هيــــــــــــــــــلـــه







هيــــــــــــــــــلـــه
دا ړ يــــــــــــكو پــــته

m.ali.umari@hotmail.com
صفحه اصلي | تماس با ما | آرشيو وبلاگ

شعر ٫ غنمرنګ كوچي

شعر ٫ غنمرنګ كوچي

غزل

څه دلته په وطن كي اوسه پوري دئ اشنا

ملګري خو زما داسمان ستوري دي آشنا

وفا كوي صرف دومره چي له كاره پرې ونه ووزي

په غه يو عادت كي ټول كمزوري دي آشنا

ضروربه ورته ورشو دا څه ګرانه قصه نه ده

رښتيا هم لېوان نه دي خو سرزوري دي آشنا

كوچيه داسي نه وي چي له دوي هم ګذار وخورو

ته دوي نه تپوس وكړه دكوم لوري دي آشنا

غنمرنګ كوچي

پيښور بډه بېره

نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۸ آبان ۱۳۸۸ ساعت ۰۸:۱۶:۵۰ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


دغوټۍ زندګي

دغوټۍ زندګي

ډيري شپي ورځي تيري شوي موسمونه واوښته راواوښته

دسمندر دغاړي بادونو وريځي دځانه سره راوړي

وريځو ددغه ځاي په حالت وژړل او اوښكي يې توي كړي داوښكو خوړونه شو او بيا ويالي شوي او وروسته دګل په ښاخ كي وچليدي٫ خداي ذده څومره علل او اسباب سره يو ځاي شواو څومره شرايط وجودته راغلل چي په دغه باندې دغوټۍ ټوله زندګي مرتبه شوه دسحرندي شمال په دي غوټۍ ورو ورو دشفقت لاس تيرولو دشپي پرخي ورباندي خپله دُر افشاني كوله چي څو دشمال په ډيره دلاسا ينه غوټۍ خپل شين داروڼ له مخه لري كړ دچمن طراوت دمرغانو نغمو داسمان دشين فضا لا انتهائيت دلمر زرينو پلوشو دسپوږمۍ مرنجو بيت دستورو مرمزو اشارو او دكائناتو نظام ته ئې وكاته او په نيمه خوله ئې وخندل چي څو بيا دې خوله خندا ته جوړوله لمر دماپښين ځاي ته راغلئ وو غوټۍ دده خواته مخ واړاوه او سر ئې ټيټ كړ كوم وخت چي لمر پرېواته كه لمر طلايې پلوشو سره دنسيم په لګېدو دغوټۍ نازكي پاڼي رپيدې دې دئ په داسي اواز چي ايله دشاعر دزړه غوږونو اوريدئ شو ويل چي پاكي ده تالره اې خالقه اې دكائناتو صانعه ستا عالم څومره ښايسته دئ څومره ګلالئ او څومره وسيع مګر اې خاونده زما دزندګۍ وار همدا وو٫ پس له لږ سكوته٫ باداره پاكي ده تالره راضي يم چي ستا دبې انتها ملك يو ډيره جزي برخه بر ما ښايسته شوه ستا دمخلوقاتو دسترګو طراوت وګرځېدم بلبلان راباندي وچوڼېدل بوراګان راباندي والوتل دسبا وږمې زما خوشبويي يووړه او خفه زړونه ئې خوشحاله كړل ديره ثنا ده تالره چي زه ګل يم او اغزئ نه يم

 

په درناوي

فضل الله عمري

پيښور٫ آف ضلع مانسهره

اچهړيا كيمپ

نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۶ آبان ۱۳۸۸ ساعت ۰۸:۴۶:۵۹ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


