هيــــــــــــــــــلـــه
دا ړ يــــــــــــكو پــــته

omari.zabul@gmail.com
صفحه اصلي | تماس با ما | آرشيو وبلاگ

غزل

ددې غزلې شاعره معلومه نه ده،خوله غزلي داسي برېښي،چي ديوې پيغلې غزل ده خو دغه پيغله شاعره نه ده معلومه چي څوك ده

غزل

وايه سلام زما په لولپه ګودر جانانه !

بيا مي د پېغلو په ټولۍ دما‌ذيګرجانانه

خپلو پرديو ته كيسې زمونږ د ميني كوه

زما خواخوږو ته د څړيكو د پرهر جانانه

كه دريادېږم ورته كښېنه راسه وئې ګوره

زما په وينو سرې لمنې دسپين غرجانانه

دڅوبدرنګودلته نه وه په مونږمينه پېرزو

چي راپسې سولو د چا قاتل نظر جانانه

اوس مي تصويرپه تصور ځان سره جوړوه

د ښاپېريو په څېر ښكلې انځورګر جانانه

راته دعا كوه پر ځاي د لپو لپو اوښكو

زه درنه ولاړم د ټول عمر په سفر جانانه

ليږونكئ

رفيع الله مندوخيل سهيلي پښتونخوا ژوب

نويسنده : محمدعلي عمري | ۷ دى ۱۳۸۸ ساعت ۰۷:۰۰:۵۷ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


وخت

وخت

هرڅوك دامني چي وخت سره زر دي او وخت هغه څه دئ چي انسان

ديو ستر هدف وغيږې ته رسوي وخت نه يواځي دانسان تر ژوند پورې محدود دئ بالكه وخت دانسان تر ابدي ژوند پورې هم تړاؤ لري

ديو دانا قول دئ چي وخت هغه هوښيار مرغه دئ چي كه ئې دمخ له لوري څخه دنيولو هڅه وكړې نو شونې ده چي وئې نيسې خو كه دشا له لوري ئې دنيولو هڅه كوې نه ئې شې نيولاي او هغه هوښيار مرغه درڅخه الوزي

رابه شو ديته چي موږ څومره دوخت قدر كړئ يو استاذ چي ماشوم ته سبق وايي

نو دده دپاره لومړئ فرض دا جوړيږي چي دغه استاذ بايد لومړئ

دغه ماشوم دوخت په قدر و قيمت پوه كړي څو دماشوم زړه دا ومني چي له وخت په استيفاده كې خو زما ددنيا او آخيرت برياليتوب نغښتئ دئ

داوخت نه يواځې دهغه چا دپاره ضروري دئ چي هغه ليك او لوست كوي

بالكه ديو چوپان دپاره هم وخت ډير زيات ارځښت لري وخت چوپان ته دا وايي چي ته به سهار وختي له كلي څخه رمه باسې او مازديګر به يې كلي ته راولې

دا وخت دئ چي بزګر ئې ديته مجبوره كړئ چي ته به پر خپل وخت باندې پټي ته اوبه وركوې تاسو ګورئ دوخت په ارځښت كې شپه او ورځ څومره ستر رول لوبوي خداي ج زموږ دپاره شپه دآرام او استراحت دپاره پيدا كړې ده

يو څوك نه شي كولاي سي له شپې څخه دورځې كار واخلي ځكه چي له هر انسان سره ښادي او غم ملګرئ وي

او دښادۍ او غم مراسم خلګ دورځې تر سره كوي نه په شپه كښې

كه يو څوك تر نيمې شپې پوري ويښ وي او بيا سهار پر لس يوولس بجې له خوبه راپورته كيږي ښه نه كوي ځكه دا له وخت سره جفا ده

تاسو ګورئ په نړۍ كښې تخنيك څومره پر مخ تللئ دئ

دنړۍ تخنيك وانسان ته سهولت او آسانتيا برابروي خو موږ غلطه استيفاده ځنې كړې ده ښه پوهيږو چي ګرځنده تليفون ٫ موبائل ٫ ددې دپاره دئ چي سړئ خبري په وكړي په وخت دسفر كښې سړئ دمور او پلار له حاله ځان خبر كړي

