هيــــــــــــــــــلـــه
دا ړ يــــــــــــكو پــــته m.ali.umari@hotmail.com |
| صفحه اصلي | تماس با ما | آرشيو وبلاگ |
دښآغلي رحمت زلمي٫ او شهيم كاكړ في البديهه شعر غزل زلمي دژوند لار رانه خطا ده هيڅ مرام مي معلوم نه دئ زه يو داسي مسافر يم چي مقام مي معلوم نه دئ شهيم په وطن كښې مې نه سوله نه مې وګټله سوبه زه په داسي جنګ اخته يم ننګ او نام مي معلوم نه دئ زلمي ما نادان انسان ته ګوره دومره زيات دنيا پرست شوم چي سهار مي معلوم نه دئ چي ماښام مي معلوم نه دئ شهيم چي دژوند پر لار قدم ږدم خدايزه چپ او كه يې سم ږدم هر ساعت مې بې بدركه ٫ هر يو ګام مي معلوم نه دئ زلمي عشق او درد مې يوسف رح غوندې شو ليلا دژوند بازار كښې هغه خوب يم بې تعبيره چي الهام مي معلوم نه دئ شهيم زه دعشق داسي اياز شوم چي پر تول جهان ممتاز شوم زه دداسي يون اغاز شوم چي انجام مي معلوم نه دئ زلمي مسلمان به خود زهير يم٫ خود به ونګ لكه تصوير يم چي لار ښود مي معلوم نه دئ چي امام مي معلوم نه دئ
په درناوي زحمت زلمي سهيلي پښتونخوا ژوب
----------------------------------------
نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۸ مهر ۱۳۸۸ ساعت ۰۱:۱۷:۳۴ | آرشيو نظرات (0)
نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۸ مهر ۱۳۸۸ ساعت ۱۲:۵۴:۱۶ | آرشيو نظرات (0)
خبرتيا جايزه ګټونكئ كتاب چاپ شو ٫٫٫ سبا به زما دقبر كاڼي ښكلوې په ژړا نن لا اسير درته ژوندئ دئ ګوره پام كوه څه ٫٫٫ دجايزې ګټونكي كتاب نوم دئ٫ لونګين خيالونه٫ دغه ستر او په زړه پورې كتاب چي دپښتو شعرونو يوه خوندوره شعري ډالۍ ده دا كتاب ددروند شاعراو ليكوال ښاغلي عبدالباري اسير ٫ كتاب دئ دغه كتاب په ډېر ښه ډيزاين سره چاپ شوئ دئ څلور سوه ۴۰۰ مخه لري دپام وړ خبره خو دا ده چي دا كتاب چي ٫ په لونګين خيالونه٫ سره ياديږي كاملا يو هر اړخيځ كتاب دئ ځكه نو دحكومت پآكستان له لوري همدې كتاب ته يعني د٫ لونګين خيالونه٫ كتاب ته دټول هيواد په كچه يوه ستره جايزه٫ اېوارډ٫ وركړل شو او دغه جايزه پر ځاي جايزه ده ښآغلي عبدالباري اسير ته ددې سترې جايزې پر وركړه دزړه له كومي مباركي وايم ٫ لونګين خيالونه٫ دښآغلي عبدالباري اسير٫ دريمه شعري ټولګه ده٫ تر همدې كتاب وړاندې دښآغلي عبدالباري اسير دوه نور كتابونه هم چاپ شوي دي چي ديوه نوم دئ ٫ روشن اګتے هاتهه٫ او دبل چاپ شوي كتاب نوم يې دئ ٫ داحساس سترګي٫ دغه ازاد خياله شاعر دهرچا بالكه دهر ذوالروح دپاره په دې نړۍ كې ازادي غواړي او ددوي پر نه ازادئ باندې افسوس كوي او په يو بيت كښې يې داسي يادونه كوي ٫٫٫ انسانان يې كښته نه پريږدي پر مځكه ټول مرغان اوس دهوا دژړا وړدي ٫٫٫ لكه څرنګه چي پښتانه نن سبا امن ته ډير زيات ضرورت لري بدامني ډير ځپلي دي او تر ټولو وامن ته زيات ضرورت لري نو په همدې برخه كې هم ښاغلئ اسير غلئ نه دئ ناست او په يوه ښكلي شعر كې دامن په اړوند داسي وايي غزل مه كوه جنګونه راسه ياره امن راوله جوړه خوشحالي كه پايداره امن راوله راسه په تلوار سره راځه دزوه وه كورته مې فكر سه دحسن نوبهاره امن راوله هرڅه ته كولاي سې رښتيا چي په دنيا كي موږ ټول درته عاجزه يو باداره امن راوله ګل خوي دې دګل دئ ګلبدنه ګل اندامه ته ګل يې ته پخپله ګل نګاره امن راوله نسته هيڅ پروا اسيره ته په سرو اغزو كي تېره كه داشپه نن تر سهاره امن راوله ٫٫٫ په هرصورت دښاغلي عبدالباري اسير شاعري يوه صادقانه شاعري ده او په هر شعر كې يې شعريت له ورايه نڅيږي دكتاب پاڼې يې رااړوم اودې شعر ته يې ستاسو توجه غواړم