هيــــــــــــــــــلـــه
دا ړ يــــــــــــكو پــــته

omari.zabul@gmail.com
صفحه اصلي | تماس با ما | آرشيو وبلاگ

اهل بيت او دهغوي شاعري

اهل بيت او دهغوي شاعري

دحضرت محمد صلي الله عليه وسلم په كورنۍ كښې ٫ اسدالله حضرت علي كرم الله وجهه٫او همدارنګه دجنت دميرمنو سرداره ٫ فاطمة الزهراء رض ٫او داسلام په لاره كي ستر شهيد امام حسين رض ٫دډيري لوړې مرتبې تقرير كونكي او شاعران وو٫

دوي دري واړه په نظم او نثر كښې ښه په زړه پوري كار كړئ دئ

په ډېره مختصره توګه ددوي دشعرونو بلګې رااخلم

 

حضرت علي كرم الله وجهه په دې لانديني بيتونو كښېڅومره په ښه انداز كښې ددې پاني او ختميدونكې نړۍ ذكر كړئ دئ

داسي وايي

انما الدنيا كظل زائل

او كضف بات ليلا وارتهل

او كحلم قويداه نائمة

او كبرق لاح في اُفق لا امل

ژباړه

دا دنيا دپريوتونكي سيوري په ډول ده دا دهغه ميلمه په شان ده چي شپه تېره كړي او سهار رخصت شي ٫ يا په مثال دهغه خوب ده چي ويده سړئ ئې ګوري ٫ يا دهغې بجلۍ په څير ده چي داميد په مخ پړكيږي

ــــــــ

همدارنګه علي رض په شان حضرت فاطمة الزهرا رض هم دخپل وخت په لوړو شاعرانو كښې حسابيږي ٫ چي په كلام كښې ئې ډير زيات فصاحت او اثر شتون درلود دخپل پلار حضرت محمد صلي الله عليه وسلم په وفات كښې ئې ډير زيات شعرونه ويلي دي ٫ چي بلګه ئې درته راوړم

اغبره آ فاق السماء وكورت

شمس النهار واظلم العصران

والارض من هدالنبي كيبة

اسفا عليه كثرة الاخزان

فليبكه شرق ايبلاد وغربها

وليبكه مضرو كل يمان

ژباړه

دآسمان خاړي غړئ شوې او دورځې دلمر روڼا هم تته شوه او سحر او ماښام يو شان تياره شوه دنبي كريم ص له وفت نه پس زمكه هم په ژړا او فرياد اخته ده نو پكار ده چي دشرق او غرب ټول هيوادونه اوښكې توي كړي او هر نسل او د هرې قبيلې يو يو تن وړاژي او ماتم وكړي

ــــــــــــــــــــــــــ

او همدارنګه دبشر په تاريخ كې تر ټولو ستر مظلوم

امام حسين رضډير عام فهم او اثر نه ډك وو دهغه وخت استاذانو او شاعرانو چي به د امام حسين رض شاعرانه كلام واوريدو له ډيره حيرته به ئې سرونه كښته كړو

او ګوته په غاښ به شو

دهغه دشاعرۍ څخه مقصد دانسانيت لوړوالئ وو هغه به هميشه دخپلو شعرونو په ذريعه داولس داخلاقو او عادتونو اصلاح كوله حضرت امام حسين رض په قناعت توكل خدا ترسۍ وحدانيت ٫ خوددارۍ اخلاص ثواب ٫ جهاد او قربانئ باندې ښه په روڼ تندي ليكل كړي دي

دده په شاعري دكمال خبره دا ده چي ده هيڅ وخت شعريت مجروح لېدو ته نه دئ پرې ايښئ دشعر بېلګه ئې راوړم

 

دع الحرص عن الدنيا

وفي العيش فلا تطمع

ولا تجمع من المال

فلا تدري لمن تجمع

فقير كل ذي حرص

غني كل من ينفع

ژباړه

ددنيا په حرص هوس او دژوند په غوښتنو مه اخته كيږي

دمال او دولت په جمعه كولو ځان مه اخته كوئ تاسو ته څه پته ده چي ستا جمعه شوې پېسې او زر دچا په كار راځي ٫ ستا دبرخي رزق خو مقرر شوئ دئ نو دبد ظنۍ او بد ګمانۍ نه څه فائده ديو مالدار سړي نه هغه فقير ښه دئ چي هغه دقناعت او شكر په خزانو موړوي

 

په درناوي

محمدعلي عمري

سهيلي پښتونخوا مسلم باغ

نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۷ دى ۱۳۸۸ ساعت ۰۷:۰۶:۲۵ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