اوس موږ وينو چي دلس كلن ماشوم په لاس كښې به هم موبائل وي

ا و په اصطلاح قمر ګله به پكې اوري داڅومره دوخت ستره ضائعه ده

او بل دا چي دانسان په ايجاد كښې تر ټولو حيرانونكئ او دفائدې شئ كمپيوټر دئ چي دانسان دپاره ئې سل په سل كښې آسانتياوي برابري كړي دي

له دې دومره لويې نړۍ څخه ئې كلئ جوړ كړئ دئ

كه دغه ستره آله چي كمپيوټر دئ وانسان ته په اسانۍ سره دبرياليتوب لار ورښيي

دغه راز ئې ډير ياران دبربادۍ وكندې ته هم ورټېل وهلي دي

كه يو څوك وكمپيوټر ته دمدرسې او پوهنتون په نظر وګوري نوبيا آفرين ارومرو به هغه څوك بريالئ او سرلوړئ وي ٫ خوكه وكمپيوټر ته ديو سينما او

شهواني آلې په نظر وګوري او دنفس پر تقاضا ئې استعمال كړي

نو بيا سراسر دانسان دوخت دضايع كيدو ترټولو ستره آله همدا كمپيوټر دئ

په هر صورت دوخت په قدر هغه څوك ښه پوهيږي چي وخت ئې له لاسه وتلئ وي ٫ كه موږ هر څومره په ټولنه كښې ټيټ خلګ يو خو كه دوخت قدر له موږ سره وي وخت به ارومرو موږ دبرياليتوب اوج ته رسوي نو راځئ چي تر وخت لاسونه تاؤ كړو او دا څو جملي عملي كړو چي

 

وخت به ارومرو باچا كړي سړئ

خو كه دوخت قدر پيدا كړي سړئ

وخت به يو تت شاني خوځښت نه ګڼو

وخت كله كله ډېر رسوا كړي سړئ

ليكنه

محمدعلي عمري

سهيلي پښتونخوا مسلم باغ

m.ali.umari@hotmail.com

نويسنده : محمدعلي عمري | ۶ دى ۱۳۸۸ ساعت ۰۷:۴۰:۳۴ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


دحميد ادبي جرګې غونډه وشوه

دحميد ادبي جرګې غونډه وشوه

 

دا غونډه دپيښور ښار په بډه بېره كښې وشوه

په دې غونډه كښې دري نشسته وو لومړئ كابينه اعلان شوه

بيا پر غزل باندې كره كتنه وشوه

او په پاي كښې ازاده مشاعره وشوه

لومړئ دشپږ مياشتو دپاره بيړنۍ كابينه اعلان شوه

په غونډه كښې ډاكټر ياسمين خادم صدر وټاكل شو٫محمدنبي احمدزئ نائب صدر٫ او غنمرنګ كوچي٫مشر سكرتر وټاكل شو

بيا دښاغلي شهاب بنوسي پر غزل باندې كره كتنه وشوه

او ورپسې آزاده مشاعره وشوه

چي شاو خوا ۳۰ ديرشو پوري شاعرانو پكي ګډون درلودو

په درناوي

غنمرنګ كوچي پيښور بډه بېره

نويسنده : محمدعلي عمري | ۶ دى ۱۳۸۸ ساعت ۰۷:۳۰:۲۴ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


دعبدالباري اسير ښكلئ شعر

غزل

چي ستا معشوق او ستا جانان سي را په ياد هغه دم

هلته هم ته دين او ايمان سي را په يــــــــــاد هغه دم

چي دخوراك ګوله په لاس كړمه وخولـــــه ته نژدې

ماته يتيم څيري ګريوان سي راپه يــــــــــــــاد هغه دم

لوندپه خولو او وچي شونډي پښي تڼـــــــــــاكي غمجن

لمر ته ولاړ مجبور انسان سي راپه يــــــــــاد هغه دم

په هر ساعت ماته دقام دغــــــــــــــــــــــم ځپلو وروڼو

په اوښكو ډك لانده چشمان سي راپـــــــــــه ياد هغه دم

چي دكــــــــــــــــــردار روڼه هينداره ته يې وګورم زه

تللئ اعلي عظيم انسان سي راپــــــــــه يـــــــــاد هغه دم

دوخت په هلــــــــــكه چي كوم چا راتـــــــه ويلي ؤ څه

دهغه چا زرين فرمان سي راپــــــــــه يــــــــــاد هغه دم

زه پــــــــــه راحت كي دخپل ځان سره مشغول يمــــــه تل

خو پـــــــــــــه تنګسه كي پاك سبحان سي راپـه ياد هغه دم

چي فكر وكـــــــــــــړم دشپږم حس زمــــــــــــزمه ته اسير

خپل دا شليدلئ سست كاروان سي راپــــــــــــه ياد هغه دم

 

