هيــــــــــــــــــلـــه
دا ړ يــــــــــــكو پــــته

omari.zabul@gmail.com
صفحه اصلي | تماس با ما | آرشيو وبلاگ

شعر ٫ استاد حقيار

شعر ٫ استاد حقيار

كنائي

حق سبحانه څــــــو تر څوبه وي هجران

يــــــارمې ډېر يـــاديږي نه لرم هيڅ توان

پر زړګــــي مي دبيلتون سكروټي اوري

محبت كــړ راتــه كـــــــــوركلئ زندان

مدام ګرځــــــــم در په دره لــــكه روَئ

عرسات شوراتــــه جوړپــــردې جهان

بــــــــې ژړامې بل هيڅ كار پر دنيا نشته

شي به كله پرې راپيښ ســــــــاقي جانان

دالومړي دوه حرفه بېل كړه سر تر پايه

دئ حقيار درتـــــــه ښوولئ خپل جانان

حقيار

سهيلي پښتونخوا كوټه

نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۸ دى ۱۳۸۸ ساعت ۰۸:۳۱:۳۱ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


درحمت زلمي او شهيم كاكړ في البديهه شعر

درحمت زلمي او شهيم كاكړ في البديهه شعر

 

غزل

زلمي

دښمن به بيا درته ونه ګوري په بره سره

كه دې دلوټې ځواب وركړ په ډبره سره

شهيم

دجنګ ډګر له وړو سرونه پر ورغوي باندې

دجنګ ډګر كښې ځكه كار نه كړو له سره سره

زلمي

سر يې په داركړخو دننګ دستار يې نه كړ غوزار

دستار يې ښخ كړئ په لحدكښې له غوڅ سره سره

شهيم

نوراني حسن چي يې عشق پرما الهام كړلئ خور

له هغه وخته مې زړه پرېښووله دلبره سره

زلمي

مؤمن فطرت مې نه مني كه څه هم دوي وايي تل

چي پر څنګ تېر نه شې ډاډه له زوروره سره

شهيم

راځئ چي وباسو له مينځه دا متل دژوندون

چي هميشه به دشرير كار وي له شره سره

زلمي

سر يو حق ذات ته ټيټوونه يو دهغو په شان

چي سر يې ايښئ پر سجده وي له هر دره سره

 

رحمت زلمي

پښتونخوا ژوب

نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۸ دى ۱۳۸۸ ساعت ۰۸:۱۷:۲۲ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


شعر ٫ عبدالباري اسير
 

شعر ٫ عبدالباري اسير

 

غزل

چي هېروم ماضي دحال لمن ته اچوم لاس

دامې يقين سو نن دخيال لمن ته اچوم لاس

پر مخ به څرنګه بيا ځم دخپل منزل پر طرف

چي په ژړا زه دذوال لمن ته اچوم لاس

كمې بېځايه دخپل زړه په خوله نن وكړو اشنا

پوسه چي دلته دجنجال لمن ته اچوم لاس

چي دپېړيو څخه اوس تر دغه وخته پورې

رايادوي ددا مثال لمن ته اچوم لاس

آسيره دلته پر دنيا تر خپله وسه پورې

پر ځاي دورځې زه دكال لمن ته اچوم لاس

 

عبدالباري اسير

سهيلي پښتونخوا پښين

نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۸ دى ۱۳۸۸ ساعت ۰۷:۵۴:۲۸ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


دعفت ملالئ ښكلئ شعر
 
 
 

دعفت ملالئ ښكلئ شعر

غزل

كــړې مې نـــــه وه دهيچا دزورېــــدو اراده

نه مې درلـــــوده دكــــوم زړه دمـــاتېدو اراده

كه مې ډالۍ نه كړه موسكا ستا وچو شونډو لره

كړې مې هـــــــــم نه وه داســـــتا دژړېدو اراده

هغه ګلاب چي مې دخپل زړګي په وينو لوي كړو

سنګه مې وكــــــــړه دهغــــــه ګل دشلېدو اراده

مـــــــا ويل زه به دې روڼا كړم دا تياره جونګړه

ډېوه پـــــــه لاس مې وه ستا لورته ددرتلو اراده

عفت چي وكړو دخپل خيــــال په وزرونو الوت

قسمت يې وكـــــړو وګړنګ تـــــه دلوېدو اراده

 

عفت ملالۍ

پښتونخوا پيښور

نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۸ دى ۱۳۸۸ ساعت ۰۹:۳۶:۴۱ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


دعبدالباري جهاني ژباړه

دعبدالباري جهاني ژباړه

دشعر شاعر

frank sinatra

بياباني هلك

يو هلك وو زما په ياددي له كلونو له وختونو

عجائب يې وه كارونه با وله وو په خويونو

خلګ وايي ګرځيدئ به ليري ليري پر ملكونو

پر سيندونو پر دښتونو او پر لويو لويو غرونو

لايوڅه وو شرميندوكئ سترګي ډكي له غمونو

مګر ډير په زړه هوښيار وو لكه ګوډئ دفكرونو

راپه يادمي هغه ورځ سي هغه ښكلې ورځ په ژوندكي

چي مې خواته رانژدې سوراته راغئ په ګامونو

سره ومو كړې خبري ددنيا له هره كونجه

دجاهلو لېونيو دشاهانو تر كارونو

راته وې ويل دا واوره چي په ژونديې هېره نه كړې

دايو كار درته بهتردئ ستا تر ټولو عملونو

مينه وكړه مينه واخله ټول ژوندون په مينه تېر كړه

ما دا يو سبق ذده كړئ دنړۍ له سبقونو

 

