هيــــــــــــــــــلـــه
دا ړ يــــــــــــكو پــــته m.ali.umari@hotmail.com |
| صفحه اصلي | تماس با ما | آرشيو وبلاگ |
پښتومشاعره وشوه -١٢-٢٠٠٩ داخترپه څلورمه ورځ په ږوب كي دخراسان ادبي كاروان له خواداخترپه مناسبت يوه پښتومشاعره وسوه،چي مشري يې دخراسان ادبې كاروان ږوب دمشرمحمدطاهرخوږمن هوتك پرغاړه وه.اودسټيج چارې عبدالرحمن تمثيل ترسره كولې.په لسګونه شاعران اودادب مينه وال دغه مشاعرې ته دګډون لپاره راغلي وو . دغه پښتومشاعره د ږوب په دالان هوټل كي سهاريولس بجې دقرآن دڅوسپيڅلوآياتونوپه تلاوت سره پيل سوه.اوبياتمثيل ناصر،عبدالمجيدعابد،رحمت زلمي مندوخېل،عبدالرزاق غورځنګ،روئيدادملنګيار،اخترنيازمند،ګران ولات،ستورى شېراني،شهيم كاكړ،نظرمل مندوخيل،وهاب كاريزي،وزيرخان بهار،ميرحسن اتل، محمدطاهرخوږمن هوتك،رحيم شاه فولاد،مسافرشاعربشرمل ناصراوپه پاي كي بزرګ شاعرښاغلي برملاخان برمول خپل خواږه شعرونه مينه والوته واورول . په پاي كي د خراسان ادبې كاروان ږوب مشرمحمدطاهرخوږمن هوتك ټولوګډون كوونكوته په راتګ كورودانى ووئيلى ، اوپه راروان ميلادي كال كي ئې ديوه سيمينارجوړولواعلان ئې هم وكړ .
په درناوي رفيع الله مندوخېل ږوب ، سويلي پښتونخوا
نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۱ آذر ۱۳۸۸ ساعت ۰۴:۱۱:۴۱ | آرشيو نظرات (0)
دآخيرت په اړوند دآغا خانيانو عقيده دروافضو او بريليانو چي دآخيرت په اړوند كوم خيالات دي آغا خانيان ددې نه يو څو قمه ور وړاندي دي هغوي خپلو اما مانو لره مطلق دخداي درجه وركوي٫ دوي ته عبادتونه ورمعاف كوي ددوي دنوم وظيفي لولي٫ او په باقاعده توګه سره دلمانځه ٫ روژې او نورو عبادتونو په بدل كي پيسي وركوي او خلاصئ تر لاسه كړي بس ددوي په خيال كي د موجوده امام خدمت كول ټول دين دئ ددوي په وړاندې سجده كول دآخرت كاميابي ده چاته چي دآخرت كاميابي پكار وي ده لره دنيكو عملونو طرف ته نه بلكه دخپل امام خدمت او دبيعه بازۍ اړخ ته متوجه كيدل پكار دي دآخرت معامله به مخكي هغه ختموي٫ ددې غلطي او مرداري عقيدې په سبب دآغاخانيانو خيال او فكر دآخرت نه لري شوئ دئ او هغه فكر او خيال يې هير كړئ دئ او مكمل دګمراهۍ ژوند تيرول يې شروع كړي دي دآغا خانيانو په شان شهائې فرقه هم ګمراه شوه او دآخرت له غمه څخه بېغمه شوه او په خپلو مشرانو كښې يې پر يوه دآخرت غم ورواچولو٫ غرض دا چي څوك دعملونو دتكليفونو ملاماتي شول٫ نو دګمراهئ او وروسته كيدلو دا خيال يې