هيــــــــــــــــــلـــه







هيــــــــــــــــــلـــه
دا ړ يــــــــــــكو پــــته

omari.zabul@gmail.com
صفحه اصلي | تماس با ما | آرشيو وبلاگ

شعر٫ خالد ريحان
flowers2

شعر٫ خالد ريحان

غزل

راشـــــه درنـــګونـــــو كاينات پـــه غيږكي ونيسه

كلك مې دې شاعر زړګئ سوغات په غيږكي ونيسه

جاردعرش په رغولي مي زخمي دعـــــــا قبوله كړه

اوښكي مـــــــــــــي رڼي دعرفات په غيږكي ونيسه

ويې لــــولــــــه ستــرګوكښي دعشق دحديثونو باب

ښكل يې كړه دښكلي مخ مشكلات په غيږكي ونيسه

خدايـــــه پــه دنيــــا چي دكرم وزري پــــلني كړي

مــــــــــــوږه بس دسولې دزكات په غيږكي ونيسه

خوله مې پر خوله كښيږده دواړه لاس رانه چاپيره كړه

لـــيږمي سپيري شــــونډي دنبات پــــه غيږكي ونيسه

ګل به دريحان شــــم ستا پــــه زلفوكي بـــه وځانګم

مــــــــازي مي اشنــــا دالتفات پـــــه غيږكي ونيسه

په مينه

خالد ريحان

سعودي عرب٫ طائف
b5cf2bbb080a4c8f588277a8b17636c4

نويسنده : محمدعلي عمري | ۳ شهريور ۱۳۸۹ ساعت ۰۶:۰۲:۵۳ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


دخواشينۍ خبر

دخواشينۍ  خبر

په ډيره خواشينۍ سره  خبرشوو چي دپښتو ژبې
سترمحقق اوشاعر سعيد ګوهر صاحب له دې فاني نړۍ سترګي پټي كړلي
لوي خداي جل جلاله دې دمباركې روژې په خاطر ارواښاد ګوهر صاحب ته
جنت الفردوس ورنصيب كړي دارواښاد ګوهر صاحب ورور٫ محمودايازصاحب
او دده ټولي كورنۍ ته دلوي خداي ج په درباركي  دصبر جميل غوښتونكي يو
كه څه هم  ارواښاد ګوهر صاحب له دې پاني نړۍ سترګي پټي كړې
خو دپښتو ژبې په غيږكي به دهمېشه دپاره دارواښاد مينه اوياد ژوندئ وي
خالق ج دې جنتونه وركړي آمين
٫٫٫٫
دپښتو ادبي قنديل ټولنې په استازيتوب
محمدعلي عمري
سهيلي پښتونخوا مسلم باغ

 

نويسنده : محمدعلي عمري | ۳ شهريور ۱۳۸۹ ساعت ۰۴:۰۸:۲۶ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


دخواشني خبر

دخواشني خبر

په خواشني سره خبريږوچي دځوان اوتكړه ليكوال ښاغلي محمد نعيم افغان پلار

له دي فاني دنيا سترګي پوټي كړي روح دي ښاد وې ، ښاغلي محمد نعم افغان اودكورني ټولو غړوته يي دلوي څښتن څخه صبراواجر غواړو

رحمت الله رحمت چمن

rahmatcmn@yahoo.com

نويسنده : محمدعلي عمري | ۳۱ مرداد ۱۳۸۹ ساعت ۱۱:۲۷:۱۳ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


دمباركې روژې د رخصت

دمباركې روژې د رخصت

يعني نه نيولو وجې

٫٫٫

په دې لاندي حالاتو كښي روژه خوړل روادي

٫٫٫٫٫٫

په سفر كښي ٫ په حمل كي چي بچي ته پۍ وركوي ٫

دمرض په وجه٫ دبوډا توب په وجه٫ دظلم په وجه دهلاكت په وجه ٫ عقل ته دنصان رسيدلو په وجه ٫ او دجهاد په وجه ٫ له سفر څخه مراد شرعي سفر دئ يعني دري ورځي مسافت٫ په موجوده مسافت سره پاو باندي اويا كيلومتره دي٫ چي كوم سړئ ددومره مسافت نيت وكړي او دكورنه وځي اګر كه ديو ناجايز مقصد دپاره ووځي نو دده دپاره روژه نه نيول جايز دي٫ خو كه تكليف نه وي نو روژه نيول بهتر دي او كه تكليف وي نو بيا روژه نه نيول بهتر دي او كه دهلاكت وېره وي نو بيا روژه نه نيول واجب دي

