هيــــــــــــــــــلـــه
دا ړ يــــــــــــكو پــــته m.ali.umari@hotmail.com |
| صفحه اصلي | تماس با ما | آرشيو وبلاگ |
نبوي مباركه كورنۍ له هجرت نه مخكې په مكه مركه كښې نبوي كورنۍ عبارت وه له رسول صلي الله عليه وسلم ٫ او خديجه رض څخه ٫ دواده په وخت كښې رسول ص ۲۵ كلن او خديجه رض ۴۰ كلنه وه ٫ له خديجې رض نه درسول ص زامن پيدا شول خو يو هم ژوندئ پاتي نه شو خو لوڼې يې عبارت وې له ٫ زينت ٫ رقيه ٫ ام كلثوم ٫ چي دا دواړه يې يوه په بله پسې عثمان رض ته په نكاح وركړلې فاطمه رض چي له علي رض سره يې دبدر او احد په مينځ كې واده كړئ وو دفاطمې رض اولادونه حسن او حسين رضي الله تعالي عنهما ٫ زينب ٫ او ام كلثوم وو ٫ رسول ص دخپل امت په نسبت له نورو امتيازاتو او ځانګړتيا وونه علاوه يو امتياز دا درلودچي له څلورو نه له زياتو ښځو سره يې نكاح كړې وه ددې امر تر شا ډير حكمتونه او رازونه پټ دي رسول ص ۱۱ ښځو سره نكاح كړې وه درحلت په وخت كي يې ۹ ميرمنې ژوندۍ وې دوې دده مبارك په ژوند كې وفات شوې وې چي يوه خديجه ٫ اوبله ام المساكين زينب بنت خزيمه وه ٫ او دوې مېرمنې سې داسي وې چي نبي ص ورسره يوځاي شوئ نه وو دلته دنبي ص دمېرمنو نمونه په لاندې ډول وړاندې كوو ٫٫٫٫٫٫
لومړۍ مېرمن يې ام المؤمينين خديجه رضي الله تعالي عنها وه چي لقب يې طاهره او دمور نوم يې فاطمه بنت زائده دئ٫ پلاريې خويلد قريشي دضصي له اولادې څخه دئ پخوايې دوه ودونه كړي٫ ۱ له عتيق بن عائد مخزومي سره چي بې اولاده مړ شوئ دئ ٫ ۲ له ابوهاله هند بن نباش سره چي اولاد يې شوي دواده پر وخت ددې عمر څلويښت كاله او درسول اكرم ص عمر ۲۵ كاله وو ٫ له رسول اكرم ص سره يې ۲۴ اويا ۲۵ كاله شپږ مياشتي تيري كړي دي په مكه مكرمه كښې هغه وخت وفات شوه چي درسول اكرم ص عمر پنځوس كاله او ددې عمر ۶۵ كاله وو ٫ له ابو هاله څخه يې درې زامن وو چي ټول مسلمانان شول٫ او دخديجي رضي الله عنها مهر شپږ اوښان وو دويمه مېرمن ام المؤمينين سوده رضي الله تعالي عنها ٫ ده٫ دشموس بنت قيس لور وه دپلار نوم يې زمعه قريشي دئ چي د لؤي له اولادې څخه دئ لومړئ يې له سكران بن عمرو بن عبدود سره واده كړئ وو دنبوت پر لسم كال يې دخديجې رضي الله تعالي عنها تر وفات وروسته چي دنبي كريم صلي الله عليه وسلم عمر پنځوس كاله وو او دهغې عمر هم پنځوس كاله وو واده وكړ له رسول ص سره يې ۱۴ كاله تېر كړل په مدينه منوره كي پر ۱۹ دهجري د۷۲ كالو په عمر وفات شوه لومړئ په خپله مسلمانه شوې وه وروسته يې مېړه هم مسلمان كړئ وو حبشي ته تر هجرت وروسته يې مېړه وفات شو ٫ رسول كريم ص ورسره نكاح وكړه او ددواړو جهانو په سرلوړئ يې ونازوله دريمه مېرمن ام المؤمينين عايشه رضي الله تعالي عنها لقب يې صديقه دام رومان زينب رضي الله تعالي عنها لورده چي هغې ته په دنيا كي دجنتي كيدلو زيرئ وركړل شوئ وو دپلار نوم يې عبدالله ابو بكر صديق رضي الله عنه دئ دقريشو له قبيلې او دمره له اولادې څخه دي بل واده يې نه وو شوئ دنبوت پر يوولسم كال كله چي درسول كريم ص عمر پنځوس كاله او شپږ مياشتي وو له هغې سره يې نكاح وكړه تر هجرت دري كاله وروسته يې دهجرت دلومړي كال په شوال كي واده وكړ دنكاح پر وخت د عايشي رض عمر شپږ كاله او دواده پر وخت يې عمر نهه كاله وو له نبي كريم ص سره يې نهه كاله او پنځه مياشتي تيري كړي په مدينه منوره كي د۵۷ هجري دروژې په مياشت كي د۷۳ كالو په عمر وفات شوه٫ په ذهانت ٫ پوهه٫ فهم٫ عقل٫ او عمل كي درسول ص په ټولو مېرمنو كي مشهوره وه او دهغه هم ډيره مينه ورسره وه سترو سترو صحابه كرامو به په لويو مسائلو كښې له هغې څخه فتواي غوښته تر دوه زره زيات احاديث ورڅخه روايت شوي دي
ام المؤمينين حفصه رضي الله تعالي عنها٫ وه دمورنوم يې زينب بنت مظعون دي ډيره وړاندې مسلمانه شوې وه دپلار نوم يې عمر فاروق رضي الله تعالي عنه وو قريشي وو او دكعب له اولادي څخه وو٫ حفصې رضي الله تعالي عنها لومړئ له خنيس بن حافه سره واده كړئ وو هغه حبشې او مدينې دواړو ته هجرت وكړ بيا داُحد په جګړه كي تر زخمي كيدو وروسته په مدينه كي وفات شو په درييمه هجري سنة كي كله چي د رسول كريم ص عمر ۵۵ كاله او شپږ مياشتي وو او دحفصې رضي الله تعالي عنها عمر ۲۲ كاله وو ٫ نبي ص ورسره واده وكړ له هغه سره يې اته كاله تير كړل د۴۱ هجري سنې دجمادي الاول په مياشت كي د ۶۰ كالو په عمر په مدينه منوره كي وفات شوه ډېره ځيركه٫ پوه٫ ذهينه٫ او زړوره وه پنځمه مېرمن ام المؤمينين زينب رضي الله تعالي عنها وه٫ چي لقب يې ام المساكين وو٫ دپلار نوم يې خزيمه قريشي دبنو هلال بن عامر له اولادي څخه وه پخوايې دري ودونه كړي وو٫ لومړئ واده يې له طفيل سره٫ دوهم واده يې له عبيده سره دواړه دنبي ص دمشر اكا حارث زامن وو ٫ دريم واده يې له عبدالله بن جحش رضي الله تعالي عنه سره كوم چي دبدر په غزا كي شهيد شو ٫ په دريمه هجري سنة كي كله چي درسول ص عمر ۵۵ كاله او دهغې عمر ۳۰ كاله وو رسول اكرم ص ورسره واده وكړو له هغه سره يې دوي يادري مياشتي تيري كړي دي په دريمه هجري سنة كي٫ په مدينه منوره كي وفات شوه په سخاوت كي يې وتلئ نوم درلود٫ له همدې وجې په ام المؤمينين سره مشهوره وه يعني دمساكينو