جوړ كړو چي زما كار زه خپله نه شم كولاي فلانكئ صاحب به زما كار كوي ٫ دهمدې ذهن ماتولو دپاره رسول صلي الله عليه وسلم خپلې كورنۍ او په خاصه توګه فاطمې رض ته فرمايي چي دهغه مقهوم دئ چي ٫ اې فاطمې څومره مال چي له ما څخه غواړې وې غواړه٫ زه به يې دركوم ٫ مګر دا خيال مه كوه چي زه دنبي لور يم ٫ نو دعمل ضرورت مې نشته٫ ددې قسم مفهوم دكليماتو نبي ص دخپلې كورنۍ كسانو او بيا عامو عربو ته هم ارشاد فرمايلئ دئ او له دې نه پرته نبي ص دا هم فرمايلي دي چي اې عربو چرته اسي ونه شي چي دقيامت په ورځ نور خلګ عملونه راوړي او تاسو مال راوړئ او زما په وړاندې فرياد كول شروع كړئ ٫ اصرف د دوو احاديثو مفهوم دئ ګنې ددې مضمون ډير زيات احاديث شته دي له همدې وجې په هر مسلمان باندې دا لازمه ده او هر مسلمان ته دا پكار ده چي هغه دعمل كوشش وكړي ولې چي دآخرت پيسه صرف اعمال دي والله اعلم په درناوي محمدعلي عمري سهيلي پښتونخوا مسلم باغ
نويسنده : محمدعلي عمري | ۶ آذر ۱۳۸۸ ساعت ۰۸:۵۷:۳۲ | آرشيو نظرات (0)
د امام حسين رضي الله تعالي عنه اخلاق او كردار
د امام حسين رضي الله تعالي عنه په عمر چې نظر واچوؤ نو وينو چې د هغوي ټول وخت په پاك لمنۍ، بندګۍ، د پيغمبر(ص) د دين په تبليغ او د لوړو مفاهيمو په خپرولو كې تير شوي دي. هغه حضرت له مانځه دعا او له خداي سره له راز و نياز سره ډيره مينه لرله. كله كله به يې په شواروز كې په سلګونو ركعتونه مونځونه كول او حتي د ژوند په وروستۍ شپې كې يې هم مونځ او دعا پري نۀ ښوده او د شهادت په وخت يې له دښمنانو دومره مهلت وغوښتو چې له خداي سره راز و نياز او مونځ وكړي او وي فرمايل خداي خبر دي چې زۀ له مانځۀ د قران له تلاوت او دعا او استغفار سره څومره مينه لرم
ابن اثير په اسدالغابه كتاب كې ليكي
امام حسين رض به ډيره زياته روژه نيوله، مونځ به يې كوو، حج ته به تللو، صدقه به يې وركوله او ټول ښه كارونه به يې كول، د حسين رضي الله تعالي عنه شخصيت دومره لوړ او پرتمين ؤ چې كله له خپل ورور امام حسن سره پياده حج ته روان ؤ نو ټول بزرګان او اسلامي شخصيتونه د دوي په احترام كې له خپلو سورلو كوز شول او له دوي سره يې ټوله لاره پياده ووهله. د هغه وخت ټولنې به ځكه د امام حسين رض ډير قدر كولو چې امام به له خلقو سره ګډ او شريك ژوند كوو. له هغو به يې څنډه نه كوله، له معاشرې سره عږ ملي ؤ او تر ټولو لويه دا چې په خداي باندې د هغوي بې كچه ايمان هغه د خلقو او اولس غمخور