هيــــــــــــــــــلـــه







هيــــــــــــــــــلـــه
دا ړ يــــــــــــكو پــــته

m.ali.umari@hotmail.com
صفحه اصلي | تماس با ما | آرشيو وبلاگ

غزل
 
غزل
 

بيخي ښايسته بيخي بدرنګ جهان په سترګو وينم

كله رنګين كله بې رنګ جهان په سترګو وينم

ګلونه ډير دي خو په څنګ كښې اغزي هم لري ډير

څومره زردار څومره ملنګ جهان په سترګو وينم

دوطن وياړ ښكلي ځوانان دي وطن هم خرڅوي

څومره حماس څومره بې ننګ جهان په سترګو وينم

څوك په ما وياړي څوك مي ويني تويول غواړي نن

وايي فرهاد شيرين٫ كولنګ جهان په سترګو وينم

چي درابعه پر لمن داغ دعشق په تور لګوي

نعيم شاكره څه قلنګ جهان په سترګو وينم

په مينه

محمدنعيم شاكر

سهيلي پښتونخوا دوكۍ
---------------------------

نويسنده : محمدعلي عمري | ۵ آبان ۱۳۸۸ ساعت ۰۷:۴۹:۳۴ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


غزل
 
 
 
غزل

په دومره دردو غم كي مي خندل ستا په خاطر

آهونه مي دخلې څخه وتل ستا په خاطر

هردم مې هركلئ په ورين تندي ورته كاوو

دزړه كورته غمونه چي راتلل ستا په خاطر

هيڅ آه به دې زما له خولې سه نه وي اوريدلئ

زخمونه دسينې چي مي ګنډل ستا په خاطر

ستا هير دي كه په ياد وايه په ورانه ميخانه كښې

مازهر او ګنډېر درته چيښل ستا په خاطر

دهر دوست و دښمن په مخكې هرځاي ا و هروخت

چي څه به تا ويل ما به منل ستا په خاطر

په ډېره عاجزۍ ستا استقبال ته پر تندي

په دو دسته مي لاس درته نيول ستا په خاطر

پر دا باندې مې هغه رب شايد دئ كه منې

ليكم اسير تنها دغه غزل ست په خاطر

 

په درنښت

عبدالباري اسير

سهيلي پښتونخوا پښين
---------------------------------

نويسنده : محمدعلي عمري | ۵ آبان ۱۳۸۸ ساعت ۰۷:۴۵:۱۱ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


دښاغلي رحمت زلمي او شهيم كاكړ في البديهه شعر
 
دښاغلي رحمت زلمي او شهيم كاكړ في البديهه شعر
 

غزل

شهيم

يو امام بل مقتدي دئ

يون شهيم او دزلمي دئ

زلمي

هر ټاټوبئ كربلا شو

هر حسين زخمي زخمي دئ

شهيم

چي پيدا يې مسلمان كړم

لوي كرم دالهي دئ

شهيم

څه يې مينه كړم په زړه كښې

جهان هسي هم فاني دئ

زلمي

ته به څومره غازيان وژنې

دلته هر سړئ غازي دئ

زلمي

پام غليمه٫ خطا نه شې

دا ټاټوبئ پښتني دئ

زلمئ

بس دوخت په لمر ويليږي

ژوند به مثل ديخي دئ

شهيم

دزلمي او دشهيم خيال

څومره لوړ څومره قوي دئ

 

په درنښت

رحمت زلمي

سهيلي پښتونخوا ژوب
--------------------------------

نويسنده : محمدعلي عمري | ۵ آبان ۱۳۸۸ ساعت ۰۷:۴۱:۵۶ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


شعر٫محمدنعيم آزاد

شعر٫محمدنعيم آزاد

غزل

رقيب لرې له ياره ساتل ګران كار دئ اشنا

ګلاب له دغه خاره ساتل ګران كار دئ اشنا

دزړه دكور به دواړي دروازي بندي ساتې

له ښكلو دغه لاره ساتل ګران كاردئ اشنا

له ښكلو نظرونو به دې زړه ساتې ترڅو

په كاڼو كي هينداره ساتل ګران كار دئ اشنا

زړګئ به دې په تاؤ دهجر ويلي سي آخر

يخئ دلمر له ناره ساتل ګران كار دئ اشنا

سپين مخ به دې دوخت ګرځونه لاندي كړي آخر

ښيښه تل له غباره ساتل ګران كار دئ اشنا

آزاد كه يې دهيلو په ځانګو كې يمنوي

ماشوم زړه پر كراره ساتل ګران كار دئ اشنا

په درناوي

محمدنعيم آزاد

سهيلي پښتونخوا پښين
--------------------------------------

نويسنده : محمدعلي عمري | ۴ آبان ۱۳۸۸ ساعت ۱۰:۳۱:۴۷ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


په مسلم باغ كې دكتاب مخكتنه او مشاعره وشوه

غونډه

په مسلم باغ كې دكتاب مخكتنه او مشاعره وشوه

تېره ورځ يعني پر ۲۴ نېټه په سهيلي پښتونخوا مسلم باغ كې يوه ستره مشاعره وشوه دغه مشاعره ديوې نوې ټولنې له لوري چي دسپين غرپښتو ادبي ټولنې په نامه سره ياديږي