عبدالباري اسير

سهيلي پښتونخوا پښين

نويسنده : محمدعلي عمري | ۲ دى ۱۳۸۸ ساعت ۰۶:۳۹:۵۴ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


دښآغلي قلندر بېقرار څو شعرونه
 
دښآغلي قلندر بېقرار څو شعرونه
 
غزل

ماكه دجانان په دروازه كښې شپه سبا كړله

بيامې دهجران په توره شپه كښې شپه سبا كړله

ماويل چي نه راځي او ده ويل چي رابـــــه شي

زړه سره مې سمه په لانجه كښې شپه سبا كړله

زه يې په ديدن پسې په دواړو سترګو ړوند شومه

ستورويې دمخ پــــــــه نظاره كښې شپه سبا كړله

زلفي يې دسپين مخ دحرم نه په شا ړنګي شوې

خال يې دتنـــــــــدي په مدينه كښې شپه سبا كړله

زه څه شرابي نـــــــــــــــه وم جانانه دامې ومنه

وچ لـــــه مجبورۍ مې مېخانه كښې شپه سبا كړله

څه به درته وايـــــــــم بېقرار ددغې سوې شپې

خاص لكه بتۍ مې پـــــه ډېوه كښې شپه سبا كړله

 

غزل

نن مې چي په مينه وكاته دجانان سترګو ته

زړه مې په سجده راپرېواته دجانان سترګوته

موږه لـــــــــــيونو دمينې داسي جواري وكړه

داؤموكړه په يو نظر هرڅه دجانان سترګوته

زړه مې شو سورئ كاږه واږه باڼه ترې ووتل

ورغلو بې پامه خوله په خوله دجانان سترګوته

اورمې په كښې وليدو اوبه مې پكښې اوليدې

ځكه حيران پاتې شومــــه زه دجانان سترګوته

بيامې ټوله ورځ له رنګينو دژوندون ډكه وي

اوګورم چي زه په لمر خاته دجانان سترګوته

نېغ ورته كتلے نــــــه شم ډېر ترېنه شرمېږمه

ګورمه تر څنګ ځكه كاږه دجانان سترګوته

ماته بېقراره چي نــــــاصح نصيحتونه كړي

سم كتلي نه دي جوړ هغه دجانان سترګوته

 