غزل هسي تسبې چي څوك بې ذكره اړوي په ګوتو پوسه كلا دعبادت رانړوي په ګوتو په جوړه هيڅ نه ده٫ هر څو دبدبختي پر ميدان چي خپل تندئ په ناترسي خپل ټكوي په ګوتو نوم ونشان يې څوك په سترګو هم ليدلاي نسي كه داوبو پر سر نن ليكي كشوي په ګوتو آخير هغه دليونتوب په دائره سي ورګډ چي حسابونه ددولت مدام كوي په ګوتو هغه به څنګه دلته نه وي ملامت اسيره چي دبينا تر مخ اوس لمر څوك پټوي په ګوتو ٫٫٫ يوه بله دپام وړ خبره دښاغلي اسير په شاعري كښې دا ده چي پر ده باندې دزوي او لور فرق نشته دواړه يو شان ګڼي او ښايي بل شاعر به يو شان نه وي ګڼلي عام پښتانه تر لور په زوي زيات خوشحاليږي او دا خبره ديو متل په ډول باندې كوي چي زوي دخپل كورده لور دبل كور ده خو كه دحقيقت په سترګه ورته وګورو زوي او لور دواړه ديوه بدن ټوټې دي پلار بايد دزوي او لور ترمينځ تفاوت او فرق رانه ولي ښآغلي عبدالباري اسير څومره په صادقانه انداز دزوي اولور تر مينځ فرق ردوي او په خپل ښكلي شعر كې داسي وايي ٫٫٫ غزل زه ديو پلار په حيثيت په دعا كور دلونړو په خوشحالي غواړم مدام په خندا كور دلونړو زامن منمه چي ډير ښه وي خو دعا كومه خداي دي خالي نه كړي په ژوندكي دچا كور دلونړو ننګ وناموس سره دشرمه چي خوندي وي پكې تل دې آبادوي پر دنيا دحيا كور دلونړو كار دالله ګوره په مينه محبت سره تل آخر دبل كره آباد كړي جلا كور دلونړو چي درحمت باران په ډيره وسيله پر اُوري اسيره تل وي ښايسته هم په دا كور دلونړو ٫٫٫ ښاغلي عبدالباري اسير ٫ په خپل كتاب كې دخپل ځان پيژندګلوي كړې ده چي دكتاب پاڼې يې رااړوم او دپيژندګلوي لنډه برخه يې تاسو ته ذكر كوم دئ خپله داسي وايي نوم مې ٫ عبدالباري اسير٫ دلاجور خان كاكړ زوي٫ دزوكړې نيټه مې ۱۹۴۳ ٫ په اصل كښې ابائې علاقه مې ژوب قلعه سيف الله ده چي ټول نيكګان مي په منګسه ٫ تلرئې٫ نشپه نومي ځاي كښې په ابدي خوبو نو بيده دي چي له دغه ذكر سوي ځايو څخه مې دېره موده مخكښې پلارو نيكه پښين ته راكډه سوي وو چي تر اوسه پورې حال في الحال ٫ دضلع پښين په ٫ مچانو ٫ نومي كلي كې مېشته يو بياهم دروند شاعر اوليكوال ښاغلي عبدالباري اسير ته ددهپر كتاب باندې دوركړل شوې جايزې مباركي وايم او پر قلم يې بركت شه په مينه او درناوي محمدعلي عمري سهيلي پښتونخوا مسلم باغ
نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۸ مهر ۱۳۸۸ ساعت ۱۲:۳۴:۲۷ | آرشيو نظرات (0)
نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۸ مهر ۱۳۸۸ ساعت ۱۲:۲۵:۲۸ | آرشيو نظرات (0)
نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۷ مهر ۱۳۸۸ ساعت ۰۳:۵۵:۱۶ | آرشيو نظرات (0)
[ ۱ ][ ۲ ][ ۳ ][ ۴ ][ ۵ ][ ۶ ][ ۷ ][ ۸ ][ ۹ ][ ۱۰ ][ ۱۱ ][ ۱۲ ][ ۱۳ ][ ۱۴ ][ ۱۵ ][ ۱۶ ][ ۱۷ ][ ۱۸ ][ ۱۹ ][ ۲۰ ][ ۲۱ ][ ۲۲ ][ ۲۳ ][ ۲۴ ][ ۲۵ ][ ۲۶ ][ ۲۷ ][ ۲۸ ][ ۲۹ ][ ۳۰ ][ ۳۱ ][ ۳۲ ][ ۳۳ ][ ۳۴ ][ ۳۵ ][ ۳۶ ][ ۳۷ ][ ۳۸ ][ ۳۹ ][ ۴۰ ][ ۴۱ ][ ۴۲ ][ ۴۳ ][ ۴۴ ][ ۴۵ ][ ۴۶ ][ ۴۷ ][ ۴۸ ][ ۴۹ ][ ۵۰ ][ ۵۱ ][ ۵۲ ][ ۵۳ ][ ۵۴ ][ ۵۵ ][ ۵۶ ][ ۵۷ ][ ۵۸ ][ ۵۹ ][ ۶۰ ][ ۶۱ ][ ۶۲ ][ ۶۳ ][ ۶۴ ][ ۶۵ ][ ۶۶ ][ ۶۷ ][ ۶۸ ][ ۶۹ ][ ۷۰ ][ ۷۱ ][ ۷۲ ][ ۷۳ ][ ۷۴ ][ ۷۵ ][ ۷۶ ][ ۷۷ ][ ۷۸ ][ ۷۹ ][ ۸۰ ][ ۸۱ ][ ۸۲ ][ ۸۳ ][ ۸۴ ][ ۸۵ ][ ۸۶ ][ ۸۷ ][ ۸۸ ][ ۸۹ ][ ۹۰ ][ ۹۱ ][ ۹۲ ][ ۹۳ ][ ۹۴ ][ ۹۵ ][ ۹۶ ][ ۹۷ ][ ۹۸ ][ ۹۹ ][ ۱۰۰ ][ ۱۰۱ ][ ۱۰۲ ][ ۱۰۳ ][ ۱۰۴ ][ ۱۰۵ ][ ۱۰۶ ][ ۱۰۷ ][ ۱۰۸ ][ ۱۰۹ ][ ۱۱۰ ]
|
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
تمام حقوق تعلق به
نگین بلاگ است
|