او غريبانو مور شپږمه ميرمن ام المؤمينين ام سلمه رضي الله تعالي عنها ٫ وه اصل نوم يې هنده وه دابي اميه چي په زادالراكب مشهور وو لور وه هغه قريشي وو دبنو مخزوم له اولادي څخه وو چي ستر اسلامي جنرال خالد رضي الله تعالي عنه هم دهغه له اولادي څخه وو پخوا يې له عبدالله بن عبدالاسد مخزومي سره نكاح كړې وه كوم چي درسول ص دعمه بره زوي وو او دنبي ص رضعي ورور هم وو په اسلام راوړونكوكي تقريبا يوولسم سړئ دئ لومړئ يې حبشې ته هجرت وكړ وروسته مدينې ته راغلو په بدر كي شريك وو او داحد په غزاكي ددرېيمې هجري سنې دجمادي الاخير په مياشت كي شهيد شو دڅلورمې هجري سنې يا دپنځمي سنې دجمادي الثاني په مياشت كي چي درسول ص عمر۵۶ كاله او دهغې عمر۲۴ كاله وو رسول اكرم ص ورسره واده وكړ او اوه كاله نهه مياشتي ياصرف اووه كاله يې له رسول ص سره تيركړو په مدينه منوره كي پر ۵۹ يا ۶۰ هجري سنة د۸۴ كالو په عمر وفات شوه ويل كيږي چي په ازواجو مطهراتو كي ترټولو وروسته وفات شوه په اسلام كي ډيره ټينګه وه مدينې ته دراتلو پر وخت يې له خپل مېړه سره هجرت كاوه خو دهغې قريبانو هغه او ددې شيدې خوړونكي زوي وګرزول مېړه يې دخداي په لار كي دښځي هيڅ پر وا ونه كړه پر كوم ځاي چي سره جلا شوي وو يو كال وروسته هماغه ځاي ته راغله په چيغو چيغو يې وژړل اخر يې دسخت زړو رقيبانو زړه نرم شو او اجازه يې وركړه په يواځي ځان مدينې ته روانه شوه او ديو سړي زړه ورباندې وسو مدينې ته يې ورسوله دمېړه دشهادت پر وخت يې يو اولاد درلود اوومه مېرمن اتمه مېرمن ام المؤ مينين جوريريه رضي الله تعالي عنها ٫ وه دبنو مصطلق دقبيلې دسردار حارث ابن ابي ضرار لوروه لومړئ واده يې له مانع بن صفوان مصطلقي سره كړئ وو دبني مصطلق دغزا پر محال دپنځم هجري كال دشعبان په مياشت كي چي درسول اكرم ص عمر اووه پنځوس كاله شپږ مياشتي او دهغې عمر ۱۶ يا ۲۰ كاله وو له هغې سره يې واده وكړ٫ له رسول ص سره يې پنځه كاله او شپږ مياشتې تيري كړي په شپږ پنځوس هجري سنة كي د۶۵ يا او يا كالو په عمر په مدينه منوره كي وفات شوه دبنو مصطلق په غزا كي تر نيول كېدو وروسته دثابت بن قيس رض په برخه شوه هغه دازادېدلو وعده ورسره وكړه خو په دې شرط چي روپۍ وركړي دروپو په اړه دمرستې دپاره رسول اكرم ص ته ورغله رسول ص روپۍ وركړې او څرنګه چي دسردار لوروه رسول ص ورسره نكاح وكړه او نتيجه يې دا شوه چي ددې قبيلې كوم سل كسان چي مسلمانانو نيولي او مرېيان كړي يې وو هغه يې سمدستي ازاد كړل ځكه دهغوۍ له كورنۍ سره درسول ص خپلوي راغلې وه دويمه قائده يې داوه چي پورته يادشوئ حارث همېشه ډاكې وهلې په دې سره هغه هم بندي شوي نهمه مېرمن لسمه مېرمن ام المؤمينين صفيه رضي الله تعالي عنها٫ وه دمور نوم يې ضره او دپلار نوم يې حييي بن اخطب چي دبنو نضير يهودي قبيلې سردار وو وړاندې يې له كنانه بن ابي حقيق سره نكاح كړې وه كوم چي دخيبر سردار وو دخيبر په جګړه كي ووژل شو يو روايت دا هم دئ چي لومړئ يې له سلام بن شكم سره نكاح كړې وه داوومې هجري سنې په جمادي الاخير كي چي دام المؤمينين رض عمر اوولس كاله او درسول ص عمر ۵۶ كاله وو له هغې سره يې واده وكړو له نبي ص سره يې نژدې څلور كاله تېر كړل په پنځوسمه هجري سنة كي د۶۰ كالو په عمر په مدينه منوره كي وفات شوه يوولسمه مېرمن
په درناوي محمدعلي عمري سهيلي پښتونخوا مسلم باغ
نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۶ اسفند ۱۳۸۸ ساعت ۱۰:۱۲:۰۵ | آرشيو نظرات (0)
شعر ٫ شهاب بنوسٍي غزل ښكلئ چي تللئ مـــــرور دئ آخـــر څه وكړمه كــــورمې دزړه پسې كنډر دئ آخــر څه وكړمه په روڼا ورځ لــــه دك محفل يې زړګئ وړئ زما هغه چي دومـــــــره زوروردئ آخر څه وكړمـــه خدايه پښتو نــــه لاس پــــــه سرشم كه دمينې څخه يو خــوا ګړنګ بـل خواته غر دئ آخر څه وكړمه پــــه خوشحالۍ پسي مې ډيري منډي وكړلې خو غـــم چي زمــــا پــــه مقدر دئ آخــر څه وكړمه يــــــو خواپرتي دي راته ډيري كشالې شهابـــــه بــــــل خوا دژمي مــازيګردئ آخر څه وكړمــه په درناوي شهاب بنوسي پيښور ښار كوهاټ روډ سكيم چوك
نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۶ اسفند ۱۳۸۸ ساعت ۰۷:۱۸:۲۶ | آرشيو نظرات (0)
![]() خبرتيا دپاكستان له ستر ښار كراچي څخه په لومړي ځل د ٫ شها په درنښت
نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۴ اسفند ۱۳۸۸ ساعت ۰۹:۳۵:۰۱ | آرشيو نظرات (0)
سوررنګ : غنمرنګ كوچي سوررنګ
نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۴ اسفند ۱۳۸۸ ساعت ۰۹:۱۸:۳۷ | آرشيو نظرات (0)
دمحمدص دولادت سلسله نهمه برخه له نبوت نه مخكې اجمالي سيرت ٫٫٫ نبي ص دټولو هغه غوره اخلاقو او عاداتو درلودونكئ وو كوم چي هغه وخت ځيني شريفه خلګ هغه وخت په متفرقه توګه دهغه درلودونكي وو ٫ پيغمبر ص دقوي اوروښانه فكر ٫ پياوړي نظر او استعداد لوړ څلئ وو٫ ددرست هدف او وسلې ټاكونكئ وو ٫ دالله رسول ص پخپل تيز او پياوړي ذهن اوروښانه فطرت سره دژوند ټولي پاڼي دخلكو او ډلو ټول حال او احوال لوستلئ او څيړلئ وو او په كومو خرافاتو كښې چي دا خلګ راګير وو له هغه نه يې ځان پاك او ډير ليري ساتلئ وو٫ او له دې ډول ټولو بې