غزل

محبت خــــــــــــــو بندګي ده كه منې ئې

داتړون دزنـــــــــــــدګي ده كـــه منې ئې

زه دخداي په يوه كار ناراضګي نه كړم

ما كښې دا يوه خوبي ده كــــــــه منې ئې

په محفل كښې چي لږ وائې او ډېر اوري

دا عـــــــــــادت دښه سړي ده كه منې ئې

نور احسان دسنــګارونو په ځان مه وړه

ستا سنګار خو قــــــــدرتي ده كه منې ئې

چي ئې موږ پـــــــــه ديدنونوماړه نه كړو

دا دښكليو كنجوسي ده كـــــــــه منې ئې

ددنيــــــــــا نظام پــــــــه دوه پيو چليږي

يوئې غم بل ئې خوښي ده كــــه منې ئې

غزل

داځيني خلــــــــقو نه چي لرې لرې ځان ګرځوي

هغه سړے به سلامت دا خـــــــــپل ايمان ګرځوي

څوك زورور دي څوك كمزوري دابه هلته ګورو

دلته خو هر سړے پــــــــه خپل تلي آسمان ګرځوي

دا خنديده ئې لـــــــــــــــكه ګل نه خنديده ئې ازغي

يارپه يوه خوله كښې سپرلے او هم خزان ګرځوي

زما پــــــــه مينه جوړ لا هغسي شكمن غوندي دے

يارمې چي اوس لا دپــــــردي سړي په شان ګرځوي

دهرچــــــــــــــا زړه كښې بېقراره يو ارمان وي ضرور

خو څوك ممكن څوك نا ممكن غوندي ارمان ګرځوي

غزل

داوبـــــــــــــــــو تر مينځ او به باسي ملګرو

ديار زړه زمـــــــــــــــا له زړه باسي ملګرو

ددې وخت مغل ارمـــــــان به پوره نه شي

چي سرحد نــــــــــــه پښتانه باسي ملګرو

دزوردارو سترګو زور ازمائيل غواړي

دټټر نــــــــــــه مې باڼــــــه باسي ملګرو

كه له كلي مې اوباسي خــــــــــير ده خير

خو له نرخه مې دې نـــــــــه باسي ملګرو

سړي خور مارغه مې خپله په سرځاي كړو

ځـــــــــــــكه اوس رانه مـــازغه باسي ملګرو

دابې ننــــــــــګه لــــــــــه خپل كورنه كله كله

پـــــــــــــه نهره مېلمــــــــــــانه باسي ملګرو

بېقرار ئې چي په زړه كښې پوره چاڼ كړي

بــــــــــــــيا هغه قيصه له خولـه باسي ملګرو

غزل

كـــــــــوركلي اخيستي ؤ بيديا اورونه واخيستل

ستا دحسن اور نـــه هرې خوا اورونه واخيستل

تاته ګوته نــــــــــــه نيسم او تا ملامت نه ګڼم

خپلو اسويلونـــــــــه مې اشنا اورونه واخيستل

كوم يوته پنـــــــــــــــاه يوسم دكوم لمنه ونيسم

مورې دلته تــــــــــا هلـــــته بابا اورونه واخيستل

اور ؤ پــه كابل او په كشمير كښې لګېدلے خو

اوس ترېــــــنه زموږه پښتونخوا اورونه واخيستل

خدايه تــــه دخپل فضل سړې اوبه پرې او شيندې

زه خو دې سر او خورم خو دنيا اورونه واخيستل

چاچي لــــــه انګار سره په لوبو وخت تېرے كاوه

هغو بېـــــــــــقراره خامخا اورونــــــــــه واخيستل

غزل

چي دبـــــــــې ځايه رواجو سلسله ختمه نه شوه

دسپينو اوښــــــــكو او سلګو سلسله ختمه نه شوه

ګناه خو نه ده خو چي ولې لا تر اوسه پورې

په عشق دتــــــــــور دلګېدو سلسله ختمه نه شوه

لمر ئې كه ټوله زندګي دكور په وره تېره كړه

بيائې په كور كښې دتيارو سلسله ختمه نه شوه

چاچي په يو نظر زما دزړه په كور پورې كه

داور تـــــــــر اوسه بلېدو سلسله ختمه نه شوه

لامې پــــــــه زړه باندې رادرومي يو تر بله پسې

ستا دغمونو قــــــــــــــــــافلو سلسله ختمه نه شوه

ما بېقراره تــــــــــــر خپل وس مرهم پرې ولګول

خير كه دويـــــــــــــــــنو بهېدو سلسله ختمه نه شوه

غزل

ته چي ئې دبل په غم خوشحال ماته افسوس راځي

هسي نه چي ستا شي داسي حال ماته افسوس راځي

چـــــــــــــاچي ته ساتلې دټول عمر له جنجال څخه

هغه دې اختــــه كړل په جنجال ماته افسوس راځي

هسي خــــــــــــــړې ټنډې ته دې څنګه سلامي وكړم

