هيــــــــــــــــــلـــه
دا ړ يــــــــــــكو پــــته m.ali.umari@hotmail.com |
| صفحه اصلي | تماس با ما | آرشيو وبلاگ |
پښتو متلونه ۱ كار په كولو كېږي ۲ د طاقت نه مهارت ښه دى ۳ دلته دم او قدم دواړه په حساب دي ۴
شتمنه ښځه به درنه غلام جوړوي ۵ عزت كوه عزت به دې كېږي ۶ تللى وخت بېرته په لاس نه راځي ۷ وخت د هر غم دوا دى ۸ علم د ښه سړي نه ډېر ښه او د بد سړي نه ډېر بد جوړوي ٫٫٫٫٫٫ په درناوي محمدعلي عمري سهيلي پښتونخوا مسلم باغ
نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۷ آبان ۱۳۸۸ ساعت ۰۱:۱۴:۵۳ | آرشيو نظرات (0)
شعر٫ عبدالباري اسير غزل زه چي ګورم شاوخوا دژړا وړدي هلته هغه دلته دا دژړا وړ دي زه دكوم يوه په غم كي اوس غمجن شم نن به سل كي چي اتيا دژړا وړ دي اطاعت چي دي اوس نه كوي باداره بندګان اوس دلته ستا دژړا وړ دي انسانان ئې كښته نه پريږدي پر ځمكه ټول مرغان اوس دهوا دژړا وړ دي پر يوه كمبله نه كښيني اسيره دغه خلګ دلته بيا دژړا وړدي په احترام عبدالباري اسير سهيلي پښتونخوا پښين
نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۵ آبان ۱۳۸۸ ساعت ۰۸:۰۸:۲۹ | آرشيو نظرات (0)
شعر٫ درياخان حقمل چي درواخلم قدمونه ستا پر لوري ټوله مځكه زلزله سي راته ښوري زه چي ټوله شپه شوګيروم ستا دپاره زما ګواه دي دغه لوړ دآسمان ستوري ------------
درياخان حقمل سهيلي پښتونخوا سنجاوۍ
نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۵ آبان ۱۳۸۸ ساعت ۰۸:۰۳:۲۳ | آرشيو نظرات (0)
شعر٫رحمت زلمي راشئ دالمحه مو دنفرت دوركيدلو ده راشئ الميه مو دوجود دختميدلو ده راشئ كه بقا دخپل وطن او دخپل قام غواړئ پاته يوه لمحه ده او دا هم پرتيريدلو ده توري بلاګاني دوحشت درته رادرومي لا راشئ پر وطن موتوره شپه پر خوريدلو ده راشئ ددښمن په ضدرايوشئ كه نجات غواړئ كله بې له دې مو بله لار دخلاصيدلو ده راشئ آخر ولې ديووالي لارمو هېره ده راشئ په والله چي تر خبرو خبرتېره ده
رحمت زلمي سهيلي پښتونخواژوب
نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۳ آبان ۱۳۸۸ ساعت ۰۸:۵۷:۴۷ | آرشيو نظرات (0)
غزل اشنا داستا دهجر تورو شپو سره بلد يو پاخه شو محبت كي شو ګيرو سره بلد يو موږ څښلي په وار وار دي دساقي دلاس جامونه سري شونډي رانژدې كړه دنشو سره بلد يو كه څه هم په دې ښار كي دهرځاي وګړي اوسي خو موږ پكي يواځي پښتنو سره بلد يو دزړه كورنه مې ايستي ددنيا واړه غمونه راځه دجانان غمه له غمو سره بلد يو كوچيه مونګه نه كوو ګيله دچا له ظلمه كوچيه موږ دوخت له ګذارو سره بلد يو غنمرنګ كوچي پيښور بډه بېره
نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۹ آبان ۱۳۸۸ ساعت ۱۱:۴۸:۴۴ | آرشيو نظرات (0)
[ ۱ ][ ۲ ][ ۳ ][ ۴ ][ ۵ ][ ۶ ][ ۷ ][ ۸ ][ ۹ ][ ۱۰ ][ ۱۱ ][ ۱۲ ][ ۱۳ ][ ۱۴ ][ ۱۵ ][ ۱۶ ][ ۱۷ ][ ۱۸ ][ ۱۹ ][ ۲۰ ][ ۲۱ ][ ۲۲ ][ ۲۳ ][ ۲۴ ][ ۲۵ ][ ۲۶ ][ ۲۷ ][ ۲۸ ][ ۲۹ ][ ۳۰ ][ ۳۱ ][ ۳۲ ][ ۳۳ ][ ۳۴ ][ ۳۵ ][ ۳۶ ][ ۳۷ ][ ۳۸ ][ ۳۹ ][ ۴۰ ][ ۴۱ ][ ۴۲ ][ ۴۳ ][ ۴۴ ][ ۴۵ ][ ۴۶ ][ ۴۷ ][ ۴۸ ][ ۴۹ ][ ۵۰ ][ ۵۱ ][ ۵۲ ][ ۵۳ ][ ۵۴ ][ ۵۵ ][ ۵۶ ][ ۵۷ ][ ۵۸ ][ ۵۹ ][ ۶۰ ][ ۶۱ ][ ۶۲ ][ ۶۳ ][ ۶۴ ][ ۶۵ ][ ۶۶ ][ ۶۷ ][ ۶۸ ][ ۶۹ ][ ۷۰ ][ ۷۱ ][ ۷۲ ][ ۷۳ ][ ۷۴ ][ ۷۵ ][ ۷۶ ][ ۷۷ ][ ۷۸ ][ ۷۹ ][ ۸۰ ][ ۸۱ ][ ۸۲ ][ ۸۳ ][ ۸۴ ][ ۸۵ ][ ۸۶ ][ ۸۷ ][ ۸۸ ][ ۸۹ ][ ۹۰ ][ ۹۱ ][ ۹۲ ][ ۹۳ ][ ۹۴ ][ ۹۵ ][ ۹۶ ][ ۹۷ ][ ۹۸ ][ ۹۹ ][ ۱۰۰ ][ ۱۰۱ ][ ۱۰۲ ][ ۱۰۳ ][ ۱۰۴ ][ ۱۰۵ ][ ۱۰۶ ][ ۱۰۷ ][ ۱۰۸ ][ ۱۰۹ ][ ۱۱۰ ]
|
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
تمام حقوق تعلق به
نگین بلاگ است
|