شعر ٫ محمدعلي عمري

شعر ٫ محمدعلي عمري

نظم

وايــــه ته څنګه لـــــــه ماسره ملګرئ

چي مانـــه ئې هيڅ وخت ځانته رابللئ

ډېر كلونــــــــه دي تيرشوي راسره ئې

خبر نه يم چي روڼا او كــــــه تياره ئې

خلګ بېل بېل تعريفونـــــــــه كوي تاته

زه ئې وينـــم چي راغلي دي ومـــــاته

ځيني وايي پـــــه دنيا كي چي سړئ وي

دهغه ژوندون بــــــــايد لــــكه غمئ وي

خوشحالي يې بايد هر وختې پر كوروي

دكاله مېرمن يې هــم دسپوږمۍ خوروي

ځيني نـــــــــــور بيا په يو بـله عقيده دي

نه يې ښه راځي لـــــــه تا او نــه خفه دي

هغوي وايي دلتــــــــه شته لــوړې ژورې

دهـــــــــر چا دقسمت خپــــــلي دي وزري

چاتـــــــه دغه دنيـــــــا سر تر پايه اورسي

چاتـه جوړې خوشحالۍ په هر يو لور سي

خوـــــوهان بيـا چي نظر يې دئ په تاكي

ښې څېړلئ يې پـــــــــه دې لويــه دنيا كي

دوئ څېړلئ وزن ستا ترغرونو دروند دئ

وايي زړه ته سي دچـــــــــا ورسي توند دئ

وهدف تــــــــه رسيده ستا تـــــــر شا ويني

ستا په هر پړاؤ كي نــــــــوې بـــريا ويني

دپــــــــــوهانو وروستنۍ خبـــــــــــره داده

اوريدلې لـــــــــه استاذه ځخه چي مـــــاده

استاذ وويل چي زمــــــــــا دسترګو توره

دپوهــــــــانو دا خبــــــر ډكه لـــه زوره

هغوئ تـــــــل پــر لاره ږدي ګامونه سم

چي ملګرئ يــــــې وي ټول عمر كي غم

 

په مينه

محمدعلي عمري

سهيلي پښتونخوا مسلم باغ

m.ali.umari@hotmail.com

 

نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۷ دى ۱۳۸۸ ساعت ۰۶:۵۵:۰۴ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


غزل
darwesh
 

غزل

خداي چي دركړي دي دا پښې خو يو څه چل به كوې

كــــــــه پر سكروټو باندې وي نو هم مزل به كوې

ديـــــــــــار دمخ دښكلولو نيت كــــــوې هره ورځ

دثواب كار تش په نيت نـــــــه كيږي عمل به كوې

جنګوې سترګي بـــــــــه يوځل لـــــه يوه ښكلي سره

كه اتل نه يې همــــــــدا يو كار داتـــل بــــــــــه كوې

غـــــــــــدار وژل دښمن شړل دي دوه لازم كارونه

كه پـــــــــــه دا دوو كې يو كول وي نو اول به كوې

دروېشــــــــــــه زه غـــــواړم پښېمانه دښمن وبخښمه

مګر يــــــــــاران وايي خبره دبـــــــــدل بـــــــه كوې

 

عبيدالله ٫ درويش درانئ

سهيلي پښتونخوا كوټه

نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۴ دى ۱۳۸۸ ساعت ۰۹:۲۵:۳۶ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