نه لرې جمــــــــــــــال او نه كمال ماته افسوس راځي

هغــــــــــــــــه پښتنه چي پښتنې مـــــــــور زېږولې وه

څنګه ئې نن كوز كه له سر شال ماته افسوس راځي

ونه دنفرت پــــــــــــــــه هرموسم نوې غنچې كوي

مينه راكميږي كــــــــــال په كال ماته افسوس راځي

زه ئـــــــــــــــــــــې بېقراره چي له خپلو پردو وايستم

اوس ئې رانه ځان كړلو سنبال ماته افسوس راځي

غزل

پوهېږم دا مـــــــــې دي دخپلې مور دعا راپسې

ځكه په كلكه آمين كــــــــــړئ دے هرچا راپسې

دكم نيتۍ لېوه مـــــــــــې هيڅ كله داړلئ نه شي

په ډيرو منډو بـــــــــــــه ئې ودريږي سا راپسې

محبوبه ته راتــــــه پناه راكړه په خپله غېږ كښې

دجهالت تـــــــــــــــــوره بلا راغله تر شا راپسې

هغـــــــــــه دې جبر كـــــــوي زه مظاهره دصبر

بيا به په خپله ګوتـــــــــــــې ومروړي آشنا راپسې

خداي دې مرګے راكــــــــــــړي خو داسي مرګے

چي خپل پردي مې كړي پـــه ګډه وير ژړا راپسې

زه بېقرار دچا پـــــــــــه خولو لاسونه نه شم نيوے

جانــــــــــــانه وائې دې چي څه وائې دنيـا راپسې

 

 

 

غزل

ترڅو چي وي پــــــه نه قيصو جنګونه په كاله كښې

ترهغه به مو نه شي خــــوشحال زړونه په كاله كښې

 

داڅوك دئ چي ئې مــــوږ له يوه بل سره دښمن كړو

داڅوك زموږ ترمينځ وهــــــــي لاسونه په كاله كښې

بسترې راته سور اورشوې بالښتان له ازغوډك شول

قرارلګوے نـــــه شو خپل سرونه پــــــــه كاله كښې

سيلۍ دبې امنئ او زور زياتــــــــــئ ورباندې راغله

چي مړه مو شول دامــــــــــــن چراغونه په كاله كښې

ترهغه به مــــــو داسي شر او شور وي په كاله كښې

تــــــــرڅو چي سره سپين نه كړو نيتونه په كاله كښې

دوخت پــــــــــــه ضرورياتو ناپوهان پوهول غواړي

دا ځـــــــــكه بېقرار وايم شعرونه پــــــــه كاله كښې

غزل

دابــــــــــــــه زما دعشق كتاب نــــــه وي

چي ستا دحسن پـه كښې باب نــــــــــه وي

چي زړه ئې سپين وي بې غرضه يار وي

خير كـــــــــــــه رنګ ئې دګلاب نــــــه وي

په دې مې پوه كړه بيـــــــــا به نــه درګورم

دا ستا كتو كښې كــــــــــه ثواب نـــــــه وي

لـــــــــــكه دكلي جومات بــــــــــې اما مه

خال دې چي ورځو پــــــــه محراب نه وي

په بهانو دې هـــــــــم له خولې نه ځار شم

چي دې سپېره راتــــــــــــه جواب نه وي

زه بېقرار دې پـــــــــه عذاب يم خير دے

خو چي بل څوك مې پـــــه عذاب نه وي

غزل

خدايه زموږ چم كښې لېــــــوني خلقو رټلي دي

ته چي پكښې اوسې دا زړګي خلقو رټلي دي

اوس زموږ دكلي ونې ځكه ګلان نـــــه نيسي

مخكښې يو څو كاله پسرلي خلقو رټلي دي

ته لا دسحر نــــــــــندارې غواړې خبر نه ئې چي

دلته خو لا زېړ مـــــــــــازديګري خلقو رټلي دي

ځان ته وخت تيرے كوي او ځان ته غم ښادي كوي

خپل سره بېزار دي او پــــــــــردي خلقو رټلي دي

چرته چي د دوه مئنو ميــــــــــــــــنه رسوا شوې ده

لوسې پښې سرتور لــــــــه كلي ځي خلقو رټلي دي

تل ئې كه داوښكو ننــــــــواتې وروړې سترګوكښې

بيــــــــــا لا بېقراره آ سړي خلقــــــــــــو رټلي دي

 

 

په درنښت

قلندر بېقرار

ټانك ٫ لكي مروت
 

نويسنده : محمدعلي عمري | ۱ دى ۱۳۸۸ ساعت ۱۱:۱۷:۲۳ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


[ ۱ ][ ۲ ][ ۳ ][ ۴ ]
معرفي وبلاگ
 



http://larawbar.com/hella/

 
 

فهرست اصلي
 
صفحه نخست
پست الكترونيك
آرشيو مطالب
افزودن به علاقه مندي ها
صفحه خانگي
 

 
 

