هيــــــــــــــــــلـــه







هيــــــــــــــــــلـــه
دا ړ يــــــــــــكو پــــته

m.ali.umari@hotmail.com
صفحه اصلي | تماس با ما | آرشيو وبلاگ

شعر ٫ عبدالباري اسير
 

شعر ٫ عبدالباري اسير

 

غزل

چي هېروم ماضي دحال لمن ته اچوم لاس

دامې يقين سو نن دخيال لمن ته اچوم لاس

پر مخ به څرنګه بيا ځم دخپل منزل پر طرف

چي په ژړا زه دذوال لمن ته اچوم لاس

كمې بېځايه دخپل زړه په خوله نن وكړو اشنا

پوسه چي دلته دجنجال لمن ته اچوم لاس

چي دپېړيو څخه اوس تر دغه وخته پورې

رايادوي ددا مثال لمن ته اچوم لاس

آسيره دلته پر دنيا تر خپله وسه پورې

پر ځاي دورځې زه دكال لمن ته اچوم لاس

 

عبدالباري اسير

سهيلي پښتونخوا پښين

نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۸ دى ۱۳۸۸ ساعت ۰۸:۵۴:۲۸ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


دعفت ملالئ ښكلئ شعر
 
 
 

دعفت ملالئ ښكلئ شعر

غزل

كــړې مې نـــــه وه دهيچا دزورېــــدو اراده

نه مې درلـــــوده دكــــوم زړه دمـــاتېدو اراده

كه مې ډالۍ نه كړه موسكا ستا وچو شونډو لره

كړې مې هـــــــــم نه وه داســـــتا دژړېدو اراده

هغه ګلاب چي مې دخپل زړګي په وينو لوي كړو

سنګه مې وكــــــــړه دهغــــــه ګل دشلېدو اراده

مـــــــا ويل زه به دې روڼا كړم دا تياره جونګړه

ډېوه پـــــــه لاس مې وه ستا لورته ددرتلو اراده

عفت چي وكړو دخپل خيــــال په وزرونو الوت

قسمت يې وكـــــړو وګړنګ تـــــه دلوېدو اراده

 

عفت ملالۍ

پښتونخوا پيښور

نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۸ دى ۱۳۸۸ ساعت ۱۰:۳۶:۴۱ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


دعبدالباري جهاني ژباړه

دعبدالباري جهاني ژباړه

دشعر شاعر

frank sinatra

بياباني هلك

يو هلك وو زما په ياددي له كلونو له وختونو

عجائب يې وه كارونه با وله وو په خويونو

خلګ وايي ګرځيدئ به ليري ليري پر ملكونو

پر سيندونو پر دښتونو او پر لويو لويو غرونو

لايوڅه وو شرميندوكئ سترګي ډكي له غمونو

مګر ډير په زړه هوښيار وو لكه ګوډئ دفكرونو

راپه يادمي هغه ورځ سي هغه ښكلې ورځ په ژوندكي

چي مې خواته رانژدې سوراته راغئ په ګامونو

سره ومو كړې خبري ددنيا له هره كونجه

دجاهلو لېونيو دشاهانو تر كارونو

راته وې ويل دا واوره چي په ژونديې هېره نه كړې

دايو كار درته بهتردئ ستا تر ټولو عملونو

مينه وكړه مينه واخله ټول ژوندون په مينه تېر كړه

ما دا يو سبق ذده كړئ دنړۍ له سبقونو

 

 

محمدعلي عمري

سهيلي پښتونخوا مسلم باغ

نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۷ دى ۱۳۸۸ ساعت ۰۸:۱۷:۱۷ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


اهل بيت او دهغوي شاعري

اهل بيت او دهغوي شاعري

دحضرت محمد صلي الله عليه وسلم په كورنۍ كښې ٫ اسدالله حضرت علي كرم الله وجهه٫او همدارنګه دجنت دميرمنو سرداره ٫ فاطمة الزهراء رض ٫او داسلام په لاره كي ستر شهيد امام حسين رض ٫دډيري لوړې مرتبې تقرير كونكي او شاعران وو٫

دوي دري واړه په نظم او نثر كښې ښه په زړه پوري كار كړئ دئ

په ډېره مختصره توګه ددوي دشعرونو بلګې رااخلم

 