لاريو نه پاك او په عقل او بصيرت ميني ژوند يې تيرراوه ٫ خلګو به چي دخير كار كاوه ن په هغه كار كښې به پيغمبر ص تر ټولو وړاندې وو ٫ او كه به دخير كار نه وو نو تنهايي او ګوشه نشيني به يې غوره كوله ٫ ٫ رسول ص هيڅ كله هم شراب نه دي څښلي ٫ دبوتانو په نوم دحلال شويو مالونو غوښه يې نه ده خوړلې ٫ او دبوتانو په نوم دجوړو شويو ميلو او مجاليسو كښې يې هيڅكله برخه نه ده اخيستې دژوند له پيل نه يې لدې باطلو معبودانو او هرډول خرافاتو سره سخته كينه او كركه وه ٫ تردې چي د٫ لات ٫ او ٫ غزي ٫ په نامه سره قسم يې هم نه شواي تحمل كولاي ٫ په دې كښې هيڅ شك او شبهه نشته چي هغه ٫ صلي الله عليه وسلم ٫ دتقدير په حفاظت او ساتنه كښې وو ٫ ځكه چي هركله به ددنيوي لذتونو دحصول په خاطر ٫ دده نفساني جذبات راپاريدل ٫ او يا به يې زړه دې ته تيار شو ٫ چي دكوم نا پسنديده عادت او يا رواج تقليد او پيروي وكړي نو سمدلاسه به الهي رحمت او عنايت مداخله كوله ٫ او دې كار ته به يې نه پريښودلو ٫دابن اثير په روايت سره رسول ص فرمايي ٫ ٫ ماهممت بشيء مما كان اهل الجاهلية يعملون غير مرتين٫ كل ذالك يحول الله بيني وبينه ثم ما هممت به حتي اكرمني برسالته قلت ليلة للغلام الذي يرعي معي الغنم باعلي مكة٫ لو ابصرت لي غنمي حتي ادخل مكة واسمربها كما يسمر الشباب ٫ فقال افعل ٫ فخرجت حتي اذا كنت عند اول دار بمكة سمعت غزفا فقلت ٫ ما هذا ؟ فقالو عرس فلان بن فلانة فجلست اسمع فضرب الله عليه اذني قنمت فما ايقظني الاحر الشمس فعدت الي صاحب فسالني فاخبرته ثم قلت ليلة اخري مثل ذالك ودخلت بمكة فاصابني مثل اول ليلة ٫ ثم ماهممت بسوء يعني هغه كارونه چي دجاهلي دورې خلګو به كول له دوو مرتبو پرته ما دهغه تصور او هسي خيال غوندي هم ندئ كړئ خو دا دواړه مرتبې هم الله تعالي زما او هغه كار ترمينځ حايل او خنډ پيدا كړئ يعني هغه مې سرته نه دئ رسولئ ٫ اوپه دې پسې مې بيا هيڅكله هم داسي اراده او تصور نه دئ كړئ ترڅو الله تعالي په رسالت سره مشرف كړمه يوه ورځ مې خپل يوه ملګري ته چي دمكې په پاسنۍ برخه كښې يې راسره ميږې پوولي وويل ٫ كه ته مې ميږو ته ګورې نو زه به مكې ته ولاړشم او هلته به لكه دنورو ځوانانو په شان دكيسو ويلو په مجلس كښې ګډون وكړم٫ ملګري راته وويل سمه ده ٫ ولاړشه ٫ زه وخوځيدم دمكې لومړني كورته چي ورسيدم دباجې اواز مې تر غوږوشو پوښتنه مې وكړه ٫ چي داڅه خبره ده دوي راته وويل چي دا دفاني او فلانۍ واده ده ٫ زه كښېناستم او دا اواز اورم ٫ يودم مې الله تعالي غوږونه بند كړل او خوب راباندې راغلئ او په همغه ځاي كښې