آرشيو موضوعي
 
شعورنه
اسلامي ليكني
لنډي كيسي
ادبي ټوټي
خبرتياوي
مقالي
بيلابيلي ليكني
انځورونه
اړ يكي
غو نډ ه
كتا بو نه
بر يښنـــا ليكونه
درحمت الله رحمت ناول
 
 

آرشيو ارسال ها
 
شهريور ۱۳۸۹
مرداد ۱۳۸۹
تير ۱۳۸۹
خرداد ۱۳۸۹
ارديبهشت ۱۳۸۹
فروردين ۱۳۸۹
 
 


پيوند ها
 
افغان ادبي بهير
تل افغان
ټاټوبئ
دارواښآد سيلاب ساپي بلاګ
روهي ويب پاڼه
غورځنګ ويب پاڼه
دميرمن كلتوري ټولنې ويب پاڼه
پښتوسندري
دتهران راديو پښتو خپرونه
دامريكاږغ اشنا راديو
دچين راديو پښتو خپرونه
دالمان ږغ راديو پښتو خپرونه
دښآغلي همت الله امين زي ويب سايټ
مورچل ويب پاڼه
خوست ويب پاڼّه
انلاين پښتو مشاعره
په زړه پورې افغانئ لينكستان
پكتيا ويب پاڼه
وحدت ورځپا ڼه پيښو ر
سور غر ويب پا ڼه
سپوږمۍ ويب پا ڼه
سمسور و يب پا ڼه
خوست راديو
دافغا نستا ن دطالبانو ويب پا ڼه
تاند ويب پا ڼه
پښتونخوا ويب پا ڼه
پكټ راديو پښتو خپرو نه
داستانونه ويب پا ڼه
زمو افغانستان ويب پا ڼه
ډيوه راديو ويب پا ڼه
دازادۍ راديو پښتو خپرونه
ليكوال ويب پا ڼه
هيواد ويب پا ڼه
اصلاح ويب پا ڼه
شهامت ويب پا ڼه
ريان اسلامي ويب پا ڼه
توره بوړه ويب پا ڼه
لوي غر ويب پا ڼه
د بي بي سي پښتو خپرونه
ګران وطن ويب پاڼه
بينوا ويب پاڼه
ټول افغان ويب پاڼه
دموسيقۍ په زړه پورې ويب پاڼه
دموسيقۍ ښكلې ويب پا ڼه
پښتا نه و يب پا ڼه
رومال و يب پا ڼه
ننګيا ل و يب پا ڼه
لوي افغانستان وېبپاڼه
طلوع ټلوېزيون
آرمان راډيو
لمر ټلوېزيون
نورين راډيو ټلوېزيون
پژواك خبري آژانس
ولس خبري اژانس
تول پښتانه وېبپاڼه
ميدان وردگ ولايت پانه
مسلمانان وېبپاڼه
دپښتنو شاعرانو شعرونه وېبلاك
حقيقت ويببانه
كره كتنه وېبلاك
دبازمحمد عابد وېبلاك
افغا ن ننګ ويب پا ڼه
لر او بر ويب پا ڼه
په زړه پوري اسلامي ويب سايټ
بلاګو نه و يب پا ڼه
خبرونه ډا ټ كام
دعبدالهادي حيران و يب پا ڼه
افغا ن كلتوري ودې ټولنه
دآپلوډ په زړه پوري ويب پا ڼه
پښتو نستا ن ويب سا يټ
دښځـو ويب پا ڼه / اوربل
آنلا ين ويب پـا ڼه
قا مو ســو نه و يب پاڼه
سلګۍ ويب پا ڼه
شعرو نه و يبلا ګ
سباؤن ويب پا ڼه
د اجمل اند ويب پا ڼـــه
لمر و يب لا ګ
ليكوال ويب پاڼه
بوريوال كاكړ بلاګ
افغان رساله
دانش خپرندويه ټولنه
دانټر نيټي تبليغاتو سايټ
ديدنونه ويب پاڼه
نړ ۍ وال ويب پاڼه
دجهاني صاحب ويب پاڼه
كندهار تلويزيون ويب پاڼه
 
 


لوگوي دوستان
 
POWERD BY neginblog.com
 
 


كدهاي كاربر
 
 
 


 

تمام حقوق تعلق به نگین بلاگ است