حضرت علي كرم الله وجهه په دې لانديني بيتونو كښېڅومره په ښه انداز كښې ددې پاني او ختميدونكې نړۍ ذكر كړئ دئ

داسي وايي

انما الدنيا كظل زائل

او كضف بات ليلا وارتهل

او كحلم قويداه نائمة

او كبرق لاح في اُفق لا امل

ژباړه

دا دنيا دپريوتونكي سيوري په ډول ده دا دهغه ميلمه په شان ده چي شپه تېره كړي او سهار رخصت شي ٫ يا په مثال دهغه خوب ده چي ويده سړئ ئې ګوري ٫ يا دهغې بجلۍ په څير ده چي داميد په مخ پړكيږي

ــــــــ

همدارنګه علي رض په شان حضرت فاطمة الزهرا رض هم دخپل وخت په لوړو شاعرانو كښې حسابيږي ٫ چي په كلام كښې ئې ډير زيات فصاحت او اثر شتون درلود دخپل پلار حضرت محمد صلي الله عليه وسلم په وفات كښې ئې ډير زيات شعرونه ويلي دي ٫ چي بلګه ئې درته راوړم

اغبره آ فاق السماء وكورت

شمس النهار واظلم العصران

والارض من هدالنبي كيبة

اسفا عليه كثرة الاخزان

فليبكه شرق ايبلاد وغربها

وليبكه مضرو كل يمان

ژباړه

دآسمان خاړي غړئ شوې او دورځې دلمر روڼا هم تته شوه او سحر او ماښام يو شان تياره شوه دنبي كريم ص له وفت نه پس زمكه هم په ژړا او فرياد اخته ده نو پكار ده چي دشرق او غرب ټول هيوادونه اوښكې توي كړي او هر نسل او د هرې قبيلې يو يو تن وړاژي او ماتم وكړي

ــــــــــــــــــــــــــ

او همدارنګه دبشر په تاريخ كې تر ټولو ستر مظلوم

امام حسين رضډير عام فهم او اثر نه ډك وو دهغه وخت استاذانو او شاعرانو چي به د امام حسين رض شاعرانه كلام واوريدو له ډيره حيرته به ئې سرونه كښته كړو

او ګوته په غاښ به شو

دهغه دشاعرۍ څخه مقصد دانسانيت لوړوالئ وو هغه به هميشه دخپلو شعرونو په ذريعه داولس داخلاقو او عادتونو اصلاح كوله حضرت امام حسين رض په قناعت توكل خدا ترسۍ وحدانيت ٫ خوددارۍ اخلاص ثواب ٫ جهاد او قربانئ باندې ښه په روڼ تندي ليكل كړي دي

دده په شاعري دكمال خبره دا ده چي ده هيڅ وخت شعريت مجروح لېدو ته نه دئ پرې ايښئ دشعر بېلګه ئې راوړم

 

دع الحرص عن الدنيا

وفي العيش فلا تطمع

ولا تجمع من المال

فلا تدري لمن تجمع

فقير كل ذي حرص

غني كل من ينفع

ژباړه

ددنيا په حرص هوس او دژوند په غوښتنو مه اخته كيږي

دمال او دولت په جمعه كولو ځان مه اخته كوئ تاسو ته څه پته ده چي ستا جمعه شوې پېسې او زر دچا په كار راځي ٫ ستا دبرخي رزق خو مقرر شوئ دئ نو دبد ظنۍ او بد ګمانۍ نه څه فائده ديو مالدار سړي نه هغه فقير ښه دئ چي هغه دقناعت او شكر په خزانو موړوي

 

په درناوي

محمدعلي عمري

سهيلي پښتونخوا مسلم باغ

نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۷ دى ۱۳۸۸ ساعت ۰۸:۰۶:۲۵ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