البحرالرائق ص۲۸۲ـ ردالمختارص ۲۴۱ ج ۱

٫٫٫

مسئله

حامله اوپۍ وركونكې ښځه كه هغه موروي او دايي ٫ خپل ځان يا بچي ته د رسيدو خطر ه وي نو روژه نه نيول جايز دي همداډول كه مريض ته دمرض دزياتيدو وېره وي ياژر دنه تندروست كيدو وېره وي نودوي ته هم دروژې دنه نيولو اجازت شته البته په دې حالاتو كښي به له يو مسلمان ډاكټر څخه مشوره اخلي يواځې پر خپل وهم او ګمان روژه نه نيول جايز نه دي اوپه ماتولو سره يې كفاره ده همدغه حكم دئ دغير مسلم غير ماهر او دفاسق او دبېدينه ډاكټر ياطبيب دغلطې مشورې يعني ددوي خبرو ته څه اعتبار نشته٫ كه دلوږې يا تندې نه دمرګ يا عقل ته دنقصان رسيدو خطره وي نو روژه ماتول جايز دي همدغه شان كه څوك يې په روژه ماتولو مجبوره كړي نو بيا هم روژه ماتولاي شي او كه دزور باوجود يې هم ماته نه كړي نو اجر ورته ملاويږي كه مار او چيچلو او دهلاكت ياعقل ته دنقصان رسيدلو خطره وي

نو دوايي څكلئ شي

ردالمختار ص ۴۲۱ ج ۲

٫٫٫٫٫

مسئله

چي كله هم دحيض او نفاس وينه راغله نو دښځې روژه ماته شوه ددې دپاره خوراك اوڅښاك جايزدئ كه په پته يې خوري او كه په ښكاره بيا دصبا صادق نه ټيك په لسمه ورځ پس حيض بند شو نو پدې ورځ روژه نيول ضروري دئ او كه دلسو ورځو نه په كمه موده كي پاكه شوه نو كه دومره وخت ورته ملاؤ شو چي دصبا كيدو نه لږ مخكي په تيزۍ سره له غسل څخه فاريغه كيدلاي شي نو روژه نيول ضروري دي او كه په غسل كولو كي پرې سبا شو نو روژه دې نه نيسي

عالمګيري ص ۲۰۷ ج ۲

٫٫٫

مسئله

شيخ فاني يعني داسي كمزورئ بوډا سړئ چي دهغه دروژې نيولو نه په مستقل طور سره معذورت وي او هغه په كال كي په يو موسم كي هم روژه نه سي نيولاي نو ده ته دروژې نه نيولو اجازت شته٫ هغه دې دهرې ورځې په بدله كي دصدقه فطر په مقدار فديه ادا كوي او داحكم دهغې روژې متعلق دئ چي پخپله اصل او مقصود وي٫ لكه دقضايي رمضان روژې٫ دنذر٫ او داظهار دكفارې روژې او دافطار روژې او دقسم دكفارې روژې يا دقتل دكفارې روژې نه عاجزه وي نو فديه نه شي وركولاي ځكه چي داروژې په خپله مقصود نه دي بلكه دبل څيز بدل دي او قديه كه درمضان په شروع كي په يوځل وركوي يا ددې نه پس او كه ديوې روژې فديه ديو مسكين پر ځاي كه پر ډيرو مسكينانو تقسم كړي نوبيا هم جايز دي او دقديې ادا كولو نه پس كه دروژې نيولو طاقت پكښي پيدا شو نو دروژې نيول ضروري دئ او هغه فديه نفلي فديه شوه او كه دغربۍ په وجه دفديې وركولو څخه هم عاجزه وي نو بيا دې توبه او استغفار كوي