ويده شوم ترڅو دلمر ګرمۍ راويښ كړم ٫ او بيرته خپل ملګري ته ورغلم او دهغه دپوښتنې په ځواب كښې مې ټوله كيسه ورته بيان كړله ٫ يوځل مې بيا يوه بله شپه خپل ملګري ته همداسي وويل ٫ او مكې ته ولاړم نو داځل بيا هماغسي پېښه راسره وشوه او لدينه وروسته مې هيڅ كله هم بيا غلطه اراده نه ده كړې امام بخاري رحمت الله عليه ٫ له جابر رضي الله عنه نه روايت نقل كوي وايي ٫ كله چي كعبه شريفه جوړه شوه نو رسول كريم ص او عباس رض ولاړل تيږي يې راوړې حضرت عباس رض ونبي كريم ص ته وويل خپل لنګ پر اوږه كښېږده دادې اوږې له تيږونه ساتي ٫ نه به خوږيږي ٫ خو رسول ص پر ځمكه راپرېووت سترګي يې دآسمان په لور وختلې او كله چي راپه حال كي شو چيغي يې وهلي زما لنګ زمالنګ ٫ په يوه بل روايت كښې راځي چي لدې نه وروسته دده مبارك عورت په هيڅ كله نه دي ليدل شوي رسول ص دسپيڅلي اخلاقو او نيكي معاملې درلودونكئ وو ٫ په حلم رښتينولي نرمي او عفت كښې تر هرچا مخكې وو دخير عطمت او عزت قايل وو٫ هغه دټولو نيكيو مجموعه او نمونه وه خپل قوم ورته دامين لقب وركړئ وو او خديجه رضي الله تعالي عنها دده مبارك په هكله فرمايي ٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫ يحمل الكل ويكسب المعدوم ويقري الضعيف ٫ ويعين علي نوائب الحق يعني ٫ هغه به دبې وزلانو مرسته كوله دهغوي بار به يې اوچتاوه دفقيرانو او تش لاسو لپاره به يې بندوبست كاوه ٫ دميلمه قدر او درناوئ به يې كاوه نوربيا په درنښت محمدعلي عمري سهيلي پښتونخوا مسلم باغ m.ali.umari@hotmail.com
نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۴ اسفند ۱۳۸۸ ساعت ۰۵:۲۳:۴۴ | آرشيو نظرات (0)
[ ۱ ][ ۲ ][ ۳ ][ ۴ ][ ۵ ][ ۶ ][ ۷ ][ ۸ ][ ۹ ][ ۱۰ ][ ۱۱ ][ ۱۲ ][ ۱۳ ][ ۱۴ ][ ۱۵ ][ ۱۶ ][ ۱۷ ][ ۱۸ ][ ۱۹ ][ ۲۰ ][ ۲۱ ][ ۲۲ ][ ۲۳ ][ ۲۴ ][ ۲۵ ][ ۲۶ ][ ۲۷ ][ ۲۸ ][ ۲۹ ][ ۳۰ ][ ۳۱ ][ ۳۲ ][ ۳۳ ][ ۳۴ ][ ۳۵ ][ ۳۶ ][ ۳۷ ][ ۳۸ ][ ۳۹ ][ ۴۰ ][ ۴۱ ][ ۴۲ ][ ۴۳ ][ ۴۴ ][ ۴۵ ][ ۴۶ ][ ۴۷ ][ ۴۸ ][ ۴۹ ][ ۵۰ ][ ۵۱ ][ ۵۲ ][ ۵۳ ][ ۵۴ ][ ۵۵ ][ ۵۶ ][ ۵۷ ][ ۵۸ ][ ۵۹ ][ ۶۰ ][ ۶۱ ][ ۶۲ ][ ۶۳ ][ ۶۴ ][ ۶۵ ][ ۶۶ ][ ۶۷ ][ ۶۸ ][ ۶۹ ][ ۷۰ ][ ۷۱ ][ ۷۲ ][ ۷۳ ][ ۷۴ ][ ۷۵ ][ ۷۶ ][ ۷۷ ][ ۷۸ ][ ۷۹ ][ ۸۰ ][ ۸۱ ][ ۸۲ ][ ۸۳ ][ ۸۴ ][ ۸۵ ][ ۸۶ ][ ۸۷ ][ ۸۸ ][ ۸۹ ][ ۹۰ ][ ۹۱ ][ ۹۲ ][ ۹۳ ][ ۹۴ ][ ۹۵ ][ ۹۶ ][ ۹۷ ][ ۹۸ ][ ۹۹ ][ ۱۰۰ ][ ۱۰۱ ][ ۱۰۲ ][ ۱۰۳ ][ ۱۰۴ ][ ۱۰۵ ][ ۱۰۶ ][ ۱۰۷ ][ ۱۰۸ ][ ۱۰۹ ][ ۱۱۰ ]
|
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
تمام حقوق تعلق به
نگین بلاگ است
|