دعبدالله سرباز ښكلئ نظم

دعبدالله سرباز ښكلئ نظم

دسهار سترګه

دسهار سترګـــــــــــــه راخيژي

سپيدې چوي روڼــــــــــا كيږي

دتيارو پـــــــردې شوې څيري

تيـــــــارې ځي زياته ډوبيږي

٫٫٫

دسهـــــــار داروڼــــــه سترګه

يوپيغام دنيــــــــــاتــــــــه وايي

په سلام دنيــــــــــــــــاته وايي

داپيغـــــــــــــــام دسباؤن دئ

ديوبـــــــل نوي ژوندون دئ

داپيغــــــــــام دورورولۍ دئ

دانســــــــــــان دازادۍ دئ

دژوندون مبــــــــاركي ده

خو دنيا واړه فانــــــــي ده

٫٫٫

دسهار داروڼـــــــه سترګه

په جار جــــــار دنياته وايي

په وارواردنيـــــــــاته وايي

اې غافــــــــــلو انسانانو

زياته پورته سئ سهار دئ

وخت دپاك خداي دانواردئ

وخت دشكرپه ژوندون دئ

پر يو نوي سباؤن دئ

٫٫٫

سترګي خلاصي كړئ سباده

دتيـــــــــــــــاروكډه په شا ده

دمرګي لـــــــــه توري غيږې

دژوندون غيږې ته راغلاست

زمـــــــا سلام سلام قبول كړئ

٫٫٫

پاسئ پاسئ لـــــــــــــه غفلته

وخت دچا انتظار نـــــــه كړي

دغــــــــــه وخت دازادۍ دئ

لــــــــه سره اوره دخلاصۍ دئ

٫٫٫

پاسئ يوسئ يـــــــــــو قوت سئ

يو همت سئ يـــــــــــو ملت سئ

لاس پــــــه لاس دمينې وركړئ

دانفاق لــــــه مينځه ورك كړئ

٫٫٫

څنګ پر څنګ سئ اتحاد سئ

په يوسف كي لاس پر نام سئ

داسلام تــــــــوره په لاس كړئ

له هر غمه به مو خلاص كړي

واړه يــــــــــو سئ يو لښكر سئ

په دنيــــــــــــــــا به معتبر سئ

پــــــــاڅئ پــــــــــاڅئ مسليمينو

مخ ورتـــــــــــــوركړئ دلعينو

ښــــــه راغلاست زه درته وايم

ورځ پــــــــــه خير درتــه وايم

٫٫٫

دسهــــــــار داروڼــــه سترګه

هر سهار موږ تــــــه دا وايي

پــه وار وار موږ ته دا وايي

خو مـــــــوږ نه اورو كاڼه يو

په بينـــــــــــا سترګو ړانده يو

كـــــــــــــــه ابليج وهلي نه يو

دغفلت پـــــــــــه خوب ويده يو

٫٫٫

زُوي لـــــــــــه پلاره مروردئ

ښار لــــــــــــه ښاره مروردئ

ورو او وروركـــــي جدايي ده

چاكي زۍ چاكــــــــي خيلي ده

په هر كوركي څــــــلور ګونده

لـــــه تربورسره پـــــــــه منډه

٫٫٫

پـــــــــــه اومه غرمه راكښېنو

دفــــــــاني دنيا پــــــه غم كي

په هر كلي پـــــــه هر چم كي

لېوني لېونـــــــــــــــي ګرځو

سپېلنــــــــــــــــي سپېلني ګرځو

ترمطلبه مــــــو څوك خان دئ

تر وروهم رابــــاندي ګران دئ

٫٫٫

كه پـــــــــــه دين موږ ناخبر يو

ددنيا پــــــــــه كار كي ستر يو

خواري كښ په هـــــــــر هنر يو

ځكه هـــــــــر ځاي كي په شر يو

٫٫٫

مينه نــــــــــه لـــرو پـــــه زړوكي

ژبه نــــــــــــه لرو پـــه خولو كي

لبـــــــــــاسي خندا مـــــــــــــو ډېره

رواجي ژړا مــــــــــــو ډېــــــــره

دنفرت كــــــــــرونـــــــده ګـــر يو

خوښ پـــــــه هــــــر رنګ دډالر يو

٫٫٫

كين او بغض لــــــــــرو په زړوكي

زهرېــــــــــــله يــــــــــو په رګوكي

نفس جن يــــــــــــــــــو ډېر بې حده

دروغجن يــــــــــــو ډيـــــر بې حده

زمــــــوږ لار ډېـــــــــــر ه خطا ده

زمـــــــــــــوږ لار ډېــــره خطا ده

٫٫٫

دسهــــــــــار سترګه نــــــــــه وينو

نـــــــــــــه سپېدې مــــــو دي ليدلې

نـــــــــه يو لمر تـــــه په ځير سوي

نـــــــــــــه سپوږمۍ پــــه پام راغلې

٫٫٫

نـــــــــــــه دستورو روڼـــــــــا وينو

نــــــــــــه مــــــــو ګل ته دي كتلي

كاينـــــــــــات لــــــه موږه ورك دي

موږ يـــــــــــو ورك لـــــــــه كايناته

٫٫٫

 

په درناوي

عبدالله سرباز

سهيلي پښتونخوا مسلم باغ

 

نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۳ دى ۱۳۸۸ ساعت ۰۷:۴۲:۱۰ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


دسيد باچا شينوارئ شعر
 

غزل

وسوم پـــــــــــه انګار دوطن مينه كي

وختم پـــــــــــه دار دوطن مينـــه كي

ټول ټپي ټپي پــــــــــر هر پر هر يمه

پروت په خنډ او خار دوطن مينه كي

لت پت خپلو وينو كي رنګين رنـــګين

خوښ په خپل ديار دوطن مينــــه كي

ژوبل ژوبل خوښ يمــــــــه كنډم كنډم

سر مي دي شي ځـار دوطن مينه كي

زه لكه پتنګ مين پــه شمع يـــــــــم

شم كــــــــه زه بمبار دوطن مينه كي

مړ مي سپو ته وا چوئ چي ومي خوري

وم كـــــــــه زه غدار دوطن مينـــــه كي

مينـــــــــــه دوطن دسيد زړه كــــــي ده

يم به تل ما ليار دوطن مينـــــــــــه كي

 

