هيــــــــــــــــــلـــه
دا ړ يــــــــــــكو پــــته m.ali.umari@hotmail.com |
| صفحه اصلي | تماس با ما | آرشيو وبلاگ |
نويسنده : محمدعلي عمري | ۶ بهمن ۱۳۸۸ ساعت ۱۰:۰۷:۳۵ | آرشيو نظرات (0)
خبرتيا پښتو اناټومي چاپ شو په پښتو ژبه كښې دډاكټرئ كتاب چي پكښې دانسان دبدن دټولو غړو په اړوند غوره او په زړه پورې معلومات او ځانګړتياوي شته دي د ٫ ډاكټر محمدشفيق صاحب له لوري څخه په ۴۰۰ مخه كښې له چاپه راووتو ٫ ښآغلئ ډاكټرمحمدشفيق صاحب چي دپښتوادبي قنديل ٫ مسلم باغ ٫ يو فعاله ملګرئ دئ له ډيروخت راهيسې ئې دا هوډ درلودلو چي په پښتو ژبه كښې دډاكټرئ يو كتاب چاپ كړي څو پښتنو ته په ځانګړې توګه ډاكټرانوته ګټور تمام شي ٫ البته دادډاكټر شفيق صاحب له لوري څخه دډاكټرئ لومړئ كتاب دئ چي په راتلونكي كښې دا اراده لري چي دې كتاب ته ورته يوبل كتاب هم چاپ كړي٫ خو دم ګړئ ئې همدا كتاب چي ٫ په ٫ پښتو اناټومي ٫ سره نومول شوئ دغزنوي كتب خانې له لوري څخه چاپ شو مينه وال كولاي شي دغه كتاب په كوټه٫ پيښور٫ كندهار٫ كابل او جلال اباد كښي ٫ له كتب خانو څخه تر لاسه كړي٫٫ كور يې ودان او قلم يې روان
په درنښت محمدعلي عمري سهيلي پښتونخوا مسلم باغ
نويسنده : محمدعلي عمري | ۶ بهمن ۱۳۸۸ ساعت ۰۷:۲۹:۲۱ | آرشيو نظرات (0)
شعر٫ هنرمل كاكړ چي دې غېږې له درځي هلمنده خوره ئې هر مغرور سر دغربي هلمنده خوره ئې زه دنوي ميوند عكس په تاكي وينــــــم سپموه ئې مه مغزي هلمنده خوره ئې هره كنده ورته ژامه دښامار كــــــــړه اي باتوره اي ياغي هلمنده خوره ئې دوي ازاد به دمايوس ژوندون له قيد شي ستا به خلاصه وي روزي هلمنده خوره ئې
په درنښت هنرمل كاكړ سهيلي پښتونخوا ژوب
نويسنده : محمدعلي عمري | ۵ بهمن ۱۳۸۸ ساعت ۱۲:۵۳:۵۳ | آرشيو نظرات (0)
شعر ٫ استاد حقيار كنائي حق سبحانه څــــــو تر څوبه وي هجران يــــــارمې ډېر يـــاديږي نه لرم هيڅ توان پر زړګــــي مي دبيلتون سكروټي اوري محبت كــړ راتــه كـــــــــوركلئ زندان مدام ګرځــــــــم در په دره لــــكه روَئ عرسات شوراتــــه جوړپــــردې جهان بــــــــې ژړامې بل هيڅ كار پر دنيا نشته شي به كله پرې راپيښ ســــــــاقي جانان دالومړي دوه حرفه بېل كړه سر تر پايه دئ حقيار درتـــــــه ښوولئ خپل جانان حقيار سهيلي پښتونخوا كوټه
نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۸ دى ۱۳۸۸ ساعت ۰۹:۳۱:۳۱ | آرشيو نظرات (0)
درحمت زلمي او شهيم كاكړ في البديهه شعر
غزل زلمي دښمن به بيا درته ونه ګوري په بره سره كه دې دلوټې ځواب وركړ په ډبره سره شهيم دجنګ ډګر له وړو سرونه پر ورغوي باندې دجنګ ډګر كښې ځكه كار نه كړو له سره سره زلمي سر يې په داركړخو دننګ دستار يې نه كړ غوزار دستار يې ښخ كړئ په لحدكښې له غوڅ سره سره شهيم نوراني حسن چي يې عشق پرما الهام كړلئ خور له هغه وخته مې زړه پرېښووله دلبره سره زلمي مؤمن فطرت مې نه مني كه څه هم دوي وايي تل چي پر څنګ تېر نه شې ډاډه له زوروره سره شهيم راځئ چي وباسو له مينځه دا متل دژوندون چي هميشه به دشرير كار وي له شره سره زلمي سر يو حق ذات ته ټيټوونه يو دهغو په شان چي سر يې ايښئ پر سجده وي له هر دره سره
رحمت زلمي پښتونخوا ژوب
نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۸ دى ۱۳۸۸ ساعت ۰۹:۱۷:۲۲ | آرشيو نظرات (0)
[ ۱ ][ ۲ ][ ۳ ][ ۴ ][ ۵ ][ ۶ ][ ۷ ][ ۸ ][ ۹ ][ ۱۰ ][ ۱۱ ][ ۱۲ ][ ۱۳ ][ ۱۴ ][ ۱۵ ][ ۱۶ ][ ۱۷ ][ ۱۸ ][ ۱۹ ][ ۲۰ ][ ۲۱ ][ ۲۲ ][ ۲۳ ][ ۲۴ ][ ۲۵ ][ ۲۶ ][ ۲۷ ][ ۲۸ ][ ۲۹ ][ ۳۰ ][ ۳۱ ][ ۳۲ ][ ۳۳ ][ ۳۴ ][ ۳۵ ][ ۳۶ ][ ۳۷ ][ ۳۸ ][ ۳۹ ][ ۴۰ ][ ۴۱ ][ ۴۲ ][ ۴۳ ][ ۴۴ ][ ۴۵ ][ ۴۶ ][ ۴۷ ][ ۴۸ ][ ۴۹ ][ ۵۰ ][ ۵۱ ][ ۵۲ ][ ۵۳ ][ ۵۴ ][ ۵۵ ][ ۵۶ ][ ۵۷ ][ ۵۸ ][ ۵۹ ][ ۶۰ ][ ۶۱ ][ ۶۲ ][ ۶۳ ][ ۶۴ ][ ۶۵ ][ ۶۶ ][ ۶۷ ][ ۶۸ ][ ۶۹ ][ ۷۰ ][ ۷۱ ][ ۷۲ ][ ۷۳ ][ ۷۴ ][ ۷۵ ][ ۷۶ ][ ۷۷ ][ ۷۸ ][ ۷۹ ][ ۸۰ ][ ۸۱ ][ ۸۲ ][ ۸۳ ][ ۸۴ ][ ۸۵ ][ ۸۶ ][ ۸۷ ][ ۸۸ ][ ۸۹ ][ ۹۰ ][ ۹۱ ][ ۹۲ ][ ۹۳ ][ ۹۴ ][ ۹۵ ][ ۹۶ ][ ۹۷ ][ ۹۸ ][ ۹۹ ][ ۱۰۰ ][ ۱۰۱ ][ ۱۰۲ ][ ۱۰۳ ][ ۱۰۴ ][ ۱۰۵ ][ ۱۰۶ ][ ۱۰۷ ][ ۱۰۸ ][ ۱۰۹ ][ ۱۱۰ ]
|
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
تمام حقوق تعلق به
نگین بلاگ است
|