شعر ٫ محمدعلي عمري

شعر ٫ محمدعلي عمري

نظم

وايــــه ته څنګه لـــــــه ماسره ملګرئ

چي مانـــه ئې هيڅ وخت ځانته رابللئ

ډېر كلونــــــــه دي تيرشوي راسره ئې

خبر نه يم چي روڼا او كــــــه تياره ئې

خلګ بېل بېل تعريفونـــــــــه كوي تاته

زه ئې وينـــم چي راغلي دي ومـــــاته

ځيني وايي پـــــه دنيا كي چي سړئ وي

دهغه ژوندون بــــــــايد لــــكه غمئ وي

خوشحالي يې بايد هر وختې پر كوروي

دكاله مېرمن يې هــم دسپوږمۍ خوروي

ځيني نـــــــــــور بيا په يو بـله عقيده دي

نه يې ښه راځي لـــــــه تا او نــه خفه دي

هغوي وايي دلتــــــــه شته لــوړې ژورې

دهـــــــــر چا دقسمت خپــــــلي دي وزري

چاتـــــــه دغه دنيـــــــا سر تر پايه اورسي

چاتـه جوړې خوشحالۍ په هر يو لور سي

خوـــــوهان بيـا چي نظر يې دئ په تاكي

ښې څېړلئ يې پـــــــــه دې لويــه دنيا كي

دوئ څېړلئ وزن ستا ترغرونو دروند دئ

وايي زړه ته سي دچـــــــــا ورسي توند دئ

وهدف تــــــــه رسيده ستا تـــــــر شا ويني

ستا په هر پړاؤ كي نــــــــوې بـــريا ويني

دپــــــــــوهانو وروستنۍ خبـــــــــــره داده

اوريدلې لـــــــــه استاذه ځخه چي مـــــاده

استاذ وويل چي زمــــــــــا دسترګو توره

دپوهــــــــانو دا خبــــــر ډكه لـــه زوره

هغوئ تـــــــل پــر لاره ږدي ګامونه سم

چي ملګرئ يــــــې وي ټول عمر كي غم

 

په مينه

محمدعلي عمري

سهيلي پښتونخوا مسلم باغ

m.ali.umari@hotmail.com

 

نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۷ دى ۱۳۸۸ ساعت ۰۷:۵۵:۰۴ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


[ ۱ ][ ۲ ][ ۳ ][ ۴ ][ ۵ ][ ۶ ][ ۷ ][ ۸ ][ ۹ ][ ۱۰ ][ ۱۱ ][ ۱۲ ][ ۱۳ ][ ۱۴ ][ ۱۵ ][ ۱۶ ][ ۱۷ ][ ۱۸ ][ ۱۹ ][ ۲۰ ][ ۲۱ ][ ۲۲ ][ ۲۳ ][ ۲۴ ][ ۲۵ ][ ۲۶ ][ ۲۷ ][ ۲۸ ][ ۲۹ ][ ۳۰ ][ ۳۱ ][ ۳۲ ][ ۳۳ ][ ۳۴ ][ ۳۵ ][ ۳۶ ][ ۳۷ ][ ۳۸ ][ ۳۹ ][ ۴۰ ][ ۴۱ ][ ۴۲ ][ ۴۳ ][ ۴۴ ][ ۴۵ ][ ۴۶ ][ ۴۷ ][ ۴۸ ][ ۴۹ ][ ۵۰ ][ ۵۱ ][ ۵۲ ][ ۵۳ ][ ۵۴ ][ ۵۵ ][ ۵۶ ][ ۵۷ ][ ۵۸ ][ ۵۹ ][ ۶۰ ][ ۶۱ ][ ۶۲ ][ ۶۳ ][ ۶۴ ][ ۶۵ ][ ۶۶ ][ ۶۷ ][ ۶۸ ][ ۶۹ ][ ۷۰ ][ ۷۱ ][ ۷۲ ][ ۷۳ ][ ۷۴ ][ ۷۵ ][ ۷۶ ][ ۷۷ ][ ۷۸ ][ ۷۹ ][ ۸۰ ][ ۸۱ ][ ۸۲ ][ ۸۳ ][ ۸۴ ][ ۸۵ ][ ۸۶ ][ ۸۷ ][ ۸۸ ][ ۸۹ ][ ۹۰ ][ ۹۱ ][ ۹۲ ][ ۹۳ ][ ۹۴ ][ ۹۵ ][ ۹۶ ][ ۹۷ ][ ۹۸ ][ ۹۹ ][ ۱۰۰ ][ ۱۰۱ ][ ۱۰۲ ][ ۱۰۳ ][ ۱۰۴ ][ ۱۰۵ ][ ۱۰۶ ][ ۱۰۷ ][ ۱۰۸ ][ ۱۰۹ ][ ۱۱۰ ]