شعر٫ ارواښاد٫ قلندر مومند
 

شعر٫ ارواښاد٫ قلندر مومند

زه چي له تانه وضاحت داقرارونو غواړم

څومره خوش فهمه يم جواز داقرارونو غواړم

دابې بانې ورانه زما زړه سره نه جوړيږي

بې مروته٫ زه مرګئ په مدارونو غواړم

زه ستا مخفل ته غونچه فمه آخر ولې راتلم؟

چي برناحقه آخر حق داظهارونو غواړم

اوس خو خواږه ئې دخبرو پر ما نه دي پېرزو

خدايه ماكوڼ كړې چي ئې ږغ په تكرارونو غواړم

زه دګل چين په بدو سترګو كښې اغزئ يم ولې؟

خو بس په دې چي مدام خير دبهارونو غواړم

دزلفو وريځو كښې دشونډو شفق وغلولم

څومره ساده يم شپو نه پور دسهارونو غواړم

هغه سپوږمۍ چي زما ژوند ئې په تيرو كښې پرېښود

زه ئې دستوريو په رڼا كښې په پارونو غواړم

چي ستا قامت او رخسارونه مې په زړه خواره دي

څوك به مې ګرم كړي كه اوس ګل په نارونو غواړم

تا قلندره عنابي شونډې ليدلي نه دي

دا زما خوښه ده٫ چې زړه په انګارونو غواړم

نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۶ آبان ۱۳۸۸ ساعت ۰۸:۳۹:۱۴ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


د نړۍ تر ټولو زيات خپرېدونكى اواز

د نړۍ تر ټولو زيات خپرېدونكى اواز

ژباړه عبدالرزاق حبيبي

 

 

د يو نړيوال راپور له مخې په نړۍ كې تر ټولو زيات خورېدونكى اواز اذان ښودل شوى دى ، ددې راپور له مخې هره ورځ اذان دانډونيشيا دختيځو جزيرو څخه د صبح صادق د ختلو سره پيلېږي او په يو وخت كې په زرګونو اذان كوونكي د الله د توحيد او د رسول الله د رسالت اعلانونه كوي ، د ختيځو جزيرو څخه دا پړاو لويديځو جزيرو په لوري حركت كوي او نيم ساعت وروسته د اذانونو دا سلسله د سماټرا په جزيرو كې پيلېږي او د سماټرا په كليو او ښارونو كې د اذانونه له پيلېدو مخكې د ملايا په جوماتونو كې د اذانونو اوازونه پورته شي ، دا سلسله نيم ساعت وروسته د بنګله دېش پايتخت ډاكه ته رسېږي ، په بنګله دېش كې لا اذانونه نه وي ختم شوي چې د كلكتې څخه تر سريلنكا پورې اذانونه پيل شي ، او له كلكتې څخه د هند تر بمبئي پورې ټول اذانونه پيل شي او د هندوستان ټوله فضا د الله د توحيد او د هغه د رسول صلى الله عليه وسلم د رسالت اعلانونه ونيسي ، په هندوستان كې چې اذانونه په ختمېدو شي نو د كشمير په سرې نګر او سيالكوټ كې پيل شي او او له سيالكوټ څخه دا سلسله د پاكستان كراچۍ ، ګوادراو له هغه څخه بيا ټول پاكستان ته ورسېږي په پاكستان كې تر اذانونو ختمېدو وروسته دا سلسله افغانستان او مسقط ته ورسېږي او په دې وخت كې د افغانستان او مسقط تر منځ ټوله فضا اذانونه نيولي وي ، د مسقط څخه تر بغداد پورې د يو ساعت فرق دى په دې وخت كې د سعودي عربستان ، يمن ، متحده عرب امارات ، كويت او عراق سيمه په مسلسل ټول اذانونه په خپله غېږه كې رانغښتې وي د بغداد څخه بيا تر اسكندريې پورې يو ساعت فرق دى په دې كې د اذانونو دا هوا په شام ، مصر، صوماليه او سوډان كې لګېږي ، اسكندريه او استنبول د هېواد په طول او عرض كې واقع كې دي له هغه څخه بيا د ختيځې تركيې پورې د نيم ساعت فرق وي په دې وخت كې د تركيې ټوله فضا اذانونو نيولي وي . د سكندريې څخه بيا تر طرابلس پورې د نيم ساعت فرق دى په دې وخت كې اذانونه په شمالي امريكه ، لېبيا او تيونس كې پيل شي او ټوله فضا بيا دالله توحيد او د رسول الله صلى الله عليه وسلم د رسالت اعلانونه ونيسي ، د سبا د راختلو دا اذان ، چې له انډونيشيا څخه پيل شوي و د نهه نيم ساعته سفر نه وروسته د اقيانونس بحر ختيځو غاړو ته رسېږي ، دا سلسله لا داقيانونس بحر غاړو ته رسېدلي نه وي ، چې په اندونيشيا كې بيا د ماسپښين اذان پيل شي او په دې ډول په ټوله ځمكه كې يوه ثانيه هم داسې نه راځي ، چې په سلګونو، په زرګونو بلكې په لكونو اذان كوونكي دالله د توحيد او د هغه د رسول الله صلى الله عليه وسلم د رسالت اعلان ونه كړي او دا سلسله به تر قيامته پورې جاري وي