 

محمدعلي عمري

سهيلي پښتونخوا مسلم باغ

نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۷ دى ۱۳۸۸ ساعت ۰۷:۱۷:۱۷ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


[ ۱ ][ ۲ ][ ۳ ][ ۴ ]
معرفي وبلاگ
 



http://larawbar.com/hella/

 
 

فهرست اصلي
 
صفحه نخست
پست الكترونيك
آرشيو مطالب
افزودن به علاقه مندي ها
صفحه خانگي
 

 
 

آرشيو موضوعي
 
شعورنه
اسلامي ليكني
لنډي كيسي
ادبي ټوټي
خبرتياوي
مقالي
بيلابيلي ليكني
انځورونه
اړ يكي
غو نډ ه
كتا بو نه
بر يښنـــا ليكونه
درحمت الله رحمت ناول
 
 

آرشيو ارسال ها
 
مرداد ۱۳۸۹
تير ۱۳۸۹
خرداد ۱۳۸۹
ارديبهشت ۱۳۸۹
فروردين ۱۳۸۹
اسفند ۱۳۸۸
 
 


پيوند ها
 
افغان ادبي بهير
تل افغان
ټاټوبئ
دارواښآد سيلاب ساپي بلاګ
روهي ويب پاڼه
غورځنګ ويب پاڼه
دميرمن كلتوري ټولنې ويب پاڼه
پښتوسندري
دتهران راديو پښتو خپرونه
دامريكاږغ اشنا راديو
دچين راديو پښتو خپرونه
دالمان ږغ راديو پښتو خپرونه
دښآغلي همت الله امين زي ويب سايټ
مورچل ويب پاڼه
خوست ويب پاڼّه
انلاين پښتو مشاعره
په زړه پورې افغانئ لينكستان
پكتيا ويب پاڼه
وحدت ورځپا ڼه پيښو ر
سور غر ويب پا ڼه
سپوږمۍ ويب پا ڼه
سمسور و يب پا ڼه
خوست راديو
دافغا نستا ن دطالبانو ويب پا ڼه
تاند ويب پا ڼه
پښتونخوا ويب پا ڼه
پكټ راديو پښتو خپرو نه
داستانونه ويب پا ڼه
زمو افغانستان ويب پا ڼه
ډيوه راديو ويب پا ڼه
دازادۍ راديو پښتو خپرونه
ليكوال ويب پا ڼه
هيواد ويب پا ڼه
اصلاح ويب پا ڼه
شهامت ويب پا ڼه
ريان اسلامي ويب پا ڼه
توره بوړه ويب پا ڼه
لوي غر ويب پا ڼه
د بي بي سي پښتو خپرونه
ګران وطن ويب پاڼه
بينوا ويب پاڼه
ټول افغان ويب پاڼه
دموسيقۍ په زړه پورې ويب پاڼه
دموسيقۍ ښكلې ويب پا ڼه
پښتا نه و يب پا ڼه
رومال و يب پا ڼه
ننګيا ل و يب پا ڼه
لوي افغانستان وېبپاڼه
طلوع ټلوېزيون
آرمان راډيو
لمر ټلوېزيون
نورين راډيو ټلوېزيون
پژواك خبري آژانس
ولس خبري اژانس
تول پښتانه وېبپاڼه
ميدان وردگ ولايت پانه
مسلمانان وېبپاڼه
دپښتنو شاعرانو شعرونه وېبلاك
حقيقت ويببانه
كره كتنه وېبلاك
دبازمحمد عابد وېبلاك
افغا ن ننګ ويب پا ڼه
لر او بر ويب پا ڼه
په زړه پوري اسلامي ويب سايټ
بلاګو نه و يب پا ڼه
خبرونه ډا ټ كام
دعبدالهادي حيران و يب پا ڼه
افغا ن كلتوري ودې ټولنه
دآپلوډ په زړه پوري ويب پا ڼه
پښتو نستا ن ويب سا يټ
دښځـو ويب پا ڼه / اوربل
آنلا ين ويب پـا ڼه
قا مو ســو نه و يب پاڼه
سلګۍ ويب پا ڼه
شعرو نه و يبلا ګ
سباؤن ويب پا ڼه
د اجمل اند ويب پا ڼـــه
لمر و يب لا ګ
ليكوال ويب پاڼه
بوريوال كاكړ بلاګ
افغان رساله
دانش خپرندويه ټولنه
دانټر نيټي تبليغاتو سايټ
ديدنونه ويب پاڼه
نړ ۍ وال ويب پاڼه
 
 


لوگوي دوستان
 
POWERD BY neginblog.com
 
 


كدهاي كاربر
 
 
 


 

تمام حقوق تعلق به نگین بلاگ است