عالمګيريه ص ۲۰۶ ج ۲ ـ ردالمختار ص ۴۲۷ ج ۲

مع تحرير المختار

٫٫٫

دراجع قول مطابق دصدقه فطر پشان دډيرو روژو قديه يو مسكين ته وركولئ شي٫٫٫

كذا في امداد الفتاوي ص ۴۳۸ ج ۴

٫٫٫٫٫٫٫٫

مسئله

كه دچا روژه ماته شوه نو ددې دقضا پر وخت دوخت تعين ضروري نه دئ چي دفلاني تاريخ يا فلانۍ ورځې روژه نيسم او كه ديو رمضان ډيري روژې وي نو بيا هم ددې تعين كول ضروري نه دئ بيا هم كه تعين وكړي چي دا دړومبۍ روژې قضا كومه او دا ددويمې نو بهتره ده او كه دمختليفو رمضانونو روژې وي نو دهر رمضان دروژې نيت كول ضروري دئ

البته په دې كښي دفقهاوو اختلاف دئ يعني كه يې بغير له تعينه ونيسه هم جايز دئ خو احتياط په دې كښي دئ چي متعين يې كړي يعني چي دا دفلاني رمضان دړومبۍ روژې قضا ده او دا ددويمې

ردالمختارص ۷۳۴ ج۶

٫٫٫

مسئله

يو معزور يا مرض دمختليفو كالونو فديه وركول غواړي او په فديه كښي دغلې پر ځاي دغلې قيمت وركول غواړي نو هغه قيمت دې وركړي چي كوم ددې داداكولو په وخت كي وو نه ي دهغه وخت په كوم كښي چي فديه پر واجب شوې وه ځكه چي په دې كښي اصل واجب غنم دي قيمت ددې قائم مقام دئ نو ځكه به دادا كولو دوخت اعتبار وي

احسن الفتاوي

ص ۴۴۱ ج ۴

٫٫٫٫٫٫٫

مسئله

چي كوم سړئ دڅه شرعي عذر په وجه روژه ونه نيسي يا يې ونيسي او بيايې ماته كړي او بيا عام يعني دخلګو په مخكي خوراك اوڅښاك وكړي نودا واجب القتل دئ ځكه چي دئ په دين پورې خنداكوي يا ددين له يو بنيادي حكم څخه منكر دئ٫ يقتل لانه مستهزئي بالدين اومنكر لما ثبت منه بالضروة ولا خلاف في حل قتله ولامربه ٫ ردالمختار

٫٫٫ خو دده قتل كول دحكومت ذمواري ده ديوعام سړي دپاره داسي اقدام كول جايزنه ديالبته پر عوامو لازم دي چي له داسي سړي سره تعلقات پريږدي تردې چي هغه له دې ګناه كبيره څخه توبه وباسي

٫٫٫٫

مسئله

ماشوم كه دلسو كالو سي او دده قوت اوصحت داسي وي چي په اسانۍ سره روژه ساتلئ شي نو دده پر مشرانو باندي كه هغه پلار وي يا استاذ لازم دي چي په ده باندي روژه ونيسي كه يې نه نيسي نو هغه دي ووهي اوروژه دې په نيسي كه پوره مياشت روژې نه سي نيولاي نوچي څومره روژې په اسانۍ سره نيولاي شي نو هغه دي ونيسي كه روژه ونيسي اوبيا يې ماته كړي نو پر ده قضا نشته خو كه لمونځ مات كړي نو دوباره دې په وكړي

ردالمختارص ۴۰۹ ج۲

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

په پښتنه مينه

محمدعلي عمري

سهيلي پښتونخوا مسلم باغ

نويسنده : محمدعلي عمري | ۳۱ مرداد ۱۳۸۹ ساعت ۰۲:۱۶:۳۱ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


شعر٫ منير خټك

شعر٫ منير خټك

غزل

هـــــردرد قرار شو هره څړيكه دپر هر ويده شوه

چي څــه موده پس مې هغه دزړه پر سر ويده شوه

دانتظــــــــار او شوګيرو لـــــه قيدنه خلاصه شوله

چاورته وې ياردې راځي په دې خبر ويده شوه

اوس هغه جوش نه كوي هغـــــــه ولولي نه كوي

پښتونه وينه دې په تن كي څنـــــــګه ژر ويده شوه

دومره ساده ده چي بې څــــه دسادګۍ وايمـــــــــه

ستړې له غره راغله په څانګو دنښتر ويـــده شوه

بغيـــــر لـــــــه دېنــــه به منيره څنګه ژوند تيروو

مينه په ټولې پښتونخوا كي لــــرو بــــر ويده شوه

منير خټك

خيبر پښتونخوا پيښور ښار

نويسنده : محمدعلي عمري | ۳۰ مرداد ۱۳۸۹ ساعت ۱۰:۳۶:۲۱ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