 له ننګيال ويب پاڼې څخه په مننه

 

 

نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۶ آبان ۱۳۸۸ ساعت ۰۸:۳۴:۴۴ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


غزل

غزل

دزړه غوښي مي را سوځي پټي پټي

اشنا ستا دعشق لمبي لكه سكروټي

دمجنون رنګه مي مه غواړه په دښت كي

ماتوم لكه فرهاد په مخ كي ګټي

ته په خپل نقاب نازيږه مه صنمه

ما دي كړي ننداري دي پټي پټي

ته دعا راته كوه هيڅ ژړا مه كړه

بېګانه چي مي تر سر جوړي كړي خټي

نن به زه عبدالقادر مجرم محتاج وم

كه رښتيا دژوندون هرڅه وي په مټي

عبدالقادر مجرم

سهيلي پښتونخوا كلاسيف الله

نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۵ آبان ۱۳۸۸ ساعت ۰۸:۳۲:۱۴ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


[ ۱ ][ ۲ ][ ۳ ][ ۴ ][ ۵ ][ ۶ ][ ۷ ][ ۸ ][ ۹ ][ ۱۰ ][ ۱۱ ][ ۱۲ ][ ۱۳ ][ ۱۴ ][ ۱۵ ][ ۱۶ ][ ۱۷ ][ ۱۸ ][ ۱۹ ][ ۲۰ ][ ۲۱ ][ ۲۲ ][ ۲۳ ][ ۲۴ ][ ۲۵ ][ ۲۶ ][ ۲۷ ][ ۲۸ ][ ۲۹ ][ ۳۰ ][ ۳۱ ][ ۳۲ ][ ۳۳ ][ ۳۴ ][ ۳۵ ][ ۳۶ ][ ۳۷ ][ ۳۸ ][ ۳۹ ][ ۴۰ ][ ۴۱ ][ ۴۲ ][ ۴۳ ][ ۴۴ ][ ۴۵ ][ ۴۶ ][ ۴۷ ][ ۴۸ ][ ۴۹ ][ ۵۰ ][ ۵۱ ][ ۵۲ ][ ۵۳ ][ ۵۴ ][ ۵۵ ][ ۵۶ ][ ۵۷ ][ ۵۸ ][ ۵۹ ][ ۶۰ ][ ۶۱ ][ ۶۲ ][ ۶۳ ][ ۶۴ ][ ۶۵ ][ ۶۶ ][ ۶۷ ][ ۶۸ ][ ۶۹ ][ ۷۰ ][ ۷۱ ][ ۷۲ ][ ۷۳ ][ ۷۴ ][ ۷۵ ][ ۷۶ ][ ۷۷ ][ ۷۸ ][ ۷۹ ][ ۸۰ ][ ۸۱ ][ ۸۲ ][ ۸۳ ][ ۸۴ ][ ۸۵ ][ ۸۶ ][ ۸۷ ][ ۸۸ ][ ۸۹ ][ ۹۰ ][ ۹۱ ][ ۹۲ ][ ۹۳ ][ ۹۴ ][ ۹۵ ][ ۹۶ ][ ۹۷ ][ ۹۸ ][ ۹۹ ][ ۱۰۰ ][ ۱۰۱ ][ ۱۰۲ ][ ۱۰۳ ][ ۱۰۴ ][ ۱۰۵ ][ ۱۰۶ ][ ۱۰۷ ][ ۱۰۸ ][ ۱۰۹ ]