معرفي وبلاگ
 



http://larawbar.com/hella/

 
 

فهرست اصلي
 
صفحه نخست
پست الكترونيك
آرشيو مطالب
افزودن به علاقه مندي ها
صفحه خانگي
 

 
 

آرشيو موضوعي
 
شعورنه
اسلامي ليكني
لنډي كيسي
ادبي ټوټي
خبرتياوي
مقالي
بيلابيلي ليكني
انځورونه
اړ يكي
غو نډ ه
كتا بو نه
 
 

آرشيو ارسال ها
 
اسفند ۱۳۸۸
بهمن ۱۳۸۸
دى ۱۳۸۸
آذر ۱۳۸۸
آبان ۱۳۸۸
مهر ۱۳۸۸
 
 


پيوند ها
 
افغان ادبي بهير
تل افغان
ټاټوبئ
دارواښآد سيلاب ساپي بلاګ
روهي ويب پاڼه
غورځنګ ويب پاڼه
دميرمن كلتوري ټولنې ويب پاڼه
پښتوسندري
دتهران راديو پښتو خپرونه
دامريكاږغ اشنا راديو
دچين راديو پښتو خپرونه
دالمان ږغ راديو پښتو خپرونه
دښآغلي همت الله امين زي ويب سايټ
مورچل ويب پاڼه
خوست ويب پاڼّه
انلاين پښتو مشاعره
په زړه پورې افغانئ لينكستان
پكتيا ويب پاڼه
وحدت ورځپا ڼه پيښو ر
سور غر ويب پا ڼه
سپوږمۍ ويب پا ڼه
سمسور و يب پا ڼه
خوست راديو
دافغا نستا ن دطالبانو ويب پا ڼه
تاند ويب پا ڼه
پښتونخوا ويب پا ڼه
پكټ راديو پښتو خپرو نه
داستانونه ويب پا ڼه
زمو افغانستان ويب پا ڼه
ډيوه راديو ويب پا ڼه
دازادۍ راديو پښتو خپرونه
ليكوال ويب پا ڼه
هيواد ويب پا ڼه
اصلاح ويب پا ڼه
شهامت ويب پا ڼه
ريان اسلامي ويب پا ڼه
توره بوړه ويب پا ڼه
لوي غر ويب پا ڼه
د بي بي سي پښتو خپرونه
ګران وطن ويب پاڼه
بينوا ويب پاڼه
ټول افغان ويب پاڼه
دموسيقۍ په زړه پورې ويب پاڼه
دموسيقۍ ښكلې ويب پا ڼه
پښتا نه و يب پا ڼه
رومال و يب پا ڼه
ننګيا ل و يب پا ڼه
لوي افغانستان وېبپاڼه
طلوع ټلوېزيون
آرمان راډيو
لمر ټلوېزيون
نورين راډيو ټلوېزيون
پژواك خبري آژانس
ولس خبري اژانس
تول پښتانه وېبپاڼه
ميدان وردگ ولايت پانه
مسلمانان وېبپاڼه
دپښتنو شاعرانو شعرونه وېبلاك
حقيقت ويببانه
كره كتنه وېبلاك
دبازمحمد عابد وېبلاك
افغا ن ننګ ويب پا ڼه
لر او بر ويب پا ڼه
په زړه پوري اسلامي ويب سايټ
بلاګو نه و يب پا ڼه
خبرونه ډا ټ كام
دعبدالهادي حيران و يب پا ڼه
افغا ن كلتوري ودې ټولنه
دآپلوډ په زړه پوري ويب پا ڼه
پښتو نستا ن ويب سا يټ
دښځـو ويب پا ڼه / اوربل
آنلا ين ويب پـا ڼه
قا مو ســو نه و يب پاڼه
سلګۍ ويب پا ڼه
شعرو نه و يبلا ګ
سباؤن ويب پا ڼه
 
 


لوگوي دوستان
 
POWERD BY neginblog.com
 
 


كدهاي كاربر
 
 
 


 

تمام حقوق تعلق به نگین بلاگ است