په درناوي

سيد باچا شينوارئ

سهيلي پښتونخوا مسلم باغ

نويسنده : محمدعلي عمري | ۹ دى ۱۳۸۸ ساعت ۰۷:۱۷:۳۱ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


[ ۱ ][ ۲ ][ ۳ ][ ۴ ]
معرفي وبلاگ
 



http://larawbar.com/hella/

 
 

فهرست اصلي
 
صفحه نخست
پست الكترونيك
آرشيو مطالب
افزودن به علاقه مندي ها
صفحه خانگي
 

 
 

آرشيو موضوعي
 
شعورنه
اسلامي ليكني
لنډي كيسي
ادبي ټوټي
خبرتياوي
مقالي
بيلابيلي ليكني
انځورونه
اړ يكي
غو نډ ه
كتا بو نه
بر يښنـــا ليكونه
درحمت الله رحمت ناول
 
 

آرشيو ارسال ها
 
شهريور ۱۳۸۹
مرداد ۱۳۸۹
تير ۱۳۸۹
خرداد ۱۳۸۹
ارديبهشت ۱۳۸۹
فروردين ۱۳۸۹
 
 


پيوند ها
 
افغان ادبي بهير
تل افغان
ټاټوبئ
دارواښآد سيلاب ساپي بلاګ
روهي ويب پاڼه
غورځنګ ويب پاڼه
دميرمن كلتوري ټولنې ويب پاڼه
پښتوسندري
دتهران راديو پښتو خپرونه
دامريكاږغ اشنا راديو
دچين راديو پښتو خپرونه
دالمان ږغ راديو پښتو خپرونه
دښآغلي همت الله امين زي ويب سايټ
مورچل ويب پاڼه
خوست ويب پاڼّه
انلاين پښتو مشاعره
په زړه پورې افغانئ لينكستان
پكتيا ويب پاڼه
وحدت ورځپا ڼه پيښو ر
سور غر ويب پا ڼه
سپوږمۍ ويب پا ڼه
سمسور و يب پا ڼه
خوست راديو
دافغا نستا ن دطالبانو ويب پا ڼه
تاند ويب پا ڼه
پښتونخوا ويب پا ڼه
پكټ راديو پښتو خپرو نه
داستانونه ويب پا ڼه
زمو افغانستان ويب پا ڼه
ډيوه راديو ويب پا ڼه
دازادۍ راديو پښتو خپرونه
ليكوال ويب پا ڼه
هيواد ويب پا ڼه
اصلاح ويب پا ڼه
شهامت ويب پا ڼه
ريان اسلامي ويب پا ڼه
توره بوړه ويب پا ڼه
لوي غر ويب پا ڼه
د بي بي سي پښتو خپرونه
ګران وطن ويب پاڼه
بينوا ويب پاڼه
ټول افغان ويب پاڼه
دموسيقۍ په زړه پورې ويب پاڼه
دموسيقۍ ښكلې ويب پا ڼه
پښتا نه و يب پا ڼه
رومال و يب پا ڼه
ننګيا ل و يب پا ڼه
لوي افغانستان وېبپاڼه
طلوع ټلوېزيون
آرمان راډيو
لمر ټلوېزيون
نورين راډيو ټلوېزيون
پژواك خبري آژانس
ولس خبري اژانس
تول پښتانه وېبپاڼه
ميدان وردگ ولايت پانه
مسلمانان وېبپاڼه
دپښتنو شاعرانو شعرونه وېبلاك
حقيقت ويببانه
كره كتنه وېبلاك
دبازمحمد عابد وېبلاك
افغا ن ننګ ويب پا ڼه
لر او بر ويب پا ڼه
په زړه پوري اسلامي ويب سايټ
بلاګو نه و يب پا ڼه
خبرونه ډا ټ كام
دعبدالهادي حيران و يب پا ڼه
افغا ن كلتوري ودې ټولنه
دآپلوډ په زړه پوري ويب پا ڼه
پښتو نستا ن ويب سا يټ
دښځـو ويب پا ڼه / اوربل
آنلا ين ويب پـا ڼه
قا مو ســو نه و يب پاڼه
سلګۍ ويب پا ڼه
شعرو نه و يبلا ګ
سباؤن ويب پا ڼه
د اجمل اند ويب پا ڼـــه
لمر و يب لا ګ
ليكوال ويب پاڼه
بوريوال كاكړ بلاګ
افغان رساله
دانش خپرندويه ټولنه
دانټر نيټي تبليغاتو سايټ
ديدنونه ويب پاڼه
نړ ۍ وال ويب پاڼه
دجهاني صاحب ويب پاڼه
كندهار تلويزيون ويب پاڼه
 
 


لوگوي دوستان
 
POWERD BY neginblog.com
 
 


كدهاي كاربر
 
 
 


 

تمام حقوق تعلق به نگین بلاگ است