معرفي وبلاگ
 



http://larawbar.com/hella/

 
 

فهرست اصلي
 
صفحه نخست
پست الكترونيك
آرشيو مطالب
افزودن به علاقه مندي ها
صفحه خانگي
 

 
 

آرشيو موضوعي
 
شعورنه
اسلامي ليكني
لنډي كيسي
ادبي ټوټي
خبرتياوي
مقالي
بيلابيلي ليكني
انځورونه
اړ يكي
غو نډ ه
كتا بو نه
 
 

آرشيو ارسال ها
 
اسفند ۱۳۸۸
بهمن ۱۳۸۸
دى ۱۳۸۸
آذر ۱۳۸۸
آبان ۱۳۸۸
مهر ۱۳۸۸
 
 


پيوند ها
 
افغان ادبي بهير
تل افغان
ټاټوبئ
دارواښآد سيلاب ساپي بلاګ
روهي ويب پاڼه
غورځنګ ويب پاڼه
دميرمن كلتوري ټولنې ويب پاڼه
پښتوسندري
دتهران راديو پښتو خپرونه
دامريكاږغ اشنا راديو
دچين راديو پښتو خپرونه
دالمان ږغ راديو پښتو خپرونه
دښآغلي همت الله امين زي ويب سايټ
مورچل ويب پاڼه
خوست ويب پاڼّه
انلاين پښتو مشاعره
په زړه پورې افغانئ لينكستان
پكتيا ويب پاڼه
وحدت ورځپا ڼه پيښو ر
سور غر ويب پا ڼه
سپوږمۍ ويب پا ڼه
سمسور و يب پا ڼه
خوست راديو
دافغا نستا ن دطالبانو ويب پا ڼه
تاند ويب پا ڼه
پښتونخوا ويب پا ڼه
پكټ راديو پښتو خپرو نه
داستانونه ويب پا ڼه
زمو افغانستان ويب پا ڼه
ډيوه راديو ويب پا ڼه
دازادۍ راديو پښتو خپرونه
ليكوال ويب پا ڼه
هيواد ويب پا ڼه
اصلاح ويب پا ڼه
شهامت ويب پا ڼه
ريان اسلامي ويب پا ڼه
توره بوړه ويب پا ڼه
لوي غر ويب پا ڼه
د بي بي سي پښتو خپرونه
ګران وطن ويب پاڼه
بينوا ويب پاڼه
ټول افغان ويب پاڼه
دموسيقۍ په زړه پورې ويب پاڼه
دموسيقۍ ښكلې ويب پا ڼه
پښتا نه و يب پا ڼه
رومال و يب پا ڼه
ننګيا ل و يب پا ڼه
لوي افغانستان وېبپاڼه
طلوع ټلوېزيون
آرمان راډيو
لمر ټلوېزيون
نورين راډيو ټلوېزيون
پژواك خبري آژانس
ولس خبري اژانس
تول پښتانه وېبپاڼه
ميدان وردگ ولايت پانه
مسلمانان وېبپاڼه
دپښتنو شاعرانو شعرونه وېبلاك
حقيقت ويببانه
كره كتنه وېبلاك
دبازمحمد عابد وېبلاك
افغا ن ننګ ويب پا ڼه
لر او بر ويب پا ڼه
په زړه پوري اسلامي ويب سايټ
بلاګو نه و يب پا ڼه
خبرونه ډا ټ كام
دعبدالهادي حيران و يب پا ڼه
افغا ن كلتوري ودې ټولنه
دآپلوډ په زړه پوري ويب پا ڼه
پښتو نستا ن ويب سا يټ
دښځـو ويب پا ڼه / اوربل
آنلا ين ويب پـا ڼه
قا مو ســو نه و يب پاڼه
سلګۍ ويب پا ڼه
شعرو نه و يبلا ګ
سباؤن ويب پا ڼه
 
 


لوگوي دوستان
 
POWERD BY neginblog.com
 
 


كدهاي كاربر
 
 
 


 

تمام حقوق تعلق به نگین بلاگ است