٫٫ ــــــــــــــــ دروژې مكروهات ۱ ٫ څكل دهر شي بې له ضرورته يعني كه هر شئ وي هر ډول شئ وي دهغه څكل بې له ضرورته مكروه دس ۲ ٫ له خپلې ښځې څخه مچه اخيستل مكروه دي ۳ ٫ خپله ښځه په غېږ كې نيول مكروه دي ۴ ٫مسواك وهل چي هغه مسواك شين وي ۵ ٫ مضمضه استنشاق اګر كه بې ضرورته وي مكروه ده دروژې مستحبات ــــــــ ۱ ٫ پشلمئ كول اګر كه يو غوړپ اوبه څښل وي مستحب دئ ۲ ٫ دپيشلمي ځنډول په دې شرط چي په روژه كښې شك نه شي واقع مستحب دئ ۳ ٫ چابك يعني ژر والئ په افطار كښې كول په دې شرط چي اوريځ نه وي او غروب يې يقيني وي ۴ ٫ دماښام تر لمانځه وړاندې مخكې روژه ماتول مستحب ده ۵ ٫ په وخت دافطار كښې دا دعا ويل اَللهُمَّ لَكَ صُمتُ وَ بِكَ اَ مَنتُ وَعَلَيكَ تَوَكَّلتُ وَعَلَي رِزقِكَ اَفطَرتُ وَصَومَ الغَدِ مِن شَهرِ رَمَضاَنِ ۶ ٫ چي يوه روژه ماتوي دبلې نيت تړي دا مستحب ده مسئله ٫٫ كه چا روژه دار ته دافطار دپاره يعني دروژه ماتې دپاره دخورك يا څيښك يو څيز وركړ دهغه ګناه به معاف كړل شي له دوزخ څخه به خلاص شي دروژې ثواب به يې نصيب شي او دغلام دازادولو ثواب به يې علاوه نصيب شي ٫٫ مشكواة المصابيح ٫٫ په مينه او درناوي محمدعلي عمري سهيلي پښتونخوا مسلم باغ m.ali.umari@hotmail.com -----------------------------------------------------
نويسنده : محمدعلي عمري | ۳ شهريور ۱۳۸۸ ساعت ۰۲:۰۳:۳۷ | آرشيو نظرات (0)
[ ۱ ][ ۲ ][ ۳ ][ ۴ ][ ۵ ][ ۶ ][ ۷ ][ ۸ ][ ۹ ][ ۱۰ ][ ۱۱ ][ ۱۲ ][ ۱۳ ][ ۱۴ ][ ۱۵ ][ ۱۶ ][ ۱۷ ][ ۱۸ ][ ۱۹ ][ ۲۰ ][ ۲۱ ][ ۲۲ ][ ۲۳ ][ ۲۴ ][ ۲۵ ][ ۲۶ ][ ۲۷ ][ ۲۸ ][ ۲۹ ][ ۳۰ ][ ۳۱ ][ ۳۲ ][ ۳۳ ][ ۳۴ ][ ۳۵ ][ ۳۶ ][ ۳۷ ][ ۳۸ ][ ۳۹ ][ ۴۰ ][ ۴۱ ][ ۴۲ ][ ۴۳ ][ ۴۴ ][ ۴۵ ][ ۴۶ ][ ۴۷ ][ ۴۸ ][ ۴۹ ][ ۵۰ ][ ۵۱ ][ ۵۲ ][ ۵۳ ][ ۵۴ ][ ۵۵ ][ ۵۶ ][ ۵۷ ][ ۵۸ ][ ۵۹ ][ ۶۰ ][ ۶۱ ][ ۶۲ ][ ۶۳ ][ ۶۴ ][ ۶۵ ][ ۶۶ ][ ۶۷ ][ ۶۸ ][ ۶۹ ][ ۷۰ ][ ۷۱ ][ ۷۲ ][ ۷۳ ][ ۷۴ ][ ۷۵ ][ ۷۶ ][ ۷۷ ][ ۷۸ ][ ۷۹ ][ ۸۰ ][ ۸۱ ][ ۸۲ ][ ۸۳ ][ ۸۴ ][ ۸۵ ][ ۸۶ ][ ۸۷ ][ ۸۸ ][ ۸۹ ][ ۹۰ ][ ۹۱ ][ ۹۲ ][ ۹۳ ][ ۹۴ ][ ۹۵ ][ ۹۶ ][ ۹۷ ][ ۹۸ ][ ۹۹ ][ ۱۰۰ ][ ۱۰۱ ][ ۱۰۲ ][ ۱۰۳ ][ ۱۰۴ ][ ۱۰۵ ][ ۱۰۶ ][ ۱۰۷ ][ ۱۰۸ ][ ۱۰۹ ]
|
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
تمام حقوق تعلق به
نگین بلاگ است
|