ګرځولي ؤ كه نه نوله هغه سره نه ماڼۍ وې، نه محلونه وو و نه سپايان او غلامان، او هيڅ كله يې د لويو خلقو او جبارانو غوندې ژوند نه كوو او له خلقو يې نه غوښتل چې مثلاَ د >پيغمبر(ص)> د زيارت په وخت هغه ته زيارت خالي كړي. شعيب بن عبدالرحمان خزاعي وايي: كله چې امام حسين رض شهيد شو نو د هغوي په ملا د يو زوړ زخم داغ وليدل شو چې كله يې له امام زين العابدين د هغه داغ پوښتنه وكړه نو هغوي وفرمايل دا داغ د ډوډۍ او اوړو و هغو بوجو داغ دي چې پلار مې د شپې په شا كولې او كونډو يتيمانو او فقيرانو كره به يې وړې. په درناوي
محمدعلي عمري
نويسنده : محمدعلي عمري | ۵ آذر ۱۳۸۸ ساعت ۱۰:۵۰:۴۵ | آرشيو نظرات (0)
غزل درســـره راوړه نــــــــــــوئ رنګ اختره زړونه مــــــــــو څنډ وهه له زنګ اختره څومره كړي خوند ستا په سپيڅلې ورځ كي لاسونـــــــــــه سره دبنګړو شرنګ اختره خداي خــــــــبر څه بـــه قسمت نور پيښوې وتاتـــــه خلاص نه يو لـــــــه جنګ اختره ښكاري چي ډيـــــــر مسافر وروڼه به مو غواړي دمور او دپـــــــلار څنګ اختره عمـــــــــــري وايي خوشحالي په نصيب شي دي دخـــــــان او دملنــــــــګ اختره
په درناوي
محمدعلي عمري
سهيلي پښتونخوا مسلم باغ
نويسنده : محمدعلي عمري | ۵ آذر ۱۳۸۸ ساعت ۱۰:۵۱:۵۹ | آرشيو نظرات (0)
څلوريځه/عمري
په ډول ډول شوئ سينكار وي زما په خيال كي دزړونوښكاروي
لوخوشحالي وي داختر غېږكي ډېر په اسانه وصال دياروئ په درناوي
محمدعلي عمري
نويسنده : محمدعلي عمري | ۴ آذر ۱۳۸۸ ساعت ۰۱:۴۲:۱۶ | آرشيو نظرات (0)
[ ۱ ][ ۲ ][ ۳ ][ ۴ ][ ۵ ][ ۶ ][ ۷ ][ ۸ ][ ۹ ][ ۱۰ ][ ۱۱ ][ ۱۲ ][ ۱۳ ][ ۱۴ ][ ۱۵ ][ ۱۶ ][ ۱۷ ][ ۱۸ ][ ۱۹ ][ ۲۰ ][ ۲۱ ][ ۲۲ ][ ۲۳ ][ ۲۴ ][ ۲۵ ][ ۲۶ ][ ۲۷ ][ ۲۸ ][ ۲۹ ][ ۳۰ ][ ۳۱ ][ ۳۲ ][ ۳۳ ][ ۳۴ ][ ۳۵ ][ ۳۶ ][ ۳۷ ][ ۳۸ ][ ۳۹ ][ ۴۰ ][ ۴۱ ][ ۴۲ ][ ۴۳ ][ ۴۴ ][ ۴۵ ][ ۴۶ ][ ۴۷ ][ ۴۸ ][ ۴۹ ][ ۵۰ ][ ۵۱ ][ ۵۲ ][ ۵۳ ][ ۵۴ ][ ۵۵ ][ ۵۶ ][ ۵۷ ][ ۵۸ ][ ۵۹ ][ ۶۰ ][ ۶۱ ][ ۶۲ ][ ۶۳ ][ ۶۴ ][ ۶۵ ][ ۶۶ ][ ۶۷ ][ ۶۸ ][ ۶۹ ][ ۷۰ ][ ۷۱ ][ ۷۲ ][ ۷۳ ][ ۷۴ ][ ۷۵ ][ ۷۶ ][ ۷۷ ][ ۷۸ ][ ۷۹ ][ ۸۰ ][ ۸۱ ][ ۸۲ ][ ۸۳ ][ ۸۴ ][ ۸۵ ][ ۸۶ ][ ۸۷ ][ ۸۸ ][ ۸۹ ][ ۹۰ ][ ۹۱ ][ ۹۲ ][ ۹۳ ][ ۹۴ ][ ۹۵ ][ ۹۶ ][ ۹۷ ][ ۹۸ ][ ۹۹ ][ ۱۰۰ ][ ۱۰۱ ][ ۱۰۲ ][ ۱۰۳ ][ ۱۰۴ ][ ۱۰۵ ][ ۱۰۶ ][ ۱۰۷ ][ ۱۰۸ ][ ۱۰۹ ][ ۱۱۰ ]
|
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
تمام حقوق تعلق به
نگین بلاگ است
|