[ ۱ ][ ۲ ][ ۳ ][ ۴ ][ ۵ ][ ۶ ][ ۷ ][ ۸ ][ ۹ ][ ۱۰ ][ ۱۱ ][ ۱۲ ][ ۱۳ ][ ۱۴ ][ ۱۵ ][ ۱۶ ][ ۱۷ ][ ۱۸ ][ ۱۹ ][ ۲۰ ][ ۲۱ ][ ۲۲ ][ ۲۳ ][ ۲۴ ][ ۲۵ ][ ۲۶ ][ ۲۷ ][ ۲۸ ][ ۲۹ ][ ۳۰ ][ ۳۱ ][ ۳۲ ][ ۳۳ ][ ۳۴ ][ ۳۵ ][ ۳۶ ][ ۳۷ ][ ۳۸ ][ ۳۹ ][ ۴۰ ][ ۴۱ ][ ۴۲ ][ ۴۳ ][ ۴۴ ][ ۴۵ ][ ۴۶ ][ ۴۷ ][ ۴۸ ][ ۴۹ ][ ۵۰ ][ ۵۱ ][ ۵۲ ][ ۵۳ ][ ۵۴ ][ ۵۵ ][ ۵۶ ][ ۵۷ ][ ۵۸ ][ ۵۹ ][ ۶۰ ][ ۶۱ ][ ۶۲ ][ ۶۳ ][ ۶۴ ][ ۶۵ ][ ۶۶ ][ ۶۷ ][ ۶۸ ][ ۶۹ ][ ۷۰ ][ ۷۱ ][ ۷۲ ][ ۷۳ ][ ۷۴ ][ ۷۵ ][ ۷۶ ][ ۷۷ ][ ۷۸ ][ ۷۹ ][ ۸۰ ][ ۸۱ ][ ۸۲ ][ ۸۳ ][ ۸۴ ][ ۸۵ ][ ۸۶ ][ ۸۷ ][ ۸۸ ][ ۸۹ ][ ۹۰ ][ ۹۱ ][ ۹۲ ][ ۹۳ ][ ۹۴ ][ ۹۵ ][ ۹۶ ][ ۹۷ ][ ۹۸ ][ ۹۹ ][ ۱۰۰ ][ ۱۰۱ ][ ۱۰۲ ][ ۱۰۳ ][ ۱۰۴ ][ ۱۰۵ ][ ۱۰۶ ][ ۱۰۷ ][ ۱۰۸ ][ ۱۰۹ ][ ۱۱۰ ][ ۱۱۱ ][ ۱۱۲ ][ ۱۱۳ ][ ۱۱۴ ][ ۱۱۵ ][ ۱۱۶ ][ ۱۱۷ ][ ۱۱۸ ][ ۱۱۹ ][ ۱۲۰ ][ ۱۲۱ ][ ۱۲۲ ][ ۱۲۳ ][ ۱۲۴ ][ ۱۲۵ ][ ۱۲۶ ][ ۱۲۷ ][ ۱۲۸ ][ ۱۲۹ ][ ۱۳۰ ][ ۱۳۱ ][ ۱۳۲ ][ ۱۳۳ ][ ۱۳۴ ][ ۱۳۵ ][ ۱۳۶ ][ ۱۳۷ ][ ۱۳۸ ][ ۱۳۹ ][ ۱۴۰ ][ ۱۴۱ ][ ۱۴۲ ][ ۱۴۳ ][ ۱۴۴ ][ ۱۴۵ ]
معرفي وبلاگ
 



http://larawbar.com/hella/

 
 

فهرست اصلي
 
صفحه نخست
پست الكترونيك
آرشيو مطالب
افزودن به علاقه مندي ها
صفحه خانگي
 

 
 