جوړه شوې وه بايد يادونه وكړم چي دا وخت په مسلم باغ ښارګوټي كښې دپښتو ژبې دوي ټولني شته دي

چي يوه دپښتو ادبي قنديل په نامه سره يا ديږي

او يوه بيا دغه نوې سپين غر ټولنه ده

دسپين غر پښتوادبي ټولنې له لوري څخه ودې جوړې شوې مشاعرې ته دسهيلي پښتونخوا له بيلابېلو سيمو څخه ليكوالان او شاعران راغلي وو دغه مشاعره

دماښآم له لمانځه وروسته سم دستي پيل شوه

دمشاعرې خصوصي ميلمه

دجمعيت علماء اسلام نظرياتي ګوند ضلعي مشر٫ ښاغلي مولوي نورالله صاحب وو

دمشاعرې پيل دقرآن كريم په سپېڅلو آياتونو سره وشو

دتلاوت كلام الله دپاره حافظ كريم بخش راوبلل شو چي په خپل خواږه ږغ سره يې تلاوت وكړو

او وروسته بيالومړئ دسپين غر ادبي ټولنې دصدر ښاغلي سيد بادشاه شينواري پر چاپ شوي كتاب چي دڅړيكي او دردونه٫ په نامه سره ياديږي مخكتنه وشوه

په دې مخكتنه كې لومړۍ مقاله دپښتو ادبي كاروان ټولنې٫ دوكۍ صدر ښآغلي محمد نعيم شاكر وويله٫ او لدې وروسته بيا دوهمه مقاله له سهيلي پښتونخوا پښين څخه راغلي دروند شاعر ښاغلي عبدالباري اسير وړاندې كړه٫ چي بيا ورپسې

بله مقاله ښاغلي عمر ګل عسكر وړاندې كړه

او لدې وروسته بيا آزاده مشاعره پيل شوه

چي په ډير زيات شمير شاعرانو په دې مشاعره

كښې شعرونه وويل او دغه مشاعره

دشپې تر يوې بجې پوري روانه وه

او له هغه وروسته دډوډۍ بندوبست شوئ وو

هېره دې نه وي چي په دغه مشاعره كښې

چي تر ټولو ښه شعر چي دخلګو ډير خوښ شو

او ډير يې وستايلو هغه دپښتو ادبي غورځنګ كوټې٫ دملګري

دمحمدنعيم آزاد شعروو

چي اوس يې دلته تاسو ته ليكم

غزل

 

كورته راغلئ وو له ځان سره يې اور راوړئ

ورور وو له ډيرو زورورو څخه پور راوړئ

موږ به دې مينه پر لېمو هلته منلې واي چي

تاله زړګي سره تش لاس نه واي پيغور راوړئ

پر خپل ټيكري يې په خالو دشهيد نوم ليكلئ

دغه سوغات وو دورور قبر لره خور راوړئ

هغه قاتل دمرګ له پوره څخه ځان كړئ آزاد

دپښتانه كورته يې وو نه زه سپور راوړئ

محمدنعيم آزاد

 

 

 

 

٫٫٫

په درناوي

محمدعلي عمري

سهيلي پښتونخوا مسلم باغ

 

 ----------------------------------------------------

نويسنده : محمدعلي عمري | ۴ آبان ۱۳۸۸ ساعت ۱۲:۵۷:۱۱ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


[ ۱ ][ ۲ ][ ۳ ][ ۴ ][ ۵ ][ ۶ ][ ۷ ][ ۸ ][ ۹ ][ ۱۰ ][ ۱۱ ][ ۱۲ ][ ۱۳ ][ ۱۴ ][ ۱۵ ][ ۱۶ ][ ۱۷ ][ ۱۸ ][ ۱۹ ][ ۲۰ ][ ۲۱ ][ ۲۲ ][ ۲۳ ][ ۲۴ ][ ۲۵ ][ ۲۶ ][ ۲۷ ][ ۲۸ ][ ۲۹ ][ ۳۰ ][ ۳۱ ][ ۳۲ ][ ۳۳ ][ ۳۴ ][ ۳۵ ][ ۳۶ ][ ۳۷ ][ ۳۸ ][ ۳۹ ][ ۴۰ ][ ۴۱ ][ ۴۲ ][ ۴۳ ][ ۴۴ ][ ۴۵ ][ ۴۶ ][ ۴۷ ][ ۴۸ ][ ۴۹ ][ ۵۰ ][ ۵۱ ][ ۵۲ ][ ۵۳ ][ ۵۴ ][ ۵۵ ][ ۵۶ ][ ۵۷ ][ ۵۸ ][ ۵۹ ][ ۶۰ ][ ۶۱ ][ ۶۲ ][ ۶۳ ][ ۶۴ ][ ۶۵ ][ ۶۶ ][ ۶۷ ][ ۶۸ ][ ۶۹ ][ ۷۰ ][ ۷۱ ][ ۷۲ ][ ۷۳ ][ ۷۴ ][ ۷۵ ][ ۷۶ ][ ۷۷ ][ ۷۸ ][ ۷۹ ][ ۸۰ ][ ۸۱ ][ ۸۲ ][ ۸۳ ][ ۸۴ ][ ۸۵ ][ ۸۶ ][ ۸۷ ][ ۸۸ ][ ۸۹ ][ ۹۰ ][ ۹۱ ][ ۹۲ ][ ۹۳ ][ ۹۴ ][ ۹۵ ][ ۹۶ ][ ۹۷ ][ ۹۸ ][ ۹۹ ][ ۱۰۰ ][ ۱۰۱ ][ ۱۰۲ ][ ۱۰۳ ][ ۱۰۴ ][ ۱۰۵ ][ ۱۰۶ ][ ۱۰۷ ][ ۱۰۸ ][ ۱۰۹ ]

معرفي وبلاگ
 



http://larawbar.com/hella/

 
 

فهرست اصلي
 
صفحه نخست
پست الكترونيك
آرشيو مطالب
افزودن به علاقه مندي ها
صفحه خانگي
 

 
 

آرشيو موضوعي
 
شعورنه
اسلامي ليكني
لنډي كيسي
ادبي ټوټي
خبرتياوي
مقالي
بيلابيلي ليكني
انځورونه
اړ يكي
غو نډ ه
كتا بو نه
 
 

آرشيو ارسال ها
 
اسفند ۱۳۸۸
بهمن ۱۳۸۸
دى ۱۳۸۸
آذر ۱۳۸۸
آبان ۱۳۸۸
مهر ۱۳۸۸
 
 


پيوند ها
 
افغان ادبي بهير
تل افغان
ټاټوبئ
دارواښآد سيلاب ساپي بلاګ
روهي ويب پاڼه
غورځنګ ويب پاڼه
دميرمن كلتوري ټولنې ويب پاڼه
پښتوسندري
دتهران راديو پښتو خپرونه
دامريكاږغ اشنا راديو
دچين راديو پښتو خپرونه
دالمان ږغ راديو پښتو خپرونه
دښآغلي همت الله امين زي ويب سايټ
مورچل ويب پاڼه
خوست ويب پاڼّه
انلاين پښتو مشاعره
په زړه پورې افغانئ لينكستان
پكتيا ويب پاڼه
وحدت ورځپا ڼه پيښو ر
سور غر ويب پا ڼه
سپوږمۍ ويب پا ڼه
سمسور و يب پا ڼه
خوست راديو
دافغا نستا ن دطالبانو ويب پا ڼه
تاند ويب پا ڼه
پښتونخوا ويب پا ڼه
پكټ راديو پښتو خپرو نه
داستانونه ويب پا ڼه
زمو افغانستان ويب پا ڼه
ډيوه راديو ويب پا ڼه
دازادۍ راديو پښتو خپرونه
ليكوال ويب پا ڼه
هيواد ويب پا ڼه
اصلاح ويب پا ڼه
شهامت ويب پا ڼه
ريان اسلامي ويب پا ڼه
توره بوړه ويب پا ڼه
لوي غر ويب پا ڼه
د بي بي سي پښتو خپرونه
ګران وطن ويب پاڼه
بينوا ويب پاڼه
ټول افغان ويب پاڼه
دموسيقۍ په زړه پورې ويب پاڼه
دموسيقۍ ښكلې ويب پا ڼه
پښتا نه و يب پا ڼه
رومال و يب پا ڼه
ننګيا ل و يب پا ڼه
لوي افغانستان وېبپاڼه
طلوع ټلوېزيون
آرمان راډيو
لمر ټلوېزيون
نورين راډيو ټلوېزيون
پژواك خبري آژانس
ولس خبري اژانس
تول پښتانه وېبپاڼه
ميدان وردگ ولايت پانه
مسلمانان وېبپاڼه
دپښتنو شاعرانو شعرونه وېبلاك
حقيقت ويببانه
كره كتنه وېبلاك
دبازمحمد عابد وېبلاك
افغا ن ننګ ويب پا ڼه
لر او بر ويب پا ڼه
په زړه پوري اسلامي ويب سايټ
بلاګو نه و يب پا ڼه
خبرونه ډا ټ كام
دعبدالهادي حيران و يب پا ڼه
افغا ن كلتوري ودې ټولنه
دآپلوډ په زړه پوري ويب پا ڼه
پښتو نستا ن ويب سا يټ
دښځـو ويب پا ڼه / اوربل
آنلا ين ويب پـا ڼه
قا مو ســو نه و يب پاڼه
سلګۍ ويب پا ڼه
شعرو نه و يبلا ګ
سباؤن ويب پا ڼه
 
 


لوگوي دوستان
 
POWERD BY neginblog.com
 
 


كدهاي كاربر
 
 
 


 

تمام حقوق تعلق به نگین بلاگ است