آرشيو موضوعي
 
شعورنه
اسلامي ليكني
لنډي كيسي
ادبي ټوټي
خبرتياوي
مقالي
بيلابيلي ليكني
انځورونه
اړ يكي
غو نډ ه
كتا بو نه
بر يښنـــا ليكونه
درحمت الله رحمت ناول
 
 

آرشيو ارسال ها
 
شهريور ۱۳۸۹
مرداد ۱۳۸۹
تير ۱۳۸۹
خرداد ۱۳۸۹
ارديبهشت ۱۳۸۹
فروردين ۱۳۸۹
 
 


پيوند ها
 
افغان ادبي بهير
تل افغان
ټاټوبئ
دارواښآد سيلاب ساپي بلاګ
روهي ويب پاڼه
غورځنګ ويب پاڼه
دميرمن كلتوري ټولنې ويب پاڼه
پښتوسندري
دتهران راديو پښتو خپرونه
دامريكاږغ اشنا راديو
دچين راديو پښتو خپرونه
دالمان ږغ راديو پښتو خپرونه
دښآغلي همت الله امين زي ويب سايټ
مورچل ويب پاڼه
خوست ويب پاڼّه
انلاين پښتو مشاعره
په زړه پورې افغانئ لينكستان
پكتيا ويب پاڼه
وحدت ورځپا ڼه پيښو ر
سور غر ويب پا ڼه
سپوږمۍ ويب پا ڼه
سمسور و يب پا ڼه
خوست راديو
دافغا نستا ن دطالبانو ويب پا ڼه
تاند ويب پا ڼه
پښتونخوا ويب پا ڼه
پكټ راديو پښتو خپرو نه
داستانونه ويب پا ڼه
زمو افغانستان ويب پا ڼه
ډيوه راديو ويب پا ڼه
دازادۍ راديو پښتو خپرونه
ليكوال ويب پا ڼه
هيواد ويب پا ڼه
اصلاح ويب پا ڼه
شهامت ويب پا ڼه
ريان اسلامي ويب پا ڼه
توره بوړه ويب پا ڼه
لوي غر ويب پا ڼه
د بي بي سي پښتو خپرونه
ګران وطن ويب پاڼه
بينوا ويب پاڼه
ټول افغان ويب پاڼه
دموسيقۍ په زړه پورې ويب پاڼه
دموسيقۍ ښكلې ويب پا ڼه
پښتا نه و يب پا ڼه
رومال و يب پا ڼه
ننګيا ل و يب پا ڼه
لوي افغانستان وېبپاڼه
طلوع ټلوېزيون
آرمان راډيو
لمر ټلوېزيون
نورين راډيو ټلوېزيون
پژواك خبري آژانس
ولس خبري اژانس
تول پښتانه وېبپاڼه
ميدان وردگ ولايت پانه
مسلمانان وېبپاڼه
دپښتنو شاعرانو شعرونه وېبلاك
حقيقت ويببانه
كره كتنه وېبلاك
دبازمحمد عابد وېبلاك
افغا ن ننګ ويب پا ڼه
لر او بر ويب پا ڼه
په زړه پوري اسلامي ويب سايټ
بلاګو نه و يب پا ڼه
خبرونه ډا ټ كام
دعبدالهادي حيران و يب پا ڼه
افغا ن كلتوري ودې ټولنه
دآپلوډ په زړه پوري ويب پا ڼه
پښتو نستا ن ويب سا يټ
دښځـو ويب پا ڼه / اوربل
آنلا ين ويب پـا ڼه
قا مو ســو نه و يب پاڼه
سلګۍ ويب پا ڼه
شعرو نه و يبلا ګ
سباؤن ويب پا ڼه
د اجمل اند ويب پا ڼـــه
لمر و يب لا ګ
ليكوال ويب پاڼه
بوريوال كاكړ بلاګ
افغان رساله
دانش خپرندويه ټولنه
دانټر نيټي تبليغاتو سايټ
ديدنونه ويب پاڼه
نړ ۍ وال ويب پاڼه
دجهاني صاحب ويب پاڼه
كندهار تلويزيون ويب پاڼه
 
 


لوگوي دوستان
 
POWERD BY neginblog.com
 
 


كدهاي كاربر
 
 
 


 

تمام حقوق